د خيبرپښتونخوا په جيلونو کښې د طبى اسانيو نيشت، ايچ آئى وى ايډز او هيپاټائټس سى خوارۀ شول

0
4207

پيښور ( وصال يوسف زئى ) پلوشه خان او د هغې دوه بچي د تيرو دوو کالو راسې سنټرل جيل پيښور کښې ميشتۀ دي ـ د هغوئ د هيپاټائټس سى وائرس (ايچ سى وى) تشخيص شوے دے ـ پلوشه ماهر ډاکټرانو ته رسائى لرى او نۀ هم سنټرل جيل پيښور کښې د علاج معالجې دومره اسانۍ ورکړے شوي دي چې اډاڼه پرې ولرلے شى ـ هغې ووئيل :” زما صحت نور خرابيدے شى او ما سره اوسيدونکي هم له دې ناروغۍ ځپلے کيدے شى ـ جيل کښې حالات ډير زيات خراب دي ـ “

نيوز لينز پاکستان ته د خيبرپښتونخوا د جيلونو محکمې له لخوا معلوماتو ته د رسيدو د حق په درخواست د ترلاسه شوې شمير شميرې ترمخه د صوبې په ٢٢ جيلونو کښې دوه قيديان د ايچ آئى وى او ٥٣ نارينه او دوه ميرمنې د هيپاټائټس سى نه متاثره دي ـ د خيبرپښتونخوا په ٢٢ جيلونو کښې د ګنجائش نه زيات ٥٠٣ قيديان سزا خوري او د ٨٠٩١ بنديانو ګنجائش دے، د رنځونو او بيلابيلو ناروغيو د ښکار کيدونکو بنديانو د پاره ١٤ سړي او دوه ښځينه ډاکټران، ٣٨ طبى تکنيک کار او نهه د نفسياتو ماهرانې ميرمنې خدمات ترسره کوي ـ

خو ولې د روان کال په مئى کښې د جے يو آئى (ف) د قانون سازې نجمه شاهين په پوښتنه خيبرپښتونخوا اسمبلۍ ته د جيلونو د صوبائى محکمې له لورى د ليږلې شوې شمير شميرې ترمخه د صوبې څلورو سنټرل جيلونو، ١٠ ډسټرکټ جيلونو، څلورو سب جيلونو او ګڼو حوالاتونو کښې د سړو او ښځو قيديانو ګنجائش په ترتيب ٧٧٩٣ او ٢٩٨ دے ـ دا وخت ټوله صوبه کښې ٩٣٢٠ سړي او ١٩٣ ښځې سزا خوري ـ

پيښور کښې د کار کوونکى يو غير سرکارى تنظيم وائس آف پرزنرز مشر نور عالم خان نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې جيل کښې د سکريننګ ټيسټ کولو د پاره هيڅ ااسانۍ نيشته کوم څخه چې دا معلومه شى چې آيا قيديان د مرګونى رنځونو لکه د ايچ آئى وى او هيپاټائټس سى ښکار دي يا نه ـ

سنټرل جيل پيښور کښې بندى ياسين خان نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل چې کله يو کال وړاندې هغه جيل کښې بند کړے شو نو د هغۀ هيپاټائټس سى نۀ وۀ ـ

ډاکټران اوس دا وائى چې هغه د دې خطرناکې ناروغۍ ښکار شوے دے ـ هغۀ د دې ذمه وارى جيل کښې د صفائى په ناوړه انتظاماتو ورواچوله د کومې له کبله چې هغه له دې ناروغۍ ځپلے شوے دے ـ هغۀ ووئيل :” جيل کښې د حاجت ځايونو شمير پوره نۀ دے او دې کښې هم د لوے شمير د هره ورځ په بنياد صفائى نۀ کيږى چې له وجې ئې د قيديانو ستونزې نورې زياتيږي ـ په يو ريزر د ډيرو بنديانو حجامت کولے شى کومه چې زما د هيپاټائټس سى نه د متاثره کيدو يو اهم لامل کيدے شى ـ “

د خيبرټيچنګ هسپتال پيښور اړوند ميډيکل افسر ډاکټر عمر خان ترمخه جيلونو کښې د قيد ميرمنو د هيپاټائټس سى نه د متاثره کيدو انديښنې زياتې دي ځکه چې د بال بچ کيدو اسانۍ ورنۀ کړے شوې ـ هغۀ ووئيل چې ليبر روم کښې د ميرمنو د علاج د پاره ناوړه طبى آلاتو او زړو سرنجون استعمال کولے شى ـ

هغۀ زياته کړه چې قانون د هغو قيديانو د پاره نرميږى چې د خطرناکو رنځونو څخه متاثره وي، چې جيل کښې ئې علاج ممکن نۀ وى يا هغه قيديان چې د مرګ په خلۀ کښې پراتۀ وى ـ

ډاکټر عمر خان ووئيل چې زمونږ په جيلونو کښې په دې قاعدو عمل نۀ شى کولے ـ

ډاکټر عثمان ووئيل :” د پيښور په سنټرل جيل کښې د شپږو مياشتو نه پينځو کالو پورې د عمر ١٩ ماشومان قيد دي ـ دا ټول ماشومان له دې رنځونو ځپلې کيدے شي د کومو چې د جيل د دې زيان ورکوونکى ماحول څخه ژغورلو د پاره څۀ ګامونه وانۀ خستلے شول او د ماشومانو د خوندى کولو ايکټ هم موجود دے ـ حکومت دې جيل ته د راتلونکو نوؤ قيديانو سکريننګ لازمى کړى چې دا شان ايچ آئى وى او هيپاټائټس سى ځپلي قيديان ځانله وساتلے شى ـ”

د سنټرل جيل پيښور يو افسر د نوم نۀ ښودلو په شرط ووئيل چې د سنټرل جيل پيښور د ٢٢ سوو قيديانو د پاره په ٢١ بسترو مشتمل د سړو او په پينځو بسترو مشتمل د ښځو هسپتال شتون لرى ـ

د خيبرپښتونخوا د وزيراعلى د جيلونو د پاره صلاح کار ملک قاسم خان خټک نيوز لينز پاکسستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې صوبائى حکومت د صوبې ټولو جيلونو کښې د علاج معالجې غوره اسانۍ ورکوي ـ

هغۀ هيپاټائټس سى او ايچ آئى وى ځپلو ناروغانو ته د علاج معالجې د مناسبو اسانيو ورکولو په حقله د حکومتى هڅو په لړ کښې وينا کولو سره ووئيل چې د دې رنځونو د علاج د پاره وخت پکار وى او حکومت په دې اړه خپلې غوره هڅې کاروي ـ

ملک قاسم خان خټک زياته کړه :” مونږ تل دا خبره غوښتې ده چې سنټرل جيل پيښور کښې دې د خيبرپښتونخوا د صحت د محکمې په مرسته د مرګونى رنځونو په حواله منصوبه پيل کړے شى ـ د دې منصوبې د پاره د صحت محکمې ته تجويزونه ليږلے شوي دي خو د فنډز د کمى له کبله دا پراجيکټ پيل نۀ شو ولې اوس مونږ زر تر زره د دې د پيل کيدو په حقله هيله لرو ـ”

د خيبرپښتونخوا د وزيراعلى د قانونى چارو صلاح کار عارف يوسف نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې دا خبره ومنله چې د خيبرپښتونخوا په جيلونو کښې د علاج معالجې د اسانيو فقدان دے ـ

هغۀ زياته کړه :” زه له دې رښتياؤ په پوره توګه خبرو يم چې جيلونو کښې د ډاکټرانو او په ځانګړى توګه د ښځينه ډاکټرانو کمے دے ـ دا د بشرى حقونو اساسى ستونزې دي او حکومت د دې ستونزو هوارولو په حقله غور او فکر کوى او د قيديانو د کړمو کمولو د پاره خپلې غوره هڅې کاروي ـ “

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here