د سندهـ د اوبو د شاړو تلاؤنو د اوچيدو خطرې زياتې شوې

0
4160

کراچۍ ( امر ګريړو ) د سندهـ په ويړه سيمه د اوبو خوارۀ تلاؤنه د بيلابيلو نسلونو د کډوالومارغانو او ځنګلى ځناورو د استوګنې ځايونه دي خو اوس دا په مزه مزه په اوچيدو دي ـ

ځائى خلق د څښلو د پاکو اوبو د پاره د اوبو په دې تلاؤنو اډاڼه لري، د کومو چې دا خيال دے چې کۀ سمدستى اقدامات ونۀ کړے شول نو د اوبو دا تلاؤنه به سوکړه ووهي ـ

د عمر کوټ ضلعې خواؤشا کښې د مچى مارو د وړوکى شان کلى ګوټهـ بچل ملاح اوسيدونکى منظور ملاح نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” تيرو وخت کښې به دې تلاؤنو کښې تازه اوبۀ ذخيره کيدې او مونږ به د کبانو ښکار کولو ـ د اوبو په کچ کښې د کمى او خيچنتيا له امله دې تلاؤنو کښې اوس کبان ناؤياته شوي دي ـ دا انديښنې زياتيږي چې مونږ به ډير زر له دې تلاؤنو بې برخې شوـ”

اچهړوتهر يا سپينه صحرا د سندهـ صوبې په خيتز کښې هندى پولې سره پيوست ده او د سانګهړضلعې، عمرکوټ او خيرپور ځينې برخې د دې صحرا په حدونو کښې راځي ـ اچهوتر د يوې ستونزمنې شاړې په توګه پيژندلے شى چرته چې د اوبو ګڼ ځايونه موجود دي کومو کښې چې زياتره تر دا وخت دريافت نۀ شول ـ

د عمرکوټ ضلعې د دهورونارو ټاؤن د اوسيدونکى حسين ملاح ترمخه د اوبو مشهورو تلاؤنو کښې باکار ( دا ضلع سانګهړ کښې کهپرو سره نزدې شتون لرى)، چې د کهپروجهيل په توګه پيژندلے شى، کلنکار، پالارو، بودار، سروئى، دائى سائين، برتهى، موداکر او ګڼ نور پکښې شامل دي ـ ولې اوس د اوبو دا تلاؤنه انديښمن رفتار سره اوچيږي ـ

د ورلډ وائلډ لائف فنډ( ډبليو ډبليو ايف ) واکمنو د اوبو د دې صحرائى تلاؤنو د اوچيدو د لاملونو معلومولو د پاره د يوې څيړنې بندوبست وکړو د کوم څخه چې دا په ډاګه شوه چې د دې لامل يا خو د موسمونو بدلونونه دي لکه د بارانونو کميدل وغيره يا د اوبو استعمال لکه څنګه چې د اوبۀ خور په طريقه کار کښې د بدلون له امله د اوبو په دې تلاؤنو منفى اغيزې کيږي ـ

ورلډ وائلډ لائف فنډ فار نيچر……..د ډبليو ډبليو ايف پاکستان د پروګرام انډس فار آل ډائريکټر ربنواز ووئيل :” د اوبو صحرائى تلاؤنه انتهائى اهم دي ځکه چې ټوله نړۍ کښې د دې شتون غير معمولى دے ـ دا د ماحولياتو نظام ته يو داسې جزو وربرابروى چې د خپلې حياتياتى بڼې له اعتباره د ځانګړتيا وړ دے ـ “

هغۀ دا تصديق وکړو چې د اوبو دا تلاؤنه اوچيږي چې ورسره به د انسانانو او ځناورو ابادى اغيزمنه کيږى ـ رب نواز زياته کړه :” د اوبو د وسيلو انتظام کول په حقيقت کښې د ماحولياتو د دې نظام منتظم کولو برابر ده ـ دا انتهائى ضرورى ده چې د اوبو د کم نه کم او زيات نه زيات کچونو دې نۀ يوازې ټاکنه وکړے شى بلکې د دې په ځائے ساتلو د پاره دې ګامونه هم پورته کړے شى ـ د دې ترڅنګ فلورا دې د څاروو او سيلاب څخه محفوظ کړے شى ـ”

د سندهـ د اوبو دا حيرانوونکى تلاؤنه نۀ يوازې د کبانو، کډوالو مارغانو او سيمه کښې د اوسيدونکو نورو ځنګلى ځناورو د پاره انتهائى اهم دي بلکې د مچى مارانو د ځائى ابادۍ زيات روايتى رسمونه هم دې تلاؤنو سره اړوند لري ـ

په کلنکار تلاؤ د مچى مار په توګه کار کوونکى صالح محمد ووئيل :” تيرو وختونو کښې چې کله د دې تلاؤنو حالت لږ ډير ښۀ ؤ نو هغه وخت به ځائى مچى مارانو خپلو خپلوانو ته بلنې ورکولې او د هغوئ به ئې د کب په پخلى درناوے کولو ولې تلاؤنو کښې د کبانو کميدونکى شمير په دغه دستورو منفى اثرات غورځولي دي ـ”

د ځنګلى ژوند د تحفظ د محکمې د سندهـ کنزرويټر جاويد احمد مهر وائى :” د صحرائى ځنګلى ژوند سلامتيا د اوبو په څۀ قسمه تلاؤنو باندې اډاڼه نۀ لرى د کوم له امله چې زما خيال نۀ دے چې د اوبو د دې تلاؤنو اوچيدو سره د ځنګلى ځناورو سلامتيا اغيزمنه کيدے شى ـ “

هغۀ نيوز لينز سر خبرو اترو کښې ووئيل چې تيرو وخت کښې د يخو سيمو څخه د کډه کوونکو مارغانو د اوبو د دې تلاؤنو په خواؤشا کښې د موجودګۍ اطلاع ترلاسه وه ځکه چې دې کښې په کڼ شمير کښې کبان وي ولې د ځنګلى ژوند بل کوم ډول دې تلاؤنو پورې اډاڼه نۀ لرى ـ جاويد احمد مهر زياته کړه :” خو ولې، مونږ دې تلاؤنو کښې د خيچنتيا د کچ ناپ کولو د پاره د څۀ ډول کومه څيړنه ونۀ کړه ـ”

دا اندازه تراوسه ونۀ لګولے شوه چې د سپينې صحرا د اوبو په ځانګړو تلاؤنو کښې د اوبو په ښکته تلونکې او د تريخوالى زياتيدونکے کچ څۀ رنګ د ځنګلى ژوند د پاره د خطرو لامل ګرځى ځکه چې په دې اړه د ځنګلى ژوند خوندى کولو د سندهـ محکمې د هيڅ ډول سروے ترسره نۀ کړه ـ

 

 

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here