د پيښور سانحې نه وروستو د خيبرپښتونخوا حکومت د غيرقانونى افغان کډوالو په ضد کريک ډاؤن

0
5269

بنو(احسان داوړ) د خيبرپښتونخوا صوبې د نورو ښارونو په شان بنو کښې هم د افغان کډوالو په ضد د کارروائۍ لړۍ روانه ده ـ د ګل په ورځ د کيدونکو عملياتو په دوران پوليس په بيلابيلو ځايونو لکه بازارونو، د کډوالو کيمپونو او د استوګنې سيمو کښې په کارروائۍ کولو د ٥٠ نه زيات افغان کډوال ونيول ـ

د افغانستان پولې سره پيوست خيبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کښې کيمپونو، د کډوالو مخصوصو سيمو او ښارونو کښې د ١٥ لکو رجسټرډ کډوالو لويه برخه اباده ده

د کډوالو په ضد د کارروائۍ پيل د خيبرپښتونخوا صوبائى حکومت د پيښور سانحې نه وروستو کړے ؤ کله چې ترهه ګرو په آرمى پبلک سکول بريد کولو سره ١٤٠ زده کوونکي شهيدان کړي وو ـ

ټوله صوبه کښې د غيرقانونى او ناثبت شوو افغان کډوالو په ضد کريک ډاؤن کولے شى ـ د خيبرپښتونخوا حکومت لخوا د پيل کړے شووو عملياتو نه وروستو تراوسه په سلګونو افغان کډوال جيلونو ته ليږلے شوي دي ـ

بنو کښې نيولے شوي افغان کډوال د سټى پوليس سټيشن په دوو کوټو کښې ساتلے شوي دي چرته چې هغوي يو بل سره په ناسته يا ولاړه ليدے شى ـ

د سټى پوليس سټيشن جيل کښې بندى کريم شاه افغانى ووئيل:،، مونږ سره قانونى کاغذونه موجود دي او د کارډ موده په دسمبر٢٠١٥ء کښې ختميږى خو پوليس يوازې د دې د پاره نيولے دے چې دا شان زمونږ څخه په زور رقم ترلاسه کړے شى ـ،، هغۀ ووئيل هغه په غيرقانونى توګه ولقه کښې اخستے شوے دے ـ

کريم شاه ، چې د افغانستان تخار ولايت سره تعلق لرى ، دا دعوى کوى چې هغۀ سره د نيشنل ډيټا بيس اينډ رجسټريشن اتهارټى(نادرا) لخوا جارى کړے شوے اصل پروف آف رجسټريشن(پى او آر) موجود دے ـ

هغۀ ووئيل:،،ما د ٢٠٠٥ء نه وروستو خپل کارډ دوه ځله نوے کړے دے او يو قانونى کډوال يم ، پاکستان کښې په امنناکه توګه اوسيږم او بنو ښار کښې خپل کاروبار کوم ـ نۀ پوهيږم چې پوليس ولې ما تنګوى ـ،،

يو افغان کډوال عبدالحق، چې بنو ښار کښې د چاې مشهور مارکيټ کښې د کپړې کاروبار کوى ، ووئيل:،، زۀ د ٢٥ کالو راسې دې هيواد کښې ميشتۀ يم او دا هم خپله خاوره ګڼم خو پوليس وخت په وخت ما تنګوى ـ،،

سټى پوليس سټيشن سره اړوند پوليس افسر ګل حميد ووئيل چې افغان کډوال د خيبرپښتونخوا د حکومت په وينا ولقه کښې اخستے شوي دي ـ هغۀ ووئيل چې دا کارروائى ښار کښې د امن و امان په ځائے ساتلو د پاره شوې ده چرته چې د فوځى عملياتو نه پس د ګاونډى قبائلى ايجنسۍ شمالى وزيرستان څخه کډه کوونکو کورنيو ګڼ شمير کښې پناه ترلاسه کړې ده ـ

ګل حميد ووئيل:،، مونږ به هغوي مجسټريټ ته وړاندې کوو او داسې کډوال چې ورسره قانونى کارډونه موجود وي ، هغوي به د ځائ ضمانتى په ګواهۍ په ضمانت خوشى کولے شي ـ،،

هغۀ ووئيل چې داسې ټول افغان کډوال چا سره جې قانونى کاغذونه نۀ وي ،هغوي به اړونده واکمنو ته سپارلے شي چې هغوي افغانستان ته واپس واستوي ـ

ګل حميد نيوزلينز سره د خبرو اترو په وخت ووئيل چې نيولي شوي ځيني کډوال د سنجيده بڼې جرمونو لکه د تاوان د پاره تښتول، مرګ ژوبله، بهته خورى،غلا او د نشه اى توکو خرڅولو په هلو ځلو کښې ککړ دي ـ

د پوليس د انټيلى جنس برانچ د کارمند، چا ته چې ميډيا سره د خبرو کولو اجازه نۀ وه، د خپل نوم نۀ څرګندولو په شرط نيوزلينز سره خبرو کښې ووئيل چې افغان کډوال د پاکستان د فارن ايکټ د ١٤ شق لاندې ولقه کښې اخستے شوي دي ـ

هغۀ ووئيل:،،مونږ هغوي ته د هيڅ قسم هيڅ رعايت نۀ شو ورکولے ځکه چې مونږ په صوبه کښې د امن و امان سختو حالاتو سره مخامخ يو ـ مونږ په حکومتى احکاماتو د عمل کولو پابند يو ـ،،

د ملګرو ملتونو د کډوالو د پاره د هائى کميشن(يو اين ايچ سى آر) کارمند احسان الله ووئيل چې دا وخت ٤٠ لکه افغان کډوال پاکستان کښې ميشتۀ دي کومو کښې چې ٢٥ لکه په خيرپښتونخوا کښې اوسيږي او پاتې نور ١٥ لکه د پاکستان په بيلابيلو ښارونو لکه کراچۍ،ميانوالى او اسلام اباد وغيره کښې ميشتۀ دي ـ

احسان الله ووئيل:،،افغان کډوالو ته د پاکستان ، افغانستان او يو اين ايچ سى آر ترمنځه ٢٠٠٥ء د ترسره شوې لوظنامې لاندې د قانونى کډوالو درجه ورکړے شوې ده د کوم لاندې چې به دې کډوالو سره کمپيوټرائزډ پى او آر کارډونه وي ـ،، هغۀ ووئيل چې هغه افغان کډوال چا سره چې پى او آر کارډونه شته ،هغوي قانونى وګړي ګڼلے شي خو چا چې کارډونه کارډونه نۀ وى جوړ کړي ،هغوي په غيرقانونى کډوال ګڼلے شي ـ

هغۀ ووئيل چې خواوشا ٣٠٠٥ کورنۍ(١٥٢٠٠ کسان) بنو او ورسره نزدې سيمو کښې د افغان کډوالو د پاره قائم کړے شوو بيلابيلو کيمپونو کښې ميشتۀ دي ـ

احسان الله ووئيل:،، قانونى کډوالو ته به قانونى مرسته ورکولے شى او هغوي د پى او آر کارډونو د مودې ختميدو پورې پاکستان کښې اوسيدے شي ـ،، هغۀ ووئيل چې کۀ هغوي افغانستان ته واپس تلل غواړي نو د هغوي د وطن ته د واپسۍ د پيکچ لاندې به مرسته کولے شى ـ غيرقانونى کډوال به هيڅ لاسته راوړنه ونۀ کړے شى ـ

افغان کډوال بنو ښار او دې سره نزدې سيمو کښې واړۀ کاروبارونه يا د ديهاړى مار مزدور په توګه کارونه کوى ـ

د بنو ښار يو دوکاندار محمدخان باجورى ووئيل چې کۀ افغان کډوال واپس ځي نو ځائ خلقو ته به ئې په لازمى ډول ګټه رسيږي ځکه چې هغوي به د کډوالو له لورى پريښودے شوي کاربارونه او ملازمتونه ترلاسه کړے شى ـ

هغۀ ووئيل:،، دې بازار کښې يوازې ١٠ دوکانونه د ځائ وګړو دي او په پاتې مارکيټ د افغان کډوالو اجاره دارى ده ـ کۀ هغوي واپس ځي نو ځائ خلق به د هغوي پريښودے شوي کاروبارونه وکړے شي ـ،،

محمدخان باجوړى ووئيل چې کۀ افغان کډوال خپل هيواد ته واپس لاړ شي نو د دوکانونه کرايه به پخپله کمه شي ـ

هغۀ ووئيل:،،هغه (افغان) کاروبارى مزاج لرى او د ځائ خلقو په نسبت زياته کرايه ورکوى ـ،،

د سول انتظاميې يو ځائ افسر د نوم نۀ ښکاره کولو په شرط نيوزلينز سره په خبرو اترو کښې ووئيل چې د افغان کډوالو په حراست کښې د اخستو پريکړه د خيبرپښتونخوا حکومت لخوا شوې ده ـ وفاقى حکومت د دې په حق کښې نۀ ؤ ـ

هغۀ ووئيل:،، وفاقى حکومت چونکې يو اين ايچ سى آر سره (درې اړخيزه) لوظنامه کړې ده د کومې له امله چې د وفاقى او صوبائى انتظاميې ترمنځه د خيبرپښتونخوا حکومت د افغان کډوالو په ضد د کارروائۍ کولو د پريکړې په وجه تاوتريخوالے پيدا شوے دے ـ،،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here