د بدنامۍ ويره، د ايډز ناروغه د علاج کولو نه ډډه کوى

0
2106

: Photo By News Lens Pakistan / Salman Khan

پيښور ( سلمان خان ) رڼا ته چې کله دا معلومه شوه چې هغې ته ايج آئى وى ايډز لګيدلے دے نو د هغې په ذهن کښې وړومبے خيال راغلے وۀ :” کله چې زۀ مړه شم نو خلق به ما څنګه يادوي ؟ “

د مرګ په درشل ولاړه رڼا په دې پوهيږى چې هغه د دې مرګونى رنځ ايچ آئى وى ايډز په مقابله کښې بې وسه ده ـ ولې هغه په خپل عزت هيڅ داغ راوستل نۀ غواړى ـ او د عزت په زنځيرونو کښې تړلې شوې يوه پښتنه ميرمن، چې د يوې داسې ټولنې غړې ده په کومه چې هر وخت غيرت په مخه اخستے وى، په دې پوهه ده چې هغې ته د مرګ نه وړاندې په خپل عزت لګيدلے دا داغ ختمول دي ـ

رڼا نيوز لينز سره په خبرو اترو کښې ووئيل :” زۀ د غم او خفګان نه مړه کيدے شوم خو مرګ د هې څۀ حل نۀ وۀ ـ” د هغې مخ په نقاب کښې پټ وۀ ، د هغې سترګې او هم زيړ تندے په نظر راتلو ـ هغې ووئيل :” زۀ په دې پوهيدل غواړم چې ما ته دا ناروغى څنګه ولګيده او هم دې سره سره ايډز سره تړلے د بدنانۍ داغ هم ختمول دي ـ “

د وادۀ نه يوه مياشت وروستو د رڼا، دا د هغې اصل نوم نۀ دے، ايچ آئى وى ټيسټ مثبت راغے ـ دا خبر د هغې د پاره د مرګ د اعلان نامې په شان وۀ ـ هغې په دې اړه هيڅ معلومولے نۀ شوه چې هغه څنګه ، کله او چرته دې وائرس وځپله ولې هغه ايچ آئى وى سره د تړلې بدنامۍ د داغ او دا چې دا ناروغى د غير فطرى جنسى تعلقاتو له کبله خوريږى، په حقله ښۀ خبر وه ـ هغې ته دا معلومه وه چې د بدنامۍ داغ به هغه هم د وائرس نه وړاندې مړه کړى ـ

د ايچ آئى وى ايډز پروګرام خيبرپښتونخوا د ډپټى ډائريکټر ډاکټر عطاء الله وينا وه :” خيبرپښتونخوا کښې د ايچ آئى وى انفيکشن بنيادى وجه په نشو د اخته ؤ کسانو هم د يو سرنج استعمالول دي ـ ” هغۀ زياته کړه چې پاکستان کښې د خلقو اکثريت ته دا معلومه ده چې ايډز يوازې د غير فطرى جنسى تعلقاتو له کبله خوريږى ـ

هغۀ ووئيل:” د ايچ آئى وى انفيکشن ځپلى تن له خوا استعمال شوى سرنج باندې کۀ د هغۀ دوست هم اډاڼه لرى نو د دې مطلب دا دے چې په هغۀ هم د ايډز وائس چپاؤ کولے شى ـ ”

ډاکټر عطاء الله ووئيل چې ٣٠ سلنه رجسټرډ ناروغان هم يو سرنج باندې د نشو د استعمال له کبله وځپلے شول ـ خواؤشا ٢.٧ سلنه نارينه او ايجړاګانو سره د جنسى تعلقاتو له کبله د دې ناروغۍ ښکار شول ـ

ويريدلې او يوازې رڼا د ډپريشن ښکار شوې ده ـ هغه نۀ پوهيږى چې هغه د معمول د ژوند لورى ته څنګه واپس راشى ـ آيا هغه يو داسې سماج کښې د مرستې ترلاسه کولو هيله لرلے شى چې هغې سره د همدردۍ ښکاره کولو په ځائے به هغې اخلاقياتو باندې پوښتنې را اوچتې کړي، مايوسه شوې رڼا هم څۀ داسې سوچ کوى ځکه چې هغه له هغو پټو نتيجو څخه خبر ده چې خلقو ته د هغې د ناروغۍ په حقله معلومات کيدو سره به مخې ته راځي ـ

رڼا نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل :” ( ايچ آئى وى ځپلے ) رنځوران د صحت مرکز ته د تللو په ځائے ناروغۍ نه مړينې ته ترجيح ورکوي ځکه چې هغوئ د سماجى بدنامۍ نه په ويره کښې وي ـ ” دا د هغې ميډيا سره وړومبۍ مرکه وه ـ هغې ووئيل :” هغه د ټولنې نه ځانله يوازې ژوند تيروى، هغې سره تعلق ختمولے شى او د هغې کورنۍ د خپلولو نه مخ اړوى ـ”

د صحت د صوبائى محکمې له لخوا د موجودې شمير شميرې نه دا بريښى چې خيبرپښتونخوا کښې د ايچ آئى وى ايډز د ناروغانو ټول شمير ١٦ زره دے چې پکښې هم يوازې ١٨١٦ د علاج معالجې مرسته ترلاسه کړه د کومې نه چې دا هم په ډاګه کيږى چې د ايچ آئى وى ځپلو ٩٠ سلنه ناروغانو تر اوسه طبى معائنه ؤنۀ کړه ـ

د ايچ آئى وى ايډز په ١٨١٦ ناروغانو کښې پينځه فى صده ماشومان، ٢٥ سلنه ميرمنې او ٧٠ سلنه نارينه شامل دي ـ پيښور کښې حيات آباد ميډيکل کمپليکس کښې ايچ آئى وى ايډز کيئر سنټرز کښې ٢٩٨ رجسټرډ ناروغان علاج کوي ، بنو کښې ١٣٨، نوښار کښې ١١٩، کوز دير کښې ٩١، چارسده کښې ٩٣، سوات کښې ٦٩، صوابۍ کښې ٥٧، بره دير کښې ٥٩، هنګو کښې ٤٧، لکى مروت کښې ٤٤، مردان کښې ٥٦، کرم ايجنسۍ کښې ٧١ او خيبر ايجنسۍ کښې ٥١ ناروغان رجسټرډ دي ـ

رڼا ته معلومه ده چې د هغې نه څۀ اخلاقى بد عمل نۀ دے شوے او نۀ هم د هغې چرته د وادۀ نه پرته تعلق پاتې شوے دے د کوم په سؤب چې هغه خبر ده چې د هغې د دې رنځورتيا تعلق غير فطرى جنسى تعلقاتوو سره نۀ شى کيدے ـ آيا د هغې په بدن کښې د دې ناروغۍ وائرس د هغې د خاوند نه منتقل شول چې بهر هيواد کښې کار کوى ؟ کۀ داسې نۀ وى نو ؟ رڼا په مستقله توګه د دې ستونزې ښکار ده چې کۀ هغې خپله سپيځلتيا ثابت نۀ کړے شوه يا د رنځورتيا لامل هغه نۀ دے کوم چې ټولنه هغې سره تړى نو هغه به د هغې د مرګ نه وروستو څنګه ياد ساتلے شى ـ

رڼا وائى چې هغې ته ګرانه دا ده چې کۀ هغه دا نۀ څرګندوى چې د هغې څۀ رنځ دے نو څۀ رنګ دا هيله لرلے شى چې د دې وجه څۀ وه ؟ دا وخت هغه د ژوند کولو سوچ هم داسې کولے شى ؟ هغه به دې لړ کښې کوم چا ته خو خبره په ګوته کوى ـ هغې ووئيل :” ما ته د دې ويرې مقابله کول دي او په دې قابو موندل زده کول دي ـ”

رڼا هغې يوازينى تن سره رابطه وکړه په چا چې هغه د خپلې رنځورتيا په اړه د خبرتيا ورکولو په حواله باور کولے شى او هغه د هغې مور ده ـ کله چې هغې په دې حقله هغه خبر کړه نو هغه د نيمزالى عمر ميرمن حق حيرانه شوه ـ

رڼا د خپلې رنځورتيا په حقله د خپلې مور د ردعمل په اړه خبرو کولو کښې ووئيل :” هغې يوازې د سماجى بدنامۍ په اړه وينا وکړه چې ما د وادۀ نه وړاندې په خپل ناوادۀ کړى پن سودا بازى وکړه ـ هغې يوازې په پټو معاملو خبره وکړه او دا چې زما خاوند به دې لړ کښې څۀ سوچ کوى ـ د هغې رد عمل د کوم يو داسې تن په شان روايتى وۀ چا ته چې دا ووئيلے شى چې ما خپل او د کورنۍ نوم خاورو سره خاورې کړے دے ـ”

٢٠١١ء کښې د نيشنل ايډز کنټرول پروګرام له خوا شوې سروے کښې دا انکشاف وشو چې د ايچ ائى وى مثبت ٣٠ سلنه ناروغان د نشو عمليان دي ـ دې کښې وئيلي شوي دي چې خيبرپښتونخوا کښې د جنسى تړون له کبله دې انفيکشن څخه د متاثره شوو کسانو شرح صفر ده ـ

د ډاکټر عطاء الله ترمخه خليجى هيوادونو کښې کار کوونکو پاکستانيانو د بهر هيواد څخه دا نفيکشن پاکستان ته ځان سره راوړے دے چې په ناخبره ښځو او بچو کښې دا خوروي ـ

هغۀ ووئيل :” د خليجى هيوادونو نه د ډى پورټ کيدونکو ايچ آئى وى ځپلو رنځورانو نه علاوه اوږدۀ مزلونه کوونکو ټرک ډرائيورانو، کشتۍ چلوونکو، سيکس ورکرز زنانه، سيکس ورکرز ايجړاګانو، هم جنس پرست، د نشو عملى کسانو، قيديانو، د ځپلو مور پلار په کور کښې زيږيدونکو ماشومانو، بې کوره ماشومانو او غير محفوظ طپى عمل ځپلو کښې د دې وائرس د متاثره کيدو انديښنه زياته ده ـ “

ډاکټر عطاء الله نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل چې ګلوبل فنډ ټو فائټ ايډز او نيشنل ايډز کنټرول پرواګرم د دې خطرناکې ناروغۍ په حقله د خبرتيا پيدا کولو د پاره کار کوي ـ

هغه د کورنۍ څخه ځانله شوې ده او دې ناروغۍ سره د تړلې سماجى بدنامۍ نه په ويره کښې ده د کوم په سؤب چې هغې د چپ پاتې کيدو پريکړه کړې ده ـ يو کال شوے دے او د هغې خاوند د بهر هيواد نه واپس راغلے دے ـ

رڼا ووئيل :” ما هغۀ ته دا راز ښکاره کړو او دا زور مې پرې راوړو چې هغې دې د خپل تحفظ د پاره بل چا سره وادۀ وکړى ولې هغۀ انکار وکړو ـ هغه د طبى معائنې د پاره لاړو او د هغۀ نتيجه منفى راغله ـ”

رڼا او د هغې خاوند د علاج په دوران د هغې دا ناروغى پټه ساتل غواړى خو پيښور کښې دا ممکن کيدے نۀ شى چرته چې هغوئ ويرې اخستې دي چې د هغوئ خپل خپلوان به دې لړ کښې خبر شي ـ

دا وخت د رڼا معالج ډاکټر ياسين د هغې د مرستې د پاره وړاندې شو ـ هغۀ هغې ته باور ورکړو چې د هغې د علاج په حقله به څوک چڼ قدرے وانۀ ورى ـ

رڼا ووئيل:” ما ډاکټر ته ووئيل چې کۀ څوک دې معلومولو د پاره راغے چې زۀ ايچ آئى وى ځپلې يمه نو به ځان ووژنم ـ”

د نيشنل ايډز کنټرول پرواګرام د ويب سائټ ترمخه ټول ملک کښې د ايچ آئى وى د علاج د پاره ١٥ کيئر سنټرې کار کوي چې په دې حقله په لويه پيمانه خدمات ورکوي کومو کښې چې انټى ريټرووائرل تهراپى، ايچ آئى وى ايډز او د دې د اړونده انفيکشنونو د تشخيص نه علاوه د ايچ آئى وى ناروغانو ته کونسلنګ ورکول هم شامل دي ـ دې کښې دوه سنټرې خيبرپښتونخوا کښې شتون لري چې پکښې يو حيات آباد ميډيکل کمپليکس او دويم ډسټرکټ هيډ کوارټر هسپتال کوهاټ کښې قائم دے ـ

صوبائى حکومت هم د نشو د عملى کسانو د پاره د ايچ آئى وى ايډز سکريننګ سنټرو جوړولو د پاره کار کړے دے ـ اوس اوس سنټرل جيل پيښور کښې سکريننګ ټيسټونه شوي دي د کوم په لړ کښې چې د خيبرپښتونخوا پريس کښې په لويه پيمانه راپور کولے شى ـ د روان کال فرورۍ کښې خيبرپښتونخوا حکومت ميډيا کښې د ايچ آئى وى د سکريننګ او د دې د علاج د پاره جيلونو کښې د سنټرو جوړولو په منصوبه د کار پيل کولو اعلان کړے وۀ چې دا شان قيديان د دې خطرناکې ناروغۍ څخه وژغولے شي ـ

نيوز لينز پاکستان ته د معلومات پورې رسائۍ د ايکټ د درخواست لاندې د ورکړے شوې شمير شميرې ترمخه د پيښور په سنټرل جيل کښې درې سړي قيديان ايچ آئى وى ځپلي دي او د صوبې په ٢٢ جيلونو کښې ٥٣ سړي او دوه ميرمنې هيپاټائټس سى وائرس سره ژوند تيرولو باندې مجبورې دي ـ جيل کښې د ګنجائش نه زيات قيديان بند کړے شوي دي کومو ته چې د ناروغيو د منتقل کيدو د يو لوے لامل او اهمې وجې په توګه کتلے شى ـ

رڼا وائى چې کۀ هغې ته د هغې د خاوند مرسته ترلاسه نۀ وه نو هغې به دا جنګ بائيللو ـ هغه اوس د دوؤ روغو رمټو لوڼو مور ده ـ

د ډاکټر عطاء الله ترمخه د پيښور په حيات آباد ميډيکل کمپليکس کښې ايډز څخه د ژغورنې د پاره د فيملى کيئر سنټر جوړيدو نه وروستو د ايچ آئى وى ځپلو ٣٢ ميرمنو صحت مند بچي زيږولي دي ـ

رڼا ووئيل ک” ډاکټر زما خپلوانو او سخرانې ته دا باور ورکړے دے چې زما دستونه دي او د دې د علاج د پاره هسپتال کښې د داخليدو ضرورت دے ـ “

حيات آباد ميډيکل کمپليکس کښې د فيملى کيئر سنټر فار پريوينشن آف ايډز کوارډينيټرې ډاکټر عائشه قيصر ووئيل چې په وخت تهراپى سره نۀ يوازې د رنځورانو صحت ښۀ کيږى بلکې وائرل لوډ او د ايچ آئى وى نورو ته د اوړيدو د خطرې کميدو نه علاوه د ناروغانو د زر مړينې خطرې کميږي ـ

ډاکټر عائشه قيصر ووئيل چې ايچ آئى وى ايډز سره د تړلې سماجى بدنامۍ له کبله ناروغان چپ پاتې کيږي او خپل علاج نۀ کوي ـ اکثر او زياتره ډاکټران ناروغانو ته د ورنزدې کيدو نه ډډه کوي هغوئ دغه رنځوران نظر انداز کوي او د هغوئ صحت ته هيڅ پام نۀ ګرځوى ـ هغې ووئيل چې اوس دا روايت بدل شوے دے ولې چې د دې ناروغۍ په حقله خبرتيا پيدا شوې ده ـ

ډاکټر عائشه قيصر زياته کړه :” خلقو د پاره د خبرتيا د مهم چلولو ضرورت دے چې دا شان هغوئ ته دا معلومه شى چې دا ناروغى لاس ورکولو يا رنځور سره خوراک کولو سره نۀ منتقل کيږى بلکې د دې د خوريدو وجه بې اختياطى او لاعلمى ده ـ”

ډاکټر عائشه قيصر ووئيل چې د ايچ آئى وى ايډز د ناروغه د علاج د مياشتې خرڅ ٢٢ زره روپۍ (٢٢٠ امريکنى ډالر ) ده ـ خو ولې د پيښور حيات آباد ميډيکل کمپليکس کښې د ايچ آئى وى د متاثره ناروغانو د علاج او دارو درملو هيڅ قيمت اخستے نۀ شى ـ

د رڼا د خپل علاج په دوران حيات آباد ميډيکل کمپليکس کښې د پنجاب اود نورو صوبو اړوندو ناروغانو سره هم ليدل کتل وشول چا چې خپلو سيمو کښې د سماجى بدنامۍ د ويرې له کبله علاج ؤنۀ کړو ـ

رڼا ووئيل : علاج او د خپل خيال ساتلو د پاره د روزنې ترلاسه کولو په پيل ما ته د مرګ په خپل احساس شرم محسوس شو ـ خو ولې زما خاوند زما ډاډګيرنه وکړه ـ د روزنې او دارو درملو خوړولو نه وروستو اوس زۀ يو غوره فطرى ژوند تيرؤم ـ دا لازمى نۀ ده چې ايچ آئى وى ځپلے رنځور هم ګنهګار وى ـ هغه اچهوت نۀ دے بلکې دا ناروغه په تعصب د اډاڼه رويې په ځائے د مرستې او مناسب طبى خيال ساتلو حقدار دے ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here