د جهلم او چکوال کانونو ته د چاوديدونکو توکو په ورکړه بنديز،خوارى کښ په نهرو مجبور

0
2829

لاهور (احسان قادر) د چکوال او جهلم ضلعو کښې د کانونو مالکانو ته د چاوديدونکو موادو د ورکړے بندولو له امله د دې کانونو د مالکانو، خوارى کښو او د دوئ د کورنيو ژوند تيرول اغيزمن شوي دي ـ

په ١٦ دسمبر ٢٠١٤ء د پيښور آرمى پبلک سکول باندې د ترهه ګرۍ د شوې حملې نه پس، کومه کښې چې ١٣٤ ماشومان شهيدان شوي وو، د هيواد نه د ترهه ګرۍ ختمولو د پاره قومى ايکشن پلان جوړ کړے شو د کوم لاندې چې حکومت د کانونو او بارودخانو مالکانو ته د چاوديدونکو توکو ورکړه بنده کړه چې د کانونو کنستو يو بنيادى جزو دے چې دا شان ترهه ګر د دې استعمال ؤنۀ کړے شى ـ

د حکومت لخوا د کانونو او بارود خانو مالکانو ته د غرونو نړولو د هلو ځلو د پاره لائسنسونه جارى کولے شي او د کان يو لانئسنس هولډر مالک د پنجاب ايکسپلوزيوز ايکټ ١٨٨٤ء لاندې ٩٠ ورځو کښې ٢٥ کلوګرامو پورې چاوديدونکي توکي کارولے شي ـ

يو کان کنستونکى محمد ارشد نيوز لينز پاکستان سره په ټيلى فون خبرو اترو کښې ووئيل :” ما به د مالګې په يو غر کښې هره ورځ د ١٠ نه ١٢ ګنټو پورې کار کولو سره ښۀ ډيره ګټه کوله ولې اوس بې روزګاره يم ځکه چې د غرونو کنستلو هلې ځلې د تيرو دوو مياشتو راسې بندې دي ـ زما کورنۍ په نهرو تيرولو مجبوره شوې ده ـ زۀ اوږدې مودې پورې بې روزګاره نۀ شم پاتې کيدے د کوم له کبله چې حکومت له د دې بحران هوارولو لورى ته پام رااړول پکار دي ـ “

د جپسم په يو کان کښې کار کولو والا يو کان کنستونکے عبدالرزاق وائى چې هغه هغه وخت زيان سره مخ شو کله چې د هغۀ مالک دوه مياشتې وړاندې دا اعلان وکړو چې اوس زۀ دا ملازمت نور روان نۀ شم ساتلے ـ هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” زما د پاره د مالکانو لخوا د ملازمت نه د ويستلو دا اعلان د قيامت څخه کم نۀ ؤ ځکه چې کان کښې ملازمت هم زما د ګټې وټې يوازينۍ وسيله وه ـ”

خو ولې هغۀ ووئيل چې د کان مالک هغۀ ته دا باور ورکړو چې هغه دې د بل کوم ملازمت لټون نۀ کوى ولې چې د کانونو کنستو هلې ځلې به ډير زر پيل شي ـ عبدالرزاق زياته کړه :” اوس دوه مياشتې تيرې شوې دي خو د مالک لخوا کار له د واپس راغوښتو په حقله څۀ اطلاع ترلاسه نۀ شوه ـ”

د پاکستان مائنز ورکرز صدر سعيد خټک نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې کانونو ته د چاوديدونکو توکو د ورکړے بندولو سره کان کنستونکي تر ټولو زيات اغيزمن شوي دي ـ هغۀ ووئيل :” واکمن بايد د حالات د سختۍ او د خوارى کښو د ستونزمنو حالاتو ادراک ولرى کوم چې په حقيقت کښې په نهرو تيرولو مجبور شوي دي ـ”

خو ولې هغۀ ووئيل چې د کانونو او بارودخانو مالکانو ته هم د ذمه وارۍ احساس کولو سره د حکومت لخوا د ورکړے کيدونکو چاوديدونکو توکو د حفاظت د پاره اثرناک ګامونه اخستل پکار دي ـ هغۀ ووئيل :” چاوديدونکي توکي د ټماټرو په څير څۀ سبزى نۀ ده چې د بارود خانو مالکان به ئې په بازارونو کښې خرڅ کړي ـ د کانونو مالکانو ته به نۀ يوازې ذمه وارى منل وى بلکې دې لړ کښې به ورته کوټلي ګامونه هم پورته کول وي ـ”

هغۀ زياته کړه :” خوارى کښ دا وخت د احتجاج لاره نۀ خپلوي بلکې هغوئ مالکانو سره په ګډه د چاوديدونکو توکو د استعمال او د هغې د خونديتوب د پاره په پخو بنيادونو هوارى لټولو له هڅې کوي ـ”

د چکوال ضلعې د هارون مائن (پرائيويټ) لميټډ او مکه سالټ مائن مالک هارون غنى چيمه ووئيل :” د چاوديدونکو توکو د حفاظت د پاره ټول ضرورى اقدامات کولے شي ـ ما خپلې ذاتى باردوخانې جوړې کړې دي چې چاپيره ترې ازغن تارونه، کيمرې او هوټر لګولے شوي دي ـ”

هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” هغه ګاډي کومو باندې چې چاوديدونکي توکي راځي، د هغې درې حفاظتى پاټلۍ جوړې کړے شوي دي او د امنيت د پاره د فوځى کمانډرانو خدمات ترلاسه کړے شوي دي ـ د سکيورټى د نوى سره کره کتنه هم کولے شي ـ” هارون چيمه دا هيله څرګنده کړه چې ډى سى او به د هغۀ د لائسنس نوى کولو ترڅنګ د چاوديدونکو توکو د کوټې ورکولو اجازه هم ورکړى ځکه چې د هغۀ په کانونو کښې ٩٠٠ ملازمان کار کوي ـ

د آل پاکستان مائن اونرز ايسوسى ايشن پنجاب څانګې عمومى سيکتر سردار نديم حيات نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د جهلم او چکوال ضلعو په څلورو زرو کانونو کښې ٣٠ زره ملازمان کار کوي ـ هغۀ ووئيل چې د پنجاب حکومت لخوا هغۀ ته د جپسم، مالګې، کوئلې او چونې د کاڼو کانونه په ليز ورکړے شوي دي ـ

هغۀ زياته کړه چې د صوبائى حکومت لخوا د کانونو مالکانو ته د چاوديدونکو توکو ورکړه بنده کړے شوې ده ځکه چې د کان کنستو د پاره ورکړے کيدونکي دا چاوديدونکي توکي د ترهه ګرۍ په کارروائيو کښې استعماليدے شى ـ

سردار نديم حيات ومنله چې تيرو وختونو کښې د ځينو کانونو او په ځانګړې توګه د باردوخانو مالکانو د چاوديدونکو توکو د کوټې بې ځايه استعمال کړے دے ـ هغۀ زياته کړه چې باردوخانه يوه داسې ودانۍ وى چرته چې مالکان چاوديدونکي توکي سنبالوي کوم چې بيا وروستو له دې هغه لائسنس کښې د ټاکلى شوى حد ترمخه خرڅوي ـ

سردار نديم حيات خان وړاندې ووئيل :” رښتيا خو دا دي چې د چاوديدونکو توکو کوټه د کانونو د مالکانو ضرورت نۀ پوره کوى چې له کبله ئې ځيني مالکان د قانون خلاف ورزى کوي، دا هغه بنيادى وجه ده کومې چې حکومت په دې پريکړه کولو مجبور کړے دے ـ “

ولې هغۀ ووئيل :” حکومت ته د کانونو د مالکانو د پاره ځانګړې کړے شوې کوټه زياتول پکار دى چې دا شان هغوئ د قانون خلاف ورزۍ کولوته مجبور نه وي ـ د ټولو کانونو مالکانو ته د چاوديدونکو توکو په پوره ډول نۀ ورکول د دې ستونزې هيڅ مناسب هوارے نۀ دے ـ د حکومت له لورى د اخستل شوى دې ګام لکبله د کان کنستونکو کاروبار سره هم تړلي خلق ځپلے نۀ شي بلکې د هيواد په معيشت هم د دې زيان رسوونکي اثرات پريوځي ـ”

د سردار نديم حيات خان وينا وه چې د باردوخانو د مالکانو د تيروتنو سزا د کانونو د بنديدو په صورت کښې د کانونو مالکانو ته ورکولے شى ـ هغۀ د چکوال او جهلم د ضلعو ډى سى اوز څخه د چاوديدونکو توکو د کوټې د لائسنسونو نوو کولو غوښتنه وکړه کوم چې هر کال مارچ کښې کيږي ولې تر اوسه ؤنۀ کړے شول ـ

هغۀ زياته کړه :” حکومت دې د چاوديدونکو توکو د څارنې د پاره يو پيوست ميکانزم جوړ کړى، مونږ به ورسره په دې اړه پوره ملاتړ کوو ـ حکومت مو مجبوروى چې مونږ د سرګودهې او خوشاب د ضلعو د خوارى کښو او مالکانو په شان د کانونو بيا د نوى سره پرانستلو د پاره سړکونو ته راوځوو ـ”

د چکوال د ډى سى او شيرى ناز وينا وه چې حکومت له دې ستونزې په پوره ډول خبر دے او هغه وخت به دا ستونزه هوارولے شى کله چې د کانونو او بارود خانو د مالکانو لخوا د چاوديدونکو توکو د صحيح کارولو او د هغې د امنيت په حقله اثرناک ګامونه پورته کړے شي ـ هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې زياته کړه :” ټولو ډلو سره ليدل کتل شوي دي او څومره زر چې د چاوديدونکو توکو د امنيت باور ورکولے شى، ټولو کانونو کښې به يو ځل بيا کار پيل کيږى ـ مونږ دې حالاتو کښې د چاوديدونکو توکو په ازاد مټ د خرڅولو اجازه نۀ شو ورکولے ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here