خيبر پښتونخوا کښې د ځائى حکومتونو ټاکنې : د ميرمنو يو لوے شمير راميدان ته شو

0
3259

پيښور (اشرف الدين پيرزاده) د روانې مياشتې په مهال د ځائى حکومتونو ټاکنو کښې د ١٠ زرو نه زياتو اميدوارانو د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي دي چې پکښې ١٠٩٠ ميرمنې شاملې دي ـ

ډپټى ريجنل اليکشن کمشنر پير مقبول احمد نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل چې په مجموعى توګه ١٠،٩٠٦ اميدوارانو د پيښور ضلعې په بيلابيلو چوکيو د انتخاباتو کولو د پاره د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي دي چې پکښې ١٠٩٠ د ميرمنو چوکۍ دي کومې چې په مجموعى ډول ١٠ سلنه جوړيږى ـ

هغۀ د بيلابيلو چوکيو د پاره د نامزدګۍ د کاغذونو جمع کوونکو اميدوارانو تفصيل بيانولو سره ووئيل چې ٧٩٣ اميدوارانو د تحصيل يا ټاؤن، ٤٣٧٦ د جنرل، ١٠٩٠ د ميرمنو، ١٦٤٣ د کسانانو او مزدورانو او ١٦٧٠ د ځوانانو د پاره د ځانګړو چوکيو د پاره د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي دي ـ په غيرمسلمه چوکيو ٢٠٧ اميدوارانو د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړل چې پکښې د سکهـ ، هندو او مسيحى ورورولۍ مشران شامل دي کوم چې په ٣٠ مئى کيدونکو ټاکنو کښې برخه اخلي ـ

د اليکشن کميشن آف پاکستان ترمخه د ځائى حکومتونو د ټاکنو د پاره د نامزدګۍ د کاغذونو جمع کولو لړۍ ختمه شوې ده او د اميدوارانو وړومبے نوملړ اويزاند کړے شوے دے ـ

د اليکشن کميشن د واکمنو وينا ده چې د خيبرپښتونخوا په ٩٢ يونين او ٩٢ تحصيل کونسلو کښې د مختلفو سياسى ګوندونو د کارمندانو او ازادو اميدوارانو ترمنځه سخته مقابله کيدونکې ده ـ

پير مقبول احمد ووئيل :” دا يو مثبت پرمختګ دے او څرګندوى چې خلق د جمهورى نظام نۀ يوازې دوام غواړي بلکې هغوئ د کليو په کچ د ځائى مشرانو د ټاکنې خواهش لري ـ”

هغۀ ووئيل چې دا خبره کول به بې ځايه نۀ وى چې پاکستانى وګړيو اوس د جمهورى نظام د اهميت ادراک لرلے دے ـ د هغۀ وړاندې وينا وه چې ٦٨ ميرمنو په ضلعى او ٦٧ د ټاؤن او تحصيل په کچ د ځائى حکومتونو د ټاکنو د پاره د نامزګۍ کاغذونه جمع کړي دي ـ

پير مقبول احمد ووئيل :” د دې رجحان څخه به ټولې نړۍ ته دا پيغام ځى چې ټوله ضلع کښې د ١٠ زرو نه زياتو اميدوارانو د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي دي چې پکښې د بيلابيلو ګوندونو د کارمندانو ترڅنګ ازاد اميدواران هم شامل دي ـ “

نيوز لينز پاکستان ته د ترلاسه شوو ثبوتونو ترمخه پيښور ضلع کښې به ٢٨٩٠ پولنګ بوتهـ قائمولے شي او ١،٣٦٥،٤٣٥ رجسټرډ ووټران به خپل د رائې حق کاروي ـ

نور دا چې اليکشن کميشن آف پاکستان ميډيا ته جارى کړے شوى خپل يو بيان کښې وئيلي دي چې د ځائى حکومتونو په انتخاباتو کښې ډپټى کمشنر د ډسټرکټ ريټرننګ افسر په توګه ټاکلے شوے دے ـ

بلخوا اميدواران او ووټران د خپلو مرستيالانو پشمول د اليکشن کميشن دفترونو ته د تلو راتلو په حال کښې په نظر راځي، چې ورسره د جمهوريت د پياوړتيا او لاندې کچ ته د واک اختيار د منتقلۍ په حقله د اولس جوش جذبه څرګنديږى ـ

د جمعيت علمائے اسلام (فضل الرحمان) د ټاؤن کونسل د پاره اميدوار اسد خان شنوارى د اليکشن کميشن ريجنل آفس کښې نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د هغوئ ګوند د ځائى حکومتونو په ټاکنو کښې د درې ګونديز اتحاد لاندې برخه اخلى چې پکښې پاکستان پيپلز پارټى او عوامى نيشنل پارټى شامله ده ـ اسد خان شنوارى ٤٠ کلن دے او د ټاؤن ١١ د چوکۍ څخه ټاکنې کوي ـ هغۀ ووئيل چې جے يو آئى (ف) ټوله صوبه کښې ٦١ اميدواران نامزد کړي دي ـ

اسد خان شنوارى ووئيل :” زۀ باور لرم چې د دې ټاکنو له لارې به د اولس نۀ يوازې د خپلو کليو د پرمختګ په حقله اثرورسوح زيات شى بلکې هر چا ته به د هغۀ د کور په دروازه انصاف، بنيادى اسانۍ او نور اساسى حقونه ترلاسه شي ـ” هغه خپل سياسى کيريئر کښې په دويم ځل د ځائى حکومتونو ټاکنې کوى ـ

هغۀ ووئيل چې کۀ د يادو ځائى حکومتونو د ټاکنو تيرو انتخاباتو سره موازنه وکړے شى نو دا ځل د ٥٠ سلنه څخه زياتو ميرمنو د راتلونکو ټاکنو د پاره د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي دي ـ اسد خان شنوارى ووئيل چې د هغۀ پارټۍ په هغۀ د باور څرګندونه کړې ده د کوم له امله چې ئې هغه په دويم ځل په انتهائى اهمه چوکۍ نامزد کړے دے ـ هغۀ ووئيل :” کله چې زۀ د ځائى حکومتونو په تيرو ټاکنو کښې جنرل کونسلر منتخب شوم نو ما د خپلو ووټرانو خدمت وکړو ـ”

حاجى عطا محمد د ريګى لالمې د کلى نه ازاد حيثيت کښې د جنرل کونسلر په چوکۍ ټاکنو کښې برخه اخلى، هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې هغه د دې ټاکنو په ذريعه خپل سياسى سفر پيلوونکے دے د کوم د پاره چې د هغۀ ملګرو اميدوارانو د هغۀ ډاډګيرنه وکړه ـ هغۀ ووئيل چې هغه د مثبت ډول په سياست باور لرى چې دا شان د کليو د رښتونى بڼې ستونزې هوارې کړے شي ـ

حاجى عطا محمد ووئيل:” زۀ ډير زيات تعليم يافته نۀ يم خو ټاکنو کښې په برخه اخستو د يو خوشحال او جمهورى پاکستان تشکيل غواړم ـ”

شاه بيګم ميرمن کانديده ده او هغې يوازې د پرائمرۍ پورې تعليم کړے دے ، هغه وائى چې د هغې خاوند يو سماجى کارکن دے چا چې د هغې د ځائى حکومتونو په ټاکنو کښې د برخې اخستو د پاره ډاډګيرنه وکړه ـ

هغې ووئيل:” زۀ د خپلو کليو د هغو ميرمنو د پاره يو علامت جوړيدل غواړم کومې چې ملازمت نۀ کوي بلکې د هغوئ شپه او ورځ د خپلو بچو په خيال ساتلو کښې تيريږي ـ”

شاه بيګم زياته کړه چې د روانو ټاکنو ټرن آؤټ به اغيزمن کيږى ځکه چې د يونين کونسلو بدلون سره د ووټرانو د پاره ستونزې پيدا شوي دي ـ

هغې ووئيل چې ميرمنې به خپل فنډز د هغو ښځو د ښيګړې د پاره کاروي چې د خپلو حقونو په اړه خبرتيا نۀ لري ـ

٢٣ کلن عبدالله د اليکشن کميشن آف پاکستان په ديوال زوړند ووټرز لسټ کښې خپل نوم لټولو ـ هغۀ دا دليل وړاندې کړو چې ووټرانو ته تعليم يافته او په سماجى توګه فعال اميدواران منتخب کول پکار دي ـ

هغۀ ووئيل :” هغو اميدوارانو ته دې ووټ واچولے شى چا سره چې په ذاتى ډول پيژندګلى وى او مونږ د خپلو ستونزو هوارولو د پاره هغۀ ته په اسانه رسيدل ترلاسه کړے شو ـ مونږ په قومى ټاکنو کښې ايم اين ايز او ايم پى ايز منتخب کړل خو د تيرو دوو کالو راسې مو هغوئ ليدلي هم نۀ دي ـ د ځائى حکومتونو د ټاکنو له لارې ټاکل کيدونکي اميدواران به د ورځې ٢٤ ګنټې د ځائى ابادۍ ترمنځه موجود وي ـ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here