بنو: قبائلى ميرمنې د نفسياتى رنځونو ښکار شوې

0
3850

بنو (احسان داوړ) هغه وائى چې هغه له الوتکو کرکه کوى ، او کله چې هم دعا کوى نو هغو ته بد رد وائي ـ

٤٥ کلنې زبانى بيګم ووئيل :” زما زړۀ اوس له جذباتو بيخى خالى شوے دے ـ” يو خوا چرته چې دد عامو خلقو ورځې شپې د معمول ترمخه تيريږي نو هغه هر وخت خراب خوبونه ويني ـ

هغه له دې ويرې خپل بچي بهر نۀ پريږدي چې چرته څوک ئې ؤنۀ وژني ـ

هغه وائى :” کۀ ټول خلق هم خپلو کورونو ته واپس ځي نو زۀ به واپس نۀ ځم ـ” د هغې سترګې د هر کوم ډول له احساسه خالى وې ، هغې په ځان تيريدونکي کيفيات نۀ پټول ـ هغې ووئيل :” زما زړۀ په پوره توګه مات شوے دے ـ”

بيګم زبانى يوه کورنۍ ميرمن ده ـ هغه قطبى وزيرستان سره اړونده ده خو دا مهال بنو کښې اوسيږى چرته چې هغه او د هغې کورنۍ په ١٥ جون ٢٠١٤ء قطبى وزيرستان کښې د عسکريت خوښو په ضد د پيل کړے شوو عملياتو نه پس د کډې په کولو ميشتۀ شوي دي ـ

زبانى بيګم سره ترسره شوو خبرو کښې الوتکې، ډرون او جنګى طيارې په مستقله توګه د خبرو اترو برخه پاتې شوه ـ هغې چې به کله هم د چورلکې يا کومې جنګى الوتکې زړۀ بوګنونکي اوازونه واؤريدل نو پټه به شوه او په خپلو بچو به ئې هم چغه وکړه چې هغوي دې هم دغسې وکړي ـ

” ما ته پته ده چې بنو خوندى دے ولې د دې باوجود ……..” د هغې ټکو هغې سره ملګرتيا نۀ کوله، ځکه چې هغه رښتياؤ ته مخامخ کيدو د پاره چمتو نۀ وه ـ هغې ووئيل :” کله چې جنګى الوتکې هوا کښې په نظر راځي نو زۀ او زما بچي د ځان پټولو بند بنا کوو ـ”

بنو کښې کومه الوتکه په الوت کولو په نظر نۀ راځى او په خاص ډول کومه داسې جنګى الوتکه خو بيخى نشته چې قطبى وزيرستان کښې په عسکريت خوښو بريدونه کوى ـ

د زبانى بيګم قصه د قطبى وزيرستان د ډيرو ميرمنو ترجمانى کوي ـ د نفسياتود ماهرانو ترمخه سيمه کښې د نائن اليون نه وروستو د روانې ترهه ګرۍ په ضد د جنګ له امله د پينځو لکو نه زياتې ميرمنې د نفسياتى رنځونو ښکار شوي دي ـ

د بنو د نفسياتو يو ماهر ډاکټر جاويد اختر وائى :” قبائلى سيمو کښې ميرمنې له چارديوارۍ دننه بندې وي او د خپلو امروزه ژوند د ضرورتونو د پاره په سړو اډاڼه لري ـ هغوي کورونو کښې بندى وي او سختو حالاتو او ټول عمرى ويرې سره په يوازې ځان مخامخ وي ـ قبائلى ثقافت ولې هغوي ته د خبرو او د خپل فکر بيانولو اجازه نۀ ورکوي چې له امله ئې په هغوي نفسياتى اغيز کيږى کوم چې اخر د نفسياتى رنځونو په شکل کښې څرګنديږي ـ “

هغه وائى چې قبائلى سيمو سره اړوند د هغۀ د ٨٠ سلنه رنځورانو شمير په ميرمنو مشتمل دے ـ

ډاکټر جاويد اختر قطبى وزيرستان سره پيوست دې ښار کښې د نفسياتو يوازينے ماهر دے چې د کډوالو د خواؤشا ١٠ لکو کسانو د پاره وړومبے پړاؤ دے ـ هغه له تيرو ٢٠ راسې دې ښار کښې پريکټس کوي ـ

د نفسياتى رنځونو د ښکار کسانو په اړه د کوم سرکارى شمير د نۀ شتون له امله د نفسياتود ماهرانو او عمومى معالجانو ذاتى کلينکونو ته باقاعده د نفسياتى رنځونو د ښکار رنځورانو په اساس هم د هغوي د شمير اندازه لګولے شى ـ

ډاکټر جاويد اختر نيوز لينز پاکستان سره دخبرو اترو کولو په وخت ووئيل :” يوازې ميرمنې نه بلکې ځوانان هم سيمه کښې له روان فساده اغيزمن کيږي ـ “

هغۀ ووئيل چې نفسياتى رنځونه هغه وخت چټکتيا سره خوريدل پيل شول کله چې سوويت يونين په افغانستان حمله وکړه او سيمه کښې په وړومبى ځل بنسټ پالنې وده ولرله ولې ځائى ابادى د نائن اليون نه پس د پيليدونکى فساد نه وروستو تر انديښمن حده نفسياتى ستونزو سره مخ شوه ـ

ډاکټر جاويد اختر ووئيل :” د قبائلى سيمو اوسيدونکي له دې وړاندې خپل منځى جګړو، کلاشنکوف کلتور، بې روزګارۍ او نشو وځپل او اوس د هدفى وژنو، ډرون بريدونو ، جنګى الوتکو له لارې کيدونکې بمبارۍ او ډزو د اغيز لاندې راځي ـ “

هغۀ ووئيل چې سيمه کښې د روان فساد له امله خلق د ذهنى کشالې ، انديښنې، بې خوبۍ ، د خونديتوب د نشتوالى د احساس او مغزو د ربړې ښکار شوي دي ـ

ډاکټر جاويد اختر ووئيل :” ذهنې کشالې کۀ اوږدې مودې پورې پاتې شي نو دا به راتلونکو نسلونو هم اغيز کوى ـ ذهنى رنځونه ناڅاپى چپاؤ نۀ کوي بلکې دا په مزه مزه اغيز کوى او د دې تباهى خورونکي اثرات تر اوږدې مودې قائم پاتې کيږي ـ”

قطبى وزيرستان سره اړوند ٤٣ کلن نور جهان د ډاکټر جاويد اختر يو رنځور دے ـ هغوي چې کله راسې بنو ښار ته راغلي دي ، د بيلابيلو نفسياتى رنځونو شکايت کوى، د هغۀ ټول شکايتونه قبائلى سيمو کښې په مستقله توګه روانې عسکريت خوښې ، فوځى عملياتو او کډوالۍ سره اړوند دي ـ

نورجهان به تير وخت کښې يو وړوکے شان ريسټورنټ کولو او ماښام مهال به ئې د فټ بال لوبه کوله ـ هغه اوس زياتره وخت بې غورۍ کښې ناست وى او د مايوسۍ ګور سيوري هغۀ په خپله ولقه کښې اخستے دے ، د هغۀ له سترګو چاپيره تورې کرښې په نظر راځي ـ هغۀ چې کله هم خبرې کوي، د هغۀ د خبرو اترو موضوع يوازې د ژوند تت اړخ وى ـ

نورجهان ووئيل :” زۀ په خپله کورنۍ يوازې يو بار يم ـ زما خيال نۀ دے چې هغوي کله وزيرستان ته واپس ځي نو زۀ به هغوي سره کور ته واپس لاړ شم ـ “

کله چې له هغۀ بيا بيا په مينه پوښتنه وکړے شوه چې هغه کوم څيز پريشانه کوى نو هغۀ ووئيل :” زۀ هغه لمحې هيرولے نۀ شم کله چې جنګى الوتکو زما په کلى بريد وکړو ـ هغه وخت زۀ او زما زوئے کفايت الله د کلى د بازار څخه اخستون کښې بوخت وو ـ کله چې زۀ ورمخکښې شوم نو ما وکتل چې کفايت بريد کښې لګيدلے ؤ او د هغۀ اندامونه په زمکه تس نس پراتۀ وو ـ هغه يوازې د لسو کالو ؤ ـ “

هغه وائى :” الله پاک ما ته د دې غم د زغملو همت راوبخښلو ولې زۀ په پوره توګه له منځه تلے يم ـ” هغۀ خپلو سترګو کښې د راډکو شوو اوښکو ډب کولو هڅې کولو سره ووئيل :” زۀ اوس څۀ رنګ ژوند کولے شم ـ”

ډاکټر جاويد اختر ووئيل چې په زرګونو ځوانان د خپلو غمونو ختمولو د پاره نشې کاروي ځکه چې دا اسانۍ سره شتون لري ـ

هغۀ ووئيل :” ځوانانو کښې نشې او ميرمنو کښې د خوب راوستلو د دارو درملو استعمال تندۍ سره زياتيږي ځکه چې قبائلى سيمو کښې د تيرې يوې لسيزې په مهال د دې خلقو په خوشحالۍ ژوند کولو کښې دلچسپى کمه شوې ده ـ “

هغۀ ووئيل چې حکومت ته به د طبى معالجانو روزنه کول وى چې دا شان هغوي د نفسياتى رنځونو د علاج کولو جوګه شي ـ د هغۀ وينا وه :” د نفسياتى رنځونو ځپلو رنځورانو د علاج په خاطر د ډاکټرانو د روزنې د پاره ورکشاپونه کولے شي ـ کۀ په دې اړه سنجيدګى ښکاره نۀ کړے شى نو دې سره د قبائلى ټولنې په بقاء انتهائى بدې اغيزې کيدے شي ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here