د پاک چين کاريډور په لاره کښې د شکمن بدلون په ضد د حزب اختلاف احتجاج

0
4835

کوئټه (مالک اچکزئى) سياسى ګوندونه او د سول سوسائټۍ غړي بلوچستان او خيبرپښتونخوا کښې د پاکستان او چين ترمنځه جوړيدونکې ” معاشى راهدارى” کښې د شکمن بدلون په ضد احتجاج کوي ـ

د پاکستان د بلوچستان صوبې بندرګاه او د چين لويديز ښار کاشغر د سړک او ټرين په ذريعه خپلو کښې راځائے کوونکې دوه زره کلوميټره اوږدې لارې ته د “معاشى راهدارى” نوم ورکړے شوے دے ، دا منصوبه به د چين حکومت د ٤٦ ارب ډالرو په سرمايه کارۍ ترسره کوى چې ورسره به د ځاندرې د جوړيدو او روزګار د موقعو د شتون له امله سيمه کښې د خوشحالۍ نوے دور پيل شى ـ

د کريډټ ريټنګ د يوې لوې نړيوالې ايجنسۍ موډى انويسټر سروسز ترمخه دا منصوبه به پاکستان د پاره له معاشى اعتباره د ګټورو پايلو وړ ثابتيږى او دې سره به د پاکستان کريډټ ريټنګ هم زياتيږى ځکه چې د دې منصوبې له امله کيدونکې معاشى پرمختګ سره به حکومتى ګټه کښې زياتوالے راځى ـ

هر څو کۀ په دې منصوبه دا مهال کار پيليدل دى ولې دا له دې وړاندې د شخړو په ولقه کښې راغلې ده ـ د حزب اختلاف لارښودان د معاشى راهداۍ په لاره کښې په شکمن بدلون احتجاج کوي کومه چې به د منصوبې ترمخه د کم پرمختيائى صوبو خيبرپښتونخوا او بلوچستان څخه تيريږى ـ د خيبرپښتونخوا او بلوچستان د سياست دانانو او سول سوسائټۍ سره د اړونده کارمندانو لخوا د دې انديښتو څرګندونه کولے شى چې دا معاشى راهدارى به پنچاب سره هم تړلے شى د کومې په ضد چې ګڼې مظاهرې، سيمينارونه او اولسى غونډې ترسره کړے شوي دي ـ

اسلام آباد کښې په پاک چين معاشى راهدارۍ ترسره شوى ټول ګونديز کانفرنس ته د وينا کولو په مهال د عوامى نيشنل پارټۍ مشر اسفنديارولى خان ووئيل :” راهدارۍ او رابطه سړکونو کښې فرق وى ـ هغه (حکومت) خيبرپښتونخوا، فاټا او بلوچستان کښې د رابطه سړکونو جوړيدو په اړه خبره کوى ځکه چې په اصل کښې دا راهدارى ( پاک چين معاشى کاريډور) له دې سيمې نۀ تيريږى ـ وفاقى حکومت يوازې هم پنجاب د پاکستان په ډول وينى او د پسمانده سيمو او اولس لورى ته هيڅ خيال نۀ شى ورکولے ـ مونږ يو دوستانه وفاق غواړو چې ټولو ډلو سره يو شان سلوک کوى ـ”

هغۀ ووئيل :” د معاشى کاريډور په لاره کښې دا بدلون به پښتون او بلوچ اولس يو بل کالاباغ ډيم ګڼى ـ”

بلخوا واکمن ګوند مسلم ليګ (نواز) په څو موقعو د دې منصوبې په وضاحت کولو مجبور شوے دے ـ

اسلام اباد کښې ګوادر سره اړوند کيدونکى سيمينار ته وينا کولو سره د منصوبه بندۍ وفاقى وزير احسن اقبال ووئيل :” په پاک چين معاشى کاريډور دوو مرحلو کښې کار کيدل دي، وړومبۍ مرحله کښې به د لاهور نه پيښور پورې قائمه موټروے لاهور نه تر کرچۍ موټروے سره تړلے شى او د هيواد سوئيلى او قطبى برخې به د بيلابيلو موټرويز په جوړولو يو بل سره پيوست کولے شى ـ”

هغۀ سيمينار ته وينا کولو کښې زياته کړې وه :” د پاک چين معاشى کاريډور جوړولو په دويمه مرحله کښې به د پرمختيائى منصوبو رفتار او د ټريفک زغل نظر کښې ساتلو سره ګوادر د بلوچستان نورو سيمو او خيبرپښتونخوا سره تړلے شى ـ د چين په مرسته قراقرم هائى وے حويلو پورې غوره جوړولے شى او په اين ٨٥ به کار هم دريو مياشتو کښې سر ته ورسولے شى چې له اوږدې مودې راسې د ځنډ ښکار وه، دا لاره به ګوادر رتوډيرو سره يوځائے کوى ـ دې لارې سره به نۀ يوازې فاصلې کمې شي بلکې د ټول پاکستان څخه به ګوادر پورې رسد اسان شى چې ورسره به ګوادر کښې سرمايه کارى زياته شى ـ”

د سينيټ د دفاع د قائمه کميټۍ غړى سينيټر عبدالرؤف خان نيوزلينزسره د خبرو اترو په وخت ووئيل :” معامله څۀ داسې ده چې د منصوبې لاندې ګوادر کاشغر راهدارى د بسمه ، حضدار، قلات، او کوئټې نه ژوب، ډى آئى خان ، حسن ابدال څخه په راتيريدو کاشغر پورې رسيدل وو ولې د دې مخه بدلولو سره د بسمه، رتوډيرو او پنجاب لورى ته کړے شوه چې مطلب ئې دا دے چې اوس به دا د بلوچ او پښتنو سيمو څخه نۀ تيريږى ـ”

هغۀ ووئيل چې خيبرپښتونخوا، فاټا او د بلوچستان پښتنو او بلوچ سيمو کښې به معاشى پرمختګ او خوشحالۍ سره عسکريت خوښۍ کښې ښکاره کمے راشى ـ هغۀ زياته کړه :” د وفاق لخوا د پريکړې ورتپلو له امله پښتون او بلوچ ابادۍ کښې د لاتعلقۍ احساس وده مومى ـ معاشى راهدارۍ کښې د بدلون مطلب د هرې معاشى هڅې پنجاب ته د اړولو نه علاوه نورې سيمې نظرانداز کول هم دي ـ “

د بلوچستان ريپبلکن پارټۍ وياند شيرمحمد بګټى نيوزلينز سره خبرو کښې ووئيل چې د هغوي د ګوند بلوچستان باندې په زور او د غيرقانونى قبضې دريځ په ډاګه دے ـ هغۀ ووئيل :” يو قابضه رياست ته دا حق ترلاسه نۀ دے چې هغه دې بل کوم رياست سره د بلوچ خاورې په حقله څۀ لوظنامه وکړى او کۀ داسې کيږى نو بلوچستان ريپبليکن پارټى به په هر فورم د هغې غندنه کوى ـ”

هغۀ ووئيل چې د بلوچ په خاوره پيليدونکو د پاکستان، چين او ايران ترمنځه منصوبو باندې د عمل درآمد د پاره کيدونکې لوظنامې د بلوچ قام په نظر کښې هيڅ حيثيت نۀ لرى، تر هغه وخته چې دې کښې د هغوي مقصد شامل نۀ کړے شى ـ د شيرمحمد بګټى وينا وه :” کيدے شى چې بلوچ قام کمزورے وى ولې مونږ به په هر فورم احتجاج کوو ـ”

د الاسى تحريک (پيپلز مووومنټ) مشر سعيد عالم محسود وائى :” دا خبره په ډاګه شوې ده چې وزيراعظم نواز شريف او د هغۀ ډلې د معاشى راهدارۍ د لارې بدلولو پريکړه کړې ده ـ   کۀ داسې نۀ شى کولے نو بيا احسن اقبال ولې د ډيره غازى خان، رتوډيرو، حضدار او ګوادر روټ خبرې کوي ـ”

هغۀ ووئيل چې د حسن ابدال، فتح جنګ، داؤدخيل (ميانوالى)، ډيره اسماعيل خان، ژوب ،کوئټه او ګوادر څخه تيريدونکے ګوادر کاشغر روټ به د فاټا، خيبرپښتونخوا او بلوچستان د اولس بخت بدل کړى ـ موټرويز، فاسټ ټريک ريلوے، فائبر آپټک لائن، د تيل او ګيس پائپ لائنونه، د خپلواکه تجارت او صنعتى زون جوړيدل د معاشى راهدارۍ په اساسى برخو کښې شامل دي، دا به د منصوبې د خوشحالۍ په لورى د وړاندې بوتللو سؤب ګرځي ـ سعيد عالم محسود ووئيل :” د دې معاشى راهدارۍ په خواؤشا کښې معدنيات، لکه د کروميم، زنک، کاپر، سرو زرو، سنګ مرمرو، اوسپنې وغيره ذخيرې په لويه پيمانه شتون لري کومې چې به استعمال کښې راشي ـ کۀ د حزب اختلاف په غوښتنه عمل کولے شى نو دې سره به د سيمې معاشى راتلونکے بدل شى ـ او د موټروے او ريلوے په وجه به نۀ يوازې دې سيمو پورې رسد اسان شى بلکې دا سيمې به چين ،افغانستان او د منځنۍ ايشياء نورو هيوادونو سره هم وتړلے شي ـ”

نيشنل يوتهـ آرګنائزيشن سره اړونده ثناء اعجاز وائى کۀ چرې روټ د پښتنو او بلوچ سيمو څخه تيريرږى نو ” په لازمى ډول به د روزګار موقعې پيدا کيږي او په محدوده پيمانه کاروبار او صنعتونونو ته به وده ترلاسه کيږي ـ”

سماجى کارمندې ثناء اعجاز ووئيل :” زمونږ سيمې نۀ يوازې ترهه ګرۍ ځپلې دي بلکې احساس محرومى ئې هم زياته شوې ده ـ کۀ مونږ خيبرپښتونخوا او پنجاب کښې د عسکريت خوښۍ د تناسب جائزه واخلو نو وروستو يادې شوې صوبه کښې د عسکريت خوښۍ ډيرې کمې پيښې رامنځته کيږي د کومې بنيادى وجه چې د صوبې معاشى ترقى کول هم دي ـ”

هغې ووئيل چې پاکستان يو متحده وفاق ګڼل پکار دي او بې برخو پښتنو او بلوچو ته دې موقعې ورکړے شي چې دا شان د هغوي د محرومۍ احساس له منځه ووځى ـ هغې ووئيل :” کۀ چين د معاشى کاريډور په شان د مصوبو کاميابى غواړى نو هغه بايد د خپل ټاکلى روټ يعنى فطرى راهدارۍ ( بلوچستان، خيبرپښتونخوا او فاټا ) انتخاب وکړى ـ”

ثناء اعجاز ووئيل :” د پيښور او منځنى ختيز ترمنځه د ټرک چلوونکو ٩٥ سلنه ډرائيورانو تعلق دې سيمو ( فاټا، خيبرپښتونخوا او بلوچستان) سره دے ـ کۀ د روټ تعين کولے شى نو دا خلق به هم دلته کار کوي او د لږ کار په کولو به هم زياته ګټه کولو کښې بريالي پاتې کيږي ـ”

سعيد عالم محسود ووئيل چې پښتون او بلوچ سيمو کښې څۀ صنعت شته او نۀ هم د دې سيمو اوسيدونکي څۀ تکنيکى علم لرى ـ هغۀ ووئيل :” کله چې دې سيمو کښې صنعتى او فرى ټريډ زونونه جوړيدے شى نو دا ( پښتانۀ او بلوچ ) خلق به د ملازمت ترلاسه کولو ترڅنګ خپل کاروبارونه پيل کولے شى، نوے صلاحيت او تکنيک به وپيژنى، د دوي تکنيکى علم کښې به زياتوالے راشى او دوي به د ډيرو انتظامى مهارتونو څښتنان شي او اخر به د لويو کارپوريشنو قائمولو جوګه شي لکه څنګه چې ختيز چين، امريکه او کينيډا کښې د معاشى کاريډورز جوړيدنه نه وروستو وشول ـ”

هغۀ ووئيل :” کۀ د رښتياؤ په رڼا کښې خبره وکړے شى نو پاکستان يوازې پنجاب پورې محدود دے او هم پنجاب په حقيقت کښې پاکستان دے ـ د خدمتونو د ورکړے پشمول د ريلويز، موټرويز، نيشنل هائى ويز، ائيرپورټس، اريګيشن ، د بريښنا د کنټرول پشمول د ټولو شعبو مثال ستاسو په وړاندې دے ـ پنجاب يو سلطنت دے او نورو سيمو ته ماتې ورکړے شوې ده يا بيا کالونۍ دي ـ د يو ظالم رياست رويه خپلو کالونيو سره تل يو شان وى ـ هم دا هغه اساسى لامل ؤ د کوم په سؤب چې ختيز پاکستان بنګله ديش وګرځيدو ـ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here