خيبرپښتونخوا کښې بلدياتى ټاکنې،د اميدوارانو په سماجى ميډيا باور زيات شو

0
4369

: Photo By News Lens Pakistan / Matiullah Achakzai

پيښور (اظهارالله) د برياليو سياست دانانو او د هغوئ په ټيکنالوجى جادو ښودونکي پبلک ريليشن منيجران خو يو خوا د خيبرپښتونخوا بلدياتى ټاکنو کښې برخه اخستونکې ميانه او لاندې ميانه طبقې سره اړونده اميدواران هم سماجى ميډيا په پوره ډول کاروي چې له کبله ئې دا “ګراس روټ” پورې رسيدلې ده د کومې چې هغوئ ته سخت ضرورت ؤ ـ

خيبرپښتونخوا صوبه کښې په ٣٠مه مئى د کيدونکو انتخابونو نه وړاندې کليو او بانډو کښې د اميدوارانو په سماجى ميډيا باور دومره زيات شو ے دے لکه څنګه چې د کب د پاره اوبۀ ضرورى وى ـ

د پاکستان ايډورټائزرز سوسائټى د شمير شميرې ترمخه پاکستان کښې د فيس بک د کاروونکو شمير خواؤشا ١٣ ملين دے چې پکښې ٧٢ سلنه سړي دي او د اکثريت عمر د ١٨ نه د ٣٤ کالو ترمنځه دے ـ دې ١٣ ملين فيس بک استعمالونکو کښې ٣٠ لکه کراچۍ سره تعلق لري، لاهور په دويم نمبر دے د کوم چې ٢٦ لکه وګړي فيس بک استعمالوي، اسلام آباد د ١٩ لکه فيس بک کاروونکو سره په دريم نمبر دے ـ د پيښو پينځۀ لکه او د کوئټې دوه لکه وګړي په فيس بک فعال دي ـ

پاکستان کښې د ٢٠١٣ء عامو ټاکنو کښې سماجى ميډيا د سياسى او انتخابى مهم چلولو د پاره د يو ډير اثرناک پليټ فارم په توګه څرګنده شوه، کله چې اميدوارانو د سماجى رابطو په ويب سائټونو خپل ټاکنيز منشورونه خوارۀ کړل د کوم له کبله چې هغوئ نۀ يوازې د انتخاب په خپله حلقه کښې فعال شول بلکې پلويانو پورې رسد ترلاسه کولو کښې هم بريالي شول ـ

خيبرپښتونخوا کښې بلدياتى انتخابات ٢٠١٥ء کيدونکي دي چې پکښې د ښاريو په شان په قصبو او کليو کښې هم انتخابى مهم له جوشه په ډک انداز کښې چلولے شى، د بيلابيلو اميدوارانو خپل خپلوان او کلى وال په فيس بک ځائى ژبو کښې سياسى بينرې، عکسونه او ژمنې خوروي چې دا شان هغوئ د کليو، تحصيلونو، قصبو او ضلعى کونسلونو په کچ د خپلو اميدوارانو د پاره پوره پوره حمايت ترلاسه کړے شي ـ

د اليکشن کميشن آف پاکستان په ويب سائټ د موجودې شمير شميرې ترمخه ټوله صوبه کښې به ٩٣،٢٣١ اميدواران د ځائى حکومتونو په ٤٣،٩٥٤ چوکيو د يو بل مقابله کوي چې پکښې کلى وال کونسلران، تحصيل او ټاؤن کونسلران او ضلعى کونسلران شامل دي ـ

فيس ځکه چې بې معاوضې دے او استعمالوونکي پرې د خپلې خوښې مواد خورولے شي د کوم له کبله چې اميدواران خپلو هغو پلويانو ته، کوم چې فيس بک کاروي، دا وائي چې هغوئ دې زرګونو کاروونکو ته رسيدلو د پاره په خپل ټائم لائن د هغوئ سياسى بينر شيئر کړي ـ

د پيښور د ذاتى مد يو پوهنتون کښې زده کوونکے عبدالکريم فيس بک باندې د يو مخ منتظم دے چې د ١٠ زرو نه زيات فالوورز لري، هغۀ ته د اميدوارانو لخوا دا “درخواستونه” ترلاسه شوي دي چې هغه دې په خپله پاڼه د هغوئ پوسټر خور کړى چې دا شان هغوئ خپلو رايه ورکوونکو پورې رسد ترلاسه کړے شي ـ

عبدالکريم مسکى کيدو سره نيوز لينز ته ووئيل :” کله چې اميدوار د سياسى حمايت ترلاسه کولو د پاره خواست کوى نو زۀ ځان يو نوميالے شخصيت ګڼم ـ”

خو ولې په فيس بک د بې معاوضې ټاکنيز مهم چلولو په وجه د اميدوارانو او د هغوئ د پلويانو حوصلې لوړې شوې دي، هغوئ اوس خپلو ووټرانو پورې ويړيا او د روايتى ميډيا او انتخابى مهم د قدغنونو نه ازاديدو سره رسد ترلاسه کولے شى د کوم له کبله چې د هغې اهميت نور زيات شوے دے ـ بلخوا د اخبارونو د تقسيم، اشتهاراتو او خرڅون شعبې سره اړونده خلق په سماجى ميډيا د ټاکنيز مهم چلولو دا رجحان د ورځپاڼو د سرکوليشن او کاروبارى ګټو د پاره د يو سنجيده بڼې خطره ګڼي ـ

د ايکسپريس ميډيا ګروپ خيبرپښتونخوا د سيلز او ډسټرى بيوشن منيجر عبدالرؤف يوسف زئى نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د اميدوارانو يو لوے شمير روايتى ميډيا باندې د انتخابى مهم چلولو په ځائے سماجى ميډيا ته پام ګرځولے دے د کوم په سؤب چې د تير وخت په مقابله کښې دا ځل د اخبارونو ګټه کمه شوې ده ـ

د اخبارونو د کاروبار د پاره يو بل انديښمن اړخ د هغې په سرکوليشن کښې راتلونکے کمے هم دے ـ عبدالرؤف يوسف زئى ووئيل چې د سماجى ميډيا د رامنځته کيدو نه وړاندې د اخبارونو په سرکوليشن کښې زياتوالے راغلے ؤ په کوم کښې چې د تيرې څۀ مودې په دوران کمے راغلے دے ـ

هغۀ ووئيل :” هغه اميدواران چې د سماجى ميډيا له لارې خپلو پلويانو او سياسى ګوندونو سره رابطې کوي، د هغوئ په صفحو لکونه فالوورز دي ـ هغوئ دې د پاره څۀ معاوضه نۀ ورکوي ځکه نو اوس به هغوئ اخبارونو کښې د مشهورتيا د پاره لکونه روپۍ ولې لګوي؟”

٤٠ کلن رحيم الله خان د پيښور نه د جنرل کونسلر په چوکۍ اميدوار دے، هغه خيبرپښتونخوا کښې د بلدياتى انتخابونو د مهم پيل کيدو څخه ډيره موده وړاندې راسې د فيس صفحه استعمالوى ـ

هغۀ انټرنيټ کنکشن سره يو سمارټ فون هم اخستے ؤ چې هغه ئې څو څو ګنټو پورې فيس بک باندې خپلو پلويانو سره د رابطې د پاره کاروى، هغه د هغوئ د پوښتنو او تبصرو ځوابونه ورکوي ـ هغۀ ووئيل چې په سماجى ميډيا چليدونکے مهم د لکونو روپو د اشتهارونو چاپولو نه څو چنده غوره دے ـ

رحيم الله خان ووئيل :” زۀ هغه وخت اطمينان محسوسوم کله چې څوک کاروونکے زما په پوسټر د تبصرې کولو په مهال وائي :،زما ووټ ستا د پاره دے ـ، د دې بڼې رابطه روايتى ميډيا باندې ممکن کيدے نۀ شى ـ”

د هغۀ مخکښې وينا وه چې هغۀ د فيس بک چيټنګ له لارې نيغ په نيغه خپلو ملګرو سره رابطه وکړه چې ورسره نۀ يوازې د هغۀ بلکې د هغۀ د پلويانو هم ډاډګيرنه وشوه، دا شان د هغۀ په خپلو سياسى حريفانو د يو ډول پرله درنه شوې ده ـ

پيښور سره اړوند يو صحافى جاويد عزيز خان، چې په سماجى ميډيا د بلدياتى ټاکنو د پاره د چليدونکى مهم د نزدې نه مشاهده کوى، وائى چې د سماجى ميډيا د ټاکنيز مهم د پاره د کارولو رجحان تر لوے حده ښارى سيمو سره تعلق لرونکو تعليم يافته اميدوارانو او د هغوئ پلويانو پورې محدود دے ـ

هغۀ ووئيل :” کلى والو سيمو کښې د دې استعمال دومره عام نۀ شو ځکه چې د کلى والو سيمو د ابادۍ اکثريت انټرنيټ پورې رسد نۀ لرى ـ”

جاويد عزيز خان په فيس بک او ټوئټر فعال دے، د هغۀ دا منل دي چې د سماجى ميډيا استعمال اثرناک دي، په ځانګړى توګه کله چې بلدياتى انتخابونو کښې د ځينو اميدوارانو مشهورتيا مقصد وى ولې پلويانو پورې د رسد ترلاسه کولو روايتى طريقې تر اوسه زياتې ګټورې دي ـ

هغۀ زياته کړه :” سماجى ميډيا د هر کوم اميدوار په انتخابى مهم لويه پيمانه باندې ګټور اثرات غورځولے شي خو د ټاکنيز مهم روايتى طريقې لکه پوسټرې او لاريونونه وغيره نظر انداز کولے نۀ شى ـ”

جاويد عزيز خان سماجى ميډيا بلدياتى انتخابونو کښې د انتخابى مهم چلولو د پاره د پاملرنې يو پليټ فارم ګڼى ځکه چې د اميدوارانو اکثريت سره دومره وسيلې نشته ـ هغۀ ووئيل چې د سماجى ميډيا د ويړيا کيدو له کبله د انتخابى مهم خرڅونه کم شوي دي لکه څنګه چې اوس د پوسټرو او بينرو وغيره په جوړولو هيڅ لګښتونه نۀ کيږي ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here