د باړې آئى ډى پيز د واپسۍ په حقله د حيرانۍ ښکار

0
3410

باړه ، خيبرايجنسى ( اشرف الدين ) کله چې د جان ګل نه دا پوښتنه وکړے شوه چې هغه خپل کور ته ولې واپس نۀ ځى نو د هغۀ ځواب ساده او ډاګيز ؤ ـ

د خيبرايجنسۍ باړې تحصيل سره اړوند ٥٦ کلن آئى ډى پى ووئيل :” دلته ژوندے پاتې کيدل باړه کښې د مرګ خلې ته له ورتللو غوره دے ـ” هغۀ زياته کړه :” د تيرو ١٠ کالو په مهال ايجنسۍ کښې عسکريت خوښۍ سره اړونده پيښو کښې خواؤشا څلور زره قبائلى وژلے شوي دي ـ”

هر څو کۀ پاکستانى فوځ او حکومت د مارچ په منځ و مانه کښې د آئى ډى پيز د واپسۍ منصوبې ته حتمى شکل وکړے ؤ خو د تيرې يوې لسيزې راسې جلوزئى کيمپ کښې ميشتۀ آئى ډى پيز د واپسۍ په اړه د حيرانۍ ښکار دي ـ

کيمپ کښې د آئى ډى پيز ژوند د ستونزو ښکار دے ولې هغوي د مناسب استوګنې، صحت، خوراک ،سکيورټى او ماشومانو د پاره د تعليم د اسانيو له ورکړے پرته واپس تلل نۀ غواړي چې چرته هغوي ته د هغوي په سيمه کښې ترلاسه ؤ ـ د پيښور په خواؤشا کښې قائم جلوزئى کيمپ کښې ميشتۀ د خيبرايجنسۍ باړې تحصيل سره د اړوند آئى ډى پيز لوے شمير د تحفظ د نشتوالى او ړنګې شوې ځاندرې له امله واپس تګ ته چمتو نۀ دي ـ

د اکاخيل اوسيدونکى او جلوزئى کيمپ کښې د معززينو د کونسل غړى جان ګل افريدى ووئيل چې د باړې په زياتره سيمو کښې امن راغلے دے او نۀ پکښې د خلقو د اسانيو د ورکړے د پاره څۀ ګامونه اخستے شوي دي ـ هغۀ پوښتنه وکړه :” مونږ څنګه واپس تلے شو کله چې ټوله ځاندره دا مهال د ړنګيدو ښکار ده ـ عسکريت خوښۍ ځپلې کلى کښې سکول ، د صحت مرکزونه او اهمې لارې بيا د نوى سره جوړې کړے شوې دي او نۀ هم د هغې مرمت شوے دے ـ “

هغۀ ووئيل چې آئى ډى پيز به هغه وخت واپس ځي کله چې باړه کښې امن و امان قائم شى ـ

ګل جان افريدى ووئيل چې سيمه کښې د فعال عسکريت خوښو ډلو څخه د ځان خوندى کولو د پاره د باړې اوسيدونکي سکيورټى ګارډ نۀ شى ساتلے ـ هغۀ ووئيل چې آئى ډى پيز دا خواهش لري چې امنيتى ځواکونه دې د دغسې ډلو په ضد سخته کارروائى وکړى ـ

د خيبرپښتونخوا ګورنر سردار مهتاب احمد خان د اوسنيو ورځو په مهال باړې سره د اړونده آئى ډى پيز د واپسۍ د حکومتى منصوبې په اړه څو څو وارې يادونه کړې ده ـ

٣٤ کلن عادل ميران ووئيل :” مونږ څۀ رنګ واپس تلے شو چې د خلقو د اکثريت کورونه تباه شوي دي ؟ زمونږ کورونه يا خو عسکريت خوښو تباه کړي دي يا هغه د فوځ لخوا په ترسره شوې فضائى بمبارۍ او شيلنګ ړنګ شوي دي ـ”

عادل ميران هم اکاخيل سره تعلق لرىو هغه وائى چې آئى ډى پيز په پوخ ډول د ويرې فضا کښې پراتۀ دي ـ

هغۀ ووئيل چې امنيتى ځواکونه د هغوي په سيمه کښې دا مهال کارروائۍ کوي او حکومتى دفترونه بند پراتۀ دي ـ هغۀ ووئيل چې سيمه کښې څو ځله نافذيدونکې کرفيو او بې شميره چيک پوستو باندې د آئى ډى پيز تلاشى د هغوي د باړې واپسۍ په لاره کښې خنډ دے ـ

عادل ميران ووئيل :” امنيتى ځواکونو ته دا هدايات جارى کړے شوي دي چې هغوي دې هر کوم شکمن تن د ليدلو سره په ګولۍ اولى ، د عسکريت خوښو او يو امنناکه وګړى ترمنځه د توپير پرواه نۀ شى ساتلے ـ هم د دې ترڅنګ د کرفيو نافذولو نه وړاندې خبردارے نۀ شى ورکولے ـ”

جلوزئى کيمپ کښې ميشتۀ على اکبر اکاخيل وائى چې واکمنو ته د کورونو او د وګړو د ودانيو د مرمت او د هغې بيا د نوى سره جوړولو د پاره “په لويه پيمانه سرمايې او ظاهره ده چې وخت” پکار دے ـ هغۀ ووئيل چې هغوي به باړې ته د واپس تللو په پريکړه کښې د يوې لحظې ايسارتيا هم نۀ کوى ترهغه وخته چې د واپسۍ د پاره حالات سم شوي نۀ وي ـ

سياسى کارمند بازار ګل افريدى ووئيل چې دا دعوه حقيقت سره بيخى نزدې نۀ ده چې باړه له سماج دښمنه عناصرو پاکه کړے شوې ده ـ

هغۀ ووئيل :” د ړنګ شوو کورونو، د صحت او تعليم د اسانيو د نشتوالى، د بريښنا د له منځه تللو، او د اوبو د کمى ترڅنګ د کاروبارى موقعو دد نۀ شتون او بې روزګارۍ له امله آئى ډى پيز واپس تلل نۀ غواړى ـ”

هغۀ پوښتنه وکړه چې حکومت اخر ولې د باړې د آئى ډى پيز د واپسۍ د پاره تندى کوى چې سياسى انتظاميې دا مهال دغو سيمو کښې خپله عملدارى او نۀ هم دفترونه قائم کړي دي ؟

 د باړې د شالوبار قبيلې اړوند رحمان شاه د حکومت له لورى باړه کښې د امن و امان راوستلو په باور د اعتماد څرګندونه وکړه خو هغۀ ووئيل چې د واپسۍ د پاره حالات سم نۀ دي ـ

د خپلې کورنۍ شپږو غړو سره خيمه کښې استوګن رحمان شاه ووئيل چې د باړې په بيلابيلو سيمو کښې امنيتى ځواکونه دا مهال د لټون عمليات کوي ـ

هغۀ ووئيل چې هغوي څۀ رنګ واپس تلے شي چې د منګل باغ تنظيم لشکر اسلامى يو ځل بيا د باړې د واپسۍ جراء ت کوونکو آئى ډى پيز ته خبردارے ورکړے دے ـ

هغۀ ووئيل :” خيمو کښې په اوسيدو د موسمونو سختى زغمل اسانه نۀ ده ـ مونږ خپلو کورونو ته واپس تګ غواړو ولې د عسکريت خوښو ډلو له لورى د دړکو او په پوخ ډول د روانو فوځى عملياتو له امله داسې ممکن نۀ ده ـ “

هغۀ دعوه وکړه چې د باړې يوه لويه برخه د تيراه وادۍ له ځينو سيمو پرته د برياليو فوځى عملياتو نه پس عسکريت خوښو څخه خالى کړے شوې ده ـ

د شالو بار قبيلې اړوند يو آئى ډى پى د نوم نۀ ښکاره کولو په شرط ووئيل چې باړه کښې د امنيتى حالاتو د عسکريت خوښو د ازاد تګ راتګ له امله ويرې او انديښنو ساه اخستې ده ـ هغوي (عسکريت خوښي) ځائى خلق ويروي او د هغوي ايجنټ جلوزئى کيمپ کښې ميشتۀ آئى ډى پيز ته دړکې ورکوي ـ

باړې سره تعلق لرونکى يو ٦٠ کلن آئى ډى پى حاجى نور محمد ووئيل :” د ورځې په هره کومه څلورمه برخه کښې د عسکريت خوښو له ويرې اوترهې څخه پرته پټو ته مخه کول، د سخت محنت کولو نه وروستو ماسپښين مهال د ګور سيورى د ونې لاندې ډډه وهل او بيا له جوماته د راوچتيدونکى بانګ په غږ راپاسيدل اوس يوازې د يادونو په پاڼو خوندي دي کوم چې زما د پاره انتهائى اهم دي ـ “

هغۀ ووئيل چې تر ټول اهم دا دي چې حکومت د آئى ډى پيز پنګو ته د رسيدلي زيان د ازالې د پاره هغوي سره مرسته وکړي ـ

حاجى نورمحمد ووئيل :” حکومت او مرستندويه ادارو ته د سياسى انتظاميې د اجازې او د قبائلى مشرانو د سفارشونو په رڼا کښې د خلقو ذاتى پنګو ته د رسيدلى زيان ازاله کول پکار دي ـ “

هغۀ زياته کړه چې ذاتى پنګو ته رسيدلى د نيمې نه د زياتو زيانونو خبرونه په ميډيا رانۀ غلل ځکه چې خلق تر ډيره حده له دې طريقه کاره خبر نۀ وو چې څۀ رنګ مالى مرسته ترلاسه کولے شى ـ

نورمحمد ووئيل چې د خلقو د پاره دا ناممکنه ده چې هغوي باړه کښې خپلو کليو او قصبو کښې د وګړو له اساسى اسانيو پرته بيا ميشتۀ شي ـ

٥٦ کلنې سلمى بى بى جلوزئى کيمپ کښې د مناسب تعليمى اسانيو له نۀ ورکړې ګيله وکړه ـ هغې ووئيل چې هغه خپلې خيمې سره هم نزدې قائم د خيمې يو سکول ته ماشومان ليږى ولې استاذان غيرحاضر وي ـ

سلما بى بى ووئيل :” د تعليم څۀ مناسب انتظام نشته ، ماشومان اوس خوارى مزدورى کوي يا د خپلو کورنيو د پاره له نزدې ځنګلونو د سوزولو د پاره خشاک راوړي ـ”

هغې ووئيل چې خلق کيمپ کښې ډيرو زياتو ستونزو سره مخ دي ولې هغوي اوس هم واپس تللو ته چمتو نۀ دي تر هغه وخته چې هغوي دا باور نۀ وى لرلے چې د هغوي سيمو ته اساسى اسانۍ او سکيورټى ورکړے شوي دي او د حکومت له لورى آئى ډى پيز د پاره اعلان شوے مرستندويه پيکيج نۀ ترلاسه کيږي ـ

د خيبرايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ سيد شهاب على شاه ايجنسۍ کښې د آئى ډى پيز د بحالۍ د منصوبو نګرانى کوى ، هغۀ نيوزلينز سره د خبرو اترو په وخت ووئيل چې واکمنو نۀ يوازې خپل چمتووالے سر ته رسولے دے بلکې د آئى ډى پيز د باړې واپسۍ د پاره ئې ضرورى ګامونه هم پورته کړي دي ـ

هغۀ ووئيل چې باړه کښې د آئى ډى پيز د واپسۍ نه وړاندې به د امنيت ذمه وارى خيبرليويز ته سپارلے شى ـ هغۀ ووئيل چې سياسى انتظاميې د باړې د ډيرو سيمو کنټرول سنبال کړے دے او د جلوزئى کيمپ نه د آئى ډى پيز د واپس ليږلو څخه مخکښې د بحالۍ هلې ځلې پيل کړے شوې دي ـ

سيد شهاب على شاه ووئيل چې سياسى انتظاميه د خيبرپښتونخوا د واکمنو له لورى راتلونکو ورځو کښې د آئى ډى پيز د واپسۍ د پاره د طمع لرونکى رسمى اعلان انتظار کوى ، خو ولې هغۀ د آئى ډى پيز د واپسۍ په حقله د کوم ځانګړى تاريخ په اړه څۀ ونۀ وئيل او يوازې دا اشاره ئې ورکړه چې د مارچ په منځ و مانه کښې به د آئى ډى پيز د بحالۍ عمل پيل شى ـ

پوليټيکل ايجنټ ووئيل چې خيبر ليويز ځواک به په جديد ترينو وسلو سنبال وى او ورته به د پوليس او نورو امنيتى ځواکونو په څير ټول مراعات ورکولے شي ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here