د خيبرپښتونخوا په ځوانانو کښې د نشو استعمال زيات شو

0
4581

پيښور (اظهار الله) د خيبرپښتونخوا صوبې دارالحکومت پيښور کښې په نشه د اخته ؤ کسانو د بحالى د پاره د کار کوونکى يو لوے تنظيم ترمخه ځوانانو کښې د نشو استعمال زياتيږي ـ

د دوست ويلفيئر فاؤنډيشن د مانيټرنګ او ايويليو ايشن منيجر اعزاز الدين ووئيل :” صوبه کښې د نشې د عادى کسانو د پاره د علاج معالجې د مناسبو سهولتونو د نۀ شتون مطلب دا دے چې په نشه د اموخته ١٦ لکو کسانو ژوند خطرو سره مخ دے ـ “

خيبرپښتونخوا کښې په نشه د اموخته کسانو د بحالۍ د پاره په ټولو اسانيو معموره يوازې يو سنټر کار کوى، دوست ويلفيئر فاؤنډيشن ١٩٩٢ء کښې د خپل پيل نه پس تر اوسه د ٢٦ څخه ٢٧ زرو د نشې د عادى کسانو علاج کړے دے ـ د دې د بحالۍ په مرکز کښې په يو وخت ٣٥٠ رنځوران پاتې کيدے شي ـ د نشې د عادت بالغانو په علاج د ٤٥ نه ٧٥ او د ماشومانو په بحالۍ د دريو مياشتو پورې لګي ـ

دوست فاؤنډيشن دا وخت په نشو د اموخته ٥٠ هلکانو او دوو سوو کسانو علاج کوى چې پکښې ١٥ ماشومان او ١٥٠ کسان د ايچ آئى وى ايډز ښکار دي ـ

اعزاز الدين نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” د رنځورانو په اکثريت کښې ايچ آئى وى مثبت دے ـ د ايچ آئى وى ايډز د رنځورانو اکثريت په افغان کډوالو او د نورو هيوادونو څخه ډيپورټ کړے شوو وګړيو باندې مشتمل دے ـ “

خيبرپښتونخوا صوبه کښې په نشو د اموخته کسانو د دومره لوے شمير يوه وجه دا هم ده چې د دې ٢٣٤٠ کلوميټره اوږده پوله افغانستان سره پيوست ده ـ نشې اسانۍ سره او انتهائى کم نرخ باندې شتون لري ـ د ملګرو ملتونو د ډرګز او کرائم د دفتر (يو اين ډى او سى) د تير کال د خور شوى يو راپور ترمخه پاکستان کښې ٦٧ لکه کسان نشې کاروي چې پکښې د ٤٢ لک پنځوس زره ژوند هم په نشو اډاڼه دے ـ

د راپور ترمخه د ١٥ نه د ٦٤ کالو د ٨٠ لکو نه زيات پاکستانيان نشې استعمالوي کومو کښې چې ٥٠ لکه حشيش يا په عمومى ډول د مشهور چرسو استعمال کوي ـ د ياد راپور ترمخه پاکستان کښې د کال ٤٤ ټن پوډر استعمالولے شى ـ د افغانستان څخه د پاکستان په لاره د کال ١١٠ ټن هيروئن او مورفين نړيوالو منډيو ته قاچاق کولے شى ـ

٤٠ لکه کسان قنب کاروي، دا په پاکستان کښې استعماليدونکې تر ټولو عامه نشه ده ـ

د دې رپورټ ترمخه په نشو د اخته ؤ کسانو اکثريت د ٢٥ نه د ٣٩ کالو ترمنځه دے ـ ٦٧ لکو کښې ٤٠ سلنه د بې وزلۍ او ذهنى دباؤ له کبله او پاتې د خوند ترلاسه کولو د پاره د نشو استعمال کوي ـ

ياد راپور کښې دا انکشاف شوے دے چې د نړۍ ٧٤ سلنه افيم افغانستان کښې کرلے شى چې پکښې ٤٠ سلنه پاکستان، ٣٤ سلنه ايران او پاتې روس او د منځنۍ ايشياء د نورو رياستونو په ذريعه ټولې نړۍ ته سپلائى کولے شى ـ ماهران دا باور لري چې دا هغه بنيادى وجه ده چې له امله ئې خيبرپښتونخوا، چې د بلوچستان په شان يوه پوله ايزه صوبه ده چرته چې د نشو د استعمال رجحان عام دے، کښې په نشه د اموخته کسانو شمير زيات دے ـ

خيبرپښتونخوا کښې په نشه د اخته ؤ ١٦ لکو کسانو د پاره د بحالۍ ١٦ مرکزونه قائم دي چې پکښې ځينې د بيلابيلو قومى او نړيوالو غيرسرکارى تنظيمونو په مرسته کار کوي ـ

نشو کښې حشيش، مورفين، هيروئن،ګليو وغيره شام دي چې پيښور ښار او په ځانګړې توګه افغان پولې سره پيوست د خيبرايجنسۍ قبائلى مقام سره نزدې کارخانو ماکيټ څخه په اسانه او انتهائى کم نرخ شتون لري ـ

تير کال د يو اين ډى او سى د رپورټ پرانستې دستورې ته خطاب کولو کښې د خيبرپښتونخوا صوبې د صحت وزير شهرام ترکئ دا راپور د واکمنو د پاره ” د خطرې غږ ” ګرځولے ؤ چې دا شان هغوئ د نشو د اژدها ختمولو د پاره کار وکړي ـ هغۀ وئيلي وو :” ځوانانو کښې د نشو زياتيدونکے استعمال انديښمن دے ـ”

د خيبرپښتونخوا سينئر پوليس افسر محمد على بابا خيل ځوانانو کښې د نشو زياتيدونکے استعمال غوښتنې او رسائۍ سره وتړلو ـ هغۀ ووئيل :” زما خيال دے چې د دې بنيادى لاملونو کښې (د نشو) طلب او رسد، د مور پلار او استاذانو د کنټرول نشتوالے، انټرنيټ پورې رسائى او ټولنه کښې زياتيدونکے ډپريشن دے ـ”

هغۀ ووئيل چې هر څو کۀ د نشو د مخنيوى ځواک د نشو د قاچاق او د دې په شتون د قابو موندلو د پاره ټول ګامونه اخلي خو پوليس ته د نشو د ديو قابو کولو د پاره تر اوسه د اولسى مرستې ضرورت دے ـ وړاندې دا چې هغۀ ووئيل چې تعليم او د مخنيوى تدبيرونه د نشو د استعمال د مخې نيولو په لړ کښې انتهائى اهم دي ـ

محمد على بابا خيل ووئيل :” زما خيال دے چې د نشو د استعمال د مخې نيولو د پاره د مخنيوى تدبيرونو او تعليم د نکاتو په رڼا کښې بايد اساسى کړنلاره جوړه کړے شى ـ”

خيبرپښتونخوا حکومت د نشو د کارونې په رجحان د قابو موندلو د پاره د دوست فاؤنډيشن مرستې د لوظ څرګندونه کړې ده د کوم په سؤب چې دوست فاؤنډيشن او د سماجى ښيګړې صوبائى محکمه په ګډه په نشه د اموخته کسانو د بحالۍ منصوبه جوړوى ـ

تير وخت کښې د دوست فاؤنډيشن د صوبې بيلابيلو سيمو کښې د نشو د عادى کسانو د لټون او د هغوئ د ممکنه بحالۍ د پاره ١٦ سيمه ايزو سنټرو کار کړے دے ـ دا سيمه ايز مرکزونه بند کړے شوي دي ځکه چې د فاؤنډيشن لخوا د بنيادى صحت د سرکارى مرکزونو کارمندانو ته دا روزنه ورکړے شوې ده چې په نشه د اموخته کسانو د پيژندګلو نه علاوه د هغوئ مرسته وکړي ـ

اعزازالدين ووئيل چې د حکومت او دوست فاؤنډيشن په مرسته به بيلابيلو ضلعو کښې د بنيادى صحت مرکزونه په نشو اموخته کسان د نور علاج د پاره فاؤنډيشن ته استوي ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here