د پوله ايزه سيمو پشمول د هيواد بيلا بيلو برخو کښې د داعش په پلوۍ وال چاکنګ

0
4571

کوئټه (شهزاد بلوچ او توصيف الرحمان) د پاکستان څلورو واړو صوبو او پاک افغان پولې سره پيوست سيمو کښې د داعش په حق کښې په ديوالونو ليکلې شوو غږونو نۀ يوازې د حکومت بلکې د معتدله فکر لرونکو وګړو د پاره هم خطرې خبردارے ورکړے دے ـ

هر څو کۀ عسکريت خوښے تنظيم داعش بلوچستان کښې دا مهال فعال نۀ ښکارى ولې پټو عناصرو د صوبې په بيلا بيلو سيمو کښې د داعش او د هغې د پاليسيو په حق کښې غږونه ليکلي دي ـ

د بلوچستان پوله ايران او افغانستان سره پيوست ده چې د غزيدونکې بلوچ عسکريت خوښۍ او فرقه ايز تشدد له امله د تباهۍ خلې ته ورسيدلې ده ـ

وال چاکنګ د پاکستان د تر ټولو سترې صوبې په يوازې لرې پرتو سيمو کښې ونۀ کړے شو بلکې د له معدنياتو د معموره صوبې د دارالحکومت کوئټې په ښارى سيمو کښې هم په ديوالونو وليدلے شو، دې غږونو کښې ” آئى ايس آئى ايس اور داعش زنده باد” (د آئى ايس آئى ايس اردو نوم) او ” ابوبکرالبغدادى زنده باد” شامل دي چې د داعش لارښود دي ـ

د بحيرۀ عرب د غاړې ترڅنګ مکران ډويژن کښې دا غږونه د روادارۍ د نشتوالى رامنځته کولو هڅې ښکاري ـ يو غږ کښې “غيرمسلم يا ذکرى مرده باد” ليکلې شوي دي ـ ذکرى د مسلمانانو يوه فرقه ده چې پيروکار ئې په الله پاک ايمان لري خو ولې عبادتونه ئې له نورو مسلمانانو بدل دي ـ

داعش د عراق او شام يوه عسکريت خوښې ډله ده ـ د دې وړومبے مقصد د عراق او شام سنى اکثريتى سيمو کښې خلافت قائمول وو ولې وروستو له دې ئې نړيواله ايجنډا وړاندې کړه ـ ابوبکر البغدادى د داعش مشر او خليفه دے ـ دې ډلې د عراق او شام په يو شمير سيمو قبضه کړې ده ـ

د بلوچستان وزيراعلى عبدالمالک بلوچ وئيلي دي چې هغه خلق چې کړۀ وړۀ ئې داعش سره يوشان والے لرى، بلوچستان کښې شته او هغوي خلافت يا اسلامى رياست جوړول غواړي د کومې چې داعش ژمن دے ـ هغۀ ووئيل چې هغه صوبه کښې د داعش د شتون انديښنې له پامه ويستلے نۀ شى ـ

څو ځائى عسکريت خوښو ډلو، چې پکښې تحريک طالبان پاکستان (الاحرار) او جندالله شامل دي ، له وړاندې راسې د البغدادى په پل د تګ سوګند پورته کړے دے او پاکستان کښې د داعش ايجنډا مخ په وړاندې بيائي ـ

د داخله چارو صوبائى سکتر اکبرحسين درانى نيوز لينز سره د خبرو په مهال صوبه کښې د داعش شتون رد کړو او وې وئيل :” بلوچستان کښې آئى ايس آئى ايس يا داعش په باضابطه توګه موجوديت نۀ لرى او نۀ قانون نافذونکې ادارې د داسې څۀ هلو ځلو نه خبر شوي دي ـ”

هغۀ ووئيل :” داعش د شيعه مسلمانان په ضد جنګيږى او پاکستان کښې د يو فى صد نه هم کمه برخه د شيعه مسلمانانو په ضد دا شان فکر لرونکې ده ـ د داعش د ايجنډې د ودې د پاره صوبه کښې هيڅ ځائے نشته ځکه چې د خلقو کړۀ وړۀ د شام د ابادۍ په نسبت بدل دي ـ”

د بلوچستان داخله سکتر وړاندې ووئيل چې د ضرب عضب له امله د تښتيدونکو عسکريت خوښو پلويان په ديوالونو غږونو ليکلو سره د ويرې پيدا کولو هڅې کوي چې په قطبى وزيرستان کښې د عسکريت خوښو په ضد دوام لرى ـ

اکبرحسين درانى ووئيل :” دا له غږونو پرته هيڅ نۀ دي ـ”

د کوئټې پوليس ښارى سيمو کښې د ليکلې داسې غږونو نه وروستو پلټنې پيل کړې دي ، ولې د کوئټې پوليس يو افسر نيوزلينز ته ووئيل چې دې لړ کښې هيڅ تګ ؤ داؤ ونۀ کړے شو چې د دې غږونو د ليکنې په شا د کومو عناصرو لاس دے ـ پوليس افسر خپل نوم ښکاره کؤل نۀ غوښتل ځکه چې هغۀ ته ميډيا سره د خبرو کولو اجازه نشته ـ

د بشرى حقونو کميشن پاکستان (ايچ آر سى پى ) د بلوچستان څانګې مشر طاهر حسين ووئيل چې ايچ آر سى پى د مذهبى ډلو د زياتيدونکو هلو ځلو له امله د سنجيده بڼې تحفظات لرى ـ هغۀ ايچ آر سى پى بلوچستان کښې د فيکټ فائنډنګ مشن د راپور حوالې ورکولو سره ووئيل :” ډير تنظيمونه لکه کالعدم لشکر جهنګوى او جماعت الدعوة بلوچستان کښې ځانونه پياوړي کوي ـ “

د ايچ آر سى پى پخوانۍ مشرې عاصمه جهانګير ووئيل چې دا د حکومت او قانون نافذونکو ادارو ذمه وارى وه چې دا رنګ ډلې ئې نظر کښې ساتلې وې خو هغوي داسې کولو کښې ناکامۍ سره مخ شوې دي ـ

هغې ووئيل :” د ادارو په واضحه توګه دا کړنلاره په نظر راځى چې بلوچستان کښې دې د روښان خياله بلوچ عسکريت خوښو وس چار ختم کړے شى چې دا شان د هغوي تحريک کمزورے شى ـ”

بلوچ قام پرسته ګوندونه په پاکستانى اسټيبلشمنټ او د هغې په طاقتورو امنيتى ادارو بلوچستان کښې د مذهبى ګوندونو د حمايت تور لګوى ، هغوي وائى چې دې سره صوبه کښې د شام په شان حالات پيدا کيدے شي ـ

کالعدم فرقه پرسته ډلې لشکر جهنګوى بلوچستان کښې سلګونه شيعه مسلمانان او بلها پوليس افسران وژلي دي ـ پوليسو کښې د موجودو سرچينو ترمخه قانون نافذونکې ادارې کوئټه کښې او د دې په اطرافو کښې د کيدونکو سختو حملو د مخنيوى هڅې کوي ـ

سرچينې دا هم ووئيل چې د کالعدم لشکرجهنګوى او داعش ترمنځه رابطې کيدے شي خو دې لړ کښې څۀ کوټلے ثبوت ترلاسه نۀ شو کومو څخه چې دا اړيکې پرانستلے شي ـ نيوزلينزپاکستان سره خبرو اترو کښې تجزيه کار او د بشرى حقونو کارمند وجاحت مسعود ووئيل :” د لشکرجهنګوى او داعش ترمنځه تر ټولو کوټلې رابطه د هغوي شيعه ضد ايجنډا کيدے شى ـ “

خيبرپښتونخوا، سندهـ او پنجاب کښې د داعش په حق کښې وال چاکنګ

د بلوچستان په شان ترهه ګرۍ ځپلې پاک افغان پولې سره پيوست خيبرپښتونخوا صوبه کښې هم داسې غږونه ليدے شوي دي ، سندهـ او پنجاب کښې خلقو په ديوالونو او سنګ ميل د “داعش زنده باد” او ” ابوبکر البغدادى زنده باد” غږونه ليدلي دي ـ تير کال ستمبر کښې د ” فتح ” په نوم پښتو او درۍ ژبو کښې کتابچه چاپ شوې وه چې د پيښور په خواؤشا کښې د افغان کډوالو کيمپونو کښې ويشلے شوې وه ـ کتابچه کښې خلقو ته خواست شوے ؤ چې هغوي دې د خلافت په تامينولو کښې د داعش مرسته وکړي ـ

کراچۍ (سندهـ ) کښې د داعش په پلوۍ غږونه سهراب ګوټهـ ، اورنګى ټاؤن او د ښار نورو سيمو کښې ليدلے شوې وې ـ لاهور او د پنجاب نورو سيمو کښې هم دا رنګ وال چاکنګ وکړے شو ـ لاهور پوليس ته د يوې ډاکخانې نه بهر د داعش په حق کښې مواد هم په لاس ورغلي وو ـ

د امنيتى تجزيه کارو خيال دے چې داعش په عراق او شام کښې په بيلابيلو مورچو جنګيږى چې له امله ئې د هغوي د نړۍ په دغه سيمه کښې د رسد د منظمو هڅو امکان په نظر نۀ راځى ولې پاکستان کښې له عسکريت خوښو تنظيمونو يو خوا ته شوې ډله ځان داعش سره تړلے شى ـ

د خيبرپښتونخوا د داخله او قبائلى چارو سکتر سيد اخترعلى شاه ووئيل :” تر اوسه داسې څۀ ثبوتونه ترلاسه نۀ دي چې پيښور کښې کيدونکى وال چاکنګ کښې د داعش نيغ په نيغه شموليت په ډاګه کړي ـ ” هغۀ ووئيل :” هيڅ داسې څۀ معلومات په لاس رانۀ غلل چې په هغې ( داعش او پاکستانى طالبان) کښې د اتحاد قائمولو د پاره څۀ رابطه شوې وى ـ “

ولې پيښور سره اړوند سياسى تجزيه کار ډاکټرخادم حسين د داعش په حق کښې وال چاکنګ ته د يوې سختې خطرې په توګه ګورى ـ د هغۀ وينا وه چې تحريک طالبان پاکستان به خپل زيات اهم مرکز قطبى وزيرستان کښې فوځى عملياتو کښې د رامنځته شوې ماتې له امله د داعش په رنګ د تنظيم حمايت ترلاسه کول غواړى ـ

هغۀ ووئيل :” پاکستان کښې ځيني مذهبى سياسى ګوندونه د عسکريت خوښو د پاره د همدردۍ جذبات لري کوم چې به دا غواړى چې ويره دې قائم وى ـ وال چاکنګ يو ډول اشاره ده چې په هغوي کښې د ځان منظم کولو وړتيا موجوديت لرى ـ “

خو اکبرعلى شاه وائى چې حکومت ډيره واضحه قامى امنيتى پاليسى لرى او هغۀ ته په پاکستان کښې د داعش د پاره هيڅ ځائے په نظر نۀ راځى ـ

هغۀ ووئيل :” حکومت د وال چاکنګ په د کتابچو د ويش په شان د هلو ځلو د ډير نزدې نه مشاهده کوى او له تشدده د ډکې انتهاخوښۍ د هر کوم شکل د مخنيوے لوظ لرى ـ “

خادم حسين دې رائې سره اتفاق نۀ لرى ، هغۀ وائى چې بين المللى ترهه ګر تنظيمونه منځنۍ او سويلى ايشياء کښې د نوى اتحاد جوړولو هڅې کوي ـ هغۀ ووئيل :” يو تنظيم چې دا ډول نړيوالې اړيکې لري ، هغه به هم په دې ډول طاقت ور ګڼلے شى ـ دا وخت داعش او القاعده دواړه د خپل اثر زياتولو د پاره له يو بله د وړاندې کيدو هڅې کوي ـ “

پيښور سره تعلق لرونکى دفاعى تجزيه کار بريګيډيئر سعد محمد نيوزلينز سره د خبرو اترو په وخت ووئيل چې د داعش څخه څۀ فورى خطره نشته ـ هغۀ ووئيل :” کيدے شى چې داعش په راتلونکو کلونو کښې پاکستان کښې د ځان پياوړے کولو هڅه وکړى ځکه چې همدردۍ ئې دلته شتون لري چې پکښې ځينې جهادى ډلې ، د تحريک طالبان پاکستان نه خفه شوي عناصر او د افغان طالبانو نوے کهول شامل دے چې نړيواله ايجنډا لرى ـ “

ريټائرډ فوځى افسر د داعش د ممکنه اتحاديانو په اړه خبرو کښې ووئيل چې کيدے چې راتلونکو ورځو کښې د تحريک طالبان پاکستان څخه بيله شوې ډله ، جندالله ، لشکرجهنګوى او حرکت جهاد اسلامى د دې اتحادى شي ـ هغۀ ووئيل چې غير ملکى جنګيالي چې پکښې چيچن او اويغور شامل دي او کوم چې دا وخت کمزورې شوي او خوارۀ وارۀ شوي دي ، د يو مضبوط مرکز جوړولو د پاره داعش کښې شامليدے شي ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here