د حکومتى دعوو برعکس د ٥٠ لکو نه زيات ماشومان سکول ته نۀ ځي

0
4273

لاهور (شهريار ورائچ) د پاکستان په آئين کښې هر ماشوم ته له معاوضې پرته د تعليم کولو حق ترلاسه دے خو د دې باوجود د پينځو نه شپږو کالو پورې د عمر د ٥٤ لکو نه زيات ماشومان سکول ته نۀ ځي ـ

د يونيسکو د راپور ترمخه پاکستان د سوئيلى ايشياء د هيوادونو کښې په وړومبى نمبر دے چرته چې د ټولو نه زيات ماشومان سکول ته نۀ ځي ـ وخت تيريدو سره سره دا شمير زياتيږي ځکه چې ماشومان سکول ته د تللو له عادتهڅنډه کوونکي جوړيږي ـ دې راپور کښې سرکارى سکولونو کښې د ورکړے کيدونکى تعليم د سود د نۀ جوګه کيدو لورى ته هم اشاره شوې ده ـ

سينئر ماهر تعليم پروفيسر ډاکټر رفيق احمد نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې يونيسکو د ٢٠١٥-٢٠٠٠ء په دوران ټوله نړۍ کښې د تعليم د فراختيا، د ماشومانو لوے شمير سکولونو کښې د تعليم ترلاسه کولو لورى ته رااړولو، د تعليم معيار ښۀ کولو، د لوستنې شرح کښې زياتوالى او د پرائمرۍ په کچ د زده کوونکو جينکو او هلکانو د شمير يو شان کولو په رنګ هدفونه ټاکلي وو ـ

هغۀ زياته کړه:” له بده مرغه کومه يوه شعبه هم داسې نشته چې پکښې پاکستان وياړ وکړے شى ـ تاسو له سياسى عزم پرته ټولو ماشومانو ته د تعليم د بې معاوضې ورکړه او د تعليمى معيار ښۀ کولو مقصدونه څۀ رنګ ترلاسه کولے شئ ؟”

د ميډيا او د تذويراتى ابلاغ د پوهانو د يوې ډلې لخوا د تعليم د ودې د پاره پيل کړے شوے کمپين د الف اعلان په يو راپور کښې انکشاف شوے دے چې يوازې پنجاب کښې د پيځو لکو نه زيات ماشومان سکول ته نۀ ځي ـ دا شمير په هغو ماشومانو مشتمل دے چې سکول ته خو لاړل ولې وروستو بيا تعليمى لړۍ بندولو ته مجبور شول ـ

د الف اعلان پروګرام ډائريکټر مشرف زيدى نيوز لينز پاکستان سره خبرو کښې ووئيل چې د بلوچستان ٦٢ سلنه ماشومان سکول ته نۀ ځي، سندهـ کښې ٥١ سلنه، پنجاب کښې ٤٧ سلنه او خيبرپښتونخوا کښې دا شرح ٤٣ سلنه ده ـ

هغۀ ووئيل :” پاکستان کښې د جينکو د پاره سکول کښې تعليم ترلاسه کول انتهائى ګران دي ـ د دې جينکو شمير د هغو څخه ډير زيات دے کومو چې چرته د سکول دروازه قدرے ليدلې نۀ ده ـ د حکومت ترڅنګ د سول سوسائټۍ ، مور پلار او مشهورو شخصيتونو له مرستې پرته ټولنه تعليم يافته کول ناممکن ده ـ”

مشرف زيدى زياته کړه :” مونږ ټول خلق په حکومت دباؤ اچولے شو چې هغه د تعليم د شعبې د پاره نور فنډز ځانګړي کړي او د هيواد د روښانه راتلونکى په خاطر ماشومانو ته د تعليم ورکولو د پاره پاليسۍ رامنځته کړي ـ”

٢٠١٤ء کښې د پنجاب د تعليم وزير رانا مشهود يو پريس کانفرنس کښې دا اعلان کړے ؤ چې يوازې د يو کال د مودې په دوران به ٣٥ لکه ماشومان سکولونو کښې تعليم ترلاسه کوي ـ هغه نيوز لينز پاکستان سره د خبرو اترو په مهال د حکومت د کارکردګۍ څخه مطمئن ښکاره شو ـ

هغۀ ووئيل :” د پرائمرى په کچ سکول ته د تلونکو زده کوونکو شرح ٨٠ سلنه ده ـ نور دا چې مونږ په پرائمرۍ په کچ د تعليم ترسره کوونکو هلکانو او جينکو ماشومانو د شمير په يو شان کولو د يوې سترې کارنامې ترسره کولو لورى ته روان يو ـ پنجاب حکومت ٤٦.٧١ ارب روپۍ د تعليم د پاره ځانګړې کړې وې چې د هرې کومې بلې صوبې نه زياتې دي دکوم نه چې د حکومت د دې اهمې شعبې د پرمختګ په حقله سنجيدګى په ډاګه کيږى ـ “

د تعليم او خبرتيا د ادارې چيئرمين ډاکټر نعيم حميد نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” حکومت د ستونزو هوارولو د پاره اثرناکه پاليسيو جوړولو ته پاملرنه نۀ کوى چې له امله ئې مور پلار خپلې ماشومانې د تعليم ترلاسه کولو د پاره سکول کښې نۀ داخلوي ـ تعليمى نظام کښې داسې خامۍ شتون لري د کومو له کبله چې ماشومان سکول ته تللے نۀ شي ـ “

د پنجاب پخوانے ګورنر چودهرى محمد سرور د ټولې د دې اهمې شعبې په اړه موجوده تعليمى نظام او حکومتى پاليسيو باندې سخت ټکونه کوي ـ

هغۀ ووئيل :” د تعليم يو شان نظام، د استاذانو د پاره د تنخاګانو غوره سکيل، د فيکلټۍ د تربيت د پاره اعلى تعليم يافته روزنه ورکوونکي، د وخت د ضرورت ترمخه نصاب، غربت کښې کمے او د روزګار د زياتو موقعو پيدا کولو نه علاوه مور پلار له خپلو ماشومانو ته د تعليم ورکولو د پاره د بيلابيلو کمپينونو چلولو په شان پاليسۍ د يو تعليم يافته او سائنسى ذهن لرونکې ټولنې جوړولو کښې په رښتيا مرستيالې ثابتيدے شي ـ”

چودهرى محمد سرور نيوز لينز پاکستان سره خبرو کښې زياته کړه :” دا بد بختى ده چې څوک د دې ستونزې هوارولو ته پاملرنه نۀ کوى چې قام سختې تباهۍ ته ورديکه کولے شى ـ مونږ سړکونو جوړولو ته زياته پاملرنه کوو او هغه اړخونه نظر انداز کوو چې د کوم قام د انسانى وسيلو د پرمختګ د پاره ضرورى دي ـ “

هغۀ زياته کړه :” دا خبره دا خفګان وړ ده چې بجټ کښې ځانګړي کړے شوي فنډونه د تعليم په شعبه لګولے نۀ شي ـ سول سوسائټى او اولس بايد اواز پورته کړي چې هغوئ ته د سړکونو، انډر پاسز او پلونو په ځائے د تعليم د غوره معيار او د صحت د نظام ضرورت دے ـ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here