تهر کښې د دوړو د ډکو هواګانو راج ، د ژوند نظام ګډوډ شو

0
5302

عمرکوټ (الله بخش اريسار) تهر کښې د دوړو د ډکو هواګانو له کبله نۀ يوازې د کروندې وړ زمکه متاثره کيږى بلکې د انسانانو، مارغانو او څاروو بقاء هم خطرې سره مخامخ ده ـ

د ماحولياتو ماهر ډاکټر منهال نوهرى نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د دوړو ډکې هواګانې د انسانانو، مارغانو، د اوبو د ذخيرو او څاروو پشمول هر څيز اغيزمن کوى ـ

هغۀ زياته کړه چې د دوړو هواګانو کښې مارغان د خوراک په لټون کښې الوت نۀ شى کولے ـ د دوړې ډک واښۀ د څاروو نظام انهضام متاثره کوى ـ انسانانو کښې الرجى، د سترګو سوزيدل، د پړپوس رنځونه، ساه بندى او ټى بى عام ده ـ

د سوسائټى فار دى کنزرويشن اينډ پروټيکشن آف انوائرنمنټ (سکوپ) استازے بهارومال آمرانى وائي چې د دوړو ډکې هواګانې جاړې بوټي او اونې تباه کوي ـ هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” سندهۍ ژبه کښې مونږ وايو چې تيزې هواګانې د زمکې پيداوارى صلاحيت کموى ـ “

تيزې هواګانې د زمکې د شلولو سؤب هم جوړيږى د زمکې د بهرپړده، چې په خاوره او تيږو مشتمل وى، د تيزو هواګانو له کبله د زمکې د کچ نه په الوتلو بل کوم ځائے ته اوړى ـ د زمکې د شليدو ټوله اډاڼه د هوا په تندوالى وى ـ کۀ د هوا رفتار د کشش ثقل د قوت نه زيات وى، کوم چې د خاورې ذرې يو بل سره پيوست کوى، نو د زمکې شليدل پيل کيږى ـ کله چې خلق د اونو او بيلابيلو قسمونو د شينکيو ريبل کوى نو د هوا په رفتار کښې زور راځى د کوم له کبله چې د خاورې بهر جلۍ اغيزمنه کيږى ـ دا هم د زمکې بهرنۍ پړده ده چې د ټولو غذائى او نامياتى مرکباتو د زياتيدو لامل ګرځى، که دا نۀ وى نو زمکه د دې د پيدا کولو د صلاحيت څخه بې برخې کيږى ـ د شليدو له کبله د زمکې د اوبو خوندى کولو صلاحيت هم ځپلے شى ـ نورو ټکو کښې زمکه شاړيږى ـ

تهر کښې هوا اوسطاَ د ١٥ ناټس تندوالى سره چليږى او د ١٩٥٠ء نه ٢٠٠٤ء پورې اوسطاَ څلور ميټره شليدنه شوې ده چې د فکرمندۍ تر حده لوړه ده ـ

د تهر مجموعى رقبه ٢٢ زره مربع کلوميټره ده او ابادى ئې ١٨ لکه ده چې د ضلعې د ابادۍ نيمه خواؤشا ده او د دې رقبه د دې د ٧٠ سلنه څخه زياته ده ـ

د تهر په سيمه کښې د بارانونو شرح ډيره کمه ده، هوا کښې نمى وى، د دوړو ډکې هواګانې الوځي، په لويه پيمانه د نمر شغاګانې وى، شينکۍ نشته او هيڅ بې هيڅه د شګې ډيري په نظر راځي ـ د زمکو د شاړيدو له کبله د تهر د خلقو د پاره دې سيمه کښې اوسيدل ګران شوى وي د کوم له امله چې هغوئ نورو علاقو ته کډې کوي ـ

د يو کلى بهوج ريجيو اړوند د پوخ عمر زميدار حمير زاړۀ وختونه يادوي کله چې دې سيمه کښې په لوے شمير کښې اونې او ځنګلونه شنۀ ولاړ وو د کومو له کبله چې به د هوا په زمکه بدې اغيزې نۀ کيدې ـ هغه وائي چې دې نه وړاندې به خلقو د اونو وهل يوه ګناه ګڼله ـ هغوئ به اونو ته سجده کوله د کوم په سؤب چې به ځنګلونه نۀ وهلے کيدل چې په سيمه به ئې غوره اثرات اچول ـ

وريام ته د جيپ له لارېد عمر کوټ نه رتنور پورې تګ ډير ګران پريوتو ـ هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو کښې ووئيل چې دې علاقو کښې الوتکو د دوړو ډکو تيزو هواګانو کښې جيپ جوټې خوړې ـ هغه اوس جيپ هغه وخت چلوى کله چې ئې ډير زيات ضرورت وى، بل صورت کښې د پټرول پمپ کول څخه پرته په دې سړکونو جيپ وړاندې بوتلل ګران وى ـ د تيزو هواګانو په وجه د شګو د ټوپونو نه الوتونکې خاوره په سړکونو، ريلوے لائنونو او پټو باندې يو غټ استر جوړوى ـ

سندهـ پوهنتون سره تړلے د زمکو ماهر سجومل ميګهواړ دې خبرې سره اتفاق کوى چې د ريګ د طوفانونو مخه نۀ شى نيولے او د موسمونو د بدلونونو له امله د خاورې د طوفانونو په رفتار کښې د زياتوالى کيدو نه علاوه دا بيا بيا دغه سيمې په خپله ولقه کښې اخستے شي ـ خو ولې هغۀ ووئيل :” د څۀ تکنيکونو له لارې کۀ د زمکې شليدل او د هغې د شاړيدو عمل ختمولے نۀ شى نو زور ئې ارومرو کمولے شى ـ “

هغۀ دليل وړاندې کړو چې زياتې شينکۍ او اونو کرلو، د ځنګلونو په وهلو قابو موندلو، د زمکې شليدنه، ابادۍ کښې د زياتوالى د شرح په رڼا کښې او په سوکړه قابو موندلو سره تهر کښې ژوند واپس راوستلے شى ـ

د ميرپور خاص سب ډويژنل فاريسټ افسر عابد حسين جتوئى دا باور ورکړو چې حکومت د تهر صحرا ته ورپيښې شوې خطرې نۀ نظر انداز کوى ـ هغۀ ووئيل چې د هغوي محکمه د سړکونو او نهر په خواؤشا کښې اونې نالوي ـ

د هغۀ ترمخه رينج لينډ منجمنټ ډيپارټمنټ هم د زمکې شليدو باندې قابو موندلو د پاره تهر کښې د اونو کرلو په خاطر سخته خوارى کوي ـ بلخوا د ځنګلونو د محکمې يو بل افسر عطاء الله شيخ نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل چې سيمه کښې دومره اونې نشته چې ورسره د زمکې په شليدو قابو وموندلے شى ـ

د ايسوسى ايشن فار واټر،اپلائيډ ايجوکيشن اينډ رينيوايبل انرجى ايګزيکټو ډائريکټر على اکبر رحيمون نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې تيزې هواګانې د تهر د ماحول د پاره زيان ورکوونکي دي ولې دا د بريښنا پيدا کولو د پاره کارولے شى ـ هغۀ زياته کړه چې د تهر خلق د توان دا متبادله ذريعه د اوبو، ټيوب ويل چلولو او تر دې چې د خپلو کورونو روښانه کولو د پاره استعمالولے شى ـ د على اکبر رحيمون وړاندې وينا وه چې د ٩.١ ميټر سيکنډ په رفتار الوتونکې هوا د تهر د پاره لوے مقدار کښې بريښنا پيدا کولے شى ـ

حکومت کله د تهر د اوسيدونکو په ژوند ښۀ کولو کښې سنجيده شوے نۀ دے ـ د پاکستان پخوانى وزيراعظم شوکت عزيز د تهر د سيمې نه ټاکنو کښې برخه واخسته او د قامى اسمبلۍ چوکۍ ئې ترلاسه کړه ـ

دا شان د سندهـ اسمبلۍ غړے او د سندهـ پخوانے وزيراعلى ارباب غلام رحيم هم د تهر سيمې سره تعلق لرى ـ

د بره ذکر شوو وزيرانو په دور کښې نۀ يوازې د سندهـ حالات نور خراب شول بلکې د ناکاميو نوے تاريخ هم جوړ شو ـ د افسرانو د نااهلۍ له امله ٢٠٠٢ء کښې سندهـ ارډ زون ډويلپمنټ اتهارټى بنده شوه ـ دا اداره ١٩٨٥ء کښې شاړو سيمو کښې، چې د سندهـ په ٤٨ سلنه رقبه خورې دي او د سوکړې او قحط څخه متاثره کيږي، د پرمختيائى منصوبو پيل کولو د پاره جوړه کړے شوې وه ـ تير کال هم داسې يوه سوکړه کښې د دريو سوو ماشومانو د ژوند ډيوې مړې شوې وې چې سندهـ کښې په هيړ اقتدار کښې د راتلونکو حکومتونو په وړتيا او کارکردګۍ ئې سواليه نخښه لګولې وه ـ

سندهـ درې ځله د سوکړې په ولقه کښې راغلے دے چې له کبله ئې د سندهـ موجوده حکومت د تهر ډويلپمنټ اتهارټى جوړولو پريکړه وکړه ولې له بده مرغه د دې ادارې د قيام بل تر اوسه سندهـ اسمبلۍ کښې منظورۍ د پاره وړاندې نۀ کړے شو ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here