د ټول پنجاب پوليس تاڼو کښې به موبائل ټريکنګ يونټونه قائمولے شي

0
4611

لاهور (حسن نقوى) د اکبرعلى په يوه وسله واله ډاکه کښې ليپ ټاپ، ټيلى ويژن سيټ، کالي، موبائل فون او نور څيزونه تروړلي شوي وو چې مقدمه ئې هغۀ مسلم ټاؤن پوليس کښې درج کړه ولې هغۀ د کوم ډول د تګ و داؤ څۀ طمع نۀ لرله ـ

اکبرعلى نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې هغه وخت د هغۀ د حيرانۍ څۀ انتها نۀ وه کله چې پوليس د اى ايم اى آئى او موبائل ټريکنګ لوکيشن ايريا کوډ د تکنيکونو له لارې نۀ يوازې ملزم ونيولو بلکې د هغۀ ټول تروړلي شوي څيزونه ئې هم ترلاسه کړل ـ

د اکبرعلى مقدمه په هغو دوو سوو مقدمو کښې يوه وه د کومو چې د لاهور پوليس په ښار کښې د موبائل ټريکنګ سسټم د پيل نه پس درک لګولے ؤ ـ

نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښېايډيشنل انسپکټر جنرل پوليس اپريشن ډاکټر عارف نواز انکشاف وکړو چې لاهور کښې د پائلټ پراجيکټ د کاميابۍ نه وروستو انسپکټر جنرل پوليس مشتاق احمد سکهيرا ټوله صوبه کښې د موبائل ټريکنګ سسټم قائمولو احکامات جارى کړي دي ـ

هغۀ ووئيل چې د ضلعى پوليس افسرانو د پاره په دوو هفتو مشتمل د روزنې پروګرام پيل کولے شى د کوم د پاې نه وروستو چې به د ټول پنجاب ټولو پوليس تاڼو کښې موبائل ټريکنګ يونټونه قائمولے شي ـ ډاکټر عارف نواز ووئيل چې د روزنې پروګرام په دوو برخو کښې ويشلے شوے دے ـ د روزنې د پروګرام په وړومبۍ مرحله کښې به ګډون کوونکي د انټرنيشنل موبائل فون ايکوپمنټ آئيډينټټى، انټرنيشنل موبائل سبسکرائبر آئډينټټى، لوکيشن ايريا کوډ او موبائل آئى ډى په حقله زده کړه وکړي ـ د روزنې د پروګرام په دويمه مرحله کښې به هغوئ ته د آئى ايم اى آئى، جيوټيکنګ او آئى ايم ايس آئى په مرسته د موبائل فونونو د درک لګولو د پاره وينا کولے شى ـ د انټيلى جنس بيورو اعلى واکمن به موجودو کسانو ته په دې موضوع ليکچر ورکوى ـ

سينئر سپرنټنډنټ پوليس کاشف مشتاق کانجو نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې دې پروګرام سره به د جرمونه کوونکو عناصرو په ضد سمدستى او په وخت کاروائى کولو کښې لاس مرسته کيږى ـ هغۀ ووئيل چې دې پروګرام سره به د پوليس د ډيټا پورې د رسد ترلاسه کولو په لړ کښې خفيه ادارو باندې اډاڼه ختمه شى ـ پوليس کارمندان به د اعلى تکنيکونو څخه خبر شي چې ورسره به د صوبې د پوليس د تفتيشى او اپريشن ونګز کارکردګى غوره شى ـ

کاشف مشتاق کانجو ووئيل چې د جديدو الاتو د عامې مقبوليتا له کبله د موبائل فون د ټريکنګ د تکنيکونو له لارې د جرمونه کوونکو عناصرو ولقه کښې اخستل اسان شوي دي ـ

ډپټى انسپکټر جنرل پوليس اپريشن حيدر اشرف نيوز لينز پاکستان سره خبرو کښې ووئيل چې لاهور پوليس کښې د موبائل ټريکنګ سسټم رامنځته کولو تجربه يوه لويه کاميابى ده ـ

موبائل ټريکنګ يونټونه سټريټ کرائمز باندې نظر ساتلو سره په يوه مياشت کښې د دوو سوو نه د زياتو جرمونه کوونکو عناصرو درک لګولو کښې مرستيال ثابت شوي دي ـ هغۀ ووئيل چې د موبائل ټريکنګ يونټ دوه کارمندان، چې پکښې يو کانسټيبل او يو بل کارمند شامل دے، د لاهور په هره پوليس تاڼه کښې لګولے شوي دي ـ

حيدراشرف ووئيل چې د لاهور پوليس د پاره دا خبر د ډاډ وړ ده چې موبائل ټريکنګ يونټ ټول پنجاب کښې رامنځته کولے شى، هغۀ زياته کړه چې دې نظام له به د ترهه ګرۍ او اغوا د کاروائيو د مخنيوى د پاره اوږده موده پکار وى ـ لويو ښارونو کښې پوليس ته د کلى والو سيمو په نسبت غوره اسانۍ ترلاسه دي ـ روزنې او ټيکنالوجۍ سره به هغوئ ته په نوى طرز کار کولو او غير قانونى سيمونو او سيلولر کمپنيو باندې زور راوړلو کښې مرسته په لاس ورځي چې دا شان هغوئ نوے کنکشن ورکولو سره د قوانينو خيال وساتي ـ

هغۀ دا خيال رد کړو چې د موبائل ټريکنګ د پرائيويسى د اساسى حق خلاف ورزى ده، حيدر اشرف ووئيل:” مونږ يوازې د جرمونه کوونکو عناصرو او د هغوئ د ملګرو د ډيټا درک لګوو ـ”

هغۀ زياته کړه :” مونږ د عامو خلقو ډيټا پورې رسد نۀ ترلاسه کوو ـ د دې ټيکنالوجۍ د غلا شوو موبائل فونونو د درک لګولو يا د جرمونه کوونکو عناصرو ولقه کښې اخستلو د پاره کارول جائز دي ـ “

د لاهور موبائل ټريکنګ يونټ کښې کار کوونکى کانسټيبل رياست على نيوز لينز پاکستان سره خبرو کښې ووئيل چې دې روزنيز پروګرام سره به پوليس کارمندانو ته د جرمونه کوونکو عناصرو کم نه کم وخت کښې ولقه کښې اخستلو کښې مرسته په لاس ورشى ـ

د ډيجيټل رائټس فاؤنډيشن ډائريکټر نګهت داد نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې موبائل ټريکنګ د پرائيويسى د بنيادى حق خلاف ورزى وګرځوله ـ

نوموړى ووئيل:” قانون نافذونکې ادارې د خپلې جاسوسۍ صلاحيتونه د خلقو ذاتى ژوند کښې د لاسوهنې له لارې زياتوي ـ د جاسوسۍ په ټولو هلو ځلو کښې غالباَ چې د موبائل فون د ځائے درک لګول تر ټولو اثرناکه دي کوم چې د څۀ قسمه وارنټ، د عدليې د څارنې او د ضابطه اخلاق څخه پرته کولے شى ـ “

نوموړى ووئيل چې دا يوازې د اړونده تن درک لګولو سره تعلق نۀ لرى بلکې د دې په ذريعه د هغۀ د پيژندګلو په حقله د ذاتى بڼې ډير معلومات ترلاسه کيږي ـ نګهت داد زياته کړه :” کۀ د شک څۀ کوټلې وجه وى نو پوليس دې د موبائل فونونو د ټريک کولو د پاره وارنټ ترلاسه کړى ـ د پوليس محکمې د موبائل ټريکنګ پاليسى بايد ډاګيزې وى کومې پورې چې اولس ته رسيدل ترلاسه وى او دې کښې دې د ذاتى ژوند خونديتوب يقينى کړے شى ـ”

خو ولې د لاهور هائيکورټ ايډووکيټ حيدر رضا نيوز لينز پاکستان سره خبرو کښې ووئيل چې د ثبوتونو راغونډولو د ايکټ ١٣ لاندې پوليس ته د ثبوتونو ترلاسه کولو د پاره د جديدو آلاتو د استعمال اجازه شته د کوم له امله چې د جرمونه کوونکو عناصرو د موبائل ټريک کولو د پاره د عدالت نه د وارنټ ترلاسه کولو ضرورت نشته ـ

د لاهور يو وګړے انور احمد فکرمند ښکاره شو، هغۀ ووئيل چې د نوې ټيکنالوجۍ کارول بې ځايه نۀ دي، ظاهره ده چې د دې په ذريعه به غوره پوليسنګ ممکن وى ” مونږ تير وخت کښې پوليس د اختياراتو په بې ځايه کارولو ليدلي دي ـ “

هغۀ ووئيل :” دا د پوليس د اعلى افسرانو ذمه وارى ده چې هغوئ پوليس تاڼو کښې موبائل ټريکنګ يونټونو سره د اړونده کارمندانو په حقله دا يقينى کړي چې هغوئ د خپلو اختياراتو بې ځايه استعمال ؤنۀ کړى ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here