د فاټا عسکريت خوښۍ ځپلو کليو کښې د حالاتو معمول ته راتلو کښې به کلونه ولګى

0
4540

خيبرايجنسى (اشرف الدين پيرزاده) ګنډى عبدالخيل د خيبرپښتونخوا صوبې د دارالحکومت پيښور نه يوازې د اتو کلوميټرو په مزل پروت دے ـ دې کلى کښې د سنګ مرمرو درې فيکټرۍ قائمې دي چرته چې د ماربلو د ښۀ معيار ټالونه جوړولے شي او دا په تول هيواد کښې د خرڅون د پاره شتون لري ـ خو د دې کلى اوسيدونکي د څښلو د پاکو اوبو له اسانۍ بې برخې دي ـ

٢٠کلن جمعه خان يوې نزدې فيکټرۍ کښې کار کوى، هغه وائى چې هغه په دې خبره بد نۀ ګڼى چې د ګنډى عبدالخيل اوسيدونکي د څښلو تر پاکو اوبو رسائى نۀ لري ـ هغه غواړى چې خلقو ته دې د روزګار موقعې وي چې دا شان هغوي د بچو په مناسب انداز د پالنې کولو جوګه شي ـ

هغه وائى:” زۀ فيکټرۍ کښې هره ورځ کم نه کم ١٠ ګنټې کار کؤم خو د يوې ديهاړۍ يوازې درې سوه روپۍ معاوضه ترلاسه کيږى ـ دا فيکټرۍ کښې کار کوونکو هغو خوارى کښو سره روا ساتلے کيدونکے غيرانسانى سلوک دے چې څو څو ګنټې بليډونو او سختو لويو کاڼو سره فيکټرۍ کښې کار کوي ـ هر څو کۀ کلى کښې د ماربل درې فيکټرۍ قائمې دي ولې واکمن د دې باوجود د هغې د پرمختګ د پاره څۀ ګامونه نۀ پورته کوي ـ حکومت د فيکټرۍ مالکان د خوارى کښو تنخواه زياتولو او هغوي ته په نورو اسانيو ورکولو مجبورولو سره د کلى د اوسيدونکو ژوند ښۀ کولے شى د کومو زياتره شمير چې دې فکټريانو کښې کار کوي ـ”

د پاکستان په دستور کښې د خوارى کښو د حقونو اړوند ډير شقونه شامل دي او هيواد کښې د نافذ قانون لاندې هر کوم مزدور ته ملازمت ورکولو له په ځينو شرطونو عمل کول ضرورى دي چې دا شان د هغوي د حقونو تحفظ يقينى کړے شى ـ خو ولې د آئين او د خوارى کښو د حقونو د خونديتوب د پاره لګيدلي قوانين پاک افغان پولې سره پيوست د وفاق د انتظام لاندې قبائلى سيمو باندې نۀ شى لګولے چرته چې ګنډى عبدالخيل نوزې دا کلے اباد دے ـ

د پاکستان د آئين لاندې فاټا ته ځانګړے مقام ترلاسه دے د کوم چې د تعصب لرونکو قوانينو لاندې انتظام کولے شى چې پکښې فرنټيئر کرائمز ريګوليشنز يا ايف سى آر شامل دے د کوم تعلق چې د برطانوى راج دور سره دے چا چې د قبائلو د ممکنه بغاوت د له منځه وړلو د پاره دا قوانين وټاکل ـ

د ايف سى آر لاندې د دريو اساسى حقونو لکه په سزا کښې د بدلون په ضد اپيل، قانونى استازيتوب او عدالت کښې ثبوتونه وړاندې کولو په شان قوانين د فاټا په اوسيدونکو نۀ لګيږي ـ دا شان فاټا کښې نافذ متوازى انتظامى ډهانچه قبائلو ته هغه حقونه او قانونى تحفظ نۀ ورکوي کوم چې د پاکستان نورو وګړيو ته ترلاسه دے ـ

جمعه خان وائى چې د سنګ مرمرو له دې فيکټريانو ټولې ګټې مالکان ترلاسه کوي څوک چې د کلى د اوسيدونکو په خيرښيګړه کښې هيڅ دلچسپى نۀ لري ـ هغه زياتوى چې کلى کښې دې د هلکانو او جينکو سکولونه جوړ کړے شي چې دا شان هغوي راتلونکے روښانه وى ـ

جمعه خان ووئيل:” زۀ نۀ غواړم چې زما بچي دې هم زما په څير ديهاړى مار مزدوران شي ـ زۀ خواهش لرم چې زما زوئے ډاکټر او لور مې استاذه شى ـ”

د کلى اوسيدنکي وائى چې هر څو کۀ د هغوي په کلى کښې د سنګ مرمرو درې فيکټرۍ قائمې دي چې د نړيوال معيار ټائلونه جوړوي خو د کلى اوسيدونکي د څښلو د پاکو اوبو پورې رسد نۀ لري ـ پيښور کښې دا وخت د نوى رنګ جوړيدونکى استوګنځى ريګى ماډل ټاؤن سره پيوست د دې کلى اوسيدونکي د خشاک په سوزولو اخلے پخلے کوي ـ د کلى اوسيدونکو ته د صحت، تعليم، اوبو او صفائۍ ستهرائۍ اسانۍ ترلاسه دي او نۀ هم سرکارى محکمو کښې هغوي ته د روزګار څۀ موقعې ورکړے شوي دي د کوم له امله چې د هغوي د پاره د خپلو کورنيو ژوند ژواک يقينى کول ممکن پاتې نۀ شول ـ

د ګنډى عبدالخيل شهرت د يو داسې ځائے دے چرته چې د سنګ مرمرو غوره ټائلونه جوړيږي کوم چې تر يو حده د دې تاريخ سره تعلق لرى، دا کلے د تيرې يوې لسيزې په دوران عسکريت خوښۍ ځپلے دے ـ ګنډى عبدالخيل کښې ډيرې ودانۍ عسکريت خوښۍ سره اړونده پيښو کښې تباه شوي دي ـ هغه خلق چې توان ئې لرلو،کلے يې پريښودے او تلي دي او اوس يوازې ډيرې بې وزله کورنۍ ميشتۀ دي ـ

جمعه خان ووئيل :” د هغوي په کلى کښې ګواښونو څخه له اوسيدو پرته اوس کومه بله لاره پاتې نۀ شوه ـ”

د کلى اوسيدونکي ويريږى چې په هغوي نامعلومه وسله وال بريد کولے شى چې په يوه لسيزه مشتمل د عسکريت خوښۍ په مهال ئې کم نه کم دوه سوه وګړي وژلي دي ـ

جمعه خان وائى:” سيمه کښې د ترهه ګرۍ ختمولو د پاره يوازې سرچ او فوځى عمليات کول هم پوره نۀ دي ـ چارواکو ته د خلقو د محرومتيا او د هغوي د شکايتونو د ازالې د پاره په لازمه توګه ګامونه اخستل پکار دي ـ”

يو طالب علم مستقيم خان افريدى ووئيل چې کلى کښې ١٤ سوه کورنۍ ميشتۀ دي او د دې ابادى په مجموعى ډول اووۀ زره ده ـ هغۀ ووئيل چې د زياتيدونکې ابادۍ او د عسکريت خوښۍ له امله کلى کښې ژوند تيرول ستونزمن شوي دي ـ

د يو سړى رپورټر د پاره ولې ميرمنو سره خبرې کول ګرانه ده چې له امله ئې د کلى يو اوسيدونکى وسيم جان ووئيل چې ميرمنې د کورنى استعمال د پاره درې کلوميټره لرې نه اوبۀ راوړي ـ

هغۀ ووئيل :” ميرمنې عسکريت خوښۍ ځپلى دې ماحول کښې يو ګران کار ترسره کوي ـ”

٥٥ کلن وسيم ګل ووئيل چې پښتنو د پاره دا د منلو وړ نۀ ده چې خلق دې د هغوي ښځې له کورونو بهر په ګرځيدو وويني ولې اکثر مهال د حالاتو له امله ميرمنې داسې کولو ته مجبوريږي ـ

١٧ کلن مسلم افريدى تجويز وړاندې کړو چې کۀ حکومت د مستقل او اوږد وخت د پاره د بريښنا په بنديدو قابو ومومى نو هغوي غالباَ چې موسمى فصلونه لکه غنم او وريژې کرلے شي ـ

مسلم افريدى ووئيل :” د عسکريت خوښۍ له امله د رامنځته شوو ستونزو د مخنيوى د پاره د حکومت او غيرسرکارى تنظيمونو له لورى مرستې ورکولو ته ضرورت دے ـ “

د موبائل سافټ ويئر يو انجينئر ثاقب على خان ووئيل چې حکومت بايد د عسکريت خوښۍ ځپلو سيمو ځوانانو ته د تعليم، صحت او تکنيکى تعليم په محکمو کښې د ملازمت موقعې ورکړي ـ

هغۀ ووئيل چې د سنګ مرمرو فيکټرۍ د هغوي د کلى څخه غربت ختمولو کښې مرستيالې ثابتيدے نۀ شي ـ هغۀ ووئيل :” ډيرو سيالو منصوبو پيلولو ته اړتيا ده له کومو چې ځائى خلقو ته ګټه په لاس ورشى ـ”

سليم افريدے يو ريټائرډ سپاهى دے، هغۀ ووئيل چې هغۀ د خپل کور په جوړولو ٢٦ لکه روپۍ ولګولې خو د تشدد په وجه هغه د سيمې په پريښودو خوندى ځائے له تللو ته مجبور شو د کوم په اړه چې هغه هيڅ نۀ شى وئيلے ځکه چې هغه د حکومت لخوا د عسکريت خوښو په ضد جنګيدلے دے ـ

هغۀ ووئيل :” ما ٢٤ کالو پورې سرکارى ملازمت کړے دے او اوس زۀ حکومت ته خواست کؤم چې زما مرسته وکړى ـ ما د خپل ژوند غوره مياشتې او کلونه د خپل وطن د پاره وقف کړي دي ـ”

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here