د قانون سازۍ نۀ کيدو له امله کورنيو صنعتونو سره تړلي خوارى کښ پريشانۍ واخستل

0
4368

لاهور (احسان قادر) کورنيو صنعتونو سره د اړونده خوارى کښو د حالاتو ښۀ کولو د پاره په صوبائى کچ قانون سازۍ کښې د ځنډ له امله د هغوي ستونزې زياتيږي او هغوي اوس د خپلو غوښتنو منظوريدو پورې د هړتال کولو دړکه ورکړې ده ـ

کور کښې سوئيټر جوړونکې نازيه جميل نيوز لينز سره د خبرواترو په وخت ووئيل چې د هغې د پاره ژوند انتهائى سخت شوے دے ځکه چې هغې ته مناسبه تنخواه ورکولے نۀ شى ـ هغې ووئيل :” زۀ او زما خور يو سوئيټر د دريو نه څلورو سوو روپو کښې جوړوو چې مارکيټ کښې د دريو نه څلورو زرو روپو کښې خرڅيږى ـ ټوله ګټه منځ ګړى يا بيا دوکاندار ته ترلاسه کيږى ـ” نازيې زياته کړه چې هغه طبى اسانۍ او نۀ هم بوډۍ توب کښې ترلاسه کيدونکې ګټې ترلاسه کولے شى ځکه چې د قانون له مخې هغه يوه هنرمنده نۀ ګڼلے کيږى ـ هغې ووئيل :” مونږ به تر هغه وخته خپلې هلې ځلې روانې ساتو تر کومه چې زمونږ ټولې غوښتنې منلې شوې نۀ وي ـ “

د قالين جوړونې صنعت سره اړونده ګوجرانواله ضلعې سره تعلق لرونکې يو بله خوارى کښه جميله بى بى سړکونو ته راووتې احتجاج کوى چې دا شان هغه يوه هنرمنده وګرځولے شى چې له امله به ئې هغه د مناسبې ګټې ترلاسه کولو جوګه شى ـ هغې نيوزلينز سره د ټيلى فون د لارې خبرو کښې ووئيل :” زۀ په ډيره لږه تنخواه قالين جوړؤم چې له امله ئې زما ژوند ډير په ګرانه تيريږى ـ”

قالين جوړونه، په کهډۍ کپړا جوړول او د اخبارونو خرڅول داسې غير رسمى شعبې دي کومو کښې چې په بنيادى توګه کورونو کښې دننه کار کولے شى ـ کورنيو صنعتونو سره د اړونده خوارى کښو د حقونو د پاره د کار کوونکو غيرسرکارى تنظيمونو د اتحاد هوم نيټ پاکستان ترمخه دا وخت هيواد کښې ٥٠ لکه کسان کورونو کښې دننه بيلا بيلو پيشو سره تړلي دي چې پکښې ٨٠ سلنه ميرمنې دي ، هغوي ښارى سيمو يا د هغې خواؤشا کليو کښې اوسيږي ـ

د دې خوارى کښو د حقونو د پاره د اواز اوچتونکى يو غير سرکارى تنظيم پراګريسو هوم بيسډ ورکرز فيډريشن فنانس سيکتره نازلى جاويد وائى چې حکومت بايد د کوم ډول د ځنډ څخه پرته کورنيو صنعتونو سره د اړونده خوارى کښو د پاره قانون سازى وکړى ـ هغې ووئيل :”دا خوارى کښ داسې حالاتو کښې په کار کولو مجبور دي چې موجوده دور سره سمون نۀ خورى او د هغوي معاوضه دومره لږه وى چې ورسره په ډيره ګرانه د هغوي د کور راشن پوره کيږى ځکه چې هيڅ يو قانون هغوي هنرمندانې نۀ منى ـ” نازلى جاويد ووئيل چې د هغوي اداره به د داسې خوارى کښو د حقونو د پاره هلې ځلې کوى تر هغه مهاله چې د حکومت له لورى د قانون سازۍ کيدلو نه وروستو هغوي ته د هغوي حقيقى مقام ترلاسه شوے نۀ وى ـ پارليمنټرين هغوي نظر انداز کوى چې دا شان د حکومت لخوا د سوشل سکيورټى د ګټو ورکړه ونۀ شى ـ

د دې خوارى کښو د حقونو د پاره د کار کوونکى هم يو داسې غيرسرکارى تنظيم ليبر ايجوکيشن فاؤنډيشن د ايسوسى ايټ ډائريکټرې شهناز اقبال نيوز لينز سره په مرکه کښې ووئيل چې هغه وخت راغلے دے چې کورنيو صنعتونو سره اړونده خوارى کښ سړي او ښځې د دې ناانصافۍ په ضد خپل اواز پورته کړي ـ هغې ووئيل :” له دې حقيقته يو خوا ته چې د هيواد معاشى شعبه کښې د دې خوارى کښو برخه ٧٠ سلنه ده ، د دې باوجود دوي ته څۀ سماجى مقام او مرتبه ترلاسه نۀ ده ـ دا د ناانصافۍ انتها ده چې دا خوارى کښ نۀ هم څۀ ټولنيز او قانونى پيژندګلو لري او نۀ هم د دوي ته معاشى حيثيت ښۀ کولو د پاره څۀ ګامونه اخستے شوي دي ـ هغې ووئيل چې له امله محنت کش ميرمنې ډيرو سماجى او معاشى ستونزو سره مخامخ دي ـ شهناز اقبال ووئيل چې حکومت په آئى ايل او کنونشن لاسليکونه کړي دي کوم چې حکومت د دې خبرې پابندوى چې هغه دې نه يوازې وفاقى پاليسى تشکيل کړى بلکې دې لړ کښې دې په صوبائى کچ هم قانون سازى وکړے شى ـ هغوې په دې خبره مايوسى ښکاره کړه چې د موجوده حکومت پشمول هر حکومت په نړيوال کچ د کړو ژمنو خيال ونۀ ساتلو ـ د هغې ترمخه دا د بشرى حقونو ښکاره خلاف ورزى ده ـ هغې د داسې خوارى کښو د هنرمندانو ګرځولو غوښتنه وکړه ـ

د پنجاب حکومت د ليبر ډيپارټمنټ ډائريکټر سيد حسنات ومنله چې صوبه کښې بيلا بيلو کورنيو صنعتونو سره اړوند خوارى کښو ته د هغوي د حقونو ورکولو د پاره څۀ قانون شتون نۀ لرى مو هغۀ ووئيل چې حکومت دې لړ کښې په چپه خلۀ د تماشې کولو کردار نۀ ترسره کوى ـ پنجاب هوم بيسډ ورکرز بل تيار کړے شوے دے او وړومبۍ مرحله کښې کورنيو صنعتونو سره تړلي ١٠ زره خوارى کښ رجسټرډ کولے شى ـ هغۀ نيوز لينز سره په ټيلى فون خبرو اترو کښې ووئيل :” مونږ به د آئى ايل او کنونشن د هداياتو په رڼا کښې قانون سازى کوو او حکومت به خپلې ټولې هڅې په کار راولي ـ هغۀ ووئيل چې د کورنيو صعنتونو سره د اړوند خوارى کښو رجسټريشن او د هغوي د کوائف رايوځائے کولو ترڅنګ د دوکاندارانو او د هغوي ترمنځه د اړيکو لرلو د ذمه وارۍ ترسره کوونکو کردار سره تړلي معلومات راغونډول اسان نۀ دي خو حکومت د دې چيلنج د مقابلې د پاره کار کوى ـ”

يوې داسې محنت کشې آمنه قريشى ووئيل چې هغې د خپلو بچو د پاره ډيره زياته ونۀ ګټلے شوه د کوم په وجه چې ژوند ډير سخت دے ـ هغې نيوز لينز پاکستان سره د ټيلى فون د لارې خبرو اترو کښې ووئيل :” زۀ هره ورځ ١٦ ګنټې کار کوم ولې د دې باوجود مې خپلو بچو ته د مناسب خوراک ورکولو د پاره هيڅ ؤنۀ کړے شول، تر دې چې هغوي سکول ته هم ځي ـ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here