د سندهـ حکومت سوکړې ځپلې تهر کښې د اوبو پاکولو په پلانټونو د کبانو د فارم جوړولو پريکړه

0
4890

: Photo By News Lens Pakistan / Amar Guriro

کراچۍ (امر ګرړو) سندهـ حکومت سوکړې ځپلې تهر صحرا کښې د اوبو پاکولو د پاره لګولے شوو پلانټونو کښې د دې عمل په دوران بچ شوو ترخو اوبو کښې د کبانو فارمنګ پيل کوى ـ

په دې پلانټونو به د کبانو د فارمنګ پيل د جولائى څخه کيږى ـ واکمنو په دې فارمونو ترخو اوبو کښې د پايدونکو کبانو د ستاتنې پريکړه کړې ده او دا باور لرى چې دې ګام سره به د تهر د اوسيدونکو د پاره د روزګار موقعې پيدا شي د کومو اکثريت چې د غربت له کرښې په لاندې ژوند تيرولو مجبور دے ـ

د پيپلز پارټۍ سينيټر او تهر کښې د سوکړې ځپلې ابادۍ د بحالۍ د پروګرام مشر تاج حيدر ووئيل :” دا يو انقلابى ګام دے چې ورسره به سيمه کښې ډاګيزه پرمختګ کيږي ـ له دې چې څۀ ګټه ترلاسه کيږي، هغه به د دې سيمې په پرمختګ لګولے شى ـ”

هغۀ نيوز لينز پاکستان ته په ټيلى فون مرکه ورکولو کښې ووئيل چې د فارمونو د پاره به صوبائى حکومت خپل فنډز نۀ استعمالوي بلکې د اوبو پاکونکو پلانټونو نصب کوونکې واټر پيور يفيکيشن کمپنى به د کارپوريټ سوشل رسپانسيبلټى لاندې د کبانو دې فارمونو ته فنډنګ ورکوي ـ هغۀ زياته کړه چې د کبانو دا فارم به د اوبو صفاکوونکى هر پلانټ باندې جوړولے شى ـ

د سندهـ د تهر صحرا د تيرو دريو کالو راسې سختې سوکړې سره مخامخ ده ـ د سندهـ حکومت د شمير شميرې ترمخه د سمبر ٢٠١٣ء نه مئى ٢٠١٥ء پورې د سختې سوکړې له کبله تهر پارکر کښې ١٠٥٣ کسان په حق ورسيدل چې پکښې ١٥٩ سړي، ١٦٨ ښځې او د پينځو کالو نه د کم عمر ٧٢٦ ماشومان شامل دي، هم د دې مودې په دوران د خوراک د کمى له کبله ٣٨١٤ څاروي هم مړۀ شول ـ

د سندهـ حکومت يو لوے ريليف اپريشن پيل کړے ؤ چې پکښې د زمکې دننه ترخې اوبۀ صفا کولو سره د څښلو جوګه کولو د پاره د پلانټونو لګول هم شامل وو ـ په دې اړه د ٧٥٠ پلانټ لګولو منصوبه جوړه کړے شوه کومو کښې تر اوسه يوازې هم ٣٤٥ نصب کړے شوي دي ـ

د سندهـ حکومت د تيلاپيا کبانو د ساتلو منصوبه بندى کوى چې ورسره ځائى ابادۍ ته ګټه رسيدے شى ـ دا وخت د اوبو پاکولو ټولو پلانټونو باندې دروند مقدار کښې ترخې اوبۀ بچ کيږى چې تر اوسه ضايع کولے شى ولې د سندهـ حکومت د دې د کبانو د فارمنګ د پاره د کارولو منصوبه بندى کوى ـ

اوسموسز معکوس د انتهائى خيچنو او ترخو اوبو پاکولو يوه طريقه ده ـ د دې عمل په دوران د اوبو زور راوړلے شى چې هغه د نيم مسامدارې جهلۍ نه مخالف لورى ته مخه وکړى ـ

خو ولې پاکې اوبۀ د جهلۍ څخه تيريږى او خيچنې ترخې اوبۀ شا ته پاتې کيږى ـ د سندهـ صوبائى حکومت په ټينکونو کښې پاتې کيدونکو دې اوبو کښې د کبانو د ساتلو منصوبه جوړوى ـ

ځائى خلقو په دې پريکړه د حيرانۍ څرګندونه کړه ده او وئيلى ئې دي چې دې سره به د تاريخ د سختې سوکړې د اثراتو په کمولو کښې لاس مرسته تر لاسه نۀ شى ـ د تهرپارکر مټهى ښار سره اړوند سماجى کارمند بهارومل عمرانى نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” حکومت د ګډو په تحفظ کولو کښې ناکام شوے دے د کومو چې دا صحرا د استوګنې طبعى ځائے دے، هغه صحرا کښې د کبانو فارمنګ رامنځته کولے نۀ شى، دا د تهر د خلقو د پاره هغوئ پورې د خندا نه زياته هيڅ نۀ دي ـ” هغۀ غوښتنه وکړه چې حکومت ته د دې بڼې د متنازعه منصوبې پيل کولو په ځائے بايد په عملى توګه څۀ وکړى ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here