د خوست ميوزيم اثار د سمبالښت د ودانۍ د ناموجودګۍ له کبله له خطرې سره مخ دي

0
3466

خوست ښار: د خوست د ميوزيم واکمن وائي، چې د تاريخي اثارو او د لاس د جوړ څيزونو(هينډى کرافټس) د محفوظ ساتلو د پاره د سمبالښت ودانۍ د نشتوالي له کبله په ميوزيم کښې موجود اثار د زيانمنيدو د خطرې سره مخ دي.

واکمن وائي، دغه ميوزيم خواؤشا څلور سوه تاريخي او د لاس د جوړشوو څيزونو اثار لري چې د اطلاعاتو او ثقافت رياست د ودانۍ په يوه وړه کوټه کښې په زړو الماريو کښې په غيرمنظمه توګهايښودې شوي دي.

د واکمنو په وينا، له همدې وجې د ورځې په دوران ورتلونکي سيلګري زياتره اثار يو خوا بلخوا اړوي، ځکه چې اثار په الماريو کښې يو د بل د پاسه ايښودل شوي دي.

د دغه ميوزيم مشر حبيب مندوزے وائي، ځينې مجسمې ، له تيږو جوړ شوي ديګونه، تورې او ځينې نور، زرګونه کلونه اوږد تاريخ لري چې د يو شمير هغو زوړوالے د يما باچا زمانې ته رسيږي.

هغه پژواک اژانس ته ووئيل: ((دلته مونږ د يو لوئېځناور يو غاښ لرو، چې پنځۀ کلو ګرامه وزن لرى. دا د کنيستلو په نتيجه کښې ترلاسه شوے او داسې ښکارى، چې زرګونه کلونه پخوانے دے.))

د ميوزيم مشر مندوزى دغه شان پژواک ته ووئيل، چې د يادو ټولو تاريخي او پخوانو اثارو د محفوظ ساتلو د پاره په ضرورى څيزونو مشتمل يوې ودانۍ ته ضرورت لري.

هغۀ زياته کړه: ((اثار مو ټول ګډوډ ايښودے دي. د اطلاعاتو او ثقافتد وزارت او نړيوالې ټولنې نه غوښتنه کوؤ، چې په دې برخه کښې مونږ سره پوره مرسته وکړي.))

نوموړي اندېښنه ښکاره کړه، چې که د خوست د ميوزيم د اثارو محفوظولوته پوره توجه ونه شي، بريښى د وخت تيرېدو سره ډېر اثار ورک او يا په يو نه يو ډول سمګل شي.

په عين حال کښې د خوست د اطلاعاتو او ثقافت رئيس محمد امين شاه الفت پژواک اژانس ته ووئيل، چې د ميوزيم د پاره د سمبالښت ودانۍ د جوړولو په برخه کښې ئې هلې ځلې شروع کړې دي.

هغه ووئيل: ((هغه کارونه چې مونږ سره ئې تعلق لرلو، هغه مو ټول خلاص کړي او خپل وزارت ته مو رسولي دي. نقشه هم جوړه شوې، خو د ښار جوړولو وزارت ته ئې پيسې نۀ دي ورکړې.))

الفت همدارنګه ووئيل،چې په کال ٢٠١٢ء کښې هندوستان هيواد د يو رسمي خط ترمخه، دوئ سره لوظ کړے وۀ چې د خوست ميوزيم د پاره نوې د سمبالښت ودانۍ ورته جوړوي.

د خوست د اطلاعاتو او ثقافتډائريکټر په کابل کښې د هندوستان له سفارته هيله وکړه، چې د ذکر شوى لوظ د عملي کولو د پاره له خپل حکومت سره دغه موضوع شريکه کړي.

د واکمنانو په وينا، د هفتې په دوران کښې درځنونه کسان په دغه ميوزيم کښې د موجودو تاريخي اثارو او هينډى کرافټس د منتقلۍ په مقصد ورځي.

د شيخ زيد پوهنتون يوتن طالبعلم حبيب الرحمن، چې په ميوزيم کښې د اثارو په منتقلۍ بوخت وۀ، پژواک سره په خبرو کښې د موزيم د پاره د ځانګړې ودانۍ له نشتوالي شکايت وکړو.

هغۀ ووئيل: ((زه دلته د اثارو منتقلۍ لهراغلے يم. اثار ټول يو بل باندې ايښودل شوي، سړےئې سم نه شي کتلى. زه فکر کوم چې ميوزيم پکار دي يوه خصوصى او لويه ودانۍ ولري.))

هم دا شانتجزيه نګاران په دې نظر دي، چې د علمى او تاريخي اثارو محفوظ ساتلو ته سمدستى توجه د هيواد په كچ ضرورت بللےشي او د ختميدو او سمګلنګنه ئې بايد محفوظ وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here