بلوچستان کښې د عسکريت خوښو په ضد کارروائۍ کښې زور

0
3967

http://newslens.pk/wp-content/uploads/2015/01/MAT110.jpg

کوئټه (شاه ميربلوچ) د پاکستان سوئيلى لويديزې صوبې بلوچستان کښې نيم عسکرى ځواک فرنټيئرکورپس (ايف سى) او قانون نافذونکو ادارو ټوله صوبه کښې د وسله والو عسکريت خوښو په ضد د لټون د روانو عملياتو زور زيات کړے دے ـ

اوس مهال د څو اوونيو په دوران کوئټه، قلعه سيف الله ، ژوب ، زيارت، لورالائى او د پشين پشمول د بلوچستان قطبى سيمو کښې د طالبان عسکريت خوښو په مرکزونو چهاپې ووهلے شوې ـ

د داخله او قبائلى چارو سکتر اکبردرانى نيوزلينزپاکستان سره د خبرو اترو په وخت ووئيل :” ډير عسکريت خوښي وژلي شوي دي يا نيولے شوي دي ـ قانون نافذونکو ټولو ادارو ته دا هدايت شوے دے چې د عسکريت خوښو په اړه د معلوماتو ترلاسه کيدو سره سم دې کارروائۍ ترسره کړي ـ “

امنيتى ځواکونو د دسمبر په اخرى ورځو کښې پوله ايزه قصبې قلعه سيف الله کښې دوه ځان وژونکي بريد ګر ووژل او لوے مقدار کښې ئې وسله او بارود ولقه کښې واخستل ـ د اکبردرانى وينا ده :” د دواړو ځان مرګى بريد ګرو تعلق کالعدم لشکرجهنګوى سره ؤ ـ “

د بلوچستان د داخله محکمې ترمخه قانون نافذونکو ادارو کوئټه او د صوبې له نورو سيمو ٤٠٠ غيرقانونى افغان کډوال ولقه کښې اخستې دي ـ

اکبردرانى ووئيل :” بلوچستان حکومت سره درې لکه ٢٧ زره افغان کډوال رجسټرډ دي ـ د افغان وګړو يو لوے شمير په غير قانونى توګه ميشتۀ دي ـ د غيرقانونى کډوالو په ضد کريک ډاؤن شوے دے کوم چې افغان حکومت ته وسپارلے شول ـ “

د بلوچستان داخله صوبائى وزير سرفراز بګټى د لټون د عملياتو په مهال د وژلے شوو او نيولے شوو طالبان عسکريت خوښو له صحيح شمير ښودلو پاتې دے ـ هغۀ نيوزلينزپاکستان سره خبرو کښې ووئيل :” مونږ به ډير زر د شمير په اړه خبرتيا ورکړو ـ”

سرفراز بګټى ووئيل چې د بلوچ بيلتون خوښې ډلو په ضد هم د عملياتو زور زيات کړے شوے دے ـ هغۀ ووئيل :”کم نه کم اتۀ بلوچ عسکريت خوښي چې پکښې د يو کالعدم بيلتون خوښى تنظيم بلوچ ريپبلکن آرمى (بى آر اے) غړے هم شامل ؤ، وژلي شوي دي او ١٥ بلوچ عسکريت خوښي ولقه کښې واخستې شول ـ “

د ترلاسه شوو راپورونو ترمخه د لټون عمليات د مکران ډويژن دريو ضلعو تربت، پنجګور، ګوادر او آواران کښې روان دي ـ

د فرنټيئر کورپس (ايف سى) اووۀ کارمندان د کوئټې نه ١٥٠ کلوميټر قطب کښې ضلع لورالائى کښې د ميختار په سيمه کښې په چيک پوستې ترسره شوې حمله کښې ووژلے شول ـ د کالعدم بلوچ لبريشن آرمى (بى ايل اے) د ترهه ګرۍ د دې کارروائۍ ذمه وارى قبوله کړه ـ

اکبردرانى ووئيل:” هغه خلق چا چې وسله راخستې ده، هغه کۀ بلوچ عسکريت خوښي وي يا طالبان ترهه ګر،د هغوي په سختۍ سره مخه نيولے شى ـ”

د بلوچستان حکومت ټوله صوبه کښې د هغو دوکاندارانو په ضد د لټون عمليات ترسره کړي دي چرته چې کرکه ايز توکي چاپ،خوارۀ او خرڅولے شي ـ

د داخله محکمې يو افسر، د نوم نۀ ښودلو په شرط ځکه چې هغۀ ته ميډيا سره د خبرو اترو کولو اجازه نشته ،ووئيل:” د صوبې له ٣٢ ضلعو سلګونو دوکانداران او پبلشران ولقه کښې اخستې شوي دي ـ د دوکاندارانو په ضد مقدمې درج کړے شوې دي او ډير د خبردارى په ورکولو پريښودے شوي دي ـ”

طالبان عسکريت خوښو قلعه سيف الله سره نزدې له قامى لارې د مسافرو د يو بس او د ذاتى مد د موټر نه ٩ تنه وتښتؤل ـ هغوي يو تښتولے شوے ووژلو چې پيژندګلو ئې د پاکستان ايئرفورس د کارمند په توګه شوې ده ـ

هغوي، دوه تنه، کومو کښې چې يو زده کوونکے او يو ډرائيور شامل ؤ، په دې خبرتيا پريښودل چې د هغوي تعلق کومې سرکارى محکمې سره نۀ ؤ ـ

د تښتوونکو د درک لګولو د پاره موسى خيل او قلعه سيف الله کښې د لټون عمليات پيل کړے شوي دي ـ داخله سکتر اکبردرانى ووئيل :” امنيتى ځواکونو ځيني شکمن کسان ولقه کښې اخستې دي چې تښتوونکو ته به ئې خوراک ورسولو ـ ډير زر به شپږ تښتولے شوي راخوشې کړے شي ـ “

داخله وزير سرفراز بګټى ووئيل چې دا عمليات به د عسکريت خوښو او شدت خوښو تر ماتې روان وي ـ

 

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here