د کابل سرکارى هسپتالونه د دارو درملو کمى سره مخ دي

0
4628

کابل: د کابل حکومتي هسپتالونه د دارو درملو د کمى په سؤب په بيډونو پرتو ناروغانو ته د درملو وېش پرې کړى، خو ماليې وزارت وائي چې دا ستونزه به ډېر زر حل شي.

د هېواد د اساسي قانون د ٥٢ مې مادې په بنياد، حکومت د افغانستان د ټولو وګړو د پاره د ناروغيو د مخنيوي او علاج معالجې  وسيلې او د صحت سهولتونه، د قانون حكمونو سره سم عملى کوي، خو دا وخت د کابل هسپتالونو داخل شوي ناروغان دې ته جوړ دي چې خپل د ضرورت وړ دارو درمل د بازار نه واخلي.

به کابل کښې د ابن سينا ايمرجنسى هسپتال مشر ډاکټر رحمت د تير اتوار په ورځ پژواک خبري اژانس ته ووئيل چې په روان کال کښې ئې دارو درمل، د صحتسامان لکه بنداژ، پېچکاري او نور چې هر کال د صحت وزارت له خوا چمتو کېږي، نه دي خستل شوي.

نوموړي ووئيل چې په دې هسپتال کښې د اسانيو د نشتوالي په سبب له تېرو پنځو مياشتو راسې داخلو ناروغانو ته د دارو درملو وېش بند شوے او ناروغان دې ته جوړ دي چې  د ضرورت وړ دارو درمل له بازاره واخلي.

هغه زياته کړه چې د هسپتال د قيادت پلاوے د عام صحت وزارت په هدايت د تېر کال د يوې کمې اندازې پاتې درملو نه کار اخلي او دا وخت يوازې د ايمرجنسى ناروغانو برخې ته دارو درمل او ضرورىسامان ورکولے شي.

د ده په خبره، دا ستونزه د کابل په ټولو سرکارى هسپتالونو کښې شته او که ډېر زر هواره نه شي، نو سختې ستونزې به پيدا کړي.

د ده په خبره،  که د صحت د ضرورى سامان او درملو د اخستو د پاره بجټ هم ځانګړے شي، د عامې صحت وزارت نه شي کولے چې د روان  مالي کال تر پايه (د نومبر مياشتۍ پاى) پورې دضرورت وړ د دارو درمل نمونې څرګندې کړي او واخلي.

د خيرخانې د ١٠٢ بيډونو د هسپتال مشر ډاکټر فضل محمد ابراهيمي هم د دې ستونزې پخلے وکړو او وې وئيل چې دا وخت دغه هسپتال ته هېڅ ډول درمل او د صحت د استعمال سامان نه دے اخستے شوے.

هغه هم زياته کړه چې په دغه هسپتال کښې داخل شوو ناروغانو ته د دارو درملو وېش بند شوے او يوازې د ايمرجنسى پېښو د پاره د تېر کال له ذخيرو ګټه اخيستلے شي.

د دغه هسپتالونو مشران وائي چې دارو درمل او د صحت لګيدونکے سامان ځکه هسپتالونو د پاره نه دي اخستے شوي چې نړيوال بينک د عام صحت وزارت ته پيسې نه دې ورکړې.

د عام صحت وزارت د معالجوي چارو د ښه والي صلاح کار ډاکټر خواجه قمرالدين صديقي هم د دې پخلے وکړو چې د داخلو ناروغانو د پاره د درملو وېش پرې شوے دے.

نوموړي څرګنده کړه، که دا ستونزه دوام پيدا کړي او د درملو د تدارک د پاره حالات سم نه شي، نو د عام صحت وزارت به دې ته جوړ شي چې په ايمرجنسى ناروغانو هم ويړيا دارو درمل بند کړي.

صديقي ووئيل چې دا ستونزه يوازې د مرکز په هسپتالونو کښې ده؛ ځکه چې د مرکز هسپتالونو ته د ضرورى دارو درملو ورکړه د نړيوال بينک له خوا کېږي.

د ده په خبره، هغه پيسې چې د نړيوال بينک له پتې د عام صحت وزارت ته د هسپتالونو د درملو د ضرورت پوره کولو د پاره د مرستې په توګه ورکولے شي، دا دى د کال تر اوومې مياشتې پورې هم د عام صحت وزارت په واک کښې نه دي ورکړے شوې.

صديقي په دې اړه چې ولې په روان کال کښې نړيوال بينک د مرکز هسپتالونو ته ضرورى دارو درمل نه دي پيدا کړي؟ ووئيل:((هره ستونزه چې ده د حکومت او نړيوال بينک تر منځ ده، کومه تکنيکي ستونزه ده، څو ځله ئې وعده وکړه چې ستونزه به حل کړي، خو دا ستونزه تر اوسه په ځائے پاتې ده.))

صديقي زياته کړه، دا وخت د عام صحت وزارت نړيوال بينک سره سره نورو نړيوالو شريکانو سره هم په رابطه کښې دے، چې داشان په سرکارى هسپتالونو کښې د دارو درملو د کمى د ستونزې په حل کښې مرسته وکړي.

خو د نړيوال بينک وياند رووف ضيا ووئيل چې دغه بينک هر کال د افغانستان د ماليې وزارت ته سل ملينه ډالر ورکوي، چې دا رنګ دا پيسې هسپتالونو کښې د دارو درملو په اخستلو، د ملکي کار کوونکو په تنخوا او د ساتنې او څارنې په برخو کښې ولګوي.

نوموړي زياته کړه چې سږ کال ماليې وزارت ته سل ملينه ډالر ورکړے شوي او ماليې وزارت کولے شي چې دا پيسې د ضرورتونو په اساس د درملو د اخستلو او هسپتالونو او يا بلې هرې برخې ته د ضرورى توکو په اخستلو ولګوي.

هغه زياته کړه، دا پيسې د نړۍ د ٣٤ هېوادونو مرسته ده چې هر کال د نړيوال بينک له لارې د افغانستان د بيا رغونې فنډز ته د مرستې په توګه ورکولے شي.

د ماليې وزارت وياند اجمل حميد عبدالرحيمزي ووئيل چې نړيوال بينک  د افغانستان د بيارغونې فنډز سره سل ملينه ډالر مرسته کړې، خو د تکنيکي ستونزو له کبله تر اوسه پورې دولتي بجټ کښې نه ده شامله شوې.

د ده په خبره، د افغانستان د بيارغونې فنډز کښې د ډونرانو مرستې وخت ته اړتيا لري او عملي کار پرې روان دے.

هغه زياته کړه، که دا پيسې زر تر زره بجټ کښې شاملې نه شي، ماليې وزارت به د کابل حکومتى هسپتالونو د ستونزې د حل د پاره د سرکارى بجټ له اړخه اقدام وکړي.

د عام صحت وزارت واکمنو د معلوماتو له مخې، په هېواد کښې د صحت د خدمتونو د وړاندې کولو مجموعى لګښت خواؤشا يو نيم ارب ډالره دے، چې شپږ سلنه ئې ١٩ د نړيوالو شريکانو او ٧٥ سلنه ئې د خلقو له خوا ورکولے شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here