د ترهه ګرو او بشرى حقونو د کارمندانو لخوا د مرګ د سزا مخالفت

0
3815

لاهور(احسان قادر)د پيښور سانحې نه وروستو پاکستان کښې د پيل کيدونکى بحث نه پس وزيراعظم نوازشريف د مرګ په سزا لګولے شوې عارضى بنديز ختم کړے دےچې له امله ئې د ترهه ګرعناصرو او د بشرى حقونو د کارکنانو په نقطه نظر کښې هم آهنګى پيدا شوې ده ـ

د پيښور آرمى پبلک سکول کښې د رامنځته شوى قتل عام کښې د ١٣٤ ماشومانو پشمول ١٥٠ کسان شهيدان شوي وو د کوم په ردعمل کښې چې پاکستان د عسکريت خوښو او جرمونو کوونکو عناصرو په ضد د کارروائۍ د پاره د مرګ په سزا لګولے شوے بنديز ختم کړے ؤ ـ

د جيل د واکمنو لخوا د ورکړے شوې شميرې ترمخه د بنديز ختميدو نه وروستو ټول هيواد کښې د مرګ د سزا ٢٠ قيديان پانسى کړے شوي دي ـ

د مرګ د سزا قيديانو په سزا ٢٠٠٨ء کښې هغه وخت عمل درآمد ودرولے شوے ؤ کله چې د پاکستان پيپلزپارټۍ(پى پى پى) حکومت د عارضى بنديز لوظنامه لاس ليک کړې وه ـ

بنديز ختميدو سره د سماجى او قانونى حلقو څخه پرته د بشرى حقونو کارمندانو کښې يو نوے بحث پيل شوے دے کوم چې د بيلابيلو رايو څرګندونه کوى ـ د انسانى حقوق کميشن پاکستان د شميرې ترمخه پاکستان کښې دا وخت ٨ زره بنديان د مرګ د سزا په انتظار دي ـ

نيوزلينزپاکستان سره په ټيلى فون خبرو اترو کښې د بشرى حقونو کارمندې او د سپريم کورټ بارايسوسى ايشن پخوانۍ صدرې عاصمه جهانګير د حکومت د دې پريکړې حمايت ونۀ کړو ـ هغې ووئيل:” د مرګ د سزا د انتظار کوونکو قيديانو په سزا د عمل درآمد پريکړه حکومت د پيښور سانحې په ردعمل کښې جذباتى کيدو سره کړې ده ـ” د هغې دا خيال ؤ چې حکومت ته د ترهه ګرو ختمولو د پاره د غوره پاليسۍ جوړولو ترڅنګ فوجدارى عدالتى نظام مؤثر کول وو ـ هغې ووئيل:” پاکستان کښې د تيروخت په مهال په دې حقله پورته کړے شوو ګامونو څخه دا په ډاګه کيږى چې حکومت د ترهه ګرۍ په ضد قوانين تندۍ کښې جوړ کړل د کومو په وجه چې طاقتور د ځانونو په ژغورلو کښې بريالي شول او غريب خلق د دې پريکړو ښکار شول ـ” هغې دا خيال هم ښکاره کړو چې د ترهه ګرۍ د جرړو نه د ويستلو د دې نه علاوه هيڅ حل نشته چې صحيح پريکړې وکړے شي او قانون ته ټول يو شان وي ـ

سسټم سافټ ويئرکمپنۍ سره اړوند کلرک ٢٤ کلن جمال خان ټولو جرمونو کوونکو عناصرو ته د عبرتناکو سزاګانو ورکولو په انتظار کښې دے ـ هغه نيوزلينزپاکستان سره په خبرواترو کښې ووئيل:” هغه ټول طالبان عسکريت خوښي دې د کوم ځنډ څخه پرته پانسى کړے شي چا چې زمونږ بچي شهيدان کړي دي ـ”

٣٣کلن عمران احمد، چې د پيشې نه دوکاندار دے ،نيوزلينز سره په خبرو کښې ووئيل:” کۀ ټول طالبان ترهه ګر په يو ځائے پانسى کړے شي نوهيڅوک به په پاکستان د حملې کولو جرآت نۀ کوى ـ” هغه ووئيل چې ترهه ګرو ته د سبق ورکولو د پاره د جرمونو کوونکو عناصرو پانسى کولو نه علاوه بل کوم حل نشته ـ

نوموړى کالم نګار او د بشرى حقونو کارمند آئى اے رحمان نيوزلينزپاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې هغه ترهه ګرو ته د ورکړے کيدونکې پانسۍ د سزا ستائنه کوى ځکه چې د پيښورپيښې نه وروستو حالات داسې جوړ شوي وو چې د دوي په ضد سمدستى کارروائى شوے وے ـ د ټول قام دا خواهش دے چې دوي ته دې عبرتناکه سزا ورکړے شى ـ خو ولې هغۀ ووئيل:” پانسۍ يا فوځى عدالتونه د دې شخړې اوږد مهاله هوارے نۀ دے ـ هغو مجرمانو ته د مرګ سزا ورکول نۀ دي پکار کوم چې ترهه ګر نۀ دي او د هغوي په ضد د جارى مقدمې په کارروائۍ کښې هم څۀ خنډ پاتې کيدل نۀ دي پکار ـ”

د حکومت د پاره دا ممکن نۀ ده چې ټولو مجرمانو ته دې د مرګ سزا ورکړى ـ آئى اے رحمان دا رائې ښکاره کړه چې ” د ترهه ګرۍ د لاملونو درک دې ولګولے شى او بيا دې د دې ستونزې حل ولټولے شى ـ بل صورت کښې مونږ د تشدد نورې رامنځته کيدونکې کارروائۍ ليدے شو ـ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here