بنو: د يخنۍ په وجه بې کوره شوو خلقو کښې رنځونه خوارۀ شول

0
4669

Photo By Matiullah Achakzaiبنو(احسان داوړ) د کال تر ټولو يخ موسم روان دے چې له مله ئې د بارانونو لړۍ پيل شوې ده او پاره کنګل کيدو ته راکوزه شوې ده ،بنو ښار ته مخه کوونکي بې کوره شوي خلق د سختې يخنۍ له امله د صحت د اسانيو په اړه ګيلې کوي ـ

د تير کال جون کښې د پاکستانى فوځ لخوا ګاونډۍ قبائلى ايجنسۍ وزيرستان کښې د عسکريت خوښې په ضد د شوو عملياتو په وجه د کډه کوونکو خواؤشا ١٠ لکو کسانو د جملې څخه لوے شمير بنو ښار او ورسره پيوست کليو کښې ميشتۀ شوي دي ـ

د بنو پوله ايزه سيمه کښې قائم بکه خيل کيمپ کښې ٢٢ زره کورنۍ په خيمو کښې اوسيږي ، دا په جاړو مشتمله يوه لويه فراخه سيمه ده چرته چې بې کوره شوي خلق د بيلا بيلو ستونزو په وړاندې بې وسه دي ـ

خواؤشا پينځۀ سوه کورنۍ د بنو په مختلفو ځايونوو کښې د مذهبى ګون جماعت اسلامى د خيرښيګړې د څانګې الحدمت فاؤنډيشن لخوا ورکړے شوو خيمو کښې ميشتۀ دي ـ

١٨ کلن وقاراحمد،چې د بنوښار د دوو کوټو په يو کور کښې د تيرو اوو مياشتو راسې اوسيږى، وائى:” مونږ د خپلو کورونو په چتونو خيمې لګولې دي خو د ژمى د يخو هواګانو له امله ستونزو سره مخ يو ـ ،،

د جنوبى وزيرستان بې کوره شوو خلقواکثريت چونکې د شريکې کورنۍ د نظام لاندې يوځائے اوسيدونکى قبائلى نظام باندې عمل کوى د کوم په چې داسې کورنۍ هم شته چې ٣٥خواؤشا غړي ئې د دوو کوټو په يو کور کښې استوګنه کوى د کوم په وجه چې يخ موسم د دوي د پاره ستونزې پيدا کړې دي ځکه چې دوي کښې ځينو کسانو ته په کولاؤ چتونو خيمو کښې اوسيدل دي او د حفظان صحت په حواله هم ورته کړمې پيښې دي ـ

وقاراحمد وائى:” زۀ خپل ورور سره اوسيږم ځکه چې مونږ د يو بل کور خرڅ زغملے نۀ شو او نۀ په خيمو کښې اوسيدو شو ځکه چې زمونږ کورنۍ کښې واړۀ ماشومان دي کوم چې د دې بيخى يخ موسم زور نۀ شي زغملے ـ”

هغۀ ووئيل چې هغه قريباً هره ورځ ماشومان د علاج د پاره هسپتال ته بوځي خو په کولاؤ چتونو خيمو کښې ميشتۀ خلق دا وائى چې هغوي ډيرې سختې يخنۍ سره مخامخ دي ـ

د الخدمت فاونډيشن لخوا لګولے شوي کيمپ کښې اوسيدونکى دد اقليتى مسيحى ورورولۍ غړى خالد مسيح ووئيل:” مونږ کله په وزيرستان کښې داسې سختې يخنۍ سره مخامخ شوي نۀ يو ـ زۀ او زما بچي ټوله شپه ويخ يو ځکه چې يخې هواګانې خيمو ته راځي ـ”

اقليتى کيمپ کښې اوسيدونکې يوې ښځې ووئيل چې هغې ته په شمالى وزيرستان کښې خپل کور ډير زيات ياديږى چرته چې به هغې په ژمى کښې اور بلولو او کورنۍ به ترې په ګنټو ګنټو چاپيره ناسته وه ـ

هغې خپل نوم ونۀ ښودو ځکه چې هغې نۀ غوښتل چې د هغې نوم دې ميډيا کښې راشى، هغوې ووئيل:”کيمپونو کښې د اور بلولو اجازه نشته ځکه چې خيمو کښې اور لګيدے شى چې ورسره به ټول کيمپ وځپلے شى او د خلقو ژوند به خطرو سره مخامخ شي ـ”

يخنۍ د وړاندې راسې د کم خوراک او د تحفظ د نشتوالى ښکار ئې کوره شوي خلق ځپلي دي خو د غربت په وجه طبى سهولتونو پورې د دوي رسد ممکن نۀ شو ـ

د طبى ماهرانو دا خيال دے چې د دباؤ، د ګڼو ګوڼې د استوګنې، کم خوراک او طبى اسانيو پورې د رسد نۀ کيدو له امله د آئى ډى پيز د مرګونو شرحه زياته شوې ده، خو ولې دا د موسم زور دے چې د پوخ عمر کسانو او ماشومانو په مړينه تماميږى ـ

ډاکټر درازخان داوړ وائى:” بې کوره شوو کسانو کښې د رنځونو او مرګونو شرحه زياته شوې ده، تر دې چې د ميانه عمر صحت مند کسان هم په عامو رنځونو مري ځکه چې هغوي په وخت علاج نۀ شى کولے ـ”

هغۀ زياته کړه چې د ورپيښو شوو ستونزو له امله بې کوره شوي کسان ذهنى رنځونو سره مخامخ کيږي چې له امله ئې په هغوي کښې رنځونه لکه د وينې فشار او د زړۀ رنځونه زياتيږي کوم چې د ناڅاپى مړينې سؤب ګرځيدے شى ـ

بنو سره تعلق لرونکى ډاکټر ګل انار جان وزير نيوزلينز سره د خبرو په وخت ووئيل چې د يخ موسم، د علاج معالجې د اسانيو او صفائۍ د نۀ شتون او ګڼې ګوڼې په وجه د ميادى رنځونو خوريدل د کډوالو د مړينې د شرحې زياتيدو اساسى وجه ده ـ دې سره سره کډوال د بې روزګارۍ او لويو کورنيو له امله معاشى ستونزو سره مخ دي ـ

د شمالى وزيرستان څخه په کډه راتلونکو د اقليتى ورورولۍ غړيو نيوزلينز سره د خبرو اترو په مهال ووئيل چې هغوي ته د راشن مرکزونو نه د خوراک څښاک څيزونه ترلاسه شوي دي او نۀ ورته د نورو بې کوره شوو خلقو په شان معاشى مرسته ترلاسه شوې ده ـ د دې لامل د هغوي د کورونو دوه شنې پاڼې دي ، يوه پاڼه شمالى وزيرستان او دويمه د پنجاب د کليو ده ـ هغوي وائى چې هغوي په شمالى وزيرستان کښې ميشتۀ دي او هغوي د پنجاب څخه نه بلکې شمالى وزيرستان نه کډه کړې ده ـ

خالد مسيح ووئيل :”مونږ د دې خاورې بچي يو او د ډيرې مودې راسې د دې خدمت کوو خو زمونږ د آئى ډى پيز په توګه پيژندګلو ونۀ شوه ـ”

د الخدمت فاؤنډيشن کوراډينيټر رحمت الله ووئيل چې هغوي بنو او هر چرته د حق رسيدلو بې کوره خلقو د پاره ايمبولنس سروس ورکوي ـ

هغۀ ووئيل:”مونږ حق رسيدلو خلقو د مړو شمالى وزيرستان ته رسولو د پاره د کاغذونو د جوړولو اسانى او ايمبولنسونه ورکوو ځکه چې د خلقو لوے شمير خپلوان په پلرنو هديرو يا کم نه کم شمالى وزيرستان کښې خاورو ته سپارل غواړى ـ”

بنو کښې ميشتۀ بې کوره شوو خلقو نيوزلينز سره په خبرو کښې ووئيل چې هغوي څنګه چې هم زر تر زره کيدے شى ،خپلو کورونو ته واپس تګ غواړي ـ

د شمالى وزيرستان ميرعلى سيمې سره تعلق لرونکى بې کوره شوى نورحسن ووئيل:” زما د هيڅ قسمه څۀ معاشى مرسته ، راشن او نۀ بل کوم څيز پکار دے، مهربانى وکړئي او مونږ زمونږ خپلو کورونو ته واپس وليږيئ ـ”

 

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here