حکومت د خپل کنټرول لاندې سيمو کښې د افيمو فصل نه اړوي

0
5212

حسن حکيمى

فيروزکوه: حکومت سږ کال په غور صوبه کښې د بدامنۍ او د وسله والو طالبانو او غيرقانوني وسله والو د کسانو د زياتېدو له کبله دا ؤنۀ کړے شول چې د خپل کنټرول لاندې سيمو کښې د افيمو فصل ختم کړي.

د غور د نشه اى توکو د مخنيوىواکمن وائي چې يادې ستونزې له تېرو دريو کلونو راسې د دېسبب شوے چې دغه صوبه د افيمو په ضمن کښې د صفروالي امتياز او هر کال ترې د يو ملين ډالرو مرسته لاړه شي، په داسې حال کښې د دې نه وړاندې څلور کاله د افيمو کچ صفر وۀ او د غور خلقود ذکر شوو امتيازونو څخه ګټه پورته کوله.

د نشه اى توکو د مخنيوى وزارت هرې صوبې ته چې د افيمو کر په کښې صفر شي، د ترقياتى منصوبو د غوره چارو د ترسره کولو په مقصد ورته هر کال يو ملين ډالر ورکوي.

واکمن وائي چې که څه هم په غور کښې د سوېلي صوبو په مقابله کښې د افيمو کچکم دے، خو د نشه اى توکو ذکر شوي بوټى په دغه صوبه کښې د طالبانو او غير قانوني وسله والو د کنټرول لاندې سيمو کښې ډېر کرلے شي.

د غور د علاقائى ادارې شمېرې په ډاګه کوي چې په دغه صوبه کښې د طالبانو اندازتاَ شمېر ٢٦٠٠ کسانو او دغه شان د سلو ډلو په چوکاټ کښې د غيرقانوني وسله والو شمېر ٤٥٠٠ کسانو ته رسېږي.

د غور د نشه اى توکو د مخنيوى مشر محمديوسف وکيلي ووئيل چې سږ کال د افيمو په بوټي کښې د ناروغۍ رامنځته کيدو له کبله د ذکر شوى بوټي حاصلات ښه نه وو، خو بيا هم علاقائى ادارې د بدامنۍ د زياتېدو له وجېدا ؤنۀ کړے شوه چې د افيمو د فصلونو د اړولو په اړه ګام واخلي.

هغه زياته کړه چې د دوئ د شمېرو په بنياد، سږ او پروسه کال د افيمو د کر کچ يو شان وۀ او هر کال خواؤشا زرو ايکړو ته رسيدو، خو د ملګرو ملتونو د نشه اى توکو او جرمونو د مخنيوى ادارې (UNODC) هغه ٤٩٣ ايکړه اعلان کړے، په داسې حال کښې چې د دوئ او ملګرو ملتونو راپور سم نه دے او کيدے شي له يادې شمېرې ډېر يا کم وي.

د وکيلي په وينا، تر ټولو ډېر افيم په چارسدې، دولتيار، پسابند ضلعواو د غور مرکز فيروزکوه خواؤشا او د طالبانو او غيرقانوني وسلوالو د کنټرول لاندې سيمو کښې کرلي شوي وو او د سږ کال د جون جولائى مياشتې تر وروستيو پورې ئې د حاصلاتو راټولول پاى ته ورسېدل.

د نشه اى توکو د مخنيوى مشر څرګنده کړه: “امنيتي ځواکونه په دې کښې نۀ دي کامياب شوي چې وسله والو مخالفينو سره په جګړه کښې د ډېرې بوختيا له کبله د دوئ تر کنټرول لاندې سيمو کښې افيم ختم کړي.”

د غور صوبائى اسمبلى وائي چې که افيم په وروستيو دريو کلونو کښې صفر شوے وے نو درې ملينه ډالره نور هم ترلاسه کېدل او په دغه صوبه کښې به د اجتماعى ګټو درځنونه منصوبې عملي شوې وې.

د غور د صوبائى اسمبلۍ مشر فضل الحق احسان ووئيل چې په يو کال کښې په دغه صوبه کښې د نشه اى توکو ټول قيمت نيم ملين ډالر هم نه کېږي، خو تېر کلونه چې په غور کښې د افيمو کچ صفر وۀ، هر کال يو ملين امتياز ترلاسه کولو او د بيارغونې لړۍ ډېره پياوړې کېده، خو په وروستيو دريو کلونو کښې د بيارغونې چارې هم محدود شوې دي.

هغه زياته کړه: “نشه اى توکي خلقو ته له زيان اړولو بله ګټه نه لري، خلق بايد د افيمو د کر څخه لاس واخلي او نور په نشه اى توکو د خپلو بچيانو د اخته کيدو او له دوښمنانو سره مرسته ونه کړي.”

د صوبائى اسمبلۍ مشر ووئيل چې افيم په غور کښې حاصل نه ورکوي، د ټول کال په دوران يو کرونده ګر هڅه کوي او يوازې دوه يا درى کلو ترلاسه کوي او يا هم خرابېږي، په داسې حال کښې چې د حلال کر او کار څخه پاتې کېږي او خلق د افيمو په ځائے بايد غنم وکري او د خپلې صوبې په امن او قلارى کښې دې مرسته وکړي.

احسان په حکومت نيوکه وکړه او زياته ئې کړه چې بيارغونې، امن او خلقو ته د روزګار د موقع نه برابرولو له کبله د حکومت بې غوري؛ د دې لامل شوے چې خلق د افيمو کرلو ته مخه کړي.

هغه ووئيل چې اکثر ځوانان د بېوزلۍ او بې روزګارۍ له کبله يا ايران ته مخه کوي او له هغه لوري بيا په نشه اى موادو عمليان راستنېږي، يا هم له وسله والو مخالفينو سره يو ځائے کېږي چې حکومت بايد ذکر شوې ستونزې ته پام وکړي.

د غور يو شمېر اوسېدونکي وائي چې که حکومت ورته پام وکړي او د بيارغونې منصوبې عملى کړي او دوئ ته د کار موقع برابره او د افيمو متبادل ورته وړاندې کړي نو د افيمو د فصل له کرلو به لاس واخلي.

د پسابند اوسېدونکي محمدګل پژواک خبري اژانس ته ووئيل: ((حکومت زمونږ ضلعې ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې، نه ئې بيا رغونه کړې او نه ئې هم له کروندګرو سره مرسته، وړم کال ټوله ضلع د وسله والو طالبانو لاس ته ورغله، دوئ خلق د افيمو کر ته وهڅول او حکومت نن هم د نشه اى توکو له کروندګرو او سمګلرانو سره کار نه لري.))

د ده په خبره، که حکومت اصلاح شوي د کر تخمونه وويشي، د کرنې او بڼ جوړولو په برخه کښې مرسته وکړي، نو د نشه اى توکو د پاره د خلقو لېوالتيا بهختمه شي.

 د دولتيار ضلعې اوسېدونکى سيد نسيم ووئيل: ((خلق په ګڼو سيمو کښې د کر د خرابۍ په سبب افيم نه کري، کنه له حکومت وېره نه لري، افيم د غور په نزدې کلو او عامې لارې په خواؤشا کښې کرلي شوي، پوليس ئې هره ورځ خوا په خوا تېرېږي، خو د ماتولو توان ئې نه لري.))

هغه زياته کړه چې د دې ضلعې په ځينو برخو کښې هم افيم کرلي شوي وو چې حکومت ورسره کار نه لرلو، خو يوه برخه کښې د ناروغۍ خورېدو په سبب ختمول او له بلې برخې ئې حاصل واخيستل شو.

دا په داسې حال کښې ده چې د روانې هفتې په دوران په غور کښې د نشه اى توکو د مخنيوى کمپاين د ځائي سپين ږيرو او مخوريزو په ګډون په غور کښې جوړ شو او د دې کړمې د مخنيوى لارې چارې ولټولې شوې.

د غور ګورنرې سيما جوينده د نشه اى توکو کر او سمګلنګ يوه ناوړه او بدنامه کړمه وبلله او وې وئيل چې دې ښکارندې دا وخت ګڼې اجتماعى او امنيتي ستونزې را پيدا کړې چې د غور اندازتاَ يو ملين کسانو کښې ٥٠ زره نشه يان دياو که چرې هر نشه اى د ورځې ٥٠ افغانۍ ولګوي، نو دوه نيم مليونه افغانۍ کېږي.

د هېواد په کچ دې دويمې ښځينه ګورنر زياته کړه، هر عملى په يوه کورنۍ پورې اړه لري، پنځوس زره کورنۍ له اقتصادي او اجتماعى ستونزو سره مخ دي، دا کسان دې ته جوړ دي چې غلاګانې او د مرګ ژوبلې جرمونه تر سره کړي، د دې ناوړې ښکارندې ګټه سمګلرانو او د وسله والو مخالفينو جېبونو ته ځي، دا کسان په بدامنۍ او خلقو باندې تشدد کښې ښکېل دي.

مېرمن جوينده د نشه اى توکو مخنيوے په ټولو خلقو او په ځانګړي ډول عالمانو پورې اړوند وبللو او وې وئيل که خلق پاملرنه ونه کړي، نو هره کورنۍ به له ستونزې سره مخ شي او دا پنځوس زره نشه يان به پنځوس زره نور کسان په دې بلا واړوي.

يوه تازه سروے څرګندوي چې په افغانستان کښې د نشه اى توکو د عمليانو او د دغو توکو د بېلابېلو ډولونو د کاروونکو شمېر په ٢٠١٢ کال کښې له ١،٦ ملينو څخه دريو ملينو ته زيات شوے چې په دې بنياد د افغانستان د خلقو خواؤشا ١١ سلنه په نشه اى توکو اموخته دي.

د ځينو ښځو ژوند هم د نشه يانو مړونو په سؤب تريخ شوے دے.

يوې مېرمنې د نوم د اخستو نه بغير ووئيل: ((د پلار د ماما زوے مې ديارلس کاله وړاندې ايران ته د کار د پاره تلے وۀ. کله چې راغےنشه اى شوے وۀ، خو پوه نه وو. زه ئې ورکړم، د واده نه وروستو پوه شوم چې نشه اى دے.))

هغې زياته کړه چې دا وخت شپږ بچي لري، خاوند ئې کنسټرکشن کارونه کوي، ښه ګټه لري، خو خپله ټوله ګټه د نشه اى توکو په اخستلو لګوي او خلق ورته د خپل خاوند په سبب پېغور ورکوي.

دا مېرمن چې ځان غور ته د څېرمه کلو اوسېدونکې راپېژني، وائي: ((وړومبے مو په کلي کښې کوم نشه اى نه وۀ، خو اوس ئې شمېر درځنونو ته رسېږي، پوهېږم چې خاوند به مې تر څو راتلونکو کلونو پورې د کار وړتيا ونه لري، همدا اوس ئې حال خراب دے او د کورنۍ ټول بار زه اوچتوم، تاسو پوهېږئ چې د غور په روايتى ټولنه کښې د ښځو کار کول ستونزمن دي.))

په غور کښې د عمليانو زياتېدو ګڼې ستونزې پيدا کړې او يوازې يو د شلو بيډونو هسپتال په کښې دےاو دا مرکز د ټولو عمليانو د علاج معالجې وړتيا نه لري.

خو د نشه اى توکو د مخنيوى وزارت وائي چې پخوا په هېواد کښې د نشه يانو د علاج معالجې شرح يو سلنه وه، خو د نشه اى موادو د کمى د غوښتنې د کړنلارو جوړولو نه وروستو دا کچ خواؤشا شپږ سلنې ته رسېدلے او په پام کښې لري چې تر پنځو راتلونکو کلونو پورې د عمليانو د علاج معالجې شرح ٣٠ سلنې ته لوړه شي.

د سرچينې په خبره، پخوا په ټول هېواد کښې د عمليانو د علاج معالجې ٥٠ مرکزونه فعال وو، خو دا وخت د دغو مرکزونو شمېر له ١٦٠ زيات دے چې د زرګونو نشه يانو علاج معالجه په کښې کېږي.

د غور امنيه قوماندان پاسوال غلام مصطفى محسني ووئيل چې د غور پوليسو سږ کال ١٩٥ کلو ترياک له څلورو شکمنو او درى ميله وسلو سره نيولي او د سمګلرانو خلاف کارروائى دوام لري.

محسني له پوليسو سره د خلقو د همکارۍ غوښتلو سره سره ووئيل: ((د نشه اى توکو کرنه او کښت جرم دے، که څوک ونيولے شي، قانوني چلند به ورسره وشي.))

هغه ووئيل چې د بدامنۍ زياته برخه کښې د نشه اى توکو له کښت او کرکېلې بريښي چې تر ټولو زيات په کښې وسله وال مخالفين او غير قانوني وسله وال ښکېل دي.

د نشه اى توکو د مخنيوى وزارت وائي، سره له دې چې په هېواد کښې زيات افيم کرلےشي، خو درى سلنه ګټه کروندګرو ته رسېږي او ٩٧ سلنه ئې د وسله والو مخالفينو او بهرنيو سمګلرانو جېبونو ته لوېږي.

د (UNODC) ادارې او د افغانستان د نشه اى توکو د مخنيوى وزارت د سروے په بنياد په ٢٠١٤ کال کښې د هېواد په کچ د افيمو د کر کچ ٢٢٤ زره ايکړه زمکه او ٦٤٠٠ ټنو ته رسيدو، په داسې حال کښې چې په ٢٠١٣ء کال کښې ٢٠٩ زره ايکړه زمکې او ٥٥٠٠ ټنه حاصل ته رسيدو.

افغانستان دا وخت د نړۍ ٩٠ سلنه ترياک پيدا کوي او د دې سروے موندنې څرګندوي چې په افغانستان کښې خواؤشا سل زره کسان د نشه اى توکو د سمګلنګ او اخستلو خرڅولو کار کوي.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here