د بلوچ او پښتنو د لاس د بوټو فن د ناپوره معاوضو له کبله ختم شو

0
4082

کوئټه ( عبدالمالک اچکزئى ) بلوچستان، چې د رقبې له لحاظ د پاکستان تر ټولو لويه صوبه ده، په وسيلو مړه پټه ده ولې په صوبه کښې روان فساد، د فرقو تاؤتريخوالى او د طالبانو عسکريت خوښۍ د خوارى کښو او هنرمندانو په ژوند د سختې بڼې اثرات غورځولي دي ـ

د ماهرانو وينا ده چې کۀ په زړۀ راښکونکو لاس بوټو سينګار د بلوچ او پښتنو ثقافتى مصنوعات پرانستې منډهو کښې خرڅ ته وړاندې کړے شي نو دې سره به د ميرمنو معاشى حالات ښۀ شي ځکه چې د هغوئ د تعليم ترلاسه کولو او د پريکړې کولو په عمل کښې د ګډون په حقله ډاډګيرنه نۀ شي کولے ـ

٢٧ کلنې عائشه ګل ګورنمنټ ګرلز کالج پشين نه د ايف اے کولو څخه وروستو تعليمى لړۍ پريښوده ـ هغې او د هغې مشرې خور د لاس د بوټو زده کولو پريکړه وکړه چې پکښې قندهارى، بلوچى، سنده‌ او نور ديزائنونه شامل وو ـ

هغې نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” ما تعليمى لړۍ ځکه پريښوده چې زما پلار تعليمى لګښتونه زغملي نۀ شو او زمونږ کوم مشر ورور نيشته چې ملازمت ئې کړے وے د کوم له کبله چې ما سوچ وکړو چې د پيشې تربيت هم د عملى تعليم يو قسم دے او دا به د ګټې يوه ذريعه ثابت شى ـ”

د عائشې د پلار په محله کښې يو وړوکے شان دوکان دے چې ډيره کمه ګټه ترې ترلاسه کيږي ځکه نو عائشه او د هغې خويندې په جامو، څادرونو، لوپټو او سړو او ښځو د ودونو په زړوکو بوټي کوي ـ

ميرمنې د ډيزائنونو او کپړو ( د سړو او ښځو ) سيلز ايجنټانو ته ، د ضرورت ترمخه تارونه، رنګ او شيشې ورکوي ـ هغې زياته کړه :” مونږ د مهلت په ټاکلى وخت کښې کار ترسره کوو ـ مونږ چې خپلو تخليقى صلاحيتونو کارولو سره څومره محنت کوو نو د هغې معاوضه هم هغه شان ترلاسه کيږي ـ ما هم اوس اوس يوه مياشت کښې يوه جوړا مکمل کړې ده چې قيمت ئې ١٠ زره روپۍ دے ـ

سيلز ايجنټان هنرمندانو ته نيم رقم ورکوي او پاتې رقم د سيلز ايجنټ او بيوپارى ترمنځه ويشلے شى ولې چې د پشين نه نيغ په نيغه اخستون نۀ کيږي ـ په بوټو سينګار دا جوړې وروستو بيا د کوئټې، اسلام آباد او کراچۍ بازارونو کښې خرڅيږي ـ

عائشه ووئيل :” مونږ ته پته نشته چې بازار کښې هغه زړوکي په څۀ نرخ خرڅيږي په کومو چې مونږ بوټي کوو ـ مونږ ته خو د اصل قيمت لږه شان برخه ترلاسه کيږي ـ هر څو کۀ زمونږ خوارى تر ټولو زياته وى او مونږ په هره جوړه وخت او توان لګوو چې اکثر او زياتره پرې څو څو هفتې او مياشتې لګيږي ـ “

يوې سيلز ايجنټې رخسانه بى بى نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د عائشه په رنګ څو زره جينکۍ د سيلمې ستارې ځائى او علاقائى کاروبار سره تړلې دي ـ د هغې وينا وه :” مونږ د بازار نه آرډر اخلو او بيا وروستو کورونو کښې کار کوونکو دې هنرمندانو، چې پکښې اکثريت د ميرمنو وي، سره خبره کوو او پس له دې چې کله آرډر سر ته ورسيږي نو هغه ځائى، صوبائى او قامى مارکيټونو ته د خرڅون د پاره ليږلے شى ـ”

١٨ کلنې اناره بى بى نه کله پوښتنه وکړے شوه چې هغه د بوټو کولو په ځائے سکول ته تلل خوښوى؟ نو هغې په خندا کښې ځواب ورکړو :” مونږ دومره خوش قسمته نۀ يو چې ډاکټر يا استاد جوړ شو، ولې مونږ خپل وخت کورنيو پېشو لکه سيلمه ستاره، ريشه پيته او بوټو کولو سره تيروو او په دې طريقه د خپلې کورنۍ د پاره د څۀ نا څۀ ګټلو جوګه کيږوو ـ “

راغيه بى بى ،ماسټر ټرينر او سيلز ايجنټه ده ، د دې کلتورى زړوونکو ځائى او د سيمې مارکيټونو کښې د خرڅولو کاروبار پيل کړے دے ـ هغې نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” ما سبى ميله کښې ګډون کړے وۀ نو د لاسو په بوټو سينګار يوې نمونې خرڅولو سره مې ٣٠ زره روپۍ وګټلې کومه چې ما وړاندې له دې هنرمندانو باندې په آرډر جوړه کړې وه ـ “

د پښتنو او بلوچو د لاسو بوټي د سيمې او لويديزو هيوادونو کښې ډير زيات مقبول دي ـ راغيه زياته کړه :” ما په پښتنو، قندهارو او افغانيو لاس بوټو باندې د سينګار نمونو د اسلام آباد لوک ورثه، دا د لوک او روايتى پنګې د ودې د پاره جوړه کړے شوې يوه اداره ده، کښې د سارک د لاسو د بوټو په سټالونو نمائش وکړو ـ

سماجى او د ميرمنو د حقونو کارمندې عابده کاکړ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د ځائى ميرمنو په قامى مارکيټ کښې هيڅ ځائے پاتې نۀ شو ـ غيرسرکارى تنظيم د دې هنرمندانو او مارکيټ ترمنځه د پل کردار ترسره کړے دے ـ

هغې ووئيل :” ما د صورتحال جائزه واخسته او اوس ميرمنې د لاسو جوړې شوې نمونې بيلابيلو مارکيټونو ته د خرڅ د پاره ليږي چې له کبله ئې د هغوئ مياشتنۍ ګټه زياته شوې ده ـ هغوئ له دې وړاندې په لږ نرخ مارکيټ کښې څيزونو خرڅولو باندې مجور وې ـ “

لياقت بازار کښې د لاسو په بوټو د سينګار زړووکو او نورو څيزونو خرڅوونکى تاجر احسان الله نيوز لينز پاکستان سره خبرو کښې ووئيل ک” د پښتنو او بلوچو ريشه پيته نۀ يوازې صوبه بلکې ټول پاکستان کښې مشهوره ده ـ مونږ بازار کښې د لاسو په بوټو سينګار نمونې د پينځو زرو روپو نه ٢٠ زرو روپو پورې خرڅوو ـ”

يوې سماجى کارمندې سلمى بلوچ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د لاسو بوټي کوونکې بلوچ ميرمنې په نړيوال کچ د خوښوونکي خپل کار د صحيح نرخ په اړه خبر نۀ دي ـ ځائى مارکيټونو کښې دوکانداران او اخستلو خرڅولو والا ايجنټان د بلوچ ثقافت د نمائنده لاس بوټو د دې نمونو څخه يوه لويه معاوضه ترلاسه کوي ـ

د وومن چيمبر آف کامرس کوئټه څانګې صدرې آريانه کاسى نيوز لينزپاکستان سره خبرو کښې ووئيل :” زمونږ ميرمنې صلاحيت لرونکې او هنرمندانې دي ولې هغوئ مارکيټ ته رسائى نۀ لري د کوم له کبله چې هغوئ ته د هغوئ د کار ډيره لږه معاوضه ورکولے شى او سيلز ايجنټان د لاس د بوټو د کار د نرخونو يوه لويه برخه اخلي ـ”

هغې زياته کړه چې حکومت ته د ښځينه هنرمندانو پرانستے مارکيټ سره د اړيکو د ودې د پاره د کار کولو ضرورت دے ـ دې سره به نۀ يوازې بلوچ ميرمنې واکمنې شي بلکې معيشت به ورسره هم پرمختګ وکړي ـ

نور دا چې د سماجى او ثقافتى خنډانو له کبله د ميرمنو پرانستے مارکيټ سره رابطې جوړولو کښې ستونزې مخې ته راځي ـ هغې زياته کړه :” تر کومه چې مونږ په دې خنډانو قابو نۀ وى موندلے نو مونږ صوبه کښې د يو پرمختيائى معيشت بنياد نۀ شو ايښودے ځکه چې د ميرمنو ابادى د نارينه ؤ نيمه ده ـ د هغوئ په کاروبارى هلو ځلو کښې د ګډون شرح د سړو برابر پکار ده ـ “

د سماجى او ميرمنو د حقونو کارمندې عابده کاکړ ووئيل :” يوازې د پشين او کوئټې ضلعې ځائى ، علاقائى او قامى مارکيټونو سره تړلې دي ـ د بلوچستان ٣٢ ضلعو سره دومره وسيلې نشته چې هغوئ د خپل استعمال د پاره لاس بوټي وکړي ـ کۀ دا ښارونه د مرکزى دائرې مارکيټ سره وتړلے شي نو د بلوچستان اولس به لوے مقدار کښې د سرمايې ترلاسه کولو جوګه شي ـ “

هغې زياته کړه چې د پيشه ايزې روزنې ورکوونکې ادارې او خبرتيا بلوچستان کښې د لاسو د بوټو کاروبار ته د ودې ورکولو ذريعه ده ـ عابده کاکړ زياته کړه :” حکومت او د ميرمنو د حقونو او معاشى پياوړتيا د پاره کار کوونکي سماجى تنظيمونه بايد دې لورى ته پاملرنه وکړي ـ “

د ژبو په مضمون کښې د ايم ايس طاعلب علم نصير احمد کاکړ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” صوبه کښې د امن و امان د خرابو حالاتو له کبله د سماجى او معاشى ستونزو په ځائے زمونږ پام د عسکريت خوښۍ لورى ته اوړيدلے دے د پښتنو او بلوچو کلتورى زړوونکي د دې يو مثال دے ـ ” هغۀ زياته کړه چې د يو قام بقاء په هغه صورت کښې ممکن کيدے شى کله چې د هغۀ ژبه، کلتور او تاريخ خوندى کړے شى ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here