بلوچستان کښې د ځائى حکومتونو نظام، فنډز په لاس ورغلل نۀ واک اختيار

0
4620

کوئټه (عبدالمالک اچکزئى) د بلوچستان صوبائى دارالحکومت کوئټې به چرته د خپل زړۀ راښکوونکى محل و قوع له کبله لندن سره موازنه کولے شوه ولې اوس د دې بې مثاله ښار سړکونه کندې کپرې دي او د بارانونو په ورځو کښې خوړ شکال خپلوى چې له امله ئې ښار کښې د تګ راتګ د پاره د کشتيو ضرورت پيښيږي ـ د بلوچستان په نورو ضلعو کښې حالات د دې نه هم زيات خراب دي ـ

صوبه کښې د ځائى حکومتونو په اقتدار کښې د رامنځته کيدو خواؤشا د دوؤ کالو موده تيره شوې ده ـ صوبې د ١٠ زرو غړيو ټاکنه وکړه چې ورته د يونين او وارډز په اساس ووټونه ورکړے شول ـ د جمهورى ګوندونو، د سماجى او بشرى حقونو د تنظيمونو نه علاوه د اروپائى هيوادونو له لورى د بلدياتى ټاکنو په په کامياب ترسره کيدو د بلوچستان حکومت ته امبارکى هم ورکړے شوه ـ

د بلوچستان وزيراعلى ډاکټر عبدالمالک بلوچ د بلوچستان رورل سپورټ پروګرام اروپائى يونين او رورل سپورټ پروګرام نيټ ورک په مرسته ځائى هوټل کښې د ” کميونټى ډرائيو ډويلپمنټ ” په سرليک ترسره شوى کانفرنس ته وينا کولو کښې ووئيل :” زمونږ پلار نيکۀ، چې پکښې غوث بخش بزنجو او خان عبدالصمد خان اچکزئى شامل دي، د ون يونټ په ضد هلې ځلې وکړې نو هغې جوش جدبې سره مونږ د ١٨م آئينى بدلون د منظورۍ د پاره هڅه وکړه ـ “

هغۀ ووئيل :” مونږ د وفاق څخه صوبائى خپلواکى ترلاسه کړې ده او اوس مونږ د واک اختيار لاندې کچ ته رااړولو د پاره هلې ځلې کوو ، مونږ د صحت او تعليم په شعبو کښې د واک اختيار مرکزيت ختم کړے دے ـ “

هغۀ ووئيل چې دا د بلوچستان د صوبائى حکومت ذمه وارى ده چې هغه بلدياتى حکومتونه جوړولو سره د اختياراتو مرکزيت ختم کړي ځکه چې دا د بدلون په لورى د سفر د پيل بنياد ثابتيدے شى د کوم له کبله چې صوبه کښې په اقتدار ناست اتحادى حکومت د ځائى حکومتونو د پاره ځانګړي فنډونه د يو سلنه څخه زياتولو سره ١٠ سلنه کړي دي ـ

بل خوا د کوئټې منتخب ميئر ډاکټر کليم الله کاکړ د بلوچستان حکومت له لورى د فنډز د نۀ ورکړے او ځائى حکومتونو ته د واک اختيار په وراړولو مطمئن نۀ دے ـ

د کوئټه ميونسپل کارپوريشن ميئر ډاکټر کليم الله نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” اسمبلى دې يوازې قانون سازۍ پورې پاتې وى او بايد د ځائى حکومتونو له لارې فنډونه استعمال کړے شي ـ ما د ټولې صوبې نه د لوکل باډيز د منتخب غړيو کوئټه ته د راغوښتلو منصوبه جوړه کړې ده ، مونږ به په خپل او د اولس په طاقت کوئټه ښار بندوو، زۀ له کوئټې په دومره ووټونو اخستو بريالے شوے يم چې د صوبائى اسمبلۍ د شپږو غړيو د مجموعى شمير برابر دي ـ “

د ځائى حکومتونو صوبائى وزير سردار مصطفى ترين سره د هغۀ د دريځ معلومولو د پاره رابطه وکړے شوه کومه چې ممکن نۀ شوه ـ

د قامى اسمبلۍ غړى او د پښتونخوا ملى عوامى پارټۍ صوبائى نائب صدر عبدالقهار خان وډان نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل :” د واک اختيار ځائى حکومتونو ته منتقلۍ کښې په اقتدار ناسته ډله يو لوے خنډ دے، زمونږ ګوند د ځائى جمهوريتونو په نظام باور لرى او د نيشنل فنانس کميشن ايوارډ په شان لوکل باډيز ايکټ کښې هم صوبائى فنانس کميشن ايوارډ شامل وۀ خو د مقتدره دلې واکمنو دې پيرايې ختمولو سره ګډوډے پيدا کړو ـ “

يو ټاکلى کونسلر شاه محمد نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې هغۀ کله هم د کور نه بهر راوځى نو ووټرانو ته د مخامخ کيدو څخه ډډه کوى ځکه چې هغۀ د هغوئ د پاره تراوسه هيڅ ونۀ کړے شول ـ هغۀ زياته کړه :” زما خواهش دے چې ما د هغوئ ستونزې هوارې کړې وې کومو کښې چې د څښلو د پاکو اوبو ورکړه، د صحت د بنيادى يونټونو جوړول، د ماشومانو په سکولونو کښې داخلول او تش په نوم د سکولونو په ضد کارروائى شامل ده ـ “

شاه محمد ووئيل :” صوبائى حکومت د واک اختيار مرکزيت ختمولو کښې دلچسپى ښکاره نۀ کړه، د صوبائى اسمبلۍ غړي نيغ په نيغه د بجټ په لګولو خلق په بيغه اخلى، هغه په هره ضلع کښې په ځائى توګه د ټاکلو حکومتونو اختيارات تروړي ـ “

بلوچستان حکومت د هرې کومې بلې صوبې نه مخکښې ملک کښې تر ټولو وړاندې د ځائى حکومتونو ټاکنې ترسره کړې ولې اوس هغه د اربونو روپو د بجټ د ځائى حکومتونو په ذريعه د کارولو په حقله د ځنډولو حربې استعمالوى ـ حضدار سره اړونده د بشرى او سماحى حقونو کارمندې ٢٦ کلنې سلمى بلوچ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” زمونږه صوبه کښې د صوبائى اسمبلۍ منتخب غړي اولس ته د يو شان خدماتو ورکولو په ځائے د خپلو ګوندونو او ډلو د پاره کار کوي ـ “

بې معنې نعرې هيڅ حيثيت نۀ لرى، خلق د خدمتونو د ورکړے غوښتنه کوي او د هغوئ ضرورت هم دے ـ

هغوئ هغو اوږدو تقريرونو سره هيڅ کار نۀ لرى د کومو په ذريعه چې سياسى ګوندونه د ټاکنو په ورځو کښې بې وزله ووټرانو ته شنۀ باغونه په ګوته کوي ـ

هغې زياته کړه چې د بلوچستان په اتحادى حکومت کښې شامل سياسى ګوندونه د ضلعو، کليو، ميټرپوليټن ښارونو، يونين کونسلونو او ميونسپل کميټيو ځائى ټاکلى شوي حکومتونه نظرانداز کولو سره د جمهورى قدرونو برعکس کار کوى ـ

د قائد اعظم يونيورسټۍ اسلام آباد ډيپارټمنټ آف سټريټجګ سټډيز سره اړوند څيړنکار حبيب جان نيوز لينز پاکستان سره خبرو کښې ووئيل چې بلوچستان کښې په اقتدار ناست تش دنوم د جمهورى حکومت له لورى د ” د چا لاس کښې چې کار وى، هغه سرکار وى ” په ډول پاليسى خپله کړے شوې ده ـ هغۀ ووئيل :” حکومت تش د نوم دے، د ځائى حکومتونو د لارې به هيڅ لاس ته رانۀ شى ، د دې حکومتونو ټاکنه د هغه وخت د چيف جسټس آف پاکستان په دباؤ عمل کښې راغلې وه ـ بل صورت کښې بلوچستان کښې هر چا د قانون عسا لاس کښې اخستې د روايت خوښۍ حمايت کوونکے ښکارى ـ”

له دې وړاندې د ځائى حکومتونو قيام د مارشل لاء په دور کښې عمل کښې راغلو چې پکښې پخوانے فوځى ډکټيټر او د هغه وخت صدر جنرل (ر) پرويز مشرف هم شامل دے چا چې دوه ځله ځائى حکومتونه منتخب کړل د کوم په سؤب چې يو لوے شمير کښې د ځوانانو قيادت راڅرګند شو نو د هيواد په سياست کښې نوې مخونه په نظر راغلل ـ

ماهر تعليم او سماجى کارمندې عابده خان کاکړ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” زۀ لاندې کچ ته د واک اختيار رااوړيدو کښې د ځنډ په اړه د جمهورى ګوندونو په مبهمه پاليسۍ د پوهيدلو څخه پاتې يم، پاکستان پيپلز پارټۍ صوبه کښې خپل پينځۀ کلن د ٢٠٠٨ء نه ٢٠١٣ء پورې د اقتدار د دور په مهال د ځائى حکومتونو ټاکنې ونۀ کړې ـ”

هغې زياته کړه چې ميرمنې، اقليتى او زلمي کونسلران د نوى کهول عملى لارښودان ثابتيدے شي خو دې د پاره ضرورى ده چې هغوئ خدماتو ترسره کولو ته او د خپلو حلقو د اوس ترمنځه پريښودے شي ـ د پاکستان د روايتى سياسى ګوندونو د پاره به دې سره ستونزې خو ارومرو راولاړې شوې وي ـ “

قانون دان سلام خان مندوخيل نيوز لينز پاکستان سره خبرو کښې ووئيل چې جمهوريت يو داسې نظام جوړولے شى د کوم لاندې چې پارليمان او اسمبلۍ اولس ته په ځائى توګه د منتخب حکومتونو په ذريعه د هغوئ د کور په درشل خدمات ورکړي ـ

هغۀ ووئيل :” د صوبائى اسمبليو او د هغې د وزارتونو کار قانون سازى کول دي ولې پاکستان کښې صورتحال له دې بيخى بدل دے ـ د صوبائى اسمبليو ټاکلي استازي او حکومت د واک اختيار د مرکزيت ځائى حکومتونو سره ويشلو ته تيار نۀ دي ـ “

ټاکلى حکومت چې کومې وعدې کړې وې، هغه تر اوسه ترسره نۀ شوې ـ د ژوب نه منتخب يوتهـ کونسلر ميرولى خان ووئيل :” مونږ په ناراستۍ سره ناست يو ـ سړکونه جوړولے نۀ شو، د اوبو د نکاسۍ، د څښلو د پاکو اوبو او د صحت د بنيادى يونټونو فعالولو د پاره هيڅ نۀ شو کولے، دا هغه ضرورتونه دي د کومو د پاره چې اولس مونږ ټاکلي يو ـ “

شريف الدين خان نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د بلوچستان خلقو د قام پرستو څخه طمع لرله چې هغوئ به د پرمختيائى منصوبو په صورت کښې ذمه وارى ترسره کوي ـ تير حکومت د بلوچستان اولس ” د ټګۍ ټورۍ، کرپشن او امن و امان او سکيورټى حالاتو ” زيانمن کړے وۀ ـ خلقو ته د لويو منصوبو ضرورت دے او هغوئ د غوره کميونيکيشن، صحت، تعليم او امن و امان هيله لري او دا نکات د قام پرسته ګوندونو د ٢٠١٣ء په انتخابونو کښې د برخې اخستو نه وړاندې د هغوئ له خوا د وړاندې کړے شوى منشور برخه وه ، ” د هغوئ د تر دا مهاله د ناقصه کارکردګۍ له کبله اوس يوازې هم افسوس کولے شى ـ”

د بلوچستان پوهنتون د معاشياتو شعبه کښې د ايم فل سکالر زمان خان ترين نيوز لينز پاکستان سره خبرو کښې ووئيل :” د صوبائى اسمبلۍ غړي او وزيران دې خبرې ته تيار نۀ دي چې د هغوئ د فنډز طاقت دې د ځائى کچ منتخب مشرانو ته منتقل شى ـ د ځائى حکومتونو نظام يوازې د ټاکنو په سؤب وجود کښې را نۀ غلو بلکې د هغوي د اختيارمند جوړولو او فنډز ورکولو اړتيا ده کوم چې د محلو او کليو په کچ وکارولے شي، دا وخت مونږ وئيلے شو چې جى! جمهوريت هغه نظام دے کوم چې مونږ په بلوچستان کښې رامنځته کړے دے ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here