د ماشومانو د حقونو خوندى کولو د پاره څۀ قوانين شتون نۀ لري

0
4780

لاهور (شهريار ورائچ) ١٢ کلنه ام ربابه د هغې د مالک لخوا د سخت ظلم نخښه کړے شوه تر دې وخته چې چائلډ پروټيکشن اينډ ويلفيئر بيورو دې معامله کښې په مداخلت کولو اغيزمنې ماشومې ته تحفظ ورنۀ کړو ـ

ام ربابه داسې يوازينۍ ماشومه نۀ ده چې دا ډول زياتے ئې وزغملو ـ دا په کورونو او نورو ځايونو کار کوونکو هر دريو کښې د دوو ماشومانو قصه کيدے شى ـ

د انسانى حقوق کميشن پاکستان عمومى سيکتر آئى اے رحمان نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې کورونو کښې په کار کوونکو ماشومانو د ظلم خلاف بل جنورى ٢٠١٤ء کښې پنجاب اسمبلۍ کښې وړاندې کړے شوے ؤ ولې هيڅوک ديخوا پاملرنې ورکولو ته چمتو نۀ ښکارى ـ

هغۀ ووئيل :” د ماشومانو د تعليم د ودې او په هغوئ د کيدونکي تيرى او جنسى استحصال د مخنيوى د پاره ټول هيواد کښې چرته هم څۀ پاليسى شتون نۀ لرى ـ” هغۀ زياته کړه چې د ماشومانو د ودونو د مخې نيولو ترميمى بل ٢٠١٠ء دا وخت منظوريدل دي ـ

آئى اے رحمان زياته کړه:” دا صورتحال د ډير زيات افسوس وړ دے چې د تيرو شپږو کالو په دوران د ١٨ کالو نه د کم عمر د ماشومانو خوندى کولو د پاره کوم يو قانون هم رامنځته نۀ کړے شو ـ د ماشومانو خوندى کولو د پاره د چائلډ پروټيکشن پاليسۍ سمدستى نافذولو ته اړتيا ده ـ دې لړ کښې فوجدارى مقدمو کښې په لازمه توګه سختې سزاګانې شاملولو پکار دي ـ”

هغۀ مخکښې ووئيل:” د حکومت له لورى د فوجدارى قانون بل ٢٠٠٩ء او نه هم د ماشومانو د حقونو د تحفظ د پاليسۍ نافذول عمل کښې راغلي دي ـ نور دا چې د ماشومانو د حقونو خوندى کولو د پاره د قومى کميشن جوړولو بل ٢٠٠١ء هم د ځنډ ښکار دے ـ په بدنى سزاګانو د بنديز بل ٢٠١٠ء د قامى اسمبلۍ لخوان منظور کړے شوے دے خو سينيټ تر اوسه د هغې توثيق ونۀ کړو ـ “

پاکستان د هغو ٢٠وړومبيو هيوادونو څخه يو ؤ کومو چې ١٩٩٠ء کښې د يو اين ايچ سى آر (د ماشومانو د حقونو د پاره د ملګرو ملتونو کنونشن) د ملل متحده په عمومى اسمبلۍ کښې د وړاندې کړے شوو کنونشنز توثيق کړے ؤ ـ خو هيواد کښې د ماشومانو د تحفظ قوانين دا وخت منظورول دي ـ

د سپارک (سوسائټى فار دى پروټيکشن آف دى رائټس آف دى چائلډ) سيمه ايز منيجر سجاد احمد چيمه نيوز لينز پاکستان سره خبرو کښې ووئيل چې د سپارک د کليز راپور د شمير شميرې ترمخه د څلورو ملينو نه زياته ماشومان خوارى مزدورى کوي ـ هغۀ زياته کړه :” د بې وزلۍ له امله مور پلار خپل ماشومان سکولونو کښې د داخلولو په ځائے کار له ليږي ـ”

اسلام آباد سره اړوند د يو غير سرکارى تنظيم ساحل د راپور ترمخه ماشومانو سره د جنسى تيرى په پيښو په ځانګړى ډول پنجاب او خيبرپښتونخوا صوبوکښې زياتوالے راغلے دے ـ راپور کښې د بيان کړے شوې شمير شميرې ترمخه ٢٠١٣ء کښې بيلا بيلو پوليسو تهاڼو کښې ماشومانو سره د جنسى استحصال ٢٨ سوه مقدمې رپوټ شوې چې ٢٠١٤ء کښې په زياتيدو ٢٩٨٧شوې ـ هغۀ زياته کړه:” ماشومانو سره د جنسى تيرى د پيښو د مقدمو زيات شمير ښارونو کښې رجسټرډ شو د کوم يوه وجه چې دې سيمو کښې د ميډيا فعاليدل هم دي ـ “

کراچۍ سره اړوند غيرسرکارى تنظيم کونپل د ماشومانو په ضد د روا ساتلے شوى هر ډول د ظلم د مخنيوى د پاره کار کوى ـ د کونپل د پروګرام ډائريکټرې شهناز ياسين ترمخه د ماشومانو ګدا کول هم يوه اهمه ستونزه ده چې د مخې نيولو د پاره ئې د سنجيده بڼې هڅو کولو ته ضرورت دے ـ

هغې زياته کړه :” دا خبره په رښتونى د انديښنې وړ ده چې د هيواد په وفاقى دارالحکومت کښې د ماشومانو د حقونو خوندى کولو د پاره څۀ نظام شتون نۀ لرى ـ رښتيا دا دي چې وفاقى دارالحکومت د ماشومانو په اړه منصوبو باندې عمل درآمد د پاره يوازې ٠.٦٧ سلنه بجټ ځانګړے کړے دے ـ” شهناز ياسين زياته کړه :” د سوالګرو ماشومانو اړوند کوائف شتون نۀ لري ولې دا په ډاګه ده چې د داسې ماشومانو شمير ټول هيواد او په خاص توګه سندهـ کښې زياتيږي ـ د دې ترڅنګ د ماشومتوب ودونه او جنسى تيري هغه لاملونه دي چې د ټولنې د رويو د پريوتو لورى ته اشاره ورکوي ـ “

د بشرى حقونو وزير خليل طاهر سندهو نيوز لينز پاکستان سره د خبرو اترو په مهال په موجوده قوانينو لکه د ماشومانو د ودونو د مخنيوى ايکټ، د بدنى سزاګانو بل او د ليبر قوانينو په اړه خبره وکړه او وې وئيل :” جى بالکل! زۀ اتفاق کوم چې د دې قوانينو نافذولو د پاره د اړونده ډهانچې د نۀ شتون له امله هيله لرونکې پايلې نۀ ترلاسه کيږي ـ د ماشومانو په خوارۍ مزدورۍ پوره بنديز، د ماشومانو د ودونو او هغوئ سره د ناروا سلوک او ظلم د مخنيوى د پاره به نزدې راتلونکى کښې سزاګانې رامنځته کولے شي ـ” هغۀ زياته کړه :” د کورنيو ملازمانو د حقونو خوندى کولو قانون، د ماشومانو د ګډاګرۍ قانون او په جنسى توګه د ظلم د ښکار کيدو ايکټ به روان کال کښې رامنځته کولے شى ـ “

د بشرى حقونو وفاقى وزير پرويز رشيد نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې د دې دريځ څرګندونه وکړه چې د وګړيو د حقونو د خبرتيا مهم دې حوالې سره د بنيادى بڼې کردار ترسره کولے شى ـ هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو کښې ووئيل :” حکومت د ماشومانو د حقونو د اهميت ادراک لرى او دې لړ کښې د سنجيده بڼې ګامونه پورته کولے شي ـ د انسانى حقونو وزارت د ماشومانو د حقونو خوندى کولو د پاره د قوانينو د ټاکنې د پاره کار کوى ـ نوې قانون سازى او د ځنډيلي قوانين به د منظورۍ د پاره ډير زر پارليمنټ کښې وړاندې کولے شي ـ “

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here