آئى ډى پيز د ذهنى رنځونو ښکار شول

0
3126

ډى آئى خان (فاروق محسود) سوئيلى وزيرستان کښې چې کله ٢٠٠٩ء کښې فوځى عمليات وکړے شول نو بسمينه بى بى او کورنۍ ئې قبائلى سيمو کښې د خپل پلرنى کلى په پريښودو خوندى ځائے ته کډه وکړه ـ

دا د قطبى او سوئيلى وزيرستان ترمنځه يو کلے شکتوئى ؤ ـ ٢٤ کلنې بسمينې دوه کاله خپلې کورنۍ سره دې انتظار کښې استوګنه وکړه چې فوځى عمليات ختم شي او هغه د خپلې کورنۍ د خلقو پشمول واپس کور ته لاړه شى ـ

بسمينه وائى :” کله چې سوئيلى وزيرستان کښې اپريشن راه نجات پيل شو نو زما کورنۍ خپل کلې واچاخوارا پريښود او شکتوئى ته لاړه کوم چې نسبتاَ يو خوندى ځائے ؤ ـ” هغه د سوئيلى وزيرستان پولې سره پيوست ډى آئى خان ضلع کښې د نفسياتو د يو ماهر په انتظار وه ـ

” مونږ خواؤشا دوه کاله شکتوئى کښې تير کړل ـ يوه ورځ د ځائى عسکريت خوښو او امنيتى ځواکونو ترمنځه روانه جګړه شکتوئى ته هم راورسيده ـ دواړو ډلو د يو بل په ضد مارټر ګولې او درنه وسله کاروله ـ

دې حالاتو بسمينه او د هغې کورنۍ مجبوره کړه چې هغه دې د شکتوئى نه د خيبرپښتونخوا ټانک ضلعې ته منتقل شى چې د سوئيلى وزيرستان په خلۀ کښې شتون لرى ـ

هغې ووئيل :” مونږ د شکتوئى نه زر تر زره د وتلو د پاره د شپې په تيارۀ کښې مزل وکړو ـ د مارټر ګولو ګزارونه چاپيره کيدل او مونږ ويرې اخستې وو چې په هغې ونۀ لګو ـ د هغې شپې نندارې مې مغزو کښې بيا بيا د فلم په څير اوړي راوړي ـ”

بسمينه چې د قبائلى روايت پړدې له امله سړو سره خبره نۀ کوى ، په دې خبره رضا شوه چې هغه به د ډاکټر په کلينک کښې خپله قصه اوروى چرته چې به د نيوز لينز خبريال هم موجود وى ـ

د بسمينې د پوخ عمر پلار، چې په مخ ئې ګونجي څرګندو وو ، ووئيل :” زما لور بهادره او د روڼ تندى څښتنه وه خو کله راسې چې مو کډه کړې ده او په خاص توګه کومو ورځو کښې چې د شپې مهال له شکتوئى ټانک ته راغلو نو فکرونو په مخه کړه ـ هغه بدخويه او حساس شوه او اکثر د ويرې خوبونه ويني ـ “

د بسمينې د نفسياستو د ماهر ډاکټر منيرداوړ ترمخه قطبى او سوئيلى وزيرستان کښې د فوځى علمياتو له امله د ١٠ لکو نه زيات خلق په کډه کولو محبور شول چې پکښې يو لوے شمير، په خاص توګه ميرمنې او ماشومان، د جسمانى او نفسياتى رنځونو ښکار شوي دي ـ

ډاکټر داوړ نيوز لينز سره ډسټرکټ هيډ کوارټر و ټيچنګ هسپتال کښې د خبرو اترو په وخت ووئيل :” زما خواؤشا ٧٠ سلنه مريضان سوئيلى وزيرستان څخه په کډه راغلي دي او د ذهنى رنځونو ښکار شوي دي ـ” هغه د دې هسپتال د نفسياتو د شعبې مشر دے ـ

راه نجات عمليات په ١٧ اکتوبر ٢٠٠٩ء شروع شول کومو کښې چې د پاکستانى طالبانو لارښود حکيم الله محسود او د تحريک طالبان پاکستان پينځۀ اهم مرکزونه په نخښه کړے شول ـ چې پکښې سره روغه، لدها، مکين ،تيارزه او ساروکئ شامل وو ـ

د فوځى عملياتو له امله له دې سيمو خواؤشا ٨٢ زره کورنيو کډې وکړې ـ نيشنل ډيټا بيس اينډ رجسټريشن اتهارټى او فاټا ډيزاسټر مينجمنټ اتهارټى ٦٢ زره کورنۍ د آئى ډى پيز په توګه رجسټرډ کړې ـ په زرګونو داسې وې کومې چې دې شميره کښې شاملې نۀ کړے شوې ـ

د کډو کولو له يو کال بشپړيدو وروستو په څلورم دسمبر ٢٠١٠ء د سوئيلى وزيرستان او فاټا واکمنو آئى ډى پيز سره روغه او ساروکئ ته واپس استول پيل کړل ـ د څلورو کالو تيريدو باوجود يوازې ١١ زره کورنۍ خپلو کليو ته واپس تلي دي ـ د آئى ډى پيز يو لوے شمير ته اوس مهال کورونو ته واپس تګ دے ـ هغوي ټول هيواد کښې خوارۀ شوې دي ولې د هغوي زيات شمير کراچۍ ، ډى آئى خان، پيښور او بنو کښې په عارضى توګه ميشتۀ دي ـ

صاحب نور خپلې ٣٧ کلنې خور زاهده بى بى سره د ډاکټر داوړ کلينک ته راغے ـ هغه د نفسياتو ماهر سره د ليدلو کتلو د پاره د هغۀ د کلينک نه بهر په انتظار ؤ ـ

سوئيلى وزيرستان څخه کډه کوونکى صاحب نور ووئيل :” هغه (زاهده بى بى) د عملياتو نو وړاندې روغه جوړه وه خو دوه کاله له کوره د لرې تيرولو نه پس د هغې رويه په ډرامائى توګه بدله شوه ـ هغه په نامناسبه ډول راوړاندې کيږى او د ځان وژنې هڅه ئې کړې ده ـ

د صاحب نور ترمخه د زاهدې بى بى خاوند کراچۍ کښې مزدورى کوى ـ هغه وائى :” د هغۀ ګټه لږه ده ـ زما د خور ارمان ؤ چې د هغې د اتو کالو زوئے علاوالدين ډاکټر شى خو هغې د هغۀ سکول ته د تګ خرڅونه هم ونۀ زغمل ـ د کډې کولو له امله د هغې زړۀ مات شو ـ هغې ځان له خپله يوه دنيا جوړه کړې ده ـ “

ډاکټر داوړ وائى :” د آئى ډى پيز اکثريت د بيلابيلو ذهنى رنځونو ښکار دي ـ ميرمنې ناخوندى او ذهنى ستونزې محسوسوي او ماشومانو کښې ډيره سخته ويره خورا شوې ده ـ سړو او ښځو آئ‌ ډى پيز کښې ځان وژنه معمول جوړ شوے دے ـ

هغۀ ووئيل چې د آئى ډى پيز حالات ډير خراب دي ځکه چې نۀ يوازې د هغوي معاشى حالات سم نۀ دي بلکې د هغوي پلرنو سيمو کښې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ هم روان دے ـ له ٦٠ سلنې زيات آئ‌ ډى پيز ماشومان ترهه ګرۍ ، کډوالۍ او فوځى عملياتو ځپلي دي ـ د قبائلو راتلونکے کهول به د ډيرو نفسياتى رنځونو ښکار وي ـ “

تير کال سوئيلى وزيرستان سره اړونده آئى ډى پيز دا غوښتنه وکړه چې هغوي دې د هغوي په سيمو کښې ميشتۀ کړے شي د کوم د پاره چې ئې د اسلام آباد پريس کلب نه بهر ٢١ ورځې پرلت هم وغزولو ـ

د سوئيلى وزيرستان د محسود قبائلو د آئى ډى پيز د نمائنده تنظيم تحريک محسود قبائل صدر شيرپاؤ محسود وائى چې حکومت نۀ يوازې په وخت د آئى ډى پيز د بحالۍ ادعا کړې وه بلکې يو ځل بيا ئې دا تکرار کړې وه چې کلي له عسکريت خوښو خالى کړے شوي دي ـ

هغه وائى :” خو زۀ په دې نۀ پوهيږم چې حکومت د آئى ډى پيز وزيرستان ته د واپس ليږلو په اړه يو دوه کښې حيران ولې دے ـ “

شيرپاؤ ووئيل چې آئى ډى پيز کښې ډپريشن خوريږي او هغوي د نفسياتى ستونزو ښکار کيږي ـ” ټانک ضلع کښې کډوال وفارخان نومې تن وړومبے خپله مور ووژله او بيا ئې د هغې مړے وسوزولو ـ ډاکټران وائي هغه په ذهنى توګه د کشالې ښکار ؤ ـ”

کله چې نيوز لينز د سوئيلى وزيرستان سياسى انتظاميې سره د آئى ډى پيز واپس د هغوي سيمو کښې د ميشتۀ کولو په اړه خبره وکړه نو هغوي ووئيل چې هغوي دې لړ کښې هيڅ بيان ورکول نۀ غواړي ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here