د فاټا لوبغاړي ترهه ګرۍ ځپلې سيمو کښېد لوبو هلو ځلو پيل کولو هيله مند

0
4139

لنډى کوتل ، خيبرايجنسى (اشرف الدين) د لنډى کوتل د فټ بال ګراؤنډ د دورې په دوران محمد سليم يوازې دووړې او د بهر ديوال ړنګ وليدو ـ هغۀ شاړ ميدان کښې څۀ ګډې وليدې چې شينکۍ ئې کتله کومې چې هلته شتون نۀ لرلو ـ

سليم اکثر او زياتره فټ بال سټيډيم ته مخه کوى او دا هيله لرى چې د کليو د لوبډلو د ټورنامنټ کولو په مهال ليدلو کښې به بريالے شى چې دا شان د هغۀ د خوشحالۍ هغه احساس تازه شى کله چې هغه پخپله د لوبدلې برخه ؤ او د خپلې لوبډلې د برياليتوب د پاره

به ئې د ګول لاره کتله ـ

هغه د دې بې رنګه او شاړ ميدان د دور کولو په مهال د تماشبينو د شور او د بريالۍ لوبدلې د خوشحالۍ د چغو او اوازونو انتظا کوى ـ

سليم د تير وخت پاڼو اړولو سره وائى :” دا د يوې لسيزې وړاندې قصه ده کله چې به ما د فاټا د دوو غوره فټ بال ټيمونو شمس فټ بال کلب او خيبريونين فټ بال کلب ترمنځه د لنډى کوتل فټ بال ګراؤنډ کښې د ترسره کيدونکى ميچ نه ګټې اخستې ـ هغه به زما د پاره يوه عظيمه لمحه وه کله چې به زۀ دې ميدان کښې زرګونو نورو تماشګيرو سره موجود ؤم ـ”

٣٠ کلن سليم نيوز لينز سره د خبرو اترو په وخت ووئيل چې له ٢٠٠٢ء وروستو لنډى کوتل کښې هيڅ فټ بال ټورنامنټ ونۀ شو، د هغۀ دا کلے فساد ځپلې خيبرايجنسۍ کښې افغان پولې سره پيوست دے ـ هغۀ مايوسۍ سره ووئيل :” اوس يوازې د بم چاودنو او عسکريت خوښۍ سره د اړونده پيښو د واپسۍ غږ د فاټا سيمو کښې اوريدے شى ـ”

قبائلى سيمو کښې د عسکريت خوښۍ د ودې موندنې له امله د فټ بال، کرکټ او نورو لوبو ډير لوبغاړي د دې سيمې په پريښودو مجبور شول ـ سليم د ٢٠٠٢ء نه پس مايوسۍ سره مخامخ دے ځکه چې د ګرمۍ موسم د لوبو له ميلې پرته تيريږى کومه چې به په ١٤ اګست د خپلواکۍ په ورځ ترسره کيده ـ

سليم د باړه فټ بال لخوا ترڅو کالو لوبيدلے ؤ تر هغه مهاله چې د عسکريت خوښۍ له امله بهرنۍ هلې ځلې غيزمنې شوې نۀ وې ـ عسکريت خوښو د وفاق د انتظام لاندې قبائلى سيمو کښې د والى بال او فټ بال ميچونه په نخښه کړل ـ

سليم ووئيل :” د فاټا ځوانانو کښې ډير زيات قابليت پټ دے ولې دې لړ کښې چرته ادراک ونۀ لرلے شو ـ د دې ترڅنګ ځوانانو ته د لوبو د اسانيو او روزنې ورکولو نه علاوه نور ميدان جوړولو ته اړتيا ده چې دا رنګ هغوي د خپلو صلاحيتونو په ډاګه څرګندونه وکړے شي ـ”

سليم هغه يوازينے لوبغاړے نۀ دے چې د فاټا په ځوانانو کښې د عسکريت خوښۍ او ګډوډى په دې ماحول کښې د باور او هيلې د ولولې پيدا کولو او فاټا کښې د لوبو پيل کولو خواهش لرى ـ

ډير نوميالى لوبغاړي لکه د کراټو پخوانے چيمپئن او فاټا او خيبرپښتونخوا کښې د کراټو د نړيوالو لوبغاړو کوچ فرهاد شنوارى، پخوانې ټيسټ کرکټر رياض خان شنوارى او د فټ بال پخوانے لوبغاړے او د فاټا اولمپکس کميټۍ ستر سيکتر شاهد خان شنوارى قبائلى سيمو کښې د لوبو او کلتورى هلو ځلو له لارې امن و امان راوستل غواړي ـ

فرهاد شنوارى دا مهال بنکاک، تهائى لينډ او ملائشيا کښې ترسره کيدونکى ورلډ کراټې چيمپئن شپ کښې د کوچ او ريفرى په توګه د خدماتو ترسره کولو نه پس وطن ته واپس راغلے دے ، هغه فاټا کښې د لوبو د هلو ځلو د بحالۍ په اړه هيله مند دے ـ

هغۀ ووئيل :” زما دورو ( بهرنيو هيوادونو کښې د ترسره کيدونکو لوبو مقابلو کښې د ګډون د پاره) سره به د قبائلى ځوانانو ډاډګيرنه وشى چې دا شان هغوي خيبرايجنسۍ کښې قائم د کراټو کلب کښې شموليت خپل کړي ـ “

فرهاد شنوارى د خپل کيريئر پيل ١٩٩٤ء کښې د لنډى کوتل فاټا کراټې کلب کښې د شامليدو څخه کړے ؤ ـ هغۀ ١٩٩٨ء کښې لاهور کښې ترسره شوى ټورنامنټ کښې بليک بيلټ ترلاسه کړو او وروستو له دې ئې ٢٠٠٠ء کښې ايشين کراټې چيمپئن شپ کښې ګډون وکړو ـ

هغۀ د ميډال لورى ته په وياړ اشارې کولو سره ووئيل :” ما د فاټا د پاره ګولډميډل ترلاسه کړو ـ”

فرهاد شنوارى نيوزلينزپاکستان سره د خبرو اترو په وخت ووئيل چې د نائن اليون له پيښې څۀ موده وړاندې پورې هغۀ د کراټې چيمپئن په توګه ګټې ترلاسه کولې ـ ولې وروستو له هغې د هغۀ کلے عسکريت خوښۍ په خپله ولقه کښې واخستو ـ هغۀ ووئيل چې هره ورځ څه نه څۀ بده پيښه رامنځه کيږى چې له امله ئې د ټولنې جوش او ولوله کمزورې کيږى ـ

هغۀ ووئيل :” د ٢٠٠٢ء او ٢٠١٢ء ترمنځه هغه په سيمه کښې د عسکريت خوښۍ له امله د ډيرو نامتو لوبغاړو نه محرم شوے دے ـ “

فرهاد شنوارى شکايت وکړو چې د لوبو د واکمنو او د سپانر ادارو لخوا د ځنډ له امله قامى او نړيوالو مقابلو کښې د هيواد استازيتوب کوونکي لوبغاړي خپل کيريئر جارى نۀ شي ساتلے او هغوي د خپلو کورنيو د پالنې د پاره نور ملازمتونه خپل کړي دي ـ

هغۀ د واکمنو لخوا د لوبو د بحالۍ د پاره د منصوبه بندۍ کولو د انتظار په ځائے په ځانى توګه د ځوانانو مارشل آرټس ته راګرځولو له هڅې پيل کړې دي ـ هغۀ نيوزل لينز سره خبرو کښې ووئيل :” د فاټا اولمپک کميټۍ په مرسته مونږ د فاټا نه درې لوبغاړي بنکاک او کوالالمپور کښې کيدونکى چيمپئن شپ کښې د پاکستان د استازيتوب د پاره ټاکلے دي ـ”

فاټا کښې د لوبو د ثقافت پيل کولو د پاره د هڅو په لړ کښې فرهاد شنوارى د خيبرايجنسۍ لنډى کوتل ښار کښې کراټې کلب بيا له سره پرانستے دے ـ هغۀ ووئيل چې پخوانى لوبغاړى ځونان کلب کښې شاملوي او هغوي ته د کراټو ترڅنګ د نورو لوبو لکه د فټ بال او کرکټ روزنه ورکوي ـ

هغه د ځائى انتظاميې او د فاټا اولمپکس کميټۍ د وفاق د انتظام لاندې قبائلى سيمو کښې د لوبو د دستورو ترسره کولو کښې د مرستې په اړه هڅې کوي ـ

هغۀ ووئيل :” ما تر اوسه دوو سوو ځوانانو او صلاحيت لرونکو لوبغاړو ته روزنه ورکړې ده چې ټوله نړۍ کښې به د فاټا د اوسيدونکو مثبت تاثر څرګندوي ـ ما د نړيوالو مقابلو د پاره د کراټو د ٩٠ لوبغاړو روزنه کړې ده او له دوو سوو زياتو ته روزنه ورکولے شى چې راتلونکى کښې به نړيوالو مقابلو کښې برخه اخلي ـ “

هغۀ ووئيل چې لوبې مونږ ته د صبر او د ټولنې د خرابيو په ضد د يو موټى کيدو سبق راکوى ـ

فرهاد شنوارى ووئيل :” سيمه کښې د امن و امان د بحالۍ په لړ کښې لوبو ته بنيادى اهميت ورکولے شى ـ عسکريت خوښۍ نۀ يوازې زمونږ ځاندره تباه کړې ده بلکې سماجى او کلتورى ډهانچه ئې هم ځپلې ده ـ “

٢٠٠٧ء کښې فرهاد شنوارى هغه وخت د لوبو د هلو ځلو او د نشو د مخنيوى په ضد د خپل مهم څخه لاس په سر کيدو ته مجبور شو کله چې په فاټا عسکريت خوښۍ زور وموندو ـ ٢٠٠٧ء کښې لنډى کوتل کښې کراټې کلب سره نزدې بم چاودنه وشوه نو روزنه اخستونکو لوبغاړو په مزه مزه کلب ته تګ پريښودو ـ

ياد لوبغاړي چې کله واپس رانغلل نو هغه فاټا کښې د خپل روزنيز مرکز د کراټې کلب په بندولو مجبور شو ـ هغه د خپلو ځينو شاګردانو په دې پريکړه خوشحاله نۀ ؤ چا چې د کراټو روزنه اخستل پريښودي وو او د پاکستان نورو سيمو ته منتقل شوي وو ـ

هغۀ ووئيل چې د هغۀ ١٠ تر ټولو زيات صلاحيت لرونکو لوبغاړو، چا چې د کراټو په نړيوالو مقابلو کښې برخه واخسته، فاټا پريښوده او نور کار روزګار سره وتړلے شول ـ کراټو او نورو لوبو کښې د خپلو صلاحيتونو څرګندونکي نور لوبغاړي فاټا کښې د امن و امان د خرابو حالاتو له امله بهرنيو هيوادونو ته تلي دي ـ

په ځانى توګه او د ايجنسۍ د انتظاميې لخوا د کلتور د بحالۍ د پاره يوازې لوبغاړي يا لوبو کښې دلچسپى اخستونکي خلق خوشحاله نۀ دي بلکې قبائلى سيمو سره اړوند کاروبارى وګړي هم خوشحاله په نظر راځي ـ

خيبرايجنسۍ سره اړوند بزنس مين حاجى دلاورخان افريدى نيوزلينزپاکستان سره خبرو کښې ووئيل چې لوبې د پرمختګ او د امن قائمولو د پاره د وسلې په ډول کارولے شى ـ لوبې د سماج دښمنه عناصرو د مخنيوى ترڅنګ د نشو د استعمال په رجحان قابو موندلو کښې هم مرستيالې ثابتيدے شى ـ

د فاټا اولمپکس کميټى ستر سيکتر شاهد خان ووئيل چې سيمه کښې د لوبو ډير زيات ټيلنټ موجود دے لکه څۀ رنګ چې عثمان شنوارى اوس اوس هم د پاکستان کرکټ ټيم له لورى د سرى لنکا او متحده عرب اماراتو خلاف لوبيدلے دے ـ

شاهد خان ووئيل چې کميټۍ ٢٠١٣ء کښې هڅه وکړه او فاټا ئې انټرنيشنل اولمپکس آرګنائزيشن کښې رجسټرډ کړه ـ هغۀ ووئيل چې هغه له ټولې سيمې د کرکټ ، هاکۍ، فټ بال او ايتهليټک لوبډلې رجسټرډ کوي ـ

هغۀ ووئيل :” له ٢٠١٣ء وړاندې د لوبغاړو د پاره دا ممکن نۀ وه چې هغوي دې فاټا کښې لوبې ترسره کړے وے يا د لوبو په کوم هم ډول مقابله کښې دې ئې برخه اخستے وے ، تر دې چې حکومت هم نۀ يوازې د لوبو بلکې د کلتورى ميلو د هلو ځلو مخه ونيوله ـ”

د فرسټ کلاس فټ بال پخوانے لوبغاړے او فاټا کښې د لوبو منتظم معين خان وائى :” دا حقيقت له چا پټ نۀ دے چې فاټا د تاريخ د يو اهم دور څخه تيريږى چې ورسره نۀ يوازې يو عام تن اغيزمن کيږى بلکې فنکاران، سياست دانان، لوبغاړي او مرستندويه کارمندان هم د حالاتو معمول ته راوستلو او امن و امان قائمولو د پاره قربانۍ ورکوي ـ اوس هغه وخت راغلے دے چې د سماجى خرابيو او د هغو عناصرو په ضد اتحاد وکړے شى چې هيواد ورانولو پسې لګيدلي دي ـ “

هغۀ ووئيل چې ډيرې داسې طريقې خپلې کړے شوې چې له لارې ئې د ځوانانو صحت مندانه هلو ځلو ته د رااړولو هڅه وکړے شوه ولې هغه ټولې شنډې وختې ـ هغۀ ټوله فاټا کښې د کلتورى او لوبو د هلو ځلو ترسره کولو تجويز هم ورکړو چې ورسره به نۀ يوازې د امن پيغام عام شى بلکې ځائى خلقو ته به د ژوند لورى ته د واپس راتګ ډاډګيرنههم ترلاسه شى ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here