د بهر ملک په تګ بنديز، د بلوچو د حقونو د پاره د اوچتيدونکو غږونو غلي کولو هڅه ده

0
4094

کوئټه ( مالک اچکزئى ) د بلوچ بې درکه کسانو د بيا موندلو د پاره پيل کړے شوى د بشرى حقونو په هلو ځلو کښې د عبدالقدير بلوچ کردار ډير اهم پاتې شوے دے ، هغۀ تير کال د کوئټې نه اسلام آباد پورې دوه زره کلوميټره اوږد لاريون وکړو ـ هغه وائى چې د هغۀ بهر هيواد ته د تللو مخه نيولې شوې ده ځکه چې واکمن نۀ غواړى چې د هغۀ د دريځ شور په نړيوال کچ واؤريدے شى ـ

د بشرى حقونو کارمند او د وائس آف بلوچ مسنګ پرسنز (وى بى ايم پى) د وائس چيئرمين عبدالقدير بلوچ، چې د ماما قدير په نوم مشهور دے ، او د وى بى ايم پى د عمومى سيکترې فرزانه مجيد په پينځم مارچ د کراچۍ په جناح انټرنيشنل ايئرپورټ مخه ونيولے شوه کله چې هغه نيويارک ته تلله ـ

د وفاقى تحقيقاتى ادارې ( ايف آئى اے ) د واکمنو ترمخه د هغې نوم ايګزټ کنټرول لسټ کښې شامل ؤ ـ

د ماما قدير بلوچ ترمخه هغوي ته د سندهى اکيډيمک اينډ کلچر آرګنائزيشن لخوا نيويارک کښې د بشرى حقونو په خلاف ورزيو او د سندهـ بلوچستان په بې درکه شوو کسانو کيدونکى يو کانفرنس کښې د ګډون رسمى بلن ليک ترلاسه شوے ؤ ـ

٢٠١٤ء ماما قدير بلوچ او ١١ کلن حيدر بلوچ د بشرى حقونو د کارمندانو او د بلوچ بې درکه کسانو د کور د خلقو اسلام آباد پورې مشرى وکړه ، هغوي د اسلام آباد نه کوئټې پورې ټوله لاره پياده ووهله ـ د ماما قدير د زوئ نوم هم د بې درکه کسانو فهرست کښې شامل ؤ د چا چې وروستو بيا مړے ترلاسه شو ـ هغه وائى چې هغۀ په امنناکه توګه ” د خپل زوئ په شان د بې درکه شوو نورو ځوانانو د لټون شمعې” روښانه کړې دي ـ

٨٠ کلن ماما قدير نيوز لينز پاکستان سره په فون خبرو اترو کښې ووئيل :” ما او فرزانه مجيد ته وى بى ايم پى سره د تړون له امله د امريکائى سفارتخانې لخوا د پينځو کالو ملټى انټرى ويزا جارى شوې وه ـ مونږ ته په ٢٠ مارچ واپس راتلل وو او د واپسۍ ټکټونه هم راسره وو ـ” هغۀ چې کله نيوز لينز سره خبرې کولې نو د کراچۍ پريس کلب نه بهر احتجاجى کيمپ کښې ناست ؤ ـ

فرزانه مجيد ووئيل :” زۀ يوه مياشت وړاندې له دې ايئرپورټه متحده عرب امارات ته تلې ؤم ـ په ايئرپورټ چا ونۀ درولم ـ زۀ نۀ پوهيږم چې هغوي (امنيتى ادارو) اوس ولې زما مخه نيولې ده ـ د دې غالباَ دا وجه ده چې مونږ په هر ممکنه پليټ فارم د خپل زړۀ د ټکړو د واپسۍ د پاره اواز پورته کوو ـ”

فرزانه مجيد نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” کۀ زما ورورو بې درکه نۀ ؤ نو زۀ به سړکونو ته په راوتلو مجبوره نۀ ؤم ـ شپږ کاله وړاندې کله چې زما ورور ذاکر مجيد بلوچ بې درکه شو نو له هغه غم څخه زما د مور د سترګو نظر خراب شو ـ”

د ماما قدير زوئے ٢٠٠٩ء کښې ولقه کښې واخستے شو، د هغۀ مړے ٢٠١١ء کښې ترلاسه شو ـ د فرزانه مجيد ورور د ٢٠٠٩ء راسې بې درکه دے ـ

فرزانه مجيد ووئيل چې مونږ د تيرو څو کالو راسې امنناکه هلې ځلې کوو ـ هغې ووئيل :” مونږ د هيڅ يو ډول د سياست برخه نۀ يو او نۀ د کوم سياسى تنظيم غړي يو ـ مونږ يوازې دا غواړو چې زمونږ خپلوان واپس راشي ـ”

هغې ووئيل چې ٢٢ کلنه فائقه بلوچ هم مونږ سره روانه وه خو هغه هم تللو ته پرې نۀ ښودې شوه تر دې چې د هغې نوم اى سى ايل کښې شامل هم نۀ ؤ ـ

د وى بى ايم پى د شميرشميرې ترمخه ١٨ زره بلوچ بې درکه دي کومو کښې چې ١٦ سوه وژلے شوي دي ـ

د بلوچستان بار ايسوسى ايشن پخوانے صدر او سينئر قانون دان باز محمد کاکړ وائى :” د هيڅ يو وګړى نوم تر هغه وخته ايګزټ کنټرول لسټ کښې شاملولے نۀ شى تر کومه چې د هغۀ غيرقانونى هلو ځلو کښې د ککړ کيدو په حقله څۀ باضابطه حکم جارى شوے نۀ وى يا په هغۀ جرم ثابت شوے نۀ وى ـ” هيڅ يوه اداره د وګړو نوم يوازې په دې وجه اى سى ايل کښې شاملولے نۀ شي ولې چې هغۀ د بشرى حقونو د پاره امنناکه هلې ځلې وکړې ـ هغه ماما قدير وى يا بل کوم عام وګړے ، هيڅ يوه اداره هم د هغۀ د تګ و داؤ د مخنيوى حق نۀ لرى ـ”

فرزانه مجيد ووئيل:” زما ورور ذاکر بلوچ د تيرو شپږو کالو راسې ولقه کښې دے ،د هغۀ په ضد مجرمانه هلو ځلو کښې د ککړيدو هيڅ ثبوت نشته ـ آيا دا د انسانى حقونو خلاف ورزى نۀ ده ؟ امريکائى حکومت به جرمونه کوونکو عناصرو يا ترهه ګرو ته اخر ولې ويزه جارى کوى، ماما قدير ته وګوريئ، هغه د ٨٠ کالو مشر دے ـ هغه د دې جوګه نۀ دے چې د ترهه ګرۍ په کوم کار کښې برخه واخستے شى ـ د هغۀ بهر ملک ته د تللو لاره ولې ونيولې شوه ـ”

ماما قدير بلوچ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې هغه به د ځان خلاف د درج کيدونکى جعلى ايف آئى آر او د بلوچ بې درکه کسانو د راخوشې کيدو په لاره کښې د ولاړو خنډانو په ضد پټيشن دائروى ـ هغۀ ووئيل :” مونږ (وائس آف بلوچ مسنګ پرسنز) به د بې درکه کسانو د راخوشې کيدو پورې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوو ـ “

پاکستان کښې د انسانى حقونو کميشن (ايچ آر سى پى) د بشرى حقونو د دې دريواړو کارمندانو بهر هيواد ته د تللو څخه د منعې کولو غندنه کړې ده ـ

پاکستان کښې د بشرى حقونو د کميشن له لورى جارى کړې شوى بيان کښې وئيلے شوي دي :” د ايف آئى اے د واکمنو لخوا ماما قدير او د بشرى حقونو دوه نور بلوچ کارمندان هغه وخت بهر هيواد ته له تللو منعې کړے شول کله چې هغوي سندهـ او بلوچستان کښې د بشرى حقونو په خلاف ورزيو کيدونکى يو سيمينار کښې د ګډون د پاره امريکې ته تلل په کوم چې ايچ آر سى پى نۀ يوازې د انديښنې څرګندونه کوى بلکې هغه مايوسى شوے هم دے ـ نور دا چې په موجوده دور کښې دا انتهائى منفى حربه ده چې دا هڅه وکړے شى چې د چا دريځ وا نۀ وريدے شى او له دې امله ورته د هيواد پريښودو اجازه ورنۀ کړے شى ـ”

د عوامى نيشنل پارټۍ (ولى) مرکزى عمومى سيکتر اورنګزيب کاسى نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” ماما قدير نۀ خو مطلوب دے او نۀ هم هغۀ څۀ جرم کړے دے ـ “

پښتون الاسى تحريک سره اړوند ډاکټر سعيد عالم محسود هم د ماما قدير بلوچ او فرزانه مجيد بهر هيواد ته د تللو د مخنيوى غندنه وکړه او وې وئيل :” زۀ له واکمنو دا غوښتنه کؤم چې هغه ماما او د هغۀ ملګريو ته د بهر هيواد د تګ اجازه ورکړى ځکه چې د هغوي په ضد څۀ الزام نشته او نۀ هم څۀ ډول مقدمې درج دي ـ ماما قدير بلوچ چې چرته هم تلل غواړى، هغۀ ته په هر صورت کښې بايد د دې اجازه ورکړے شى ـ”

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here