خيبر پښتونخوا: د ځانګړو ماشومانو د پاره د تعليمى اسانيو نيشتوالے

0
4313

: Photo By News Lens Pakistan / Matiullah Achakzai

پيښور ( اظهار الله ) ممکن ده چې حسن خان په بدنى توګه معذوره وى ځکه چې هغه د اوريدو او خبرو کولو د توان څخه بې برخې دے ولې د ١٢ کالو دا ماشوم په دې رښتياؤ پوهـ دےچې د هغۀ مخکښې ګام به څۀ وى ځکه چې د هغۀ پلرنى ښار دير کښې د خصوصى ماشومانو د پاره د قائم سکول انتظاميې د هغۀ لخوا جمع کړے شوے د مخکښې تعليم ترلاسه کولو درخواست رد کړے دے ـ

هغۀ د خپل فيس بک په صفحه پوسټ ولګولو :” زما نوم حسن خان دے ـ زۀ د اوريدو او وينا کولو د توان څخه بې برخې يو ماشوم يم ـ آيا تعليم کؤل زما حق نۀ دے ؟ “

حسن خان د روان کال په مارچ کښې د شپږم جماعت امتحانونو کښې کاميابى ترلاسه کړې وه ـ کله چې هغۀ سينئر سکول کښې د داخلې اخستو د پاره خپلې هڅې پيل کړې نو کوز دير کښې د قائم ځآنګړو ماشومانو د سکول انتظاميې هغۀ ته خبردارے ورکړو چې دې سکول کښې يوازې د پرائمرۍ پورې تعليم ورکولے شى ـ

هغۀ په فيس بک وړاندې وليکل :” ما او زما ١٣سبقيانو ته اووم جماعت کښې د داخلې راکولو نه انکار وکړے شو او رښتيا خو دا دي چې ما خو هم په دغه سکول کښې تر پرائمرۍ خپل تعليم تر سره کړے وۀ ـ “

د حسن خان د ١٣ کلنې خور سونيا خان او ١٠ کلن کشر ورور فيصل خان نه علاوه ١٣ نورو زده کوونکو، کوم چې د اوريدو او خبرو کولو د توان څخه بې برخې دي، د کوز دير تيمرګره ښار کښې قائم د اوريدو او وئيلو د توان څخه د بې برخې ماشومانو د سرکارى سکول نه د شپږم جماعت په امتحانونو کښې کاميابى ترلاسه کړې وه ـ

حسن خان د فيس بک د لارې نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل :” مونږ ماشومانو ته سکول کښې سکول کښې د داخلې راکولو نه انکار له دې کبله وکړے شو ځکه چې د سکول په ودانۍ کښې دومره ګنجائش نشته چې نورو ماشومانو ته تعليم ورکړے شى او د عملې د کمى ستونزه هم ده ـ “

هغۀ نه چې نيوز لينز کله د راتلونکى وخت د ممکنه امکاناتو په حقله پوښتنه وکړه نو حسن ووئيل چې هغۀ سره دوه لارې وې :” هغۀ به خپله تعليمى لړۍ شلوله يا بيا به ئې د تعليم د خپل حق د پاره هلې ځلې کولے ـ ” هغۀ ووئيل :” ما د دويمې لارې انتخاب وکړو ـ د صوبې حکمرانان د اوريدو او خبرو کولو د توان څخه بې برخې ماشومانو ته د هغوئ د حقونو ورکولو لورى ته هيڅ پاملرنه نۀ کوي ځکه چې زمونږ څۀ اواز نشته ـ ولې ما اوس په دې حقله سماجى ميډيا باندې يو مهم پيل کړے دے ـ “

د حسن پلار عامر زاد ګل د اوريدو او خبرو کولو د توان څخه بې برخې خپلو بچو ته د اعلى تعليم ورکولو د پاره واکمنو ته د مرستې د ورکړے خواستونه کړي دي خو د هغې څخه ځواب ترلاسه نۀ شو ـ هغه وائى چې هغه فکرمند دے ځکه چې هغه نۀ غواړى چې د هغۀ بچي ” په ټولنه بار جوړ شي ـ “

عامر زاد ګل نيوز لينز سره په فون خبرو اترو کښې ووئيل :” زۀ خپل زامن او لوڼه د ټولنې د ذمه وارو او تعليم يافته غړو په توګه ليدل غواړم ـ “

د ملګرو ملتونو د بشرى حقونو په اړه د قرار داد د شق ٢٦ ترمخه :” هر تن د تعليم ترلاسه کولو حق لرى ـ وړومبنے تعليم دې ويړيا او لازمى وى ـ هم دې سره سره هر طالبعلم ته د ميرټ په اساس د تکنيکى او اعلى تعليم کؤلو حق هم ترلاسه دے ـ “

پاکستان د دې نړيوال قرارداد هغه وخت حمايت کړے وۀ کله چې په ١٠ دسمبر ١٩٤٨ء جنرل اسمبلۍ د دې توثيق کړے وۀ ـ

د خيبرپښتونخوا د سماجى ښيګړې د محکمې لخوا د ځانګړو ماشومانو په حقله د جارى کړے شوى کليز راپور ١٤-٢٠١٣ء ترمخه خيبرپښتونخوا صوبه کښې د اوريدو او وئيلو د قوت څخه بې برخې ماشومانو د پاره ١٤ سکولونه شتون لري چرته چې ١٣٤٥ زده کوونکي تعليم کوي چې پکښې ٩٥١ زده کوونکي او ٣٩٤ زده کوونکې دي ـ

د دې راپور ترمخه صوبه کښې د خصوصى ماشومانو د تعليم د پاره ٣٩ ادارې قائمې دي چې پکښې ١١ په ظاهره معذوره ښکاريدونکو ماشومانو د پاره دي ، ١٤ د اوريدو او خبرو کولو د توان څخه د بې برخې او هم ١٤ د بدنى او نفسياتى رنځونو د ښکار ماشومانو د پاره ځانګړې دي ـ

د خيبرپښتونخوا د سماجى ښيګړې، خصوصى تعليم او وومن ايمپاورمنټ وزيرې ډاکټر مهرتاج روغانۍ د دې خبرې تصديق وکړو چې د اوريدو او وينا کولو د توان څڅه د بې برخې ځانګړو ماشومانو د پاره مډل او هائى سکول شتون نۀ لرى ـ هغې ووئيل چې د هغوئ وزارت صوبه کښې د ځانګړو ماشومانو د پاره د قائم سکولونو اپ ګريډيشن غواړى ـ

هغې ووئيل چې صوبه کښې د نظر نه د بې برخې ماشومانو د پاره څلور هائى سکولونه قائم دي او هغه هم يوازې د نارينه زده کوونکو د پاره دي ـ د جينکو زده کوونکو د پاره هيڅ مډل يا هائى سکول موجود نۀ دے ـ

ډآکټر مهرتاج روغانۍ ووئيل چې ځانګړي ماشومان ډيرو ستونزو سره مخ کيږي د کومو هوارول چې د هغوئ د وزارت وړومبۍ پاملرنه ده ـ

هغې ووئيل :” په دې اړه حکومت پيښور کښې د سکلز سنټر او ” تبديلى سنټر ” جوړولو د پاره فنډونه ځانګړې کړي دي چرته چې به خصوصى کسان د تکنيکى تربيت ترلاسه کولو نه علاوه تعليم هم کؤلے شي ـ “

د خيبرپښتونخوا صوبائى حکومت د معذوره کسانو د پاره روان کال کښې د ملازمتونو کوټه د دوه سلنه نه زياتولو سره درې سلنه کړې ده ـ

کله چې د هغې نه د ماشومانو لکه د حسن خان او د هغۀ د ١٣ سکول فيلو د اعلى تعليم په اړه پوښتنه وکړے شوه نو هغې ووئيل چې دا ستونزه شپه په شپه هوارول ممکنه نۀ ده ځکه چې د تيرو ٦٨ کلونو راسې دې لورى ته څۀ پام نۀ دے ګرځولے شوے ـ خو ولې هغې ووئيل چې حکومت د اوريدو او خبرو کولو د توان څخه بې برخې ماشومانو د پاره د ځانګړو سکولونو اپ ګريډيشن له ګامونه پورته کوي ـ

ډاکټر مهرتاج روغانۍ په فون نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل :” مونږ وزيراعلى ته صوبه کښې د څلورو پرائمرى سکولونو د اپ ګريډيشن د پاره درخواست کړے دے ـ “

د خبرو کولو د توان څخه د بې برخې ماشومانو د حقونو د پاره د کار کوونکى تنظيم صدر حامد خان ووئيل چې د ځانګړو ماشومانو د تعليمى ستونزو هوارولو حکومتى دعوې په اخلاص اډاڼه نۀ دي ځکه چې په دې اړه کومه هڅه په نظر نۀ راځى ـ

هغۀ ووئيل چې هائى سکول خو لا پريږده صوبائى واکمنو د اوريدو او خبرو کولو د توان څخه بې برخې ځانګړو ماشومانو د پاره د تيرو څلورو لسيزو په دوران کوم يو مډل سکول هم جوړ نۀ کړو ـ

حامد خان ووئيل :” د اوريدو او وينا څخه د بې برخې ماشومانو د پرائمرۍ نه وروستو تعليمى لړۍ له منځه ځي او هغوئ په ټولنه بوجهـ جوړيږي ـ”

هغۀ غوښتنه وکړه چې د ځانګړو کسانو د پاره دې ټولو سرکارى محکمو کښې دملازمتونو کوټه تر پينځۀ سلنه کړے شى ـ

بلخوا د حسن خان پلار عامر زاد ګل ووئيل چې هغۀ ډيرو سرکارى واکمنو سره خبره کړې ده چې هغوئ دې کوز دير کښې خصوصى ماشومانو ته د تعليمى اسانيو ورکولو د پاره ګامونه پورته کړي ولې هيچا هيڅ ځواب ور نۀ کړو ـ

هغۀ د مايوسۍ په حال کښې ووئيل :” زۀ دا زغملے نۀ شم چې زما بچي دې زما نه تپوس وکړي چې هغوئ په هغو سکولونو کښې داخله ولې نۀ شي اخستے چرته چې نور ماشومان تعليم کوي ـ ما سره د هغوئ د دې سوالونو هيڅ ځواب نۀ وى چې هغوئ به کله سکول ته د تللو جوګه شي ؟ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here