د انسانى اندامونو هديره

0
5180

کراچۍ (امر ګرړو) د کراچۍ د تاريخى عيسى نګرى قبرستان، چې وړاندې له دې به ورته د برطانوى راج په دور کښې کنټرى کلب قبرستان وئيلے شو، يوه لويه برخه د انسانى اندامونو دفن کولو د پاره ځانګړې کړے شوې ده چې د ښار هسپتالونو کښې داخل رنځورانو ته د لګيدلى کوم رنځ څخه متاثره کيدو سره ضايع کيږي ـ د هديرې په دې برخو کښې چرته چې انسانى اندامونه (پښې، ګوتې، پتونان، مټې او نور) ښخولے شي هلته څۀ کتبه، نخښه يا قبر نشته، دا يو هوار ميدان دے ـ

ايدهى فاؤنډيشن سره اړوند انور کاظمى خپل دفتر کښې نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” يوازې عيسى نګرى هديره نه بلکې داسې بې شميره هديرې دي چرته چې انسانى اندامونه دفنولے شي ـ ايدهى فاؤنډيشن ته هره ورځ د سرکارى او نجى هسپتالونو نه د اپريشن په دوران د پرې کړے کيدونکو انفيکشن ځپلو اندامونو بيلابيلو هديرو کښې د ښخولو د پاره فونونه راځي ـ”

هغۀ زياته کړه :” دا اندامونه د مسلمان رنځورانو وي د کومو په خيال چې هغه د سوزولو په ځائے بايد دفن کړے شي ـ ” د سرجرى په دوران د انسانى بدن څخه پرې کړے شوي اندامونه په تکنيکى توګه سوزول پکار دي ـ انور کاظمى نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې زياته کړه :” د مسلمان رنځورانو دا خيال دے چې دا انسانى اندامونو ډيرى کولو يوه هندوى طريقه ده د کوم له کبله چې هغوئ د دې اندامونو سوزولو په ځائے د دفنولو ضد کوي ـ”

د سندهـ د جامشوره ضلعې د کوټرى کلى د اوسيدونکى سلطان احمد لاس د ونې نه د راغورځيدو په وجه پرې شو ـ هغه هم خپل کلى کښې يو ځائى عطائى له لاړو چا چې د هغۀ لاس کلک وتړلو چې له امله ئې دې ته انفيکشن وشو ـ کله چې هغه د کراچۍ سول هسپتال ته ورسيدو نو ډاکټرانو ورته د مټ پرې کولو د پاره وينا وکړه ـ د اپريشن نه وروستو د هغۀ ورور سبحان احمد د هغۀ د مټ ښخولو په غرض يوه ځائى هديره کښې ايدهى رضا کارو له يوړو خو هغۀ ته دې لړ کښې هيڅ ياد نۀ دي چې هغه هديره کومه وه ـ

سبحان احمد نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” ما واؤريدل چې هسپتال به د مټ پرې کيدو نه پس هغه وسوزوى ځکه نو ما ئې د ښخولو بندوبست وکړو ـ”

د رنځورانو د خپلوانو لخوا په دې حقله د زياتيدونکې غوښتنې له کبله د کراچۍ زياتره هسپتالونو د داسې اندامونو ښخولو د پاره ځائى هديرو کښې انتظامات کړي دي ـ آغا خان هسپتال کراچۍ د يوې ځائى هديرې څۀ برخه د دې مقصد د پاره ترلاسه کړې ده چرته چې هره ورځ د هسپتال عمله انسانى اندامونه راؤړي او هغه د هديرې د انتظاميې په مرسته “د اندامونو قبرستان” کښې دفنوي ـ

د آغا خان يونيورسټى هسپتال مينجمنټ ډائريکټر حاکم على خان نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” د رنځورانو اکثريت آغا خان هسپتال کښې د عملياتو په دوران د انسانى بدن څخه د بيل کړے شوو اندامونو ښخولو غوښتنه کوي د کوم له کبله چې مونږ يوه ځائى هديره کښې د زمکې ټوټه ترلاسه کړې ده چرته چې دا اندامونه د هره ورځ په بنياد د ښخولو د پاره راوړلے شي ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here