د پيښور پيښه: والدينو او ماشومانو ته د نفسياتى مرسته ضرورت

0
5018

http://newslens.pk/wp-content/uploads/2014/12/GD-2709.jpg

پيښور(توصيف الرحمان) د آرمى پبلک سکول طالب علم دانيال چپ پاتې شوے دے ـ د څلورم جماعت طالب علم په ١٦ دسمبر٢٠١٤ء د عسکريت خوښو له لورى د خپلو سبقيانو وژنه په خپلو سترګو ليدلې وه ،د دانيال د پلار مشتاق على ترمخه هغۀ ته” رويو کښې ښکاره بدلون،، ښکارى ـ

مشتاق على وائى:” دانيال يو شرارتى او خلۀ ور طالب علم ؤ خو د ترهه ګرۍ د حملې نه پس هغه د ځان نه ورک او فکرونو وړے دے ـ”

په ١٦ دسمبر اوو عسکريت خوښو په آرمى پبلک سکول حملې کولو سره د ١٣٤ ماشومانو پشمول ١٥١کسان وژلي وو ـ يو لوے عسکريت خوښى تنظيم تحريک طالبان پاکستان(ټى ټى پى)، د چا په ضد چې امنيتى ځواکونه کارروائۍ کوى، د دې پيښې ذمه وارى منلې ده ـ

د نفسياتو د ماهرانو ترمخه د شمالى مغربى صوبې خيبرپښتونخوا دارالحکومت پيښور په سکول کښې د شوې مرګ ژوبلې، چې ټوله نړۍ ئې خفه کړې وه، په دغه ماشومانو، چا چې دا سانحه په خپلو سترګو وليدله او د هغوي په کورنيو، د چا بچي چې مړۀ شول، اوږدمهاله نفسياتى اثرات پريوځي ـ

پيښور سره تعلق لرونکى د نفسياتو يو ماهر ډاکټر ميا افتخار حسين نيوزلينز سره د خبرو اترو په وخت ووئيل چې دا سانحه به تر ډيرې مودې د ماشومانو، مورپلار او د کورنۍ د غړيو په ذهنونو سوره وى ـ

ډاکټر افتخار ووئيل:” زده کوونکي او والدين د پيښې نه وروستو دباؤ، ذهنى شخړو او فکرمندۍ سره مخ دي ـ”

د شپږم جماعت يو طالب علم نعمان خان په ذهنى توګه دې پيښې سره دومره وځپلے شو چې هغۀ د سانحې نه پس دوو ورځو پورې خبره ونۀ کړے شوه ـ د نعمان پلار هارون خان ووئيل:” هغه ډير زيات ويريدلے دے ـ مونږ دا هڅې کوو چې هغه په خبرو کولو مجبور کړو چې دا شان هغه د دې غم د اثراتو نه راووځي ـ”

د هارون خان دوه بچي هغه وخت سکول کښې موجود وو کله چې عسکريت خوښو حمله وکړه ـ د هغۀ کورنۍ وائى چې هغوي دواړه دغه غم ځپلي او د دې د اغيز لاندې دي ـ” هارون خان نيوزلينز سره خبرو کښې ووئيل:” هغوي ما ته ووئيل کۀ زۀ دې د کور نه بهر نۀ ووځم، هغوي داسې خبره په تير وخت کښې کله هم نۀ وه کړې ـ”

د نفسياتو ماهر ډاکټرميا افتخار حسين ووئيل چې ماشومان د صدمې د اثر لاندې دي خو د هغوي مور پلار هم د په يو رنګ ولې په چپه خپلۀ هم دغسې کيفياتو سره مخامخ دي ـ

د مثال په توګه هارون د شپې اودۀ کيدو کښې ستونزو سره مخ کيږى او د هغۀ ولوږه ختمه شوې ده، د ډاکټرافتخار ترمخه دا نخښې نښانې د جذباتو راپاريدو او ذهنى شخړو لورى ته اشاره کوي ـ

هارون ووئيل:” زۀ ټوله شته اودۀ کيدے نۀ شم، د خپلو بچو د تحفظ او د دغه سانحې په حقله سوچونه کؤم کومه چې

به رانه ټول عمر کښې هيره نۀ شى ـ”

ډير والدين د غم له امله دباؤ سره مخامخ دي، د هارون په ذهن کښې د هغه ورځې ياداښتونه په ډاګه دي او دا تراوسه د هغۀ په ذهن سوارۀ دي، هغه وائى:” زۀ د ترهه ګرۍ د پيښې نه وروستو سمدستى سکول ته رسيدلے ؤم ـ ما د ډړز او بم چاودنو اوازونه واؤريدل خو هيڅ مې نۀ شو کولے ـ زما نه به دغه بې وسى، د تحفظ نۀ شتون او غميزه چرې هيره نۀ شى کوم چې ما د دغه ګنټو په دوران محسو کړل کله چې زۀ د سکول نه بهر ولاړ ؤم او د ماشومانو بهرته د راوتو انتظار مې کولو ، زۀ د خپلو بچو په حقله پراميده او لاس په دعا ؤم ـ”

د ډاکټرافتخار ترمخه والدينو کښې نااميدى، بې وسى، غم او د کمزورۍ احساس زيات شوے دے ـ هغۀ ووئيل چې د ترهه ګرۍ کارروائى خوصله ماتوونکې او ډير سخته وه ، او د دې به د ماشومانو ، مورپلار، د هغوي د ملګريو او د کورنيو د کسانو په نفسياتو اثرات غورځيږي ـ

يو قانون دان ارشد عالم نيوز لينز ته ووئيل چې د هغۀ دوه خوريوونه هغه وخت سکول کښې وو کوم چې دغه سانحه کښې بچ شول ـ خو ولې د ترهه ګرۍ دې پيښې د هغوي د خور حوصله ماتې کړې ده ـارشد عالم وائى:” هغه ډيره زياته د عدم تحفظ ښکار شوې ده ،د کومې له امله چې هغۀ سکول کښې د هيلپر په توګه د ملازمت کولو پريکړه کړې ده چې دا شان هغه ټوله ورځ خپلو ماشومانو سره پاتې شى ـ”

ډاکټرافتخار د هغو زده کوونکو او د هغور د مورپلار زر تر زره د نفسياتى علاج په ضرورت زور راوړو کوم چې دغه پيښه کښې ژوبل شوي يا بچ شوي وو ـ

ډاکټرافتخار وائى:” د نفسياتى مرسته سمدستى ورکول به د پيښې نه وروستو د دباړ او نورو نفسياتى کشالو څخه په ژغورلو کښې غوره ثابت شى ـ د هيواد د نورو برخو د ماشومانو نفسياتى مرسته هم کول پکار دي کوم چې خوا په جغرافيائى لحاظ لرې دي خو د دې مرګونې پيښې له امله تر اوسه ستونزو سره مخامخ دي ـ”

د نيشنل هيلتهـ سروس(اين ايچ ايس) لخوا د جارى کړے شوى پريس ريليز ترمخه د پيښې د شدت له امله به اين ايچ ايس وزارت ډير زر د هغو ماشومانو د پاره”د پيښې نه پس د ذهنى کشالو نګرانى” کونسلنګ سيشن پيل کوى چې د ترهه ګرۍ په دې سانحه کښې بچ شوي وو ـ

اين ايچ ايس وزارت يوه کميټى جوړه کړې ده چې پکښې د آرمى ميډيکل کور، پيښور اواسلام اباد سره اړونده د نفسياتو ماهران، د ملګرو ملتونو د ايجنسو او ورلډ هيلتهـ آرګنائزيشن ، يونيسيف او يو اين چلډرن فنډ استازي شامل دي ـ

دا کميټى به د آرمى پبلک سکول د ماشومانو او د هغوي د مور پلار د جامع کونسلنګ د پاره منصوبه جوړوى ـ دې نه علاوه به د نورو سکولونو د ماشومانو د پاره هم د مرستې د غونډو بندوبستت کوى ـ

د صحت د نړيوالې ادارې ٢٠٠٩ء کښې د چاپ شوى رپورټ” پاکستان کښې د ذهنى صحت نظام” ترمخه پاکستان کښې يوازې ٣٤٢ سائيکاټرسټ او ٤٧٨ سانئکالوجسټ دي ـ

د هيلتهـ سروسز خيبرپښتونخوا پخوانى ډائريکټرجنرل ډاکټرعبدالغفور ووئيل:” دا وخت ضرورت د دې خبرې دے چې حکومت د خپلو ټولو وسيلو کارولو سره سمدستى د ماشومانو او د هغوي د د کورنيو د نفسياتى علاج د پاره ګامونه واخلي ـ”

 

 

 

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here