د ضرب عضب عملياتو يو کال وشو،د عسکريت خوښۍ مخنيوى له د نورو ګامونو اخستو ضرورت

0
3481

: Photo By News Lens Pakistan / Matiullah Achakzaiپيښور (اظهار الله) د پاکستانى فوځ د تعلقات عامه شعبې ترمخه جون ٢٠١٤ء کښې د ضرب عضب عملياتو پيل کيدو نه يو کال پس تر اوسه خواؤشا ٢٧٦٣ ترهه ګر وژلي شوي دي ـ

سيمه او پاکستان کښې د ترهه ګرۍ کارروائۍ کوونکو عسکريت خوښو د پاره خوندى ګنلے کيدونکى قطبى وزيرستان کښې د کيدونکو دې عملياتو له کبله خواؤشا ١٠ لکه کسان په کډه کولو مجبور شول ـ

د آئى ايس پى آر ډائريکټر جنرل ميجر جنرل عاصم سليم باجوه په مائيکرو بلاګنګ ويب سائټ ټوئټر دې لړ کښې وليکل:” (د عملياتو) يو کال پوره شوے دے، فاټا او په ځانګړې توګه قطبى وزيرستان او خيبرايجنسۍ کښې بشپړه کاميابۍ ترلاسه کړے شوي دي ـ (د عسکريت خوښو) مرکزونه کليئر کړے شوي دي ـ”

پاکستان د تيرو څو کالو راسې د ترهه ګرۍ په ضد د امريکې ډير اهم اتحادى دے ـ سوئيلى وزيرستان کښې د ترهه ګرۍ په اړه معلومات، شمير شميرنې، ټکونو کره کتنې او تجزيو باندې مشتمل د دهلى د يو ويب سائټ ساؤتهـ ايشين ټيررازم پورټل ترمخه د ٢٠٠٣ء نه تر اوسه ټول پاکستان کښې د ٢٦ زرو څخه زيات وګړي او امنيتى کارمندان د ترهه ګرۍ په بيلابيلو پيښو کښې مړۀ شوي دي ـ

د اړى ګړى د ښکار خيبرپښتونخوا صوبې دارالحکومت پيښور کښې دسمبر٢٠١٤ء کښې د سکول د ماشومانو قتل عام وشو کله چې د فوځ د انتظام لاندې يو سکول باندې طالبانو چپاؤ وکړو کوم کښې چې د ١٣٤ ماشومانو پشمول ١٤٩ کسان شهيدان شول ـ

د ضرب عضب عملياتو د يو کال په دوران ترلاسه شوو کاميابيو باندې د فوځ وياند ميجر جنرل عاصم باجوه په خپل سرکارى ټوئټر اکاؤنټ ووئيل چې د انټيلى جنس په بنياد تر اوسه نهه زره اپريشنونه شوي دي چې پکښې زرګونه “ترهه ګر” او د هغوي ملاتړي نيولي شوي دي ـ

هغۀ ووئيل:” د عملياتو په دوران ښارونو کښې ٢١٨ ترهه ګر مړۀ شول (او) او ٣٤٧ فوځى افسرانو او کارمندانو مرګ له غاړه ورکړه ـ”

د آئى ايس پى آر ترمخه د ترهه ګرو د ٨٣٧ مرکزونو تباه کيدو نه علاوه ٢٥٣ ټن چاوديدونکي توکي هم برآمد کړے شوي دي ـ

د ساؤتهـ ايشين ټيررازم پورټل ترمخه ټول هيواد کښې د ترهه ګرۍ له کبله د کيدونکو وژنو په شمير کښې کمے راغلے دے ـ د جون ٢٠١٤ء نه جون ٢٠١٥ء پورې ١٥٢٢ وګړي او ٤٣٩ امنيتى کارمندان وژلي شوي دي، دا شمير د ٢٠١٤-٢٠١٣ء په نسبت کم دے کله چې ٢٢٥٢ وګړي او ٦٠٣ امنيتى کارمندان وژلي شوي وو ـ

د ويب سائټ لخوا د بيلا بيلو اخبارونو په مرسته د مرتب کړے شوې شميرشميرې ترمخه د جون ٢٠١٣ء نه د جون ٢٠١٤ء په دوران ١٢٩٩ ترهه ګر ووژلے شول او د جون ٢٠١٤ء نه د جون ٢٠١٥ء په دوران دا شمير زياتيدو سره ٣٨٦٣ شو ـ

قطبى وزيرستان کښې د ضرب عضب عملياتو د تفصيل بيانولو سره عاصم باجوه ووئيل چې د ترهه ګرو د مرکزونو څخه ١٨٠٨ درانۀ او سپک مشين ګنونه، سنائپر ټوپکې، راکټ لانچرې او اے کے ٤٧ ضبط کړے شوي دي ـ

آئى ايس پى آر ضرب عضب عملياتو کښې و وژلو شوو ترهه ګرو د شمير ښودولو ترڅنګ دا دعوه هم کوى چې امنيتى ځواکونو له سيمې ترهه ګر په شا تمبولي دي د کوم چې د ازادو سرچينو څخه تصديق ؤنۀ کړے شو ـ د تجزيه کار رضا رومى ترمخه هغه سيمه چرته چې عمليات ترسره کيږي، د ځائې ميډيا د پاره تر اوسه “نوګو ايريا” ده ـ ولې هغه ضرب عضب عمليات د پاکستان د پاره يو پريکړه ايز موړ ګرځوى ـ

هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” د ضرب عضب عملياتو د نتيجو په لړ کښې تر ټولو اهمه ستونزه دا رامنځته ده چې ځائى ميډيا په دې حقله رپورټنګ نۀ شى کولے چې له امله ئې د عملياتو د نتيجو په پوره ډول تصديق نۀ شى کيدے ـ”

هغۀ ووئيل چې د قطبى وزيرستان د يوې لوے برخې نه ترهه ګر په شا تمبولي شوي دي او تحريک طالبان ماتې سره مخامخ شوے دے چې په سؤب ئې ” ترهه ګرو ډلو ته نۀ راسر کيدونکے زيان رسيدلے دے کوم چې د کلونو راسې دې سيمو کښې فعال وو ـ “

رضا رومى ووئيل چې د عسکريت خوښو په ضد د کارروائۍ د پاره د سويلين ادارو لکه د نيشنل کاؤنټر ټيررازم اتهارټى لاندې د پوليسنګ او انټيلى جنس رابطو فراختيا ته ضرورت دے خو د دې ادارې د پاره نۀ يوازې نامناسبه فنډز ځانګړې کړے شوي دي بلکې دا د دومره اثر او رسوخ وړ هم نۀ ده ـ

دفاعى تجزيه کار بريګيډيئر (ريټائرډ) سعد محمد ووئيل چې ضرب عضب عملياتو په دوران پيښور سکول کښې قتل عام وشو، کوئټه کښې فرقه ايز تشدد او کراچۍ کښې په اسماعيلى کميونټى حمله وشوه ـ

هغۀ ووئيل :” د دې کارروائيو له لارې عسکريت خوښو دا پيغام ورکړے دے چې هغوي اوس چرته هم د ترهه ګرۍ د سترو کارروائيو وړتيا لري ـ”

بريګيډيئر (ريټائرډ) سعد محمد ضرب عضب عمليات سمدستى بريالي ګرځوي، هغه وائي :” جى بالکل! د عملياتو نه وروستو هيواد کښې د امن و امان حالات غوره شوي دي او مونږ دا د سمدستى د حکومت يو لوے برياليتوب ګرځولے شو کوم چې د امنيتى ځواکونو په ذريعه ترلاسه کړے شوے دے او د سيمې نه ترهه ګر په شا تمبولي شوي دي ولې د قطبى وزيرستان انتظامى چارې تر اوسه سويلين واکمنو منتقل نۀ کړے شوې ـ “

هغۀ په ګوته کړه چې د عسکريت خوښو “سهولت کار” د پنجاب په ښارى سيمو کښې فعال دي د کوم له کبله چې به حکومت ته د ترهه ګرۍ د مخنيوى د پاره ښارونو ته د پاملرنې کولو ضرورت وى ـ

بريګيډيئر (ريټائرډ) سعد محمد ووئيل چې پاکستانى فوځ حکومت ته ښارى سيمو کښې د ترهه ګرۍ په ضد د کارروائيو کولو غږ کړے دے ـ هغۀ ووئيل چې هغه په دې اړه يقين سره هيڅ نۀ شى وئيلے چې حکومت ښارى سيمو کښې په عسکريت خوښۍ قابو موندلو د پاره سنجيده دے يا نه او نۀ هغه هم په قومى ايکشن پلان د عملدرآمد څخه مطمئن دے ـ

هغۀ د سوات عملياتو حوالې ورکولو سره ووئيل چې وادئ سوات کښې شپږ کاله وړاندې فوځ عمليات ترسره کړے شوي وو ولې سکيورټى فورسز تراوسه سيمه د امنيتى ځواکونو له مرستې پرته منتظم کولے نۀ شى ـ هغۀ ووئيل :” قطبى وزيرستان کښې د ضرب عضب عملياتو نه وروستو هم دا ډول حالات رامنځته دي ـ”

عاصم باجوه د دې لوظ پخلے وکړو چې پاکستان څخه به د ويرې ترهې فضا ختمولو له سيمه کښې د ترهه ګرۍ د مخې نيولو د پاره کارروائى جارى وى ـ هغۀ قطبى وزيرستان کښې د عملياتو نه وروستو د راتلونکو مثبت بدلونونو لورى ته هم اشاره وکړه لکه څنګه چې هيواد کښې د امن و امان حالات ښۀ شوي دي ـ

هغۀ ووئيل :” د چين د صدر او نورو اعلى شخصيتونو د دورې، پاکستان زمبابوے کرکټ سيريز او د چين پاکستان اقتصادى راهدارۍ منصوبې هيواد کښې د امن و امان د حالاتو ښۀ کيدو لورى ته اشاره کوي ـ قام د پاکستان څخه د ترهه ګرۍ ختمولو د پاره يو موټے شوے دے ـ ميډيا او سول سوسائټى په دې حقله مثبت کردار ترسره کړے دے ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here