د جنوبى وزيرستان د بې کوره شوو خلقو واپسى په د فرورۍ نه پيل کيږى

0
3418

ډى آئى خان (فاروق محسود) د پاکستانى فوځ دا اعلان چې د هيواد دننه د کډه کوونکو کسانو د هغوي سيمو ته د واپسۍ عمل به د کال ٢٠١٥ء د فرورۍ مياشت نه پيل کيږى، کيدے شى د پاک افغان پولې اړوند سيمو څخه د فوځى عملياتو له امله د کډه کوونکو د پاره د خوشحالۍ سؤب وى خو جنوبى وزيرستان سره تعلق لرونکي باور نۀ لرى چې آيا هغوي به واپس ځي ـ

د وفاق د انتظام لاندې قبائلى سيمو کښې د کال ٢٠٠٩ء په مهال د طالبان عسکريت خوښو په ضد کيدونکو عملياتو کښې تر ټولو وړاندې کډه کوونکى محسود قبائل د تيرو اوو کالو راسې د جنوبى وزيرستان ګاونډى سيمو ډيره اسماعيل خان ، ټانک او د هيواد نورو برخو کښې ميشتۀ دي ـ

هغوي کښې ځينو د کال ٢٠٠٩ء د راه نجات عملياتو په مهال کډې کړې وې او هغوي خپلو کورونو ته د واپس تللو اراده نۀ لري ـ

د جنوبى وزيرستان د لدها علاقې اوسيدونکى فتح خان ووئيل :،، زۀ جنوبى وزيرستان ته واپس تلل غواړم خو د فوځى عملياتو په مهال زما کور په پوره توګه تباه شوے دے ـ،،

فتح خان ووئيل چې کۀ حکومت د هغۀ کور جوړ کړى نو هغه به ،، عزت سره د اوسيدو د پاره ،، د واپسۍ په حقله سوچ وکړى ـ

د فاټا ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټى(ايف ډى ايم اے) د جنوبى وزيرستان کوارډينيټر سعيد عمر ترمخه د ايف ډى ايم اے لخوا د فوځى عملياتو په دوران کورونو او اولسى پنګو ته د رسيدلى زيان د تخمينې لګولو د پاره د ترسره شوې سروے نه دا بريښيدلې ده چې ٢٨،١٠٧ کورونه په پوره يا جزوى توګه ړنګ شول او ٨٠ سلنه کورونو ته دير سخت زيان رسيدلے دے ـ

د جنوبى وزيرستان محسود اکثريتى سيمو کښې د کال ٢٠٠٩ء په مهال د پيل شوو فوځى عملياتو نه يو کال وروستو د فوځ له لورى د ګټې اعلان شوے ؤ ـ د عملياتو له امله د کډه کوونکو کسانو خپلو علاقو ته د واپسۍ عمل د کال ٢٠١٠ء د دسمبر په څلورمه نيټه پيل شو ـ تراوسه خواؤشا ١١،٩٢٤ کورنيو خپلو سيمو ته مخه کړې ده خو د ٦٠ نه ٧٠ زرو پورې کورنيو واپسى ؤ نۀ کړه ـ

جنوبى وزيرستان ايجنسۍ اسسټنټ پوليس افسر نواب صفى په فون نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل :،،ګاونډى قبائلى ايجنسۍ شمالى وزيرستان کښې فوځى عملياتو له امله بحالۍ عمل ودريدلے ؤ خو دا به د رجسټريشن عمل سر ته د رسيدو نه پس د کال ٢٠١٥ء د فرورۍ په وړومبۍ هفته کښې بيا پيل کړے شى ـ،،

د کال ٢٠١٥ء د فرورۍ په څلورمه نيټه د پاکستان د فوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف پيښور کښې په يوه سرکارى غونډه کښې دا وئيلي وو چې د کډه کوونکو کورنيو د هغوي پلرنو کورونو کښې د ميشتۀ کولو عمل به د ٢٠١٥ء د فرورۍ نه بيلا بيلو مرحلو کښې پيل کيږى ـ

نواب صفى ووئيل چې د فرورۍ وړومبۍ اوونۍ نه به د رجسټريشن عمل پيل شى ـ هغۀ ووئيل :،،طمعه ده چې د فرورۍ د دويمې هفتې پورې به بې کوره شوي خلق اوس اوس صفا کړے شوو علاقو سراروغه او سروکۍ ته واپس لاړ شي ـ،،

د ايف ډى ايم اے د جنوبى وزيرستان د پاره کوارډينيټر سعيدعمر په فون نيوز لينز ته ووئيل چې مرسته کوونکو ادارو لخوا د ٩٠٠ نه زياتې کوټې او خيمې جوړې کړے شوې دي ـ سعودى حکومت دريو سوو وړو کورونو جوړولو کښې مرسته کړې ده او واپس تلوونکو خلقو د پاره ئې د کورونو جوړولو سامان هم ورکړے دے ـ

جنوبى وزيرستان سره د تعلق لرونکى سينيټر صالح شاه ترمخه د کورونو جوړولو او نورو زيانونو د ازالې د پاره وزيراعظم نوازشريف ته د اوو اربو روپو د مرستې تجويز ليږلے شوے دے خو دا مهال حکومت دغه لورى ته پاملرنه نۀ ده کړې ـ

صالح شاه ووئيل :،، حکومت د محسود قوم بې کوره شوو د زياتو زيانونو د ازالې د پاره کړې ژمنې ماتې کړې دي ـ،،

د جنوبى وزيرستان پوليټکل ايجنټ اسلام زيب نيوزلينز سره د خبرو کولو په وخت ووئيل چې بې کوره شوي خلق به د وفاقى حکومت او مرسته کوونکو ادارو څخه دا شان مرسته ترلاسه کړى څۀ رنګ چې د سوات ، باجوړ ايجنسۍ او مومند ايجنسۍ د بې کوره شوو د ازالې د پاره د هغوي مرسته شوې وه ـ

هغۀ ووئيل :،، واپس تلونکى بې کوره شوي کسان به په پوره ډول د ويجاړ شوو کورونو بياودانۍ د پاره څلور ، څلور لکه او په جزوى توګه د ړنګ شوو کورونو د مرمت د پاره يو لک شپيتۀ زره روپۍ ترلاسه کوي ـ ،،

سينيټرصالح شاه ووئيل چې حکومت دې بې کوره شوو خلقو سره د هغوي د کورونو بيا د سره جوړولو د پاره مالى مرسته وکړى ـ هغۀ ووئيل:،، محسود قبائل راه نجات عملياتو کښې په انسانى او مادى دواړو ډولونو ډير سخت ځپلي شوي دي ـ د حکومت له لورى مرستې ورکولو سره د جنوبى وزيرستان د اوسيدونکو زړۀ او ذهن ګټلو کښې مرسته ترلاسه کيدے شى ـ،،

ځينې محسود قبائل خپلو کورونو ته د واپسۍ په حقله غيريقينى صورتحال سره مخ دي او ګڼو د دې پريکړې هر کلے کړے دے ـ

٤٥ کلن شيربادشاه ووئيل :،، دا يوه ډيره ښۀ پريکړه ده ځکه چې مونږ د خپل کور نه لرې يو ستونزمن ژوند تيروو ـ،، هغه د کډوال په توګه د ټانک ضلعې په ډباره سيمه کښې د کرايه په يو کور کښې ميشتۀ دے ـ هغۀ ووئيل:،، دلته ټانک کښې د بريښنا او سکول اسانۍ شته دے خو مونږ سکون نۀ محسوسوو ځکه چې دا زمونږ علاقه نۀ ده ـ مونږ د کرايه په يو کور کښې استوګنه کوو او هره مياشت ١٥ زره روپۍ کرايه ورکوو ـ دا زمونږ د وسيلو په لوے کچ زيان دے ـ،،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here