خيبر ايجنسى : باړه کښې تر يوې لسيزې له روانې عسکريت خوښې وروستو سکولونه پرانستے شول

0
4004

: Photo By News Lens Pakistan / Matiullah Achakzai

باړه، خيبرايجنسى (اشرف الدين پيرزاده) د يوې لسيزې راسې د روانې تباهى خورونکې عسکريت خوښۍ له امله خيبرپښتونخوا صوبه کښې ځاندره تر ډيره حده تباه شوې ده ، ولې د دې دومره اوږدې مودې تيريدو نه وروستو اوس پاک افغان پولې سره پيوست قبائلى ضلعو کښې سرکارى سکولونه او کالجونه پرانستے شوي دي ـ

د ايجنسۍ د تعليمى واکمنو ترمخه باړه تحصيل کښې تر لسو کالو جارى پاتې کيدونکې عسکريت خوښۍ په مهال د هلکانو او جينکو په مجموعى توګه ١٠٢ سکولونه تباه شول ـ باړه تحصيل کښې خواؤشا څلور سوه سکولونه او کالجونه دي ـ د يوې اندازې ترمخه ٦٤ زره زده کوونکو خپله تعليمى لړۍ په نيمه کښې پريښوده، چې وجه ئې دا وه چې د عسکريت خوښۍ له امله هغوي خوندى ځايونو ته مخه وکړه يا بيا باړه کښې د هغوي په کليو کښې قائم سکولونه تباه شوي وو ـ

خيبر ايجنسى پاک افغان پولې سره پيوست اوو قبائلى ايجنسو څخه يوه ده او دا د ٢٠٠١ء راسې عسکريت خوښۍ سره مخامخ ده ـ د فساد ، عسکريت خوښۍ او د خيبر ايجنسۍ په لاره افغانستان ته په تلونکې ناټو سپلائۍ د بريدونو له امله د اوسنو مياشتو په دوران د عسکريت خوښو په ضد د فوځى کارروائيو په سؤب زرګونو خلقو له ايجنسۍ کډې وکړې ـ

د سکولونو له نوى سره د پراستلو پريکړه د واکمنو د دې دعوې نه پس شوې ده چې هغوي سيمه د ګڼو فوځى کارروائيو په کولو نۀ يوازې له عسکريت خوښو پاکه کړې ده بلکې سيمه کښې امن او حکومتى عملدارى هم بحال شوي دي ـ

د خيبر ايجنسۍ باړه تحصيل له هغو سيمو څخه يوه ده چې عسکريت خوښۍ ډيرې سختې ځپلې دي ـ باړه کښې سلګونو سرکارى ښوونځيو کښې پرائمرى، مډل ، هائى ، هائر سيکنډرى سکولونه او کالجونه شامل وو، د ګډوډى له امله د حکومت له لورى د ترسره شوو کارروائيو يا بيا په سکولونو د عسکريت خوښو د حملو په وجه بند کړے شول ـ

د جينکو د سکولونو پشمول په درځنونو تعليمى ادارې په بم چاودنو تباه کړے شوې چې ذمه وارى ئې عسکريت خوښو ومنله يا دا تعليمى ادارې د امنيتى ځواکونو لخوا سيمه کښې د طالبانو او د رياست د مخالفو عناصرو په ضد د روانو کارروائيو له امله تباه شوې ـ

اسسټنټ پوليټيکل ايجنټ (اے پى اے) ناصرخان، چې تحصيل کښې د تعليم پشمول د ټولو محکمو انتظامى نګران دے ، نيوز لينز پاکستان سره د خبرو اترو په وخت ووئيل چې حکومت قمبر خيل باړه کښې ګڼ سکولونه پرانستے دي ـ

هغۀ ووئيل چې هغه عمله چې د عسکريت خوښۍ له امله بيلا بيلو سيمو کښې لګولے شوې وه ، هغې ته خبردارے ورکړے شوے دے چې هغه دې باړه تحصيل کښې خپلو سکولونو کښې حاضرى يقينى کړي ـ

ناصر خان ووئيل چې ټولې ښودونکې او نۀ ښودونکې عملې ته يوه اوونۍ کښې دننه دننه د حاضرۍ يقينى کولو هدايت شوے دے ،بل صورت کښې به د هغوي خلاف د قاعدو ضابطو په خيال نۀ ساتلو سخته کارروائى کولے شى ـ

هغۀ ووئيل :” مونږ د باړې ځپلو او ړنګ شوو ٨٠ سلنه سکولونو ته خيمې او نور سامانونه ورکړي دي چې دا شان هغوي تر سکولونو جوړيدو خپلې هلې ځلې دوامدارې وساتلے شي ـ “

هغۀ ووئيل چې د باړې هغو سيمو کښې ځينې سکولونه دا مهال بند دي کومې چې له عسکريت خوښو پاکې نۀ کړے شوې ـ

پخوانى وفاقى وزير او نوميالى قبائلى مشر ملک وارث خان آفريدى باړه کښې د امن و امان راوستلو د پاره د امنيتى ځواکونو او سرکارى محکمو زيار وستائيلو خو هغۀ ووئيل چې د عسکريت خوښۍ له امله د بندو او تباه شوو ټولو سکولونو پرانستلو د پاره به وخت پکار وى ـ

هغۀ ووئيل :” زۀ خيال نۀ لرم چې د سختې عسکريت خوښۍ نه به يو سلنه سکولونه هم خوندى پاتې شوي وي ، د عسکريت خوښۍ دې چپې د ايجنسۍ سماجى او معاشى ډهانچه له منځه وړې ده ـ “

هغۀ ووئيل کليوالى امن کميټۍ سيمه کښې د امن و امان د حالاتو ښه کولو د پاره امنيتى ځواکونو سره په ګډه کار کوي ـ

پاکستان پيپلز پارټۍ سره اړونده پخوانى وزير ووئيل :” شايد چې دا وينا به مناسب نۀ وى چې د خيبر ون فوځى عملياتو له لارې عسکريت خوښي ماتې سره مخ کړے شوي دي ځکه چې باړه تحصيل کښې دا مهال هوائى بريدونه روان دي ـ “

وارث خان افريدى طمعه ښکاره کړه چې حکومت له سيمې عسکريت خوښۍ له منځه وړلو او د کډوالو قبائلو واپس د هغوي په کليو او قصبو کښې د ابادولو په اړه سنجيده دے ـ

يو ځائى تن د امنيتى لاملونو په وجه د نوم نۀ څرګندولو په شرط ووئيل چې بر قمبرخيل سيمه کښې دوه د هلکانو او يو د جينکو سکول پرانستے شوے دے ، دا د باړې تحصيل له هغو سيمو څخه يوه ده چې پوله ئې جمرود او پيښور سره پيوست ده او دا له عسکريت خوښو پاکه کړے شوې ده ـ

هغۀ ووئيل چې بر قمبر خيل کښې قائم سکول د هر کوم ځنډ څخه پرته سلګونه ماشومان د تعليم په کاليو سينګاروي ـ هغۀ ووئيل چې د هلکانو په يو سکول کښې د سيمې پينځۀ سوه ماشومان تعليم کوي چې د ځائى ابادۍ د پاره د ډاډګيرنې خبره ده ځکه چې هغوي باړه کښې د امن راتلو نه پس اوس اوس خپلو پلرنو سيمو ته واپس راغلي دي ـ

هغۀ زياته کړه :” د برقمبرخيل په نسبت قمبرخيل، سيپاه ، سپين درنګ، شالو بار او د باړې خواؤشا سيمې غيرمحفوظ دي چرته چې د سکولونو ٩٠ سلنه ودانۍ او شيان په بم چاودنو يا د عسکريت خوښو په ضد د کيدونکو کارروائيو له امله تباه شوي دي ـ “

د پرائيويټ سکولز ايسوسى ايشن باړه پريس سيکتر عارف الله افريدى نيوز لينز پاکستان سره خبرو کښې ووئيل چې د سرکارى سکولونو سره سره نجى تعليمى ادارې پرانستل هم پيل شوي دي کوم چې د زده کوونکو د پاره يو ښۀ خبر دے ـ

هغۀ ووئيل چې د باړې تحصيل د اکاخيل، شين درنګ او ملک دين خيل سيمو ٨٠ سلنه اوسيدونکي خپلو کورونو ته واپس تلي دي ، د هغۀ ترمخه سيمو کښې ټولو سرکارى او نجى سکولونو کښې د ښوونې عمل پيل شوے دے ـ

عارف الله افريدى خپل سکول (ابوبکر پبلک سکول) کښې د ٢٠١٥ء د جنورۍ ١٨مې پورې ٧٨٠ زده کوونکو ته داخله ورکړې ده ـ هغۀ ووئيل چې د عسکريت خوښۍ په وجه د زرګونو ماشومانو تعليمى لړۍ ځپلې شوې ده ـ د هغۀ د سکول اووۀ ماشومان باړه کښې د عسکريت خوښۍ کارروائيو او د عسکريت خوښو په ضد روانو فوځى عملياتو کښې شهيدان شول ـ

هغۀ ووئيل :” ٢٠٠٩ء راسې د روانې عسکريت خوښۍ له امله د باړې ٧٢ د ذاتى مد سکولونو کښې شپږ په پوره ډول تباه شول او ٣٣ نور سکولونه په جزوى توګه ړنګ شول ـ” عارف الله افريدى هيله څرګنده کړه چې حکومت به د دغه سکولونو جوړولو کښې مرسته وکړى ـ

هغۀ ووئيل چې د فوځى عملياتو له امله د عسکريت خوښو د ماتې نه وروستو د هغۀ کلى کښې قائم سکولونو ته فول پروف سکيورټى ورکړے شوې ده ـ

بلخوا حکومت د تعليم محکمې ته هدايت کړے دے چې هغه دې له خواؤشا يوې لسيزې راسې بند سکولونه پرانيزى، بل لورى ته دا خونديتوب اوس شتون لري چې زده کوونکي به هغو سکولونو ته بيا مخه ونۀ کړي چې په پوره توګه له منځه تلي دي يا کۀ هغې ته په جزوى توګه هم زيان رسيدلے دے ـ

د جمرود ټاؤن يو اوسيدونکى، چې خپل نوم ښکاره کول ئې نۀ غوښتل، ووئيل :” زۀ د دې انديښنو ښکار يم چې هغه زده کوونکي چا چې خپلو کورنيو سره کډې کړې وې، باړه کښې خپلو کورونو ته د واپسۍ نه وروستو به خيمو کښې قائم سکولونو ته تګ خوښ کړي يا نه ـ”

 

 

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here