بينظير انکم سپورټ پروګرام، د ټګۍ ټورۍ او د بې ضابطو يو اوږد داستان

0
4998

: Photo By News Lens Pakistan /

عمر کوټ (الله بخش آريسر) دا د مالوکان د بې نظير ډيبټ کارډ سنټر (بى ډى سى سى) عمر کوټ ١٨م چکر دے ـ د هغې د کوم چکر څۀ نتيجه رامنځته نۀ شوه ولې چې هغې هم تش لاس کور ته راتګ وکړو ـ د يوې ٥٥ کلنې ميرمنې د پاره، چې ورته د خپل رنځور خاوند او اتو بچو خيال ساتل دي، د بى ډى سى سى بيا بيا چکر وهل اسان نۀ دي ـ سنټر کښې هيڅ يو تن د دې بې وزله ښځې مرستې کولو ته تيار په نظر نۀ راځي ـ بى ډى سى سى د ډيرو ميرمنو ژوند ستونزمن کړے دے ځکه چې اداره کښې نۀ يوازې کرپشن عام دے بلکې د حکومت د مانيټرنګ څۀ نظام هم نشته د کوم د لاندې چې دا ممکن کړے شى چې د کيش پروګرام لاندې د مالى مرستې ترلاسه کوونکو استحصال نۀ وى ـ ډيرو ميرمنو د رقمونو د ترلاسه کولو د ستړي کوونکى طريقه کار له کبله په مايوسه کيدو سنټر ته مخه کول پريښودے دي ـ

بې نظير انکم سپورټ پروګرام د پاکستان پيپلز پارټۍ منصوبه وه چې ٢٠٠٩ء کښې پيل کړے شوه ـ د دې پروګرام مقصد د غربت په جرنده د دل شوو کورنيو مرسته کول وو د کومو د پاره چې د بې روزګارۍ او افراط زر په سؤب ژوند تيرول نور ګرانيږى ـ د دې پروګرام لاندې د يوې سروے له لارې بې وزله کورنۍ په ګوته کړے شوې کومو ته چې زر روپۍ مياشت ورکولے شى ـ د بى آئى ايس پى مالى مرستې ترلاسه کولو د پاره د کورنۍ په دوو بنيادى شرطونو پوره ختل ضرورى دي: وړومبې چې هغه د غربت په وضع کړے شوى تعريف پوره خيژى، دويم، د کورنۍ د کم نه کم يوې ميرمنې غړې وادۀ ئې شوے وى يا چرته وادۀ پاتې شوے وى ـ د بى آئى ايس پى لخوا به وړاندې له دې رقمونه د ډاک په ذريعه ليږلے شول خو د ډاک محکمې د افسرانو د شکمن کرپشن له کبله حکومت د رقمونو د ويشلو بدل طريقه کار خپلولو باندې مجبور شو ـ بې نظير کارډ پراجيکټ د وظيفه خورو د هغوئ د رقمونو پورې د اسان رسد د پاره پيل کړے شوے نۀ ؤ بلکې د دې يو مقصد د بى آئى ايس پى څخه بډې کمول هم وو ـ سوال دا دے چې آيا د بى آئى ايس پى څخه بډې ختمې کړے شوې دي؟ آيا اړونده اداره خپله ذمه وارى ترسره کوى؟ څو پورې چې د عمر کوټ تعلق دے نو د دې ځواب غالباَ چې نفى کښې دے ـ د مالوکان ترمخه هغې ته مئى ٢٠١٢ء باندې خبرتيا ورکړے شوه چې هغه د بى آئى ايس پى د وظيفې اخستو جوګه ده ـ هغې د ډيرو تصديقى مرحلو څخه د تيريدو نه پس، چې پکښې قومى شناختى کارډ او د ګوتې نخښه لګول هم شامل وو، د بى ډى سى د پاره درخواست ورکړو ـ خو ولې د هغې دا ټولې هڅې بې رنګه شوې کله چې هغه يوه مياشت وروستو د کارډ او وظيفې اخستو د پاره سنټر ته راغله ـ د هغې نۀ وړاندې هم چا د هغې د اکاؤنټ نه رقم ويستلے ؤ ـ کارډ د دغه وخت پورې جارى شوے نۀ ؤ خو ولې استعمال شوے ضرور ؤ ـ هغه د يو دفتر نه تر بل دفتره لاړه راغله ولې دې هيڅ رنګ رانۀ وړو ـ هغې واکمنو ته د کارډ بلاک کولو وينا وکړه ـ هغې باورى وه چې کارډ ئې بلاک شوے دے ـ خو کله چې هغه بيا راغله نو هغه بيا دغه ډول حالاتو سره مخ شوه ـ د هغې کارډ کارولے شوے ؤ او رقم ويستلے شوے ؤ، نورو ټکو کښې چا د هغې رقم په غير قانونى توګه ترلاسه کړے ؤ او غريبې مالوکان چپ ودريدو سره د افسرانو مخونو ته کتل ـ د هغوئ د پاره دا غالباَ چې د معمول يو کاروبار دے ولې د حکومت لخوا هغې ته يو ځل بيا دړد ورکړے شوے ؤ ـ

يوې بلې ميرمنې هدائى، چې کونډه ده، نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل چې هغې ته عمر کوټ بې نظير ډيبټ کارډ سنټر کښې د سپيشل ډيسک ټيم لخوا غير تصديق شوے ډيبټ کارډ ورکړے شو ـ د بى ډى سى سى انچارج مير حسن سومرو ليکونکى ته ووئيل چې هغۀ ته د بى آئى ايس پى، نيشنل ډيټا بيس اينډ رجسټريشن اتهارټى (نادرا) او د بنک افسرانو په ګډ سازش د رقمونو په منتقلۍ کښې د ټګۍ ټورۍ شکايتونه ترلاسه شوي دي ـ بى آئى ايس پى د بى ډى سى سى پراجيکټ چلولو د پاره نادرا او بنکونو سره اشتراک کړے دے ـ د مير حسن سومرو ترمخه د دې ادارو افسرانو ميرمنې په جنسى توګه کړمو سره مخ کړې دي ـ هم د دې مګرمچهانو ترڅنګ د بډو په دې سمندر کښې څۀ نور ښکاريان هم دي لکه څنګه چې کمپوزنګ او سټامپ شاپس باندې هم داسې کيږى ـ هغوي دې بې وزله او نالوستې ښځو ته د بى آئى ايس پى اسلام آباد دفتر کښې د شکايت درج کولو ترغيب ورکوي او د درخواست ليکلو سل روپۍ اخلي ـ ځينې ميرمنې د تيرباسلو له لارې دومره مجبوره کړے شوې چې هغوئ دا تسلى وکړي چې د رقم ترلاسه کولو جوګه دي يا نۀ دي، دا خلق دې د پاره د ٥٠ نه ١٠٠ روپو پورې فيس اخلي ـ دا شان هغه ميرمنې چې د اے ټى ايم په کارولو نۀ پوهيږي( او داسې ډيرې ښځې دي ) نو هغوي د لوټوونکو په يوه بله ډله اوړي کومه چې د هرې ښځې نه د اے ټى ايم څخه د رقم راويستلو دوه سوه روپۍ اخلي ـ دا تش د نوم مرستيالان اکثر او زياتره يا خو د ډيبټ کارډ په ځائے جعلى ډيبټ کارډ ورکوى يا بيا په دې عذر کولو رقم پټوي چې د هغوي اکاؤنټ خالى دے ـ ډيرې ميرمنې غلط پن نمبر ورداخلوى او غلطۍ سره خپل کارډونه بلاک کوي ـ رقم اخستونکى دليپ ميګهوار ووئيل :” کارډ ان بلاک کول يو اوږد او ستړے کوونکے عمل دے ـ زما د خپل کارډ په ان بلاک کولو کښې د دريو مياشتو موده ولګيده ـ” اکثر او زياتره مډل مين مايوسه شوو ښځو نه د کارډ ان بلاک کولو په بهانه د سلو نه دوو سوو روپو پورې تروړي ـ کله چې د مير حسن سومرو څخه دا پوښتنه وکړے شوه چې آيا حکومت دې نالوستې ميرمنو ته د اے ټى ايم يا بى ډى سى د استعمال ښودنې په اړه څۀ کوشش کړے دے نو د هغۀ ځواب نفى کښې ؤ ـ

د تعمير بنک، دا د بى آئى ايس پى پارټنر دے، پخوانى کارمند نرمل ميګهوار نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل چې يو ځل هغۀ د وظيفه خورو په درخواست ١٣٧ ډپليکيټ بى ډى سى جارى کړي وو ـ خو ولې هغه وخت د بى آئى ايس پى عمر کوټ انچارج او د هغۀ ملګرى خرم باجوه يو ځل بيا دغه کارډونه ډى ايکټيويټ کړل ـ د نرمل ميګهوار ترمخه دا ١٣٧ کارډونه څۀ موده پس بيا جارى کړے شول خو په وظيفه خورو کښې تقسيم نۀ کړے شول، د دې په ځائے يادو افسرانو کارډونه د رقم راويستلو د پاره پخپله استعمال کړل ـ د غريبو کورنيو ښودلو د پاره شوې سروے کښې هم خامۍ پاتې شوې وې چې له امله ئې زورواکانو هم خپله کومه نزدې رشته داره د رقم حقداره وګرځوله ـ د عمر کوټ د نزدې کلى ګوهراود اوسيدونکې مينا ليکوونکى ته ووئيل چې د هغې شتمنه د کور څښتنه هم د بى آئى ايس پى څخه وظيفه اخلى ـ د مينا زوئ پريم، چې څۀ لږ ډير لوستے دے، نيوز لينز پاکستان سره خبرو کښې ووئيل چې د غربت پيژند ګلو څۀ داسې کولے شى چې بې وزله کورنۍ شتمنې ښکاره کيږي او شتمنې کورنۍ بې وزله ښودلے شي ـ ډير داسې مثالونه شته چې هم يو کور کښې څو کورنۍ اوسيږي ولې هغوي ټول د خپلې خپلې کورنۍ ځانله ځانله کفالت کوى خو د دې باوجود سروے ټيم ته د هغوي د ځانله پيژندګلو په اړه د باور ورکولو د پاره ځانګړي ثبوتونه ورکول وي چې يو کور کښې څو کورنۍ ميشتۀ دي ـ د پاورټى سکور سروے د انچارج تهرديپ على نواز نظامانى ترمخه د غريبو کورنيو د پيژندګلو عمل ډير ساده دے ـ مونږ ١٦ پوښتنې کوو او هغه کورنۍ کومه چې د دې پوښتنو ځواب ورکولے شي، هغه د رقم ترلاسه کولو حقداره ګرځولے شى ـ هغۀ هر کوم ډول جانبدارى يا د سودابازۍ کولو امکان رد کړو ـ

کله چې ٢٠١٣ء کښې پاکستان مسلم ليګ نواز اقتدار سنبال کړو نو دا پريکړه وکړے شوه چې بى ائى ايس پى به کار جارى ساتى، کرپشن کښې د کمى او د وظيفه خورو په ګټو کښې د زياتوالى هيله څرګنده کړے شوه ـ کله چې د مملکت وزيرې او د بې نظير انکم سپورټ پروګرام مشرې ماروى ميمن سره رابطه وکړے شوه نو هغې ووئيل چې هغه د دې ستونزو هوارولو د پاره ګڼ شمير ګامونه پورته کوي لکه د چيئرپرسن، سيکرټرى او د بى آئى ايس پى د نورو اعلى عهديدارانو د بيلابيلو دفترونو د ناڅاپى دورو نه علاوه د بى آئى ايس پى د چيئرپرسن د مختلفو سيمو دورې، ماروى ميمن ووئيل چې حکومت هاټ لائن ٢٦٤٧٧-٠٨٠٠ پيل کړے دے چې دا شان وظيفه خوارۀ د خپلو شکايتونو د ازالې د پاره دتحصيل دفترونو دننه اوږدو قطارونو کښې د ودريدو په ځائے بى آئى ايس پى هيډ کوارټرز سره نيغ په نيغه رابطه وکړي ـ

بى آئى ايس پى د ميډل مين د کردار کمولو او وظيفه خورو ته د ګټې رسولو د پاره د ورکړې او د شکايتونو ترلاسه کولو نوے ميکانزم هم رامنځته کوى ـ دې لړ کښې لاړکانه کښې د رقمونو د ورکړې د پاره بائيو ميټرک سسټم پيل کړے شوے دے ـ ماروى ميمن زياته کړه چې بى آئى ايس پى د بې وزله خلقو د لوټ کوونکو د نيولو د پاره د پوليس مرسته هم ترلاسه کړې ده ـ

 

 

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here