بلوچستان کښې د تعليمى نظام بدحالى،حکومت ته په بيړنو بنيادونو د ګامونو اخستو ضرورت

0
3820

کوئټه (مالک اچکزئى) د بلوچستان نه د شمير څو اميداوارن د مقابلې په کليزو امتحانونو يعنى د سى ايس ايس يا سنټرل سپريئر سروسز د لارې د هيواد د سپريئر سول سروسز برخه جوړيږي ـ ماهران د دې ذمه وارى صوبه کښې د تعليم په پريوتونکى نظام وراچوى د کوم له امله چې د صوبې هم هاغه زده کوونکي د مقابلې په دې امتحانونو کښې بريالے کيږي چې د هيواد د نورو ښارونو له تعليمى ادارو تعليم ترلاسه کوي ـ

د تعليم د صوبائى محکمې د چارواکو ترمخه صوبه کښې ډير داسې سکولونه قائم دي چرته چې ماشومانو ته هيڅ تعليم نۀ شى ورکولے ،تش د نوم سکولونه هم دې ضمن کښې راځي چې وجودونه ئې يوازې د کاغذونو د خيټې ډکولو د پاره دي، د استاذانو غيرحاضرى او د وسيلو د کمى ترڅنګ په لويه پيمانه د “نقل” کيدونکے رجحان هغه څو لاملونه دي چې صوبه کښې د تعليمى نظام د غير مؤثر کيدو لورى ته اشاره ورکوي، د يادو واکمنو لخوا صوبه کښې د څارنې نظام رامنځته کړے شوے دے چې دا شان د استاذانو او زده کوونکو کلاس روم کښې حاضرى يقينى کړے شي ـ

د تعليمى واکمنو ترمخه ايجوکيشن مينجمنټ و انفارميشن سسټم (اى ايم آئى ايس) به سکولونو کښې د استاذانو او زده کوونکو په پخو بنيادونو د حاضرۍ يقينى کولو د پاره “په هغوي” نظر ساتى ـ

د وزيراعلى ډاکټر عبدالمالک بلوچ د تعليم د پاره صلاحکار سردار رضا محمد بړيڅ وائى:” زمونږ مقصد د صوبې نه د نقل رجحان له جرړو ويستل دي ځکه چې ډير صلاحيت لرونکي زده کوونکي په نقل د تعليم ترلاسه کولو له امله د مقابلې په امتحانونو کښې د ګډون کولو جوګه نۀ پاتې کيږي ـ”

جنورى ٢٠١٤ء کښې صوبه کښې هغه وخت تعليمى ايمرجنسى نافذ کړے شوې وه کله چې وزيراعلى ډاکټر عبدالمالک بلوچ صوبائى دارالحکومت کوئټه کښې د امتحانى مرکزونو دوره کړې وه او زده کوونکي ئې د امتحانونو په مهال په نقل کولو ليدلي وو ـ د امتحانى مرکزونو نه بهر موجودو خلقو امتحانونو ورکوونکو زده کوونکو ته “مرسته” ورکوله ، دا دې په نظر کښې ولرلے شى چې د دفعه ١٤٤ لاندې امتحانى مرکزونو سره خواوشا د غير اړونده خلقو په موجودګۍ بنديز دے ـ

سردار رضا محمد بړيڅ ووئيل چې د اى ايم آئى ايس لاندې د زده کوونکو او استاذانو د کوائف جمع کولو ترڅنګ هغوئ به کمپيوټرائزډ کولے شي چې له امله به ئې د زده کوونکو او استاذانو د حاضرۍ تناسب کښې زياتوالے راشى ـ هغۀ ووئيل چې امتحانى مرکزونو کښې د کيمرو په لګولو به سکولونو کښې د امتحانى عمل څارنه هم کولے شى ـ

سردار رضا محمد بړيڅ زياته کړه :” مونږ د استاذانو په ميرټ بهرتى کولو د پاره د نيشنل ټيسټنګ سروس خدمات ترلاسه کوو ـ د استاذانو په ميرټ بهرتى کيدو سره به سکولونو کښې د تعليم معيار غوره شى ـ دې سره سره سکولونو کښې د اساسى سهولتونو ورکولو په حقله هم کار کولے شى او په هغو سيمو کښې سکولونه جوړولے شي چرته چې ئې تر ټولو زيات ضرورت دے ـ”

د امتحانونو په دوران په نقل د بنديز قانون به د صوبې په هره برخه کښې نافذولے شى ـ

د تعليم ميدان کښې د کار کوونکى يو پاکستانى تنظيم الف اعلان د شمير شميرنې ترمخه د بلوچستان په دريو کښې دوه برخې زده کوونکي سکول ته نۀ ځي ـ

بلوچستان کښې د تعليم په حالاتو د الف اعلان لخوا د جارى کړے شوې حقائق نامې ترمخه :” بلوچستان کښې د پينځو نه ١٦ کالو عمر پورې د ماشومانو شمير ٢٧ لکه دے چې پکښې ١٨ لکه يعنى ٦٦ سلنه او په خاص توګه جينکۍ تر زياتې مودې خپله تعليمى لړۍ روانه نۀ شى ساتلے ـ د پرائمرۍ په کچ د ماشومانو جينکو د داخلې تناسب ٣٥ سلنه دے کوم چې مډل کښې کميدو سره نهه سلنه او هائى سکول ته په راتلو يوازې څلور سلنه پاتې کيږى ـ”

د تعليم پخوانى وزير مولانا عبدالوهاب صديقى نيوز لينز سره د خبرو اترو په وخت ووئيل :” زما خيال نۀ دے چې ” د نقل کيدو په رجحان د قابو موندلو” د مهم به زمونږ په ځوانانو (زده کوونکو) مثبت اثرات پريوځي ځکه چې د تعليم معيار ناقصه دے په په ځانګړى توګه سکولونو کښې ليبارټرۍ او د پاکو اوبو اسانۍ شتون نۀ لري او استاذان اکثر او زياتره غيرحاضر وي ـ”

هغۀ پوښتنه وکړه چې د تعليم ورکولو د پاره د بنيادى اسانيو د نۀ شتون له امله به زده کوونکي په ځوابى پرچه څۀ ليکي ؟

مولانا عبدالوهاب صديقى زياته کړه :” موجوده حکومت دا دعوه کوى چې د بجټ ٢٤سلنه برخه ئې د تعليم د پاره ځانګړې کړې ده

ولې دا مهال د بلوچستان د ګڼې ګوڼې سيمو کښې د هلکانو او جينکو د پاره نوى سکولونه، کالجونه او تر دې چې پوسټ ګريجويټ کالج جوړول دي ـ د پاتې تعليمى ادارو (لرې پرتو ضلعو کښې) هم د څارنې نظام کښې د شاملولو ضرورت دے ـ “

تيره مياشت مارچ کښې د وزيراعلى ډاکټر عبدالمالک بلوچ په مشرۍ د بلوچستان حکومت د تعليم محکمې د خبرتيا د يو لاريون بندوبست کړے ؤ ـ لاريون کښې پورته کړے شوو اوازونو کښې ” امتحانونو کښې د کيدونکى نقل رجحان نامنظور” او ” د خدائے په امان نقل” شامل وو ـ

ډاکټر عبدالمالک بلوچ خپله يوه وينا کښې خپله دغه ژمنه يو ځل بيا ياده کړه کومه چې هغۀ تير کال کړې وه چې د هغۀ حکومت به امتحانونو کښې د نقل د رجحان مخه نيسى ـ

هغۀ ووئيل چې د هغۀ حکومت به ” د روښانه راتلونکى د پاره ” زلمى کهول ته د معيارى تعليم ورکولو د پاره تعليمى نظام کښې اصلاحات کوى ـ

تيره مياشت د صوبې ډيرو اهمو اخبارونو کښې يو اشتهار خپور شوے ؤ چې پکښې وئيلي شوي وو :” د نقل کولو رجحان د منلو وړ نۀ دے ” او ” د کيدونکى نقل په رجحان قابو موندل د موجوده حکومت پاملرنه ده ” ـ

دې اشتهاراتو کښې مخکښې وئيلي شوي وو :” د امتحانونو په مهال د کيدونکى نقل د رجحان په مقابله کښې زلمي بې وسه کيږي چې له امله ئې د هغوئ د سيمه ايزې او صوبائى قام پرستۍ جذبات هم اغيزمن کيږي ـ “

د قانون ماهرې او د ماشومانو د حقونو کارمندې سلما بلوچ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” ما اوس اوس د براهوى سيمو لکه څنګه چې د حضدار دوره وکړه چرته چې د سکولونو په کوټو کښې څاروي ساتلے شوي وو او ځيني سکولونه د استوګنې د پاره کارولے شول ـ هيڅ يو استاذ يا طالب علم موجود نۀ ؤ ـ تر دې چې د ښار په منځ و مانه کښې د ماشومانو د پاره ضرورى اسانۍ شتون نۀ لري ـ”

سلمى بلوچ پوښتنه وکړه :” کوئټه کښې د کيدونکى نقل په رجحان د قابو موندلو د پاره د ګامونو اخستل صحيح دي ولې آيا وزير اعلى يا د هغۀ د تعليم صلاحکار د بلوچستان ضلعو کښې د تعليم له حالاتو خبر دے ؟ دې ضلعو او لرې پرتو سيمو کښې د سکولونو استاذان د ښودنې ذمه وارۍ نۀ ترسره کوي ـ دې حالاتو کښې زده کوونکي د نقل کولو څخه څۀ رنګ منع کولے شى کله چې دا په غير مؤثره تعليمى نظام کښې د ډګرۍ ترلاسه کولو يوازينۍ طريقه پاتې کيږى ـ”

هغې ووئيل چې کوئټه پوره بلوچستان نۀ دے او دې لورى ته ئې پام راواړولو چې حکومت د ټولې صوبې پاملرنې کولو ته اړتيا لرى ـ

سلمى بلوچ زياته کړه :” لرې پرتو سيمو کښې هيڅ تعليمى اسانۍ ورنۀ کړے شوې ـ جينکۍ له دې حالاتو ترټولو زياتې اغيزمنې کيږي ځکه چې هغوئ د سماجى دباؤ له امله سکول ته د تللو نه منع کولے شي ـ بلخوا د چارواکو له لورى ماشومانو ته د معيارى يا بنيادى تعليم ورکولو د پاره څۀ کيدونکې هڅه په نظر نۀ راځى ـ ظاهره ده چې ناوړه تعليم ترلاسه کوونکي ماشومان به امتحانونه نۀ ورکوي ـ دا هغه رجحان دے د کوم له امله چې به مونږ د نوى نسل د تعليم په کاليو سينګارولو کښې له نورو صوبو پاتې کيږو ـ د کيدونکى نقل په رجحان بنديز لګول د دې ستونزې يوازينے هوارے نۀ دے ـ”

د ماډل هائى سکول چمن ١٧ کلن طالب علم نجيب الله اوس اوس د لسم جماعت امتحانونه ورکړي دي، هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې دا ځل امتحانونه انتهائى ګران وو ـ

هغۀ ووئيل :” ما وړاندې ځوابى کاپۍ خالى پريښودې ځکه چې سوالنامه کښې ورکړے شوي سوالونه راته ښودلے شوي نۀ وو ـ مونږ نصاب پوره نۀ ؤ وئيلے ولې سوالونو کښې د پوره نصاب احاطه شوې وه د کوم په اړه چې وړاندې له دې خبرتيا نۀ وه راکړے شوې ـ “

د جينکو ماډل هائى سکول چمن کښې تعليم ترسره کوونکې د لسم جماعت زده کوونکې ناديه خان خوشحاله ده ځکه چې هغې په امتحانونو کښې د غوره کارکردګۍ څرګندونه کړې ده ـ هغې ووئيل :” ما ډيره خوارى وکړه او په باعده توګه سکول ته تللم د کوم په وجه چې دا ځل هم امتحانونه ښۀ وشول ـ په نقل د بنديز له امله به اوس هيڅ يو طالب علم له محنت کولو پرته پاس نۀ شى ـ زۀ به حکومت ته خواست کؤم چې دې لړ کښې خپل دباؤ په حال وساتى ، او باور لرم چې زده کوونکي به د راتلونکى کال امتحانونو د پاره سخته خوارى کوي ـ”

سائنس کالج کوئټه کښې د ايف ايس سى طالب علم ٢٠ کلن سميع الله نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل چې پبلک لائبريرۍ ته د مطالعې په غرض د راتلونکو شمير زيات شوے دے چې زيات شمير کښې د ايف ايس سى او ايف اے د امتحانونو د تيارۍ د پاره د لائبريرۍ مخه کوي ـ هغۀ ووئيل :” هغۀ ته پته ده چې د بلوچستان د حکومت لخوا د سختو اقداماتو کولو له امله به دا ځل د هغوئ د پاره امتحانونو کښې نقل کول اسان نۀ وى ـ”

جمعيت طلباء پاکستان سره اړوند عبدالوحيد کاکړ ووئيل چې د استاذانو بهرتى ولې په سياسى بنيادونو کولے شى د کوم له امله چې هغوئ د خپل ملازمت په ځائے ساتلو د پاره د سياسى وفاداريو خيال ساتي ، دې حالاتو کښې مونږ د بدلون هيڅ طمع نۀ شو لرلے ـ”

د سکول يوې استاذې نرګس کاکړې ووئيل:” د حکومت لخوا د کيدونکى نقل د رجحان د مخنيوى د پاره د جوړ کړے شوى دې ټول شور شغب باوجود سکولونو کښې امتحانى مرکزونو کښې جينکۍ ښکاري چې نقل کويـ زده کوونکو ته چې ترکومه له امتحانونو وړاندې ښودنه ونۀ شى، مونږ به د کيدونکى نقل په رجحان قابو موندلو کښې بريالي نۀ شو ـ په دې اړه دې د خبرتيا مهم پيل کړے شى او تعليم ورکولو ته دې وړومبۍ پاملرنه وکړے شى ـ زۀ په کلکه دا وئيلے شم چې هغه وخت به څوک نقل نۀ کوى کله چې يو طالب علم يا طالبه له دې خبر وى چې هغوئ ته د جماعت په کوټه کښې د استاذ په موجودګۍ کښې ښودنه شوې ده ـ”

 

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here