د خيبرپښتونخوا غريب اولس ته د صحت د اسانيو د بې معاوضې ورکړې په منصوبه تګ وداؤ جارى

0
4219

Victims of the attack, at the Lady Redding Hospital, Peshawar Ghulam Dastageer

پيښور (توصيف الرحمان) د خيبرپښتونخوا د صحت محکمې د يو کارمند وينا ده چې صوبائى حکومت بې وزله اولس ته د صحت د بې معاوضې خدماتو ورکولو د پاره يوه باضابطه منصوبه پيل کړې ده ـ

د عام صحت د دې نوې منصوبې پراجيکټ منيجر ډاکټر رياض تنولى نيوز لينز سره د خبرو اترو په وخت ووئيل چې “سوشل هيلتهـ پروټيکشن انى شى ايټو” په نوم د دې پيل کړے شوې منصوبې لاندې به د صوبې په ٢٦ کښې څلورو ضلعو کښې “محروم اولس” ته د صحت سهولتونه ورکولے شي ـ

دې څلورو ضلعو کښې مردان، مالاکنډ ، چترال او کوهاټ شامل دي ـ د ډاکټر رياض تنولى ترمخه د دې ضلعو انتخاب له دې امله ونۀ کړے شو چې د صوبې ترټولو غريب اولس ته دې د صحت اسانۍ ورکړے شي بلکې دا خبره هم انتهائى اهمه ده چې ټاکلے شوو ضلعو کښې دې د صحت بنيادى سهولتونه شتون ولري ـ

د پراجيکټ منيجر ډاکټر رياض تنولى ترمخه دا منصوبه په پينځو کالو مشتمله ده چې ١٣٩٩.١٥٦ ملين روپۍ لګښت به پرې راځي کومو کښې چې به ٨٨ سلنه يعنى ١٢٣٣.٢٥٦ ملين روپۍ مرسته د جرمنى حکومت د کے ايف ډبليو بنک له لارې ورکوي او پاتې ١٢ سلنه يعنى ١٦٥.٥ ملين روپۍ به د خيبرپښتونخوا د حکومت له لورى ورکولے شي ـ

د ١٥ـ٢٠١٤ء د بجټ دستاويز ترمخه صوبائى حکومت صوبه کښې د صحت شعبې د پاره ٦.١٧ سلنه بجټ بيل کړے دے ـ

ډاکټر رياض تنولى وائى چې سوشل هيلتهـ پروټيکشن انى شى ايټو به جون ٢٠١٥ء کښې پيل کيږى ـ د دې به د هيواد د څو لويو انشورنس کمپنيو څخه يو سټيټ لائف پاکستان انتظام کوى ـ کمپنى به ټاکلو ضلعو کښې په خپل پينل د شاملو هسپتالونو په ذريعه خدمات ورکوي ـ

هغۀ ووئيل چې حکومت بے نظيرانکم سپورټ پروګرام( بى آئى ايس پى) ته درخواست کړے دے چې هغه دې د بې وزله کورنيو کوائف وروسپارى کوم چې به انشورنس کمپنۍ ته ورکولے شى ـ

د بے نظير انکم سپورټ پروګرام (بى آئى ايس پى ) د غريبې ابادۍ د اندازې د کره کتنې د کارډ له لارې به د حقدارو کورنيو پيژندګلو کولے شى ـ

بى آئى ايس پى حقدارو کورنيو ته د غير مشروطې مرستې ورکولو پروګرام دے چې د پاکستان پيپلزپارټۍ (پى پى پى) د تير حکومت په دور کښې پيل کړے شوے ؤ ـ د دې پروګرام د لاندې د کمې ګټې کورنيو ته مياشته ايزه مرسته ورکولے شى ـ

١١ـ٢٠١٠ء کښې د پاکستان پيپلز پارټۍ حکومت د غربت د اندازې لګولو د پاره د خصوصى سروے لاندې د غريبو کورنيو پيژندګلو وکړه چې بنياد ئې د دغه کورنيو په شمير، پنګو او نور د پيمائش وړ په عواملو ؤ ـ

د بى آئى ايس پى د ويب سائټ ترمخه د ټول هيواد په کچ پاورټى سکورکارډ سروے سوئلى ايشيا کښې د خپل ډول وړومبۍ سروے وه چې له امله ئې بى آئى ايس پى د دې جوګه شو چې د پراکسى مينز ټيسټ (پى ايم ټى) په ذريعه د حقدارو کورنيو پيژندګلو وکړے شى کوم کښې چې د هرې کومې کورنۍ د خيرښيګړې د مقام تعين د صفر څخه د ١٠٠ سکيل په اساس کولے شى ـ

ډاکټر رياض تنولى د يادې منصوبې د هدفونو په اړه د خبرو کولو په مهال ووئيل :” حکومت د خلقو د صحت غوره اسانيو پورې رسد نۀ يوازې زياتولو غواړى بلکې په صحت لګيدونکي د هغوي خرڅونه هم کمول غواړى ـ “

د انټرنيشنل ليبر آرګنائزيشن (آئى ايل او) ترمخه د سماجى صحت د تحفظ مطلب ” د پيداوار کمے ، د اجرت بنديدل يا دې کښې کمے راتلل يا د صحت د خرابۍ له امله په ضرورى علاج د لګيدونکو خرڅونو په وجه د سماجى او معاشى دباؤ په ضد ترسره کيدونکي اولسى يا په اولسى توګه منتظم او په ذاتى ډول پيل کړے شوي ګامونه دي ـ “

د سټيټ لائف انشورنس کمپنۍ يو کارمند ، چا چې د نوم نۀ ښکاره کولو په شرط ځکه چې هغۀ ته ميډيا سره د خبرو اترو کولو اجازه نشته، ووئيل چې د کورنۍ په سر به ١٧ سوه رويۍ کليز پريميم ادا کولے شى ـ هغۀ ووئيل :” هرې کورنۍ ته به يو کارډ جارى کولے شى چې يو مخصوص نمبر او د کورنۍ د مشر نوم به پرې ليکلے وى ـ “

هغۀ ووئيل چې د کمپنۍ لخوا به هر تن ته د کال ٢٥ زره روپو پورې د صحت اسانۍ ورکولے شى ـ د دې پيکيج لاندې به د ٤٩٧ رنځونو علاج کولے شى چې پکښې پيښې ، د ماشومانو زيږون، د ماشومتوب عام رنځونه، د عامې بڼې عمليات او نور رنځونه شامل دي ـ

د مردان ضلعې د شهباز ګړهې کلى اوسيدونکى محمد نواب د صوبائى حکومت له لورى په پيليدونکې دې نوې منصوبه د خوشحالۍ څرګندونه وکړه ـ

هغۀ ووئيل :” دا وخت مونږ سرکارى هسپتالونو کښې ويړيا دارو درملو او د عملياتو آلاتو ته رسد نۀ لرو د کومو په اخستو چې ډير زيات خرڅونه راځي ـ کۀ دا څيزونه د انشورنس لاندې ورکولے شى نو دا به د هغو خلقو د پاره ډير لوے خبر وى چې له دې د اخستو توان نۀ لرى ـ “

د مالاکنډ ضلعې اوسيدونکى شاهد خان نيوز لينز سره په خبرو کښې ووئيل :” ما سره د بى آئى ايس پى له لورى جارى کړے شوے کارډ دے د کوم لاندې چې زۀ ١٥ سوه روپۍ مياشت اخلم ـ د حکومت ياده انشورنس پاليسى به په لازمى ډول زما معاشى کړمې کمې کړي ځکه چې د رياست لخوا په صحت د کيدونکو خرڅونو په مد کښې به مرسته ورکولے شى ـ “

ډاکټر رياض تنولى ووئيل چې د دې منصوبې لاندې هسپتالونو کښې به دعلاج د پاره په پرتو رنځورانو لګيدونکي خرڅونه ورکولے شي ـ هغۀ ووئيل چې د يوې اندازې ترمخه خواؤشا اعشاريه اووۀ ملين کسان به له دې منصوبې ګټه پورته کړي ـ

ډاکټر رياض تنولى ووئيل چې په منصوبه د عمل درآمد يونټ (پى آئى يو) به نۀ يوازې د دې منصوبې نګرانى کوى بلکې د دې معيار به هم ښۀ کوى ـ د کے ايف ډبليو بنک لخوا د دې منصوبې د مانيټرنګ او اويويليوايشن د پاره د يو فرم خدمات ترلاسه کړے شوي دي چې دې لړ کښې به پى آئى يو سره مرسته کوى ـ

د عام صحت ماهر ډاکټر عبدالطيف د حکومت له لورى د صحت د بې معاوضې سهولتونو ورکولو د دې منصوبې هرکلے وکړو خو د بيلابيلو انديښنو څرګندونه ئې هم وکړه ـ

هغۀ ووئيل :” په خيالى توګه دا يوه غوره منصوبه ده لکه چې دې سره به د اولس د صحت معيارى اسانيو پورې رسد ممکن شى له کومو چې هغوي محروم دي ـ “

خو ولې هغۀ ووئيل چې د يادې منصوبې پيل کيدو سره به صوبه کښې د صحت د سهولتونو د ورکړے نظام نور د ستونزو ښکار شى ـ

د خيبر پښتونخوا د صحت محکمې د سرکارى ويب سائټ ترمخه صوبه کښې ٢١ ضلعى هيډ کوارټرز هسپتالونه، ١٩ تحصيل هيډ کوارټرز هسپتالونه، ٨٦ کليوال طبى مرکزونه او ٧٨٤ د بنيادى صحت مرکزونه قائم دي ـ صوبه کښې ٨٩٢ د تدريسى کيډر ډاکټران ، ٣٦٤٩ميډيکل افسران، ٢١٣ ډينټل سرجنان او ٣٠٦٦ نرسانې خدمات ترسره کوي ـ

ډاکټر عبدالطيف تجويز ورکړو چې حکومت ته په ټاکلو ضلعو کښې نۀ يوازې د هيلتهـ ورکرز شمير زياتول پکار دي بلکې د صحت د اسانيو ورکولو نظام دې هم غوره کړے شى ـ هغۀ ووئيل چې حکومت بايد دې هسپتالونو ته د تشخيص نور سامانونه او د عملياتو آلات ورکړي ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here