دپنجاب حکومت زده کوونکو ته د ترهه ګرۍ د مقابلې د پاره د روزنې ورکولو منصوبه

0
4217

 Ghulam Dastageer

لاهور(شهريار وړائچ) د پيښور سانحې نه وروستو وفاقى او صوبائى حکومت د سکولونو او کالجونو د امنيت په اړه ګامونه اخستې دي ـ په دې حقله پنجاب حکومت سکولونو کښې د سکاؤټنګ او کالجونو کښې د نيشنل کيډټ کور(اين سى سى) د روزنې د هلو ځلو بحال کولو پريکړه کړې ده ـ

اين سى سى د فوځى ورزش د ډول يوه تړه ده چې پکښې به د کالجونو او پوهنتونونو زده کوونکي د بيړنۍ مرستې ورکولو تربيت ترلاسه کوي ـ د دې روزنې لاندې هغوي کښې د وړې وسيلې کارولو او د بيړنى صورتحال لکه جنګى حالاتو ته د ورلاندې وتو صلاحيت پيدا کيږى ـ د دې روزنې لړۍ ٢٠٠٢ء پورې روانه وه ولې جنرل مشرف دا ختمه کړه ـ

د پنجاب د تعليم پخوانى وزير ميا عمران مسعود نيوزلينز پاکستان سره په خبرو اترو کښې ووئيل:” د ١٩٨٦ء د قومى دفاعى خدمت د قانون لاندې دا روزنه د زده کوونکو هلکانو او جينکو دواړو د پاره لازمى ګرځولې شوې ده ـ پاکستان او اسرائيل دواړه هغه هيوادونه دي چرته چې دا روزنه ترلاسه کول د ښځو د پاره هم ضرورى ګرځولې شوې ده ـ” هغۀ زياته کړه چې د دې روزنې ورکولو بنيادى مقصد د فوځ د مرستې د پاره دفاعى حصار تشکيلول دي ـ زده کوونکو ته به اکثرو وختونو کښې د وګړتوب د دفاع روزنه هم ورکولے شوه ـ د ٤٠ ورځو دې روزنيز کورس کښې به د درنې وسلې د استعمال په اړه هم معلومات ورکولے شول ـ

د پنجاب حکومت دا اعلان کړے دے چې د پاکستان د تاريخ په دې پريکړه کوونکى موړ به ځوانانو ته د هيواد د موجوده حالاتو د مقابلې د پاره تياريدل وى ـد پنجاب د تعليم وزير رانا مشهود خان ووئيل:” اولسى فوځ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ کښې مرستيال ثابتيدے شى اودې سره به د ځوانانو د روزلے شوو ترهه ګرو د مقابلې په حواله اعتماد کښې اضافه وشى ـ”

نجى شعبه هم سکولونو او کالجونو کښې د اين سى سى او سکاؤټنګ د روزنې ورکولو غوښتنه کوى ـ د پراګريسو پرائيويټ سکولز ايسوس ايشن صدر مزمل اقبال صديقى نيوزلينزپاکستان سره د خبرواترو په وخت ووئيل:” کۀ حکومت نجى شعبه نظرانداز کوى نو کروړ نه زيات زده کوونکي به د دې روزنې ترلاسه کولو څخه بې برخې پاتې شى ـ” د هغۀ دا خيال ؤ هر څو کۀ نجى شعبې سره د دې روزنې ورکولو په اړه سهولتونه کافى نۀ دي خو ولې په دې حواله ورته کم نه کم پاليسى ارومرو تشکيلول پکار دي ـ

حکومت دا وخت سکولونو او کالجونو د پاره د ضابطې جوړولو په اړه کار کوى ـ رانا مشهود نيوزلينزپاکستان سره د خبرو په مهال ووئيل:” مونږ د شهرى دفاع د روزنې، ابتدائى طبى مرستې، بيړنى صورتحال د مقابلې او سختو حالاتو کښې د وړې وسلې د استعمالولو د روزنې ورکول د لازمى اقداماتو په توګه د نافذولو په حقله غور کوو ـ” هغۀ ووئيل:” دې مقصد د پاره د اوو سوو نه د زياتو کالجونو او کۀ مونږ دې کښې د نجى شعبې تعليمى ادارې هم شاملې کړو نو دې د پاره په لويه پيمانه د معاشى وسيلو ضرورت دے ـ د دې مطلب دا دے چې مونږ به دا سهولتونه يوازې دريو زرو کالجونو کښې ورکوو ـ”

د هائرايجوکيشن سپيشل سيکرټرى نيئر اقبال نيوزلينز سره د خبرو اترو په وخت ووئيل د اين سى سى ترڅنګ حکومت سرکارى او نجى سکولونو کښې د سکاؤټنګ کورسونو د نوى سر نه د پيل کولو په اړه غور کوى ـ” هغۀ ووئيل:” دا په ظاهره ګرانه ښکارى ځکه چې په نجى شعبه کښې د ٨٦ زرو نه زيات سکولونه قائم دي چې له امله ئې د روزنې ورکولو د پاره په لويه پيمانه د وسيلو ضرورت دے ـ”

د پنجاب ټيچرز ايسوسى ايشن سترسکتر کاشف شهزاد چودهرى نيوزلينز پاکستان سره په خبرو کښې ووئيل چې ډير والدين له دې منصوبې مطمئن نه دي ـ د هغۀ دا خيال دے چې دا د ترهه ګرۍ د مخنيوى يو غيرسنجيده عمل دے ـ هغۀ ووئيل چې ځيني والدين ويريدلي ښکاري ـ هغۀ ووئيل:” دا د مور پلار د پاره فطرى خبره ده ځکه چې مونږ د اين سى سى روزنه د ترهه ګرۍ د مقابلې کولو سره تړو ـ خو ولې د کالجونو انتظاميه د والدينو د تحفظاتو لرې کولو هڅه کوى ـ”

پنجاب حکومت هغو زده کوونکو ته د ٢٠نمبرو زياتى ورکولو په اړه غور کوى کوم چې د اين سى سى برخه جوړيږى ـ دا نمبرې به ګريجويشن کښې د هغوي په داخله کښې لاس مرسته کولے شى ـ تيرو وختونو کښې هم دا عمل دغسې جارى پاتې شوے دے ـ

د قانون وزارت په هدايت پوليس افسرانو زده کوونکو ته د بيړنى صورتحال د مقابلې د پاره ليکچر ورکول پيل کړي دي ـ ايس پى سټى اسد سرفرازخان نيوزلينزپاکستان سره د خبرو په مهال ووئيل چې سينئرپوليس افسران مختلفو کالجونو او پوهنتونونو کښې د امنيتى ګامونو پورته کولو په حواله د ليکچر ورکول د پاره ځي ـ هغۀ زياته کړه :”د کالج او پوهنتونانتظاميې ته وئيلے شى چې هغوي دې د ابتدائى طبى مرستې او بيړنو حالاتو د مخنيوى په خاطر د روزنې ورکولو د پاره کورس پيل کړى ـ محکمه شهرى دفاع او ريسکيو(١١٢٢) ته دا هدايت ورکړے شوے دے چې هغوي دې په دې کورسونو پيل کولو کښې د انتظاميې مرسته وکړى ـ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here