بنو:د بائسکوپ، په ځآئے کاروبارى مرکزونه قائم، سينما ته تګ ختم

0
4242

بنو(احسان داوړ)هغه خلق چې د بنو ميلاد چوک ته تلي دي. کيدے شى چې هغوي ګلاب خان نمر ته ټوله ورځ په ناسته ليدلے وي ـ د هغۀ لس کلنه نمسۍ سلامه هغۀ له د ماسپښين ډوډۍ او د ماښام چاې راوړى ـ

کله چې نمر په زمکه حرکت کوى نو ګلاب خان ورسره پخپله هم خپل ځائے بدلوى او نمر ته د کښناستو د پاره خپلې کرسۍ ته حرکت ورکوى ـ د هغۀ ورځې نمر پسې په ګرځيدو تيريږي ـ د ژمى موسم د ګلاب خان د پاره ستونزمن وى ځکه چې ورځې وړې وي او نمر په يو ځائے په ډيره ګرانه زيات وخت ايساريږى ـ

ما چې کله د ګلاب خان په اړه باغ سره نزدې خپل دفتر کښې په ناسته د ريئل سټيټ ډيلر شفيق خان څخه پوښتنه وکړه چې زۀ ګلاب خان چرته لټولے شم نو هغۀ ووئيل:”هغۀ له هلته مۀ ورځه ځکه چې هغه به درته د خپلو هغو تيرو ورځو په حقله په وينا سر شى کله چې به هغه د بائسکوپ کتلو د پاره تللو ـ،،

٧٥ کلن ګلاب خان ځائ خلقو کښې د کاکا په نوم مشهور دے ے دا اصطلاح پښتنه ټولنه کښې د مشرانو د پاره کارولے شى ـ کاکا څخه هغه ورځې هيرې نۀ دي کله چې بنو دا شان شاړه نۀ وه او ګڼې ودانۍ ئې د نوابادياتى دور وې چې پکښې د سليم تهيټر او ريګل سينما ودانۍ هم شاملې وې کومې چې ځائ هندوانو د شلمې پيړۍ په پيل کښې نۀ يوازې جوړې کړې وې بلکې د هغې سرپرستى ئې هم وکړه ـ

کاکا د ١٩٥٠ء د لسيزې ورځو په يادولو ووئيل: ”کله چې زۀ ١٥ کلن ؤم نو سينما ته به تلم ـ،، هغۀ ما ته په غور وکتل ، زما باور نۀ ؤ چې هغه به ما سره خبره وکړى يا نه خو کله چې ما هغۀ ته ووئيل چې زۀ يو خبريال يم نو د هغۀ ساه په ځائے شوه ـ

هغۀ ووئيل: ” بچے، هغه ډير ښۀ وخت ؤ او مونږ به ټوله ورځ د کار کولو نه پس ماښام ويښتۀ اړول او کے ټو سګريټ لګولو سره د فلم کتلو د پاره به روانيدو ـ،،

کاکا ووئيل چې دا د ښار د اوسيدونکو يوازينۍ سيلګرى وه ـ

بنودتير وخت دښار سيورے ليدے شى ، ا درش اوګتې ګوڼې يوښار دے چرته چې دقبائيلى ايجنسۍ شمالى وزيرستان نه راغلى کډوال ميشتۀ شوى دى ـ شمالى وزيرستان کښې دفوځى عملياتوله امله ښارکښې امنيت ډير زيات سخت کړے شوے دے چې لامل ئې دا ويره ده چې له دې لارې عسکريت خوښي تښتيدے شى . کاکاچې کوم ماحول ته اشاره کړې وه، داسې دسکون ماحول چرته په نظر نه راتلو. دخيبر پښتونخوا دپاک افغان پولې اړونده نوروسيمو په رنګ بنوکښې هم تل بيلتون خوښي خلق زور کې پاتې شوي دي . دچاچې دژوند په اړه نقطه نظر مذهبى بڼې وړدے . خوکاکا وائى دوي سيلګرۍ ته دخلقو مخه ؤ نۀ نيولے شوه، هغه زمانه کښې دسيلګرۍ يوازينۍ ذريعه ،بائسکوپ، دا ټکے به هغه وخت دسيمينار دپاره استعمالولے شو.

کاکا ترمخه هغه وخت دبنو په شان وړوکى ښارکښې هم فلم کتل دساعت تيرى دټولو نه مقبوله ذريعه وه، دا ښار دميډيا اودپاکستان دلويو ښاريو دابادۍ له لورى دهنوز دور نخښې نښانې ګڼلے شي. داقصبه اوس اوس هغه مهال خبرونوکښې رامنځته شوه کله چې شمالى وزيرستان نه دننه هيوادته کډه کوونکي دلسولکوابادۍ يوه لويه برخه دلته ميشتۀ شو ، شمالى وزيرستان په پاک افغان پوله عسکريت خوښۍ څخه تر ټولوزياتو ځپلې شووسيم کښې يوه سيمه ده. پاکستان فوځ جون ٢٠١٤ء کښې شمالى وزيرستان نه ځائ اوغيرملکى خوښو د ويستلو دپاره فوځى عمليات پيل کړل .

کاکا ديادونو په غوټو راسپردلو ووئيل : ”کليوکښې ډيرملګري وو چې ښاريو ته به راتلل او دشپې به پاتې کيدل چې داشان سينماکښې فلم وکتلے شى . يوازې دښار ابادۍ نه بلکې کليوالو سيموسره تعلق لرونکي ځوانان اودپوخ عمرخلق به هم ماښام راتلل چې داسې دشپې ناوخته پورې روان فلم شو وګورى ـ ”

هغه وائى چې د هغۀ دا معمول ؤ چې هغۀ به ښار سره د نزدې کليو خپلو ملګرو ته سينماګانوکښې د چليدونکو نوو فلمونو په حقله وينا کوله ـ کاکا وائى چې هغې کښې به زياتره د بالى ووډ زاړۀ فلمونه وو ـ

شمالى وزيرستان سره تعلق لرونکى ٤٨کلن بشيرخان ووئيل کله چې هغه هلک ؤ نو بنو ته به د فلمونو کتلود پاره راتلو او سبا سحر به ئې ميرعلى ته مخه کوله ، دا د شمالى وزيرستان تر ټولو لويه دويمه قصبه وه ـ

بشيرخان ووئيل:’’زما پلار به زۀ فلمونو کتلو ته نۀ پريښودم ځکه چې د هغۀ دا خيال ؤ چې دې سره به زۀ د خپل ايمان څخه خلاص شم خو ما ته چې به کله هم موقعه په لاس راتله نو زۀ به خپلو ملګرو سره راتلم ـ تاسو وئيلے شئ چې فلمونه کتل زما يوه نشه غوندې وه ـ،،

دا هر څۀ زړې قصې ګرځيدلے دي ـ ټول هيواد د ١١ ستمبر نه وروستو شروع شوي تاؤتريخوالى او عسکريت خوښۍ ځپلے دے ، او په مستقله توګه د ترلاسه کيدونکو دړکو ، بم چاؤدنو او د ترهه ګرۍ د پيښو له امله سينما ته تلل خوندى پاتې نۀ دي ـ د خيبرپښتونخوا صوبې خواؤشا ټولو لويو ښارونو کښې سينماګانې په کاروبارى مرکزونو بدلې شوې دي ځکه چې خلق د ترهه ګرۍ له ويرې سينماګانو ته نۀ ځي ـ

د صوبې دارالحکومت پيښور د يوې لسيزې نه هم کمه موده کښې د ١٠ سينماګانو څخه محروم شوے دے ـ بنو کښې هم د دې خبرې زور دے چرته چې قائمې دوه سينماګانې ړنګې کړے شوي او په ځائے ئې پلازې جوړې کړے شوي دي ـ

د بنو اوسيدونکے منظورالدين چې کله زلمے ؤ نو سينما ته تګ د هغۀ عادت ؤ ،هغه وائى چې ممکن ده د عسکريت خوښۍ له امله سينماګانې بندې شوې وي خو دا ئې يوازينے لامل نۀ دے ـ

منظور وائى :’’کله چې داسې فلمونه جوړيدل بند شول چې هغې به کومې کوټلې قصې لرلې او فلمونه د کاروبار يوه ذريعه جوړه شوه نو فلم کتوونکو سينماګانو ته تلل پريښودل ـ د بنو په سينماګانو کښې به زياتره د پښتو د فلمونو نمائش کولے شو خو د ٢١مې صدۍ د نمر ښکاره کيدو او ډيجيټل ټيکنالوجۍ رامنځته کيدو نه پس د خلقو هر رنګ ميډيا پورې رسد ممکن شوے دے ، د پښتو فلمونه د سندرو او ګډا نه پرته هيڅ پاتې نۀ شول او پښتو فلمى صنعت د وخت د غوښتنو ترمخه ځان سمولو کښې پاتې راغلے دے ـ،،

منظور وائى چې هغه به خپلو بچو سره ريګا سينما ته تللو خو د فحش فلمونو د نمائش او سيمه کښې د عسکريت خوښۍ او ترهه ګرۍ له امله دا ناممکن شوې ده ـ

هغۀ ووئيل چې هر څو کۀ دا د ډيجيټل ټيکنالوجۍ دور دے خو سينما يوازې د دې په وجه زيانمنه شوې نۀ ده ـ

هغۀ ووئيل:’’ ډيجيټل ټيکنالوجۍ کښې هند د پاکستان څخه ډير وړاندې دے خو هلته د سينماګانو شمير ورځ په ورځ زياتيږي ـ،، هغۀ زياته کړه چې په ستر سکرين فلم کتل داسې تجربه وه چې په ليپ ټاپ يا موبائل فلم کتلو ئې موازنه نۀ شى کولے ـ

منظور ووئيل چې بنو کښې سليم تهيټر ١٩٣٦ء کښې د برطانوى راج په ورځو کښې يو ځائ هندو کنيالال سنګهـ جوړ کړے ؤ ـ

منظور وړاندې ووئيل:’’مونږ خپلې تاريخى پنګې خوندي نۀ کړے شوې او اوس بنو ښار کښې د ځائ خلقو د تفريح د پاره هيڅ ځائے نشته ـ،،

د بنو دواړه سينماګانې د هغو د مالک لخوا ړنګې کړے شوې دي او د هغو په ځائے کاروبارى پلازې جوړې کړے شوې دي ـ د منظور دا خيال ؤ چې په قانونى توګه هيڅ يو کاروبارى ودانى د سينما ځائے نۀ شى نيولے ـ

ډرامه نګار او د پښتو ژبې شاعر اقبال حسرت ووئيل چې پاکستانيانو فلمى صنعت او کلتور په داسې فلمونو جوړولو تباه کړے دے چې زمونږ د ژوندون په ضد وو ـ

هغۀ تپوس وکړو: ‘’ آيا تاسو چرته په داسې جامو کښې پښتنه جينۍ ليدلې ده کومې چې هغې په فلمونو کښې اغوستې وي ؟ ،، هغۀ ووئيل چې کله فحاشۍ او کاروبارى هدفونو سينما ته مخه وکړه نو سنجيده فلم کتوونکو سينما ته تګ پريښود ـ

هغۀ ووئيل :’’ اوس يوازې خوشکي سينماګانو ته ځي ـ ،،

حسرت ووئيل چې د کاروبارى مقصدونو د غلبې له امله چې د سينما کوم زوال پيل شوے دے ، په هغې کښې د ترهه ګرو له لورى د رامنځته کيدونکو خطرو په وجه نوره اضافه وشوه ـ

هغۀ ووئيل:’’ دا (عسکريت خوښى) د سينما په کفن اخرى ږينده وه ـ،،

حسرت ووئيل چې د سينماګانو مالکانو ته د عسکريت خوښو له لورى نۀ يوازې دړکې ترلاسه شوې بلکې هغوي د ترهه ګرۍ نخښه هم کړے شول ـ

هغۀ ووئيل:’’دغسې خطرناک ماحول کښې ډير فلم کتوونکي سينما ته تللو څخه ويريل ـ،،

حسرت محسوسوى چې ښار او ټوله صوبه کښې سينماګانو بنديدو سره وګړي يوه داسې سيمه کښې د سيګرۍ د يوې انتهائى ارزانې ذريعې څخه محروم شوي دي چرته چې د سيلګرۍ بله کومه متبادله ذريعه موجود نۀ ده ـ

د سينما د زوال چې هر څۀ لاملونه پاتې شوې وي، د کاکا په شان د خلقو سينما ته د تللو نور امکان نشته چې هغه ودريږي او د پښتو فلمونو محروم هيرو بدرمنير ته داد ورکړى چې هيروئن په ډيره ګرانه د پښتو فلمونو د ويلن نعمت سرحدى د منګولو نه راازادوى ـ

بنو کښې هيڅ يوه سينما نشته، خلق خپلو کورونو کښې بند اوسيږي او د پوخ عمر خلق څنګه چې ګلاب خان کاکا ټوله ورځ رڼا پسې ګرځى ، هغوي د خپل ژوند ورځې شماري او د ځوانانو په شان هغوي هم په دې نۀ پوهيږى چې د سيلګرۍ د پاره چرته لاړ شي ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here