بلوچستان : د اوږد مهاله منصوبې پيل کولو په ځائے د اولس د بنيادى ستونزو هوارولو ضرورت

0
4038

: Photo By News Lens Pakistan / Matiullah Achakzai

کوئټه (صفى الله شاهوانى) د پاکستان سويل لويديزې صوبې بلوچستان کښې د پاک چين راهدارۍ په منصوبه د ٤٦ ارب ډالرو سرمايه کارى اوږد مهاله تناظر د پرمختګ د نوى دور يو علامت څرګند شوے دے د کوم د پاره چې صوبې د اوږدې مودې راسې خواهش لرلو ـ خو ولې د صوبې اوسيدونکي او سياست دان اوس د لنډ مهال ضرورتونو ترسره کول غواړي ـ

د بلوچستان نيشنل پارټى مينګل ( بى اين پى ايم ) وياند آغا حسن بلوچ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” د ګوادر وګړي د څښلو پاکو اوبو پورې رسائى نۀ لري او د هغوئ په زمکو قبضې کولے شي چې زورواکانو خلقو ته الاټ کولے شي ـ”

هغۀ ووئيل چې پاک چين اقتصادى راهدارى د بلوچ اولس د ضرورتونو په مقابله کښې دا وخت ثانوى حيثيت لرى ، رښتيا خو دا دي چې تر کومه ځائى ابادۍ ته د اساسى ضرورتونو ورکړه ممکن نۀ کړے شى، د هغوئ د پاره د اقتصادى راهدارۍ منصوبه هيڅ زړۀ رښکون نۀ لرى ـ”

د پاکستان او چين ترمنځه په دې ميګا پراجيکټ هغه وخت لاس ليکونه وشول کله چې د چين صدر ژى جن پنګ اپريل ٢٠١٥ء کښې د پاکستان په دوره راغے ـ

پاک چين اقتصادى راهدارى به د سويل لويديز پاکستان ګوادر بندرګاه د چين ختيزې لويديزې سيمې ژنجيانګ سره د سړکونو د نيټ ورک، ريلوے او آئل او ګيس د ترسيل د پاره د لګولے کيدونکو پائپ لائنونو په ذريعه نښلوى ـ

دا راهدارى د چين د ٢١ مې پيړۍ د مجوزه شاهراه ريشم فراختيا ده کومې ته چې د بيلټ اينډ انيشى ايټو ( او بى او آر ) نوم ورکړے شوے دے، دا يوه پرمختيائى کړنلاره ده چې پکښې په اساسى توګه د يوريشيا د هيوادونو ترمنځه اړيکو او مرستې ته پاملرنه شوې ده ـ ٢٠١٢ء پورې يوريشيا کښې ٩٣ ازاد هيوادونه شامل وو کومو کښې چې د يورپ ټول ٤٨ (جزيرو باندې مشتمل رياستونه سائپرس ، آئس لينډ، آئرلينډ او برطانيه هم ) شامل دي ـ د منځنى ختيز ١٧، د ايشياء ٢٧ ( چې پکښې انډونيشيا، ملائشيا، جاپان، فلپائن او تائيوان ) او يو نوے ازاد شوے هيواد، کوم چې اکثر او زياتره د اوقيانوسيه برخه ګڼلے شى، مشرقى تيمور هم پکښې شامل دے ـ ګويا دنړۍ مجموعى توګه باندې ١٩٦ خپلواکه هيوادونو کښې خواؤشا نيم يوريشيا کښې دي ـ دې سيمه کښې د نړۍ ٧١ سلنه ابادى ميشتۀ ده چې خواؤشا پينځۀ اربه جوړيږى ـ

دا د چين له خوا تر ټولو لويه بهرنۍ سرمايه کارى ده، د دې منصوبې په سؤب به چين ته د وسيلو څخه ډک منځنى ختيز او منځنۍ ايشياء پورې تجارتى رسائى ترلاسه شى ـ طمع لرلے شى چې دا منصوبه به د دريو کلونو په موده کښې ترسره کړے شى ـ سيمه کښې دې ته د ” تذويراتى بدلون ” په توګه کتلے شى چې ورسره به د چين د نزدې اتحادى يعنى پاکستان نۀ يوازې وسيلو کښې زياتوالے راشى بلکې دا به د يو مضبوط هيواد په توګه هم څرګند شى ځکه چې د راهدارۍ دننه لاره به پاکستان کښې وى ـ

اپريل کښې په لوظنامه د لاس ليک څخه وروستو د پاکستانۍ پاليسۍ په سياسى، سماجى او معاشى بيانيې زور نيولے دے ـ د پنجاب په کردار هغه وخت لانجه پيدا شوه، چې د ابادۍ او وسيلو له رويه د پاکستان تر ټولو لويه صوبه ده، چې د وړو صوبو په قيمت ئې د خپلو ګټو د خوندى کولو د پاره د راهدارۍ په روټ کښې په شکمن ډول بدلون راوستے دے د کوم له کبله چې په ځانګړى ډول د بلوچستان او خيبرپښتونخوا له لخوا سخت ټکونه وکړے شول ، دې صوبو سره اړوندو سياستدانانو لاره او په دې کښې مجوزه بدلون باندې تحفظات ښکاره کړل دې د پاره کوئټه او اسلام اباد کښې په هيړ آل پارټيز کانفرنسونه ترسره کړے شول ـ

اپوزيشن لارښود او د جمعيت علماء الاسلام (فضل الرحمان) پارليمانى ليډر مولانا عبدالواسع وائي چې هغوئ پاک چين اقتصادى راهدارۍ باندې تحفظات تراوسه لري ـ هغۀ ووئيل :” وفاقى حکومت د راهدارۍ جوړولو د پاره د ١٦-٢٠١٥ء په بجټ کښې کوم فنډز بئيل نۀ کړل ـ وفاقى حکومت ته د وزيراعظم نوازشريف له خوا کوئټه کښې ترسره شوى آل پارټيز کانفرنس کښې د کړو وعدو خيال ساتل پکار دي وفاقى حکومت د زوړ په ځائے نوى روټ باندې غور پيل کړے دے ـ “

ميډيا کښې د راتلونکو بيلابيلو راپورونو ترمخه د چين د صدر د پاکستان د دورې لاندې بيلا بيلو مدونو کښې په ٥١ لوظنامو لاس ليکونه وشول چې پکښې د ځاندرې، د بريښنا د پيداوار، کرکيلې، تعليم، ټيلى کميونيکيشن او د څيړنې منصوبې شاملې دي ـ دې ٥١ لوظنامو کښې د ٣٠ تعلق تذويراتى راهدارۍ سره دے چې د دواړو هيوادونو ترمنځه ١٩٧٩ء کښې د جوړې شوې قراقرم هائى وے نه پس رابطو کښې د فراختيا تر ټولو لويه منصوبه ګرځولے شى ـ

د مجوزه راهدارۍ ترسره کيدو نه وروستو به د چين د منځنى ختيز څخه د توان د درآمداتو د لارې اوږدوالے ١٢ زره کلوميټرو پورې کم شى ـ

د دې راهدارۍ جوړيدو سره به د چين د غير ترقى يافته مشرق بعيد سيمه بحيره عرب کښې د پاکستان بلوچستان صوبه کښې د ژورو اوبو بندرګاه ګوادر سره وتړلے شى ـ صوبه له اوږدې مودې راسې په خپلو وسيلو د واک اختيار لرلو غوښتنه کړې ده او اوس هغه د ګوادر بندرګاه د پرمختګ دا عمل د مرکز له لورى د تذويراتى اهميت جوګه بندرګاه باندې د قبضې سازش ګڼى ـ

آغا حسن بلوچ وائي :” کۀ وفاقى حکومت بلوچ اولس سره مخلص دے نو ګوادر پورټ اتهارټى دې صوبې ته وسپارلے شى او تعليم يافته ځوانان دې اتهارټى کښې په اعلى چوکيو ولګولے شي ـ”

هغۀ ووئيل د غير ځائى خلقو د يو لوے شمير صوبه کښې د ميشتۀ کيدو له کبله ځائى بلوچ ابادى ويرې اخستې ده چې هغوئ به په اقليت بدل شى ـ

آغا حسن بلوچ زياته کړه :” په دې اړه سمدستى توګه باندې ګامونو پورته کولو ته ضرورت دے لکه غير مقامى ابادۍ ته د بلوچستان سيمو کښې ووټر لسټ کښې د نۀ ثبتولو نه علاوه ځائى سرټيفيکيټ ، ډوميسائل او قومى شناختى کارډ دې ورته نۀ شى جارى کولے نو دې صورت کښې به د لويو پرمختيائى منصوبو په حقله د بلوچيانو باور کښې زياتوالے راشي ـ “

د جمعيت علماء اسلام (فضل الرحمان) لارښود مولانا عبدالواسع ووئيل چې د اقتصادى راهدارۍ او ګوادر بندرګاه د پرمختيائى منصوبو بڼه د يو بل څخه بدله ده ـ د اقتصادى راهدارۍ په منصوبه عمل درآمد سره به سيمه کښې د پرمختګ نوے دور پيل شى ـ

هغۀ زياته کړه :” اقتصادى راهدارى به د پرمختګ د يو نوى دور بنياد ثابت شى د کوم نه پس چې به د کراچۍ ، اسلام اباد په طرز د لويو ښارونو نه علاوه فيکټرۍ جوړې شى، دا شان به د بلوچ او پښتنو سيمې په يو معاشى مرکز بدلې شي او دې سره څرګنده ده چې د ژوند معيار به ورسره ښۀ شى ـ ”

مولانا عبدالواسع زياته کړه چې په راهدارۍ د کار پيلولو نه وړاندې دې د ګوادر د ځائى خلقو تحفظات لرې کړے شي ـ

پښتونخوا ملى عوامى پارټۍ سره اړوند د صوبائى اسمبلۍ غړى نصرالله زائرى ووئيل چې د هغوئ ګوند د اقتصادى راهدارۍ په حقله تر اوسه د تحفظاتو ښکار دے ـ

هغۀ ووئيل :” وفاقى حکومت د پخوانۍ لارې د پاره فنډونه ځانګړي نۀ کړل چې له کبله ئې صوبائى حکومت دې نيتجې راويستلو باندې مجبور شوے دے چې وفاق په نوې لاره د کار کولو په اړه غور کوى ـ”

نصرالله زائرى زياته کړه :” وزيراعظم کوئټه کښې ترسره شوى آل پارټيز کانفرنس کښې وعده کړې وه چې د اقتصادى راهدارۍ د منصوبې مقصد د بلوچستان پرمختګ او د هغې د اولس خوشحالى ده ـ د وفاقى حکومت د دې بڼې طرز عمل د بلوچ او پښتون اولس په حق کښې نۀ دے ـ “

هغۀ ووئيل چې که د اقتصادى راهدارۍ پخوانے روټ په ځائے ساتلے شى نو دې سره به د بلوچستان نه کاشغر پورې خوره يوه ويړه سيمه کښې انقلابى بدلونونه راځي او منځنى ايشيائى رياستونو سره د تجارتى رابطو زياتيدو له کبله به د روزګار موقعې هم شتون ولري ـ چې معاشى پرمختګ وشى نو د تعليم معيار او د صحت د اسانيو د ورکړے نظام به هم غوره شى ـ “

هغۀ د ګوادر د خلقو تحفظات په ځائے وګرځول او وې وئيل چې بلوچستان کښې دې په اقتدار کښې اتحادى حکومت راتونکى وخت کښې د شروع کيدونکو منصوبو په اړه د ګوادر اولس په اعتماد کښې واخلى ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here