د واپډا په شکمنه توګه يو بډې اخستونکے افسر د غړيتوب(فنانس)چوکۍ ترلاسه کولو کښې بريالے

0
3986

لاهور (احسان قادر) د واټر اينډ پاور ډويلپمنټ اتهارټى (واپډا) د داغدار شهرت څښتن افسر انوارالحق، چې د کروړونو روپو د سکوک بانډز سکينډل کښې ککړ دے ، د اوبو او بريښنا د وزير عابد شير على په مهربانۍ د واپډا د ايکټ ١٩٥٨ء خلاف ورزۍ کولو سره غړے (فنانس) ټاکلے شوے دے ـ

نيوز لينز سره د شتون لرونکو ثبوتونو ترمخه حکومت ١٩٥٨ء کښې واپډا د نيم خپلواکې ادارې په توګه قائمه کړې وه ـ دا اداره هيواد کښې د هائيډل توان او د اوبو د بيلابيلو منصوبو پيل کولو ذمه واره ده ـ

واپډا د خپلو امروزه لګښتونو او پرمختيائى منصوبو د پاره د پکار فنډز ترلاسه کولو د پاره اولس ته د بانډونو په جارى کولو خپل ضرورت ترسره کوى ـ ٢٠٠٥ء کښې واپډا سرمايه کارو ته د سکوک سرټيفيکيټ په جارى کولو اتۀ اربه روپۍ ترلاسه کړې ـ واپډا بانډ سيل (ډبليو بى سى) نيشنل فرټيلائزر کمپنۍ ته د ٧٥٠ملين روپو په سرمايه کارۍ درې سوه سندونه جارى کړل د کومو په عوض کښې چې واپډا اين ايف سى ته د اکتوبر ٢٠٠٨ء پورې ګټه ورکړه ـ ٢٠٠٩ء کښې څۀ سکوک سرټيفيکيټونه په سوئفټ انجينئرنګ سلوشن (ايس اى ايس) خرڅ کړے شول د کومو له امله چې واپډا د ١٨٠ ملين روپو زيان سره مخ شوه ـ د دې زيان ذمه وار سيد محمد نقى رياض ؤ چې واپډا کښې ئې د اکاؤنټس افسر په توګه کار کولو، هغه د واپډا بانډ سيل د اړونده افسرانو د مجرمانه غفلت په سؤب بهر هيواد ته وتښتيدو ـ

انوارالحق ٢٠٠٩ء هغه وخت د جنرل منيجر (فنانس) او د فرسټ سکوک کمپنۍ د ډائريکټر په توګه کار کولو کله چې دا ټوله ټګى ټورى وشوه ـ د جنرل منيجر سنټرل (پاور) او ډائريکټر جنرل (انشورنس) نجيب طارق په مشرۍ ترسره شوې يوه انکوائرۍ کښې انوارالحق ذمه وار وګرځولے شو او د واپډا قاعدو ضابطو د قوانينو لاندې ئې په ضد کارروائى وکړے شوه ـ انوارالحق هغه وخت واپډا کښې د جنرل منيجر فنانس (پاور) په حيثيت خدمات ترسره کول، هغه د يو کال د پاره د ډائريکټر جنرل (بى پى ايس ٢٠) چوکۍ ته راکوز کړے شو او هغه د جنرل منيجر (فنانس) پاور د چوکۍ نه ډائريکټر جنرل (فنانس) شو کومه چې هغۀ ته ورکړے کيدونکې يوه لويه سزا وه ـ د آډيټر جنرل آف پاکستان د راپور نه علاوه ډى جى (ايکسټرنل آډټ) هم فرسټ سکوک کمپنۍ کښې ټګى ټورى په ګوته کړه چې بنيادى لامل ئې د انوارالحق د بې غورۍ اوغير سنجيده منيجمنټ ؤ چې هغه وخت د ډائريکټر په چوکۍ ناست ؤ ـ

نيوز لينز ته ترلاسه شوې د واپډا د شپږم جون ٢٠١٢ء د خفيه انکوائرۍ د راپور ترمخه په جنرل منيجر (فنانس) انوارالحق قاعدې او ضابطو باندې د عمل نۀ کولو او د بې غورۍ د ذمه وار کيدو فرد جرم لګولے شوے ؤ ولې چې واپډا ته د سکوک بانډز په وجه د ١٨٠ ملين روپو زيان رسيدلے ؤ او نوموړى د دې مجرمانه بې غورۍ د ذمه وار تن نوم هم په وخت ښکاره نۀ کړو چې له امله ئې د هغۀ نوم ايګزټ کنټرول لسټ (اى سى ايل) کښې شامل نۀ کړے شو، دا شان هغه له هيواده تيښته کولو کښې بريالے شو، ولې په انوارالحق د ٢٠١٠ء د مئى په ١٠مه فرد جرم ولګولے شو ـ

د جنرل منيجر انوارالحق لخوا عدالت کښې د ريکارډ کړے شوى بيان ترمخه هغۀ د نقى رياض د پاسپورټ ضبط کولو زبانى احکامات جارى کړي وو ـ د دلچسپۍ وړ خبره دا ده چې په ٥ اګست ٢٠٠٩ء د فيډرل انوسټى ګيشن ايجنسى (ايف آئى اے) له لورى جمع کړے شوى ايف آئى آر کښې هغه پخپله شکايت کوونکے ؤ ـ

په ١٢ مئى ٢٠١٤ء د انوارالحق بدلى وکړے شوه او هغه جنرل منيجر (فنانس) ولګولے شو ـ نيوز لينز ته په لاس د ورغلو ثبوتونو ترمخه جنرل منيجر (کورس اينډ ټريننګ) انوارالحق ته په ٢ مئى ٢٠١٤ء د غړى (فنانس) زياتى چارج ورکړے شو ـ د هغۀ دا ټاکنه د واپډا د ايکټ ١٩٥٨ء خلاف ورزى وه د کومې له امله چې ټولو اړونده حلقو کښې د سنجيده بڼې تحفظات پيدا شول ـ

نيوز لينز سره په ټيلى فون د خبرو اترو کولو په مهال د واپډا جنرل منيجر (پينشنز)، چې د واپډا سکوک بانډز سکينډل کښې انکوائرى افسر هم پاتې شوے دے ، ووئيل چې بډې اخستونکو افسرانو واپډا ته د کروړونو روپو زيان رسولے دے خو دلته داسې هيڅوک نشته چې د هغوي په ضد کارروائى وکړے شى ـ هغۀ ووئيل :” زۀ د ډير زيات دباؤ ښکار شوے ؤم ځکه چې د انوارالحق په ضد پلټنه کول اسانه نۀ وه ـ زۀ د سيکنډ سکوک بانډز په پيلولو هم ډير سخت دباؤ سره مخامخ شوم ـ يو داسې افسر غړے (فنانس) څنګه جوړيدے شى چې جرم پرې ثابت شوے وى ؟ خو حکومت د داسې افسرانو ډاډګيرنه کوى ـ” هغۀ په دې خبره زور راؤړو چې د واپډې چيئرمين دې د دې معاملې پخپله کره کتنه وکړى ـ

د جنرل منيجر د کچ يو بل افسر د نوم نۀ ښکاره کولو په شرط واپډا کښې د بډې اخستونکو افسرانو په ټاکنه سخت ټکونه وکړل ـ هغۀ د اوبو او بريښنا په وزير عابد شير على د بډې اخستونکى افسر انوارالحق د غړى (فنانس) د لګولو تور پورې کړو ـ هغۀ ووئيل :” عابد شير على هغۀ د غړى (فنانس) او د جنرل منيجر (فنانس) په چوکۍ لګولے دے ـ بل کوم تن هغه په دې چوکۍ لګولے نۀ شى او نۀ ئې هم لرې کولے شى ـ”

خو ولې انوارالحق نيوز لينز سره په ټيلى فون خبرو اترو کښې د خپل دريځ ساتنه وکړه او وې وئيل :” واپډا کښې په ستره چوکۍ د ټاکلے شوى يو تن له امله ما ته په زور د دريو کالو سزا واؤرولې شوه او رښتيا دا دي چې له دې وړاندې ما ته د يو کال سزا اورولې شوې وه ـ “

هغۀ زياته کړه :” اوس نوموړے له واپډې ريټائر شوے دے او يو ايمان دار افسر د واپډې د مشر چوکۍ سنبال کړې ده ـ هغۀ خپل هم خيال يو ايماندار افسر (يعنى زۀ) په دې چوکۍ ولګؤلو د کومې چې زۀ حقدار ؤم او دا يو نۀ رد کيدونکے حقيقت دے ـ “

کله چې د انوارالحق پام دې نکتې ته راوګرځولے شو چې د هغۀ ټاکنه د قانون په ضد ده نو هغۀ سمدستى ځواب ورکړو :” زۀ غړے (فنانس) نۀ يم ـ ما د غړى (فنانس) زياتى چوکۍ سنباله کړې ده چې د قانون په ضد نۀ ده ـ” هغۀ عابد شير على سره د هر ډول اړيکې رد کړې او وې وئيل :” ما هيڅ ماره داړه نۀ ده کړې او تير وخت کښې ما سره ناانصافى شوې ده ـ ما دا چوکۍ په ميرټ ترلاسه کړې ده ـ “

د واپډې د تعلقات عامه شعبې يو افسر چې خپله پيژندګلو ئې د عابد په نوم وکړه، ليکونکى سره تماس ونيولو او وې وئيل :” انوارالحق يو ايماندار افسر دے ـ دا معامله په ميډيا کښې رااوچتولو ته هيڅ اړتيا نۀ لرى ـ “

د اوبو او بريښنا وزير عابد شير على سره رابطه ونۀ شوه، تر دې چې ليکونکى په ټيلى فون هغۀ سره د هغۀ د دريځ معلومولو د پاره څو ځله د تماس نيولو هڅه هم وکړه ـ

 

 

 

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here