د افغان کډوالو واپسى، هيلې او انديښنې

0
4784

کوئټه(مالک اچکزئى) سرخاب مهاجر کيمپ د جنوبى مغربى صوبې بلوچستان دارالحکومت کوئټې نه د يوې ګنټې په مزل پروت دے ـ زياته موده نۀ کيږى کله چې دلته د افغان کډوالو ژوند په خوشحالۍ تيريدو کوم چې اتيايمې لسيزې کښې په افغانستان د روس د بريد نه وروستو پاکستان ته راغلي وو ـ دې نه پس بيا د نوى په لسيزه کښې د افغانستان دننه د طالبانائزيشن نه وروستو نورو کډوالو دې کيمپ ته مخه وکړه ـ د ٢٠٠١ء په ١١ م ستمبر د امريکې لخوا په افغانستان کښې د القاعده او طالبانو په ضد د جنګ له امله د کډوالو يو لوے شمير يو ځل بيا دې کيمپ کښې ميشته شول ـ

دا کيمپ، چرته چې د افغان کډوالو څو نسلونه ميشتۀ پاتې شوي دي، اوس تر ډيره حده خالى دے، کله چې باد د ريګونو په ډکو کوڅو او د خاورو په کورونو الوځى نو دې شاړه کښې غږ شان پيدا کيږى ـ

کچه خښتې جوړونکى ٤٨کلن سرورجان څخه د هغۀ ماشومان تاؤ دي ـ کله چې هغه د خښتو سانچې د خټې نه ډکوى نو د هغۀ دوه بچي د هغۀ مرسته کوى ـ

سرورجان له هغو افغانانو څخه يو دے کوم چې اتيايمې لسيزه کښې د ټولو نه وړاندې پاکستان ته راغلي وو ـ هغه او د هغۀ کورنۍ د تيرو ٣٠ کالو راسې سرخاب کښې اوسيږى ـ د پيرۍ په درشل قدم ايښودو سره سرور د افغانستان د قندهار صوبې د ارغنداب ضلعې نه پاکستان ته راغلے ؤ کله چې هغه يوازې ١٨ کلن ؤ ـ

هغه وائى :،، زۀ په يوه روپۍ خښته خرڅوم او د خټې د دې ټوپکى نه خواوشا پينځۀ سوه خښتې جوړولے شم ـ،،

سرور د کچه خښتو په خرڅولو د خپلې کورنۍ نهه کسان ساتى ـ هر څۀ که دا خوارى د هغۀ د پاره هيڅ معنى نۀ لرى خو هغه پريشان دے چې د پاکستان حکومت به هغه او نور افغان کډوال افغانستان ته واپس واستوي ـ

د پاکستان د افغان کډوالو په حقله پاليسى د کال ٢٠٠١ء نه وروستو سخته شوې ده کله چې افغانان د کډوال کيمپونو نه له دې ويرې ويستلے شوي وو چې دوي کښې ترهه ګر پناه اخستے شى ـ

دسمبر٢٠١٤ء کښې پيښور کښې په آرمى پبلک سکول شوي قاتل عام کښې ١٤٠ ماشومان شهيدان شوي وو چې له امله ئې د واکمنو لخوا د کډوالو د کيمپونو نه افغانستان ته د واپس ليږلو اراده څرګنده کړے شوه ـ د دې حملې ذمه وارى تحريک طالبان پاکستان(ټى ټى پى) قبوله کړه ـ وروستو له دې د ټى ټى پى مشر، چا چې د افغانستان په پوله ايزه سيمه کښې پناه اخستې ده ، د دې ارادې څرګندونه وکړه چې ټى ټى پى به د طالبانو د نيولو او د دوي په جعلى مقابلو کښې د وژنې په ردعمل کښې د پاکستان په دولتى ځايونو بريدونه دوامدار ساتي ـ

د بلوچستان داخله وزير سرفراز بګټى نيوز لينز سره د خبرو اترو په وخت ووئيل:،، د نۀ ثبت کيدونکو افغان کډوالو په حواله به هيڅ نرمى نۀ شى کولے ـ دا يوه اهمه مسله ده چې هوارول ئې ضرورى دي ـ مونږ به دا (د افغان کډوالو معامله) د کابينې په غونډه کښې اوچتوو چې دا شان د کډوالو افغانستان ته د زر تر زره واپسۍ د پاره منصوبه جوړه کړے شى ـ،،

خو سرورجان واپس تګ ته تيار نۀ دے ـ هغه خپل هيواد کښې د امن و امان د صورتحال په اړه پريشان دے ـ هغۀ ووئيل:،، زۀ په افغانستان کښې خپلو خپلوانو سره رابطه کښې يم ـ هغوي تل د امن و امان د خراب صورتحال ګيله کوى ـ،،

سرورجان وائى چې د هغۀ د ږيرې له امله ستونزې راولاړې شوي دي ځکه چې له دې امله هغه د طالبانو په څير ښکارى خو د هغۀ طالبانو يا کوم هم عسکريت خوښې ډلې سره کله هم څۀ اړيکې نۀ دي پاتې شوې ـ

په ١٦ دسمبر د پيښور د رامنځته شوې حملې نه څو ورځې پس د پاکستان داخله وزير چوهدرى نثارعلى خان خبرى کانفرنس ته د وينا کولو په مهال وئيلي وو چې پاکستان کښې ترهه ګرو د افغان کډوالو شکل خپل کړے دے ـ هغۀ زياته کړه:،، د پاکستان خپلواکى زمونږ پاملرنه ده، د غيررجسټرډ کډوالو په ضد به کارروائى کولے شى ـ،،

سرفراز بګټى ووئيل چې د تيرو ١٢ کالو راسې خواؤشان دوه لکه افغانان د دارالحکومت اسلام اباد په نزدې کچه اباديو کښې ميشتۀ دي او هغوي رجسټرډ شوي دي ـ هغۀ ووئيل:،، صوبو ته دا هدايات شوي دي چې هغوي څۀ ګامونه واخلي لکه چې د افغان کډوالو تلاشى وکړي او دا تسلى وکړي چې هغوي رجسټرډ دي يا نه ـ،،

هغۀ ووئيل چې کډوالو ته کيمپونو پورې محدود اوسيدل پکار دي لکه څنګه چې د نړيوالې ورورولۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره يو اين هائى کميشن د کډوالو د پاره (يو اين ايچ سى آر) مرسته نۀ کوى چې دا شان هغوي کډوالو ته مرسته ورکړے شى د کوم له امله چې هغوي د ملازمتونو په لټون پسې ټول هيواد کښې خوارۀ شوي دي ـ

سرفراز بګټى ووئيل:،، يوازې د اسلام اباد څخه پينځۀ سره غيررجسټرډ افغان کډوال حراست کښې اخستے شوي دي ـ،،

د افغانستان فاريات ضلعې سره تعلق لرونکى ٧٥ کلن ولى محمد نيوزلينز سره د خبرو په وخت ووئيل چې امنيتى ځواکونو د لټون عملياتو په مهال د هغۀ ١٨ کلن زوئے لال محمد نيولے دے ـ ولى محمد د کوئټې د شالکوټ پوليس تاڼې نه بهر ولاړ ؤ او انتظار ئې کولو چرته چې د هغۀ زوئے په حوالات کښې ساتلے شوے دے، هغۀ ووئيل:،، کله چې هغۀ امنيتى ځواکونو ته د کور دروازه پرانسته نو هغوي هغه ځان سره بوتلو ـ زما زوئ سره د افغان کډوالو د پاره لازمى ګرځولے شوے رجسټريشن کارد نشته ـ،،

ولى محمد ووئيل :،، زما زوئے لال محمد سبزى منډۍ او فروټ منډۍ کښې مزدورى کوى ـ هغه د هيپټائټس بى رنځور دے او د تيرو ٢٢ ګنټو راسې د پوليس په ولقه کښې دے ـ هغۀ سره د ليدلو کتلو پورې اجازه ورنۀ کړے شوه ـ ،،

د لټون عمليات کوونکى پوليس يوې سرچينې د نوم نۀ ښودلو په شرط نيوزلينز ته ووئيل چې د کوئټې د زهرى ټاؤن او باؤيچ ټاؤن د سيمو نه خواؤشا اووۀ سوه افغانان ولقه کښې اخستے شوي دي ـ دا کارروائى نيم فوځى ادارې فرنټئيرکور، د ترهه ګرۍ د مخنيوى ځواک(اے ټى سى ) او پوليسو په ګډه توګه وکړه ـ

د پوليسو سرچينې ووئيل:،، ګڼ شمير افغان کډوال د دې تصديق نه وروستو خوشى کړے شوي دي چې هغوي رجسټرډ دي ـ،،

د تيرو دريو لسيزو څخه د زياتې مودې راسې پاکستان د خواؤشا ٤٠ لکو افغان کډوالو کوربه توب کړے دےـ دا وخت پاکستان کښې د ميشتۀ افغان کډوالو شمير خواؤشا ١٥ لکه دے او د ٢٠٠٢ء نه پس ٣٨ لکه افغان کډوال د يو اين ايچ سى آر په خپله خوښه د واپسۍ د پروګرام لاندې افغانستان ته واپس تلي دي، دا په نړۍ کښې د کډوالو د بحالۍ تر ټولو لويه منصوبه ده ـ

يو اين ايچ سى آر سره اړوند قيصرخان افريدى نيوز لينز پاکستان سره په خبرو کښې ووئيل:،، قريباَ ٣٧ سلنه رجسټرډ افغان کډوال مخصوصو کليو او ٦٣ سلنه نورو سيمو کښې ميشتۀ دي ـ افغانستان کښې د بدلون د عمل(د اولسمشرۍ ټاکنې او د نړيوالو فوځى ځواکونو واپسى)او د وسله والو جګړو او بشرى حقونو د خلاف ورزيو له امله د هيواد دننه په پوخ ډول د کډوالۍ په وجه ٢٠١٤ء کښې وطن ته د واپس تلونکو کډوالو شمير کم شو ـ،،

هغۀ ووئيل چې د ځاندرې د نشتوالى له امله افغانستان کښې د کډوالو د بحالۍ په حقله ستونزې رامنځته کيږي او دا يو حقيقت دے چې افغانستان کښې دا وخت ميشتۀ ؤ څلورو کښې يو افغان له دې وړاندې بې کوره پاتې شوے دے او هغۀ ته بيا د سره د بحالۍ اړيتا ده ـ

د عوامى نيشنل ګوند پخوانۍ نائب صدرې او پخوانۍ قانون سازې بشرى ګوهر ووئيل:،، حکومت پيښور کښې د کيدونکې عامې وژنې د ذمه وارۍ په نورو ورتپلو سره خپل ځان د ذمه وارۍ نه خلاصوى او د انټيلى جنس او امنيت په بابله د کيدونکې سنجيده بڼې د ناکامۍ نه د پام لرې کولو هڅه کوى ـ،،

هغې ووئيل چې د طالبانو او د هغوي د پلويانو په ضد پاليسۍ کښې ډاګيزه او عملى بدلون سره کارروائى کيدل پکار وو، حکومت په عمومى توګه دا د پښتنو او په خاص توګه د افغان کډوالو تنګولو د موقعې په اساس کارولې ده کوم چې د مخکښې نه د رياست د غلطو پاليسو د او دطالبانو د کارروائيو له امله ستونزو سره مخ دي ـ

د يو اين ايچ سى آر وياند آريان رمرى نيوز لينز سره د خبرو اترو په وخت ووئيل :،، د کال ٢٠١٢ء د اخر پورې د افغانستان خواؤشا ٢٦ لکه کډوال د نړۍ ٨٢ هيوادونو کښې موجود وو کومو کښې چې ٩٥ سلنه پاکستان او ايران کښې پناه اخستې وه، د دې سيمو نه وروستو تر ټولو زيات کډوالو جرمنى ته مخه وکړه چرته چې د هغوي شميره د يوې اندازې ترمخه ٣١ زره اووۀ سوه ده ـ،،

هغۀ ووئيل:،، له دې ځان خبرول اهمه خبره ده چې ډير کډوال افغانستان ته واپس تلي دي ـ د تيرو ١٢ کالو په دوران خواؤشا ٥٨ لکه افغانان خپلو کورونو ته ستانۀ شول او يو اين ايچ سى آر په دې حقله د ٤٧ لکه کډوالو مرسته وکړه ـ دا په نړۍ کښې د کډوالو د بحالۍ تر ټولو لويه منصوبه ده او واپس تلونکي کډوال د افغانستان خواؤشا د څلورمې برخې ابادۍ نمائندګى کوي ـ ،،

هغۀ ووئيل چې د کډوالو افغانستان ته واپسۍ تعلق نيغ په نيغه سماجى او معاشى موقعو پورې رسد او اهمو شعبو لکه صحت، تعليم، روزنه ، د ګټې وسيلو ، د زمکو ويش، د اوبو او صفائۍ انتظاماتو ښۀ کيدو سره دے ـ هغۀ ووئيل:،، په لنډه توګه دا چې د ورپيښو چيلنجونو د سختيدو او کړمو له کړکيچونو له امله د پرمختګ د منصوبو د پاره اوږد مهال حمايت او د اوږدې مودې تړون ته اړتيا ده کوم چې د بحالۍ د اساسى چيلجونو هواريدو کښې لاس مرسته وکړے شى ـ،،

پاکستان سره تعلق لرونکې د سماجياتو ماهرې او د کتاب ،، Militaty Inc،، ليکوونکې عائشه صديقه نيوزلينز سره خبرو کښې ووئيل چې افغان کډوالو د پاکستان او افغانستان ترمنځه د تاريخى اړيکو له امله دې خاورې ته مخه وکړه ـ

هغې ووئيل:،، د اوږدې پولې او اړخونو د پښتنو د اړيکو په وجه خلق د غوره موقعو لټون او په خاص ډول د جګړو او شخړو په ورځو کښې کډې کوي ـ،،

عائشه صديقه ووئيل چې کيمپونو کښې ميشتۀ کډوال وطن ته د واپسۍ په حقله يوه دوه کښې حيرانيدے شي ځکه چې افغانستان کښې روان جنګ تراوسه ختم شوے نۀ دے ـ،، هغې ووئيل:،، د امريکائى ځواکونو د وتلو له امله د خانه جنګۍ ويره پيدا شوې ده چې د خلقو د واپسۍ په لاره کښې خنډ شوې ده ـ هغوي(د امن و امان د حالاتو په حواله) باورى نۀ دي ـ،،

عائشه صديقه ووئيل:،، زۀ د افغان طالبانو (افغان کډوالو سره) د اړيکو په اړه باور نۀ لرم خو په يقينى ډول ځيني عناصر شته چې هغوي سره تماسونه نيسي ـ دا هير نۀ کړئي چې طالبان د پښتون قبائلى نظام برخه ده ـ خو زما خيال نۀ دے چې د پاکستان سيکورټى اسټيبلشمنټ د( افغان)کډوالو په حقله کومه باضابطه پاليسى لرى ،حکومت به دا غواړى چې خلق واپس لاړ شى خو هغه به د خلقو د واپسۍ د مجبورولو پاليسى کله هم خپله نۀ کړى ـ،،

هغې ووئيل چې افغانستان تر ډيره حده په بهرنۍ مرسته اډاڼه لرى ـ هغې زياته کړه :،، بهرنۍ مرسته کښې کمى سره به ستونزې راولاړيږي او تر دې چې تشدد به ورسره زور مومى ـ دا مهال به دې ته کتل وى چې افغانستان کښې بدليدونکي حالات ترکومه حده د جمهوريت په پياړتيا کښې مرستيال يا د دې په لاره کښې خنډان جوړيږي ـ ،،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here