انسانى قاچاق کښې زياتوالے،د قانون نافذونکو ادارو په کارکردګۍ سواليه نشان

0
4440

لاهور (احسان قادر) پاکستان څخه انسانى قاچاق کښې په انديښمن رفتار زياتوالے راځى ـ د سرکارى شمير شميرې نه دا رابرسيره کيږى چې د پاکستان د کال د ١٠ زرو نه زيات کسان په غيرقانونى توګه خليجى هيوادونو، متحده عرب امارات، ترکى، يورپ او سوئيلى افريقې ته مخه کوي ـ

د امريکې د بهرنيو چارو د محکمې د ټولې نړۍ نه کيدونکى انسانى قاچاق باندې د نظر لرونکې ذيلى ادارې لخوا په ٢٨ دسمبر ٢٠١٤ء د جارى کړے شوى ټريفکنګ ان پرسنز (ټى آئى پى) راپور ٢٠١٤ء ترمخه :” د پاکستان حکومت د انسانى قاچاق د مخنيوى د پاره تجويز کړے شوي کم نه کم معيارونه هم په پوره ډول خپل نۀ کړل، خو ولې هغه دې لړ کښې هڅې ضرور کوى ولې حقيقت خو دا دے چې د انسانى قاچاق د مخې نيولو د پاره کيدونکې دا هڅې په منظم انداز د کيدونکى کرپشن له کبله اثرناک ثابت نۀ شول ـ”

دې راپور کښې وړاندې وئيلي شوي دي :” د حکومت لخوا د انسانى قاچاق په ټولو ډولونو بنديز لګولے شوے دے او نۀ سزاګانې ټاکلے شوي دي ـ بډو او عمله کښې د خواؤشا ٢٥ سلنه کمى په وجه د وفاقى تحقيقاتى ادارې (ايف آئى اے) د انسانى قاچاق د مخنيوى صلاحيت ډير زيات اغيزمن شوے دے ـ د دې ترڅنګ په ځانګړى ډول متحده عرب امارات کښې جينکو او ميرمنو ته د ملازمت ورکولو دهوکې سره او د غير قانونى ليبرايجنټانو يا لائسنس يافته پاکستانى اوورسيز ايمپلائمنټ پروموټرز د ذيلى ايجنټانو لخوا د بهرتى کيدو د پاره د درنو فيسونو ترلاسه کولو له کبله پاکستانيان بهر هيواد کښې په جنسى زياتى او جبرى خوارۍ مجبوريږي ـ”

نيوز لينز پاکستان سره په ټيلى فون خبرو اترو کښې د ايف آئى اے پخوانى ډائريکټر جنرل ظفر ملک انسانى قاچاق کښې د زياتوالى ذمه وارى په حکومت ورواچوله ـ هغۀ ووئيل :” حکومت د ايف آئى اے د اصلاح کولو په ځائے د دې د ډائريکټر جنرل بدلولو کښې بوخت وى ـ مرستندويه هيودادونه لکه جاپان او آسټريليا د ايف آئى اے د نظام ښۀ کولو د پاره مرسته کوى ولې زمونږ خپل حکومت دې لړ کښې د دلچسپۍ د نيشتوالى څرګندونه کوى ـ “

ظفر ملک ووئيل چې د ايف آئى اے د ملازمانو په تنخاګانو کښې زياتوالى او اداره کښې د څارنې د نظام وضعه کولو سره اداره کښې په اخستونکو بډو رشوتو قابو موندلے شى ـ هغۀ ووئيل :” د ايران د تفتان پولې او د افغانستان په لارو کنټينرو کښې په کښيناستو بې وزله پاکستانيان په غير قانونى توګه خليجى هيوادونو، دوبۍ، ترکى، منځنى ختيز، اروپا او افريقائى هيوادونو ته مخه کوي ـ انسانى قاچاقبر خلق په غير قانونى کاغذونو زمکنيو او هوائى لارو باندې بهر هيواد ته ليږي او د دې بڼې هلې ځلې د تيرو څو کالو راسې روانې دي ـ “

ايم اے او کالج لاهور کښې د عمرانياتو پروفيسر مسعود مرزا ووئيل چې انسانى قاچاق کښې د زياتوالى يوه لويه وجه غربت دے ـ هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” د روزګار موقعو کښې د کمى له کبله غربت کښې زياتوالے راغلے دے ـ د ناخواندګۍ، بې وزلۍ، ترهه ګرۍ، توان او ګيس د لوډشيډنګ له امله په مجموعى ډول سماجى فکرمندى زياته شوې ده ـ”

د هغۀ وړاندې وينا وه :” سماجى مايوسى دې حد پورې زياته شوې ده چې خلق د غوره ملازمت او روښانه راتلونکى خوبونه سترګو کښې غړولو سره د خپل هيواد په پريښودو بهرنۍ نړۍ ته مخه کوي ـ دې د پاره هغوئ انسانى قاچاقبرو سره رابطه کوي څوک چې دوئ کښې د خورې شوې سماجى مايوسۍ احساسات نور وراچوي ـ”

٢٠١٤ء کښې ايف آئى اے مطلوبه انسانى قاچاقبرو کښې يوازې ٢٥ ونيول ـ د ايف آئى اے د ريډ بک څلورم ايډيشن کښې د مطلوبه انسانى قاچاقبرو شمير ١٤-٢٠١٣ء کښې ١٤١ ته ورسيدو کوم چې ٢٠١٢ء کښې ٩٥ ؤ چې پکښې سياستدانان هم شامل دي ، د سور رنګ د کانټۍ دې کتاب کښې د مطلوبه انسانى قاچاقبرو ريکارډ مرتب کولے شى ـ

د ملګرو ملتونو د پرمختيائى پروګرام (يو اين ډى پى) په ٢٠ ستمبر ٢٠١٤ء دى نيوز کښې د خپور شوى هيومن ډويلپمنټ رپورټ ٢٠١٤ء ترمخه د پاکستان د نيمې نه زياته ابادى د بې وزلۍ بيلا بيلو شکلونو سره مخ ده او پاکستان دې لړ کښې شوې درجه بندۍ کښې ١٨٧ هيوادونو کښې په ١٤٦ نمبر دے ـ

د انسانى قاچاق ښکار شوې ميرمنې آمنه بى بى نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې يو ايجنټ محمد اکرم، چې د هغې ترمخه د اوږدې مودې راسې امريکه کښې ميشتۀ ؤ او د تيرې څۀ مودې نه پاکستان کښې اوسيدو، هغې نه بهر هيواد ته د ليږلو په دهوکه ډير دروند رقم تروړلے ؤ ـ آمنه بى بى ووئيل :” اکرم د لاهور په کيولرى ګراؤنډ سيمه کښې د ويزا کنسلټنسى دفتر پرانستے ؤ ـ زما اکرم سره د هغۀ د يو ملګرى په ذريعه رابطه وشوه ـ اکرم زما نه ٥٠ زره ډالر واخستل او سوئيلى افريقه کښې په يو ډيپارټمنټل سټور د ١٥ سوه ډالره مياشت تنخوا د ملازمت راکولو ژمنه ئې راسره وکړه ـ “

آمنه يتيمه ده او يوه فيکټرۍ کښې کار کوى، هغې د ايجنټ د فيس ورکولو د پاره د خپلې مور کور خرڅ کړو ـ هغه وائى :” اکرم د ويزې او نورو کاغذونو بندوبست وکړو خو کله چې زۀ سوئيلى افريقې ته ورسيدم نو اکرم زما د فونونو هيڅ ځواب را نۀ کړو، تر دې چې هغه د کيولرى ګراؤنډ د خپل دفتر نه هم غائب شو ـ هغه وخت زۀ د نااميدۍ او لاچارۍ په حال کښې واپس راغلم ـ”

د آمنه وينا وه :” ما د اکرم د هغه ملګرى په ذريعه د هغۀ نه د رقم د واپسۍ غوښتنه وکړه چا چې د هغۀ ضمانت راکړے ؤ خو هيڅ خوند ئې ؤنۀ کړو ـ د ايف آئى آے د لاهور آفس څو چکرې مې ولګولې او دې لړ کښې مې شکايت درج کړو ولې دا ټولې هڅې بې کاره شوې ـ اخر مې د ايف آئى اے لاهور ډائريکټر ډاکټر عثمان انور سره ليدل کتل وکړل چا چې د اکرم په ضد د مقدمې درج کولو او اوو ورځو کښې د هغۀ د درک لګولو حکم وکړو ـ ”

هغې زياته کړه :” دوه مياشتې پس اکرم ونيولے شو ـ ايف آئى اے اکرم په ولقه کښې واخستو او خواؤشا درې کاله پس د ايف آئى اے په ذريعه اکرم زما ٥٠ زره ډالر واپس وکړل ـ ” آمنه په ويره ويره دا ومنله چې هغې د ايف آئى اے هغه افسر ته بډې ورکړې چا چې د ډائريکټر عثمان انور په احکاماتو اکرم په ولقه کښې واخستو او د يو په درې زيات رشوت په اخستو ئې هغه پريښود ـ

د آمنه ترمخه اکرم د هغې په سيمه کښې ډيرو خلقو سره داسې دهوکه وکړه، او هغوئ ئې په جعلى کاغذونو دوبۍ، سوئيلى افريقې، آسټريليا،يورپ او کينيډا ته وليږل ـ هغه دې ورځو کښې د کاسميټکس کاروبار کوى ـ

طارق ملک د ايف آئى اے د انسانى قاچاق د مخنيوى په شعبه کښې د ډائريکټر په توګه خدمات ترسره کړي دي او دا وخت اسلام آباد پوليس سره اړوند لرى، هغه په حکومت دا تور پورې کوى چې د انسانى قاچاق د کشالې د ختمول د پاره سنجيدګۍ سره ګامونه نۀ اخلى ـ هغۀ ووئيل :” حکومت د انسانى قاچاق د مخنيوى د آرډيننس (پى اے سى ايچ ټى او) ٢٠٠٢ء نړيوال معيار سره د هم آهنګ کولو او د دې د نور جامع او نور اثرناک کولو د پاره ئې دې کښې د بدلون کولو ژمنه کړې وه ـ خو ٢٠١٤ء تير شوے دے او تر اوسه هيڅ بدلون ؤ نۀ کړے شو ـ “

هغۀ د امريکې د خارجه محکمې د ټى آئى پى رپورټ ٢٠١٤ء حواله ورکړه چې ترمخه ئې پاکستان د هغو هيوادونو په درجه بندۍ کښې نور په ښکته راغلے دے د چرته نه چې انسانى قاچاق کيږى ځکه چې ايف آئى اے ٢٠١٤ء کښې د انتهائى مطلوبه انسانى قاچاقبرو په نيولو کښې ناکامه شوې ده ـ د طارق ملک وينا وه چې د تيرو څو کالو راسې حکومت کوم نوے قانون رامنځته نۀ کړے شو او نۀ په موجوده قوانينو کښې څۀ بدلونونه شوي دي ـ

هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” ډيرو انسانى قاچاقبرو ته سياسى سرپناه ترلاسه ده چې پکښې د فيوچر کنسرن ايسوسى ايټ مالک عاصم ملک، د هغۀ کورودانې زوبيه ملک او د متروکه وقف املاک بورډ پخوانے ډائريکټر سيد آصف هاشمى شامل دي ـ ايف آئى اے د دوئ په ضد د هر کوم ډول په اثرناکه کارروائۍ کولو کښې ناکامۍ سره مخ شوې ده ـ “

طارق ملک ووئيل چې پاکستان څخه د انسانى قاچاق پيل د ٧٠ء په لسيزه کښې وشو کوم چې حکومت ١٩٧٥ء کښې د دې بڼې په جرمونو قابو موندلو د پاره د ايف آئى اے په تشکيل مجبور کړو ـ

د ايف آئى اے د لاهور ډپټى ډائريکټر خواجه حماد نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې ايف آئى اے انسانى قاچاق کښې ککړې ډيرې ډلې ولقه کښې اخستې دي ځکه چې د ډائريکټر ډاکټر عثمان انور د احکاماتو په رڼا کښې د انسانى قاچاق د مخنيوى شعبه د دې بڼې د مقدمو د له منځه اوړلو د پاره فعال انداز کښې کار کوى ـ هغۀ ووئيل :” د ايف آئى اے د پاره انسانى قاچاق په هيڅ صورت کښې هم د منلو وړ نۀ دے د کوم له کبله چې د انتهائى مطلوبه انسانى قاچاقبرو د نيولو د پاره ځانګړے مهم هم پيل کړے شوے دے ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here