د کابل نيم په نيمه خلق د څښلو پاکو اوبو ته رسد نه لري

0
4646

: Photo By News Lens Pakistan /

 شبنم شهرزاد

کابل : د څۀ د پاسه يوې لسيزې راسې د کابل وګړو شمېر څلور نيم ملينو ته رسيدلے دے خو اوس هم د کابل نيم په نيمه وګړي د څښلو پاکو اوبو ته رسائى نه لري.

پژواک خبري اژانس دا راپور د اوبو رسولو او د استوګنې له سيمو د اوبو د نکاسۍ محکمې له خوا د وړاندې شوو شمېرو په مقابله کښې او د مرکزي سرشميرنې ادارې له لوري د دغه ښار د لګولې شوې اندازې د کسانو ترمخه، برابر کړے دے.

د دغه راپور ترلاسه شوي معلومات ښائي چې په تېرو ١٤کلونو کښې د کابل ښار وګړو د شمېر زياتېدو په مقابله کښې او په دې برخه کښې د حکومت له لوري د څښلو پاکو اوبو برابرولو د اقداماتو تر منځ لويهفاصله پرته ده.

د ښار د اوبو رسولو او د اوبو د نکاسۍ عمومي مشر دادمحمد بهير پژواک ته ووئيل چې دا وخت ١٥٠ زرو کورنيو ته چې په پلان شوو سيمو (له نقشې سره سم) او ١٠٥ زرو هغو کورنيو ته چې د منصوبې نه په پاتې سيمو کښې استوګنه کوى، د څښلو د اوبو نلکې غزولې شوي دي.

د هغه په وينا، د دې ادارې د اندازې ترمخه څۀ د پاسه يو نيم ملين وګړي د منصوبې په سيمو او يو ملين او ٥٠ زره وګړي د منصوبې نه په پاتې سيمو کښې د نلکې د پاکو او روغتيايي اوبو نه چې په محفوظو سيمو کښې د ژورو کوهيانو له لارې برابرېږي، ګټه اخلي.

بهير زياته کړه چې د ښاري نلکو د غزولو لويه برخه په وروستيو کلونو کښې ترسره شوې ده او د پام وړ وګړي په غيرمستقيمه توګه ترې ګټه پورته کوي.

د مرکزي سنسز او د اقتصادي شميرنې مشر عزيزالله فقيري پژواک ته ووئيل چې دا اداره د کورنيو د شمېرو له مخې اندازه لګوي چې دا وخت کابل ښار کښې خواؤشا څلورنيم ملينه وګړي ژوند کوي.

د هغه په وينا، د مرکزي سنسز ادارې څېړنې څرګندوي چې د دارالخلافې د وګړو شمېر د کال ١٩٨٧ء راسې تر اوسه درى ملينو ته لوړ شوے دے.

د څښلو پاکو اوبو ته د خواؤشا دوو ملينو او ٥٥٠ زرو کابل اوسيدونکورسائى او په دې ښار کښې د اندازې ترمخه د څلورنيم ملينو وګړو د اوسېدو څخه دا نتيجه راڅرګندېږي چې د دارالحکومتخواؤشا ٤٤ سلنه وګړي د څښلو له پاکواوبو بې برخې دي.

د اوومې کوڅې اوسېدونکې ٢٢ کلنې شفيقې پژواک ته ووئيل چې تر اوسه د اوبو رسولو ښارې سيسټم دې سيمې ته نه دے غزولے شوے او خلق هغهکوهيان چې خپله ئې کنستلې دي، استعمالوي.

د کابل ښار دويمې کوڅې د نواباد سيمې اوسېدونکي عبدالله ووئيل: “د نلکې د اوبو د نه شتون له کبله دې ته جوړ دے چې د کور انګړ کښې خپل کوهے استعمال کړى چې اوبه ئې بې خونده دي او مزه نه لري.”

د کابل ښار خواؤشا نيم په نيمه خلق د څښلو پاکو اوبو ته د رسد نۀ لرلوپه موضوع په داسې حال کښې بحث کېږي چې دې نه وړاندې د عام صحت وزارت او د چاپېريال ساتنې ادارې چارواکو د دغه ښار تر زمکې لاندېد اوبو د خيچنتيا په اړه خطره ښودلې وه.

ټټو او خيچنو اوبو ته د کورنيو کوهيانو نزدېوالے، دزمکې لاندې اوبو سره د ښاري ويالو د اوبو يوځائے کېدل هغه اندېښنې دي چې اړوندو ادارو د انسانانو صحت ته د زيان په اړه خطرې ګرځولے دي.

دې سره سره د اوبو رسولو او د استوګنې د سيمې د اوبو د نکاسۍ د ادارې لوے مشر ووئيل چې په وروستيو کلونو کښې د لږو بارانونو او واورو ورېدو له کبله د زمکې لاندې د اوبو سطح ښکته شوې ده که د موجوده وخت په شان د اوبو زيات استعمال جارى پاتې شى، نو راتلونکو کلونو کښې به د اوبو د کمى سترې کشالې سره مخ شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here