د کونړ جيل د ديني او فنى تعليم په مرکز بدل شوے

0
5503

اسعداباد: د کونړ د سنټرل جيل قيديان وائي ، چې په دغه جيل کښې ورته د قانون په چوکاټ کښې ټولې اسانۍ برابرې شوې او داسې محسوسوي لکه په خپلو کورونو کښې چې اوسيږي.

د جيل دننه جومات، مدرسه، د فنى تعليم مرکز، د لوبو ميدان، د څښلو پاکې اوبۀ او پينځو بيډونو هسپتال هغه سهولتونه دي چې ټولو قيديانو ته ترې ګټه رسيږي او د دغه جيل ماحول ئې د نورو جيلونو څخه بئيل کړے دے.

هغوئ وائي، د ذکر شوو حقونو او ورکړے شوو سهولتونو په رڼا کښې داسې نه ښکاري چې ګنى دوئ دې په زندان کښې وي.

اميرمحمد د کونړ د سنټرل جيل د قيديانو له ډلې دے چې د خپل ١٧ کلن قيد ډېره موده ئې د کابل په پل چرخى او کونړ په جيلونو کښې تيره کړې ده.

دۀ پژواک اژانس ته ووئيل: ((زه د ننګرهار په بټي کوټ ضلع کښې ونيولے شوم او بيا د پل چرخىجيل ته منتقل کړے شوم، هلته مې درې کاله تير کړل، ما په خپله کورنۍ کښې څوک نه لرل چې د پل چرخىجيل ته راشي او زما حال احوال واخلي، مشر زوئې مې د لسو کلونو نه کم عمر لري.))

هغۀ زياته کړه، هم د دې ستونزې په وجه ئې درخواست وکړو او ځان ئې د کونړ جيل ته رابدل کړو، چې تر دې وخته ئې په دغه جيل کښې د خپل قيد د مودې دوه کاله تير کړي دي.

دے وائي، د پل چرخى جيل کښې ډېرې ستونزې وې، خو دلته په راتلو داسې محسوسوى لکه په خپل کور کښې چې اوسيږى.

دۀ ووئيل: ((د کونړ په جيل کښې قيديانو ته د قانون سره سم ټول حقونه ورکړے شوي، ما دلته د نور تعليم سره سره کسب هم زده کړے دے، دا وخت زۀد مرو نه ريالونه، د ماشومانو د لوبو موټرې، ګلونه او نور جوړوم چې دا شان هم د دې جيل نه خپلو بچو ته د خوراک په برابرولو کښې د خپلې کورنۍ لاس مرسته کوم.))

اميرمحمد دا هم وائي، وخت په وخت ئې د خصوصى حکمونو په دوران د قيد موده هم کمه شوې او د دۀ سره سره نور قيديان هم تل د متعلقهواکمنو له دې ښيګړېمستفيد شوي.

د دۀ په وينا، هغۀ ته دوه کاله او پنځه مياشتې يو، دوه کاله او پنځه مياشتې بل، نهه مياشتې بل او اتۀ مياشتې بل معافى ورکړے شوې او د قيد موده ئې کمه شوې چې ډېر زيات پرې خوشحاله دے.

محمد سرور د کونړ د سنټرل جيل يو بل قيدى دے چې اتۀ کاله سزا شوے دے، دےوائي: ((د خپل قيد د مودې پوره څلور کلونه مې په دې جيل کښې تير کړي او خواؤشا شل مياشتې حکومت معافى راکړې ده.))

قاري محمد سرور وائي، په دې موده کښې نه يوازې ئې  قران کريم حفظ کړے، بلکې نورو ته ئې هم ښائي.

دے زياتوي، له تيرو ١٤ مياشتو راسې چې په جيل کښې دننه مدرسه جوړه شوې، د قران کريم د حفظ او تفسير سره سره په کښې د نورو کتابونو ښودنه کيږي.

د دۀ په خبره، دلته ډېر داسې قيديان وو چې د الف او بې څخه خبر نه وو، خو ګڼو ئې اوس يا خو قران کريم حفظ کړے او يا ئې په قراءت زده کړے دے، چې په دې لړ کښې پنځه مياشتې مخکښې ٢٥ قاريان فارغ او خپل علمئې مکمل کړو.

د کونړ په مرکزى جيل کښې قيديانو ته د ګڼو نورو کسبونو سره سره ترکاڼي هم ښودلے شى.

د اجمل په نوم يو قيدى د خپل قيد په څلور کلنه موده کښې تر کاڼي زده کړې چې اوس نهه نور شاګردان لري.

دغه قيدى پژواک اژانس ته ووئيل: ((زۀ مخکښې د ترکاڼۍ سره هيڅ بلد نۀؤم، خو په جيل کښې مې ترکاڼي زده کړه او دا وخت نهه شاګردان هم لرم، حکومت مونږ ته چار تراش لرګي راکوي، مونږ ترې د تختو کټونه، المارۍ ميزونه او نور څيزونه جوړوو او د دې په ذريعه ښې پيسې تر لاسه کوو.))

هغۀ د مثال په توګه د تختو کټونه ياد کړل چې د جوړولو نه وروستو پکښې هغوئ ته ٢٥٠٠ افغانۍ پاتې کيږي، دغه راز په يو ميز کښې ورته ١٨٠ افغانۍ پاتې کيږي او دا شان د خپل کور خرڅ برابروي.

دې سره خوا کښې يو شمير نور قيديان په درزيتوب زده کولو کښې هم مصروفدي، هغوئ يوه جوړه جامې په ١٢٥ افغانۍ ګنډي، چې ٦٠ فيصده په کښې د دوئ او ٤٠ فيصده په کښې د جيل د ادارې دي.

د ابراهيم په نوم يو قيدى خپلو نورو ملګرو ته درزى توب ښائى، دے وائي د کار وسايل د حکومت له خوا ورکړے شوي او د هغوئصرف د لاس خواري او مزدوري ده، چې کافي اندازه پيسې ورته پاتې کيږي.

دے زياتوي، د جيل نه بهر خلق هم هغوئ ته د ګنډلو لپاره جامې راوړي او دغه رنګ د جيل د پهرادارو او افسرانو جامې هم ګنډي.

 د کونړ د جيلواکمن مشر نورالرحمن نور وائي، ټولو هغو قيديانو ته چې دلته د قيد شپې او ورځې تيروي او يا په قيد کښې ساتلے شي، د جيلونود قوانينو سره سم حقونه ورکړے شوي او مختلف اسانۍ ورته برابرې شوې دي.

نور پژواک اژانس ته ووئيل، دا وخت په دې جيل کښې ٢٣٥ قيديان دي چې ٩٧ پکښې د داخله او خارجه امنيت په تور نيولي شوي، ٤٠ کسان د تفتيش لاندې دي او پاتې نور د مرګ ژوبلې او شوکې ډاکې د جرمونو په تور نيول شوي دي.

دۀ زياته کړه، په جيل کښې ئې د قيديانو لپاره د فنى تعليم سره سره د عام دنياوى تعليم او ديني علومو د زده کولو سهولتونه برابر کړې او د هغوئ د صحت د حفاظت د پاره ئې په هر قسمه درملو سمبال د پينځو بيډونو کلينيک جوړ کړے چې پينځۀ ډاکټران په کښې ذمه وارۍ ترسره کوي.

واکمن مشر نور وائي، په مجموعى توګه جيلونو کښې تر ټولو لويه ستونزه دا وي چې قيديان په کښې د چا د تپوس نه بغير د قيد شپې ورځې تيروي، خو د کونړ په مرکزي جيل کښې داسې هيڅ قيدى نشته چې د هغۀ دې تپوس پوښتنه نۀ کيږى .

د دۀ په خبره، دلته هر قيدىد ابتدائى نه اخرى عدالت پورې خپل متعلقه کاغذونه لري او دغه رنګ هر قيدى د فرمان د معافۍ څخهمستفيد شوے.

خو هغۀ د يوې ستونزې يادونه هم وکړه او وې وئيل چې د کونړ په مرکزي جيل کښې د ښځينه قيديانو د پاره ځانګړے بلاک نۀ لرى، په داسې حال کښې چې دغلته درې ښځينه پوليسې هم لري.

دے وائي،هم د دې ستونزې له کبله ښځينه قيديانې د ننګرهار مرکزي جيل ته ليږي او تر دې وختهئې درې ښځينه قيديانې دغه هسپتال ته ور ليږلې دي.

په مشرق کښې د بشرى حقونو د خپلواک کميشن مشره صبرينا حميدى وائي، د کونړ د مرکزي جيل د قيديانو موجوده حال د پخوا نه ډېر ښه دے او ټولو ته د قانون سره سم حقونه او اسانۍ برابرې شوې دي.

هغې د جيل واکمنان وستائيل چې د قيديانو تعليم او صحت ته ئې پاملرنه کړې او جيلئې د هغوئ په ټريننګ سنټر بدل کړے دے.

د کونړ مرکزى جيل د دغه صوبې د مرکز اسعد اباد ښار مشرق ته د ٦ کلوميټروپه فاصله په يوه غريزه سيمه کښې شتون لري چې خواؤشا پينځۀ کاله وړاندې د رياست هائے متحده امريکې د صوبائى بيا ودانۍ ډلې د يو ملين او اووۀ لکه امريکائي ډالرو په لګښت په ٥ جريبه زمکه کښې په معيارونو برابر جوړ شوے دے .

دغه جيل په دوو دوه چتيزه بلاکونو کښې د خواؤشا څلور سوه قيديانو د ځايولو وړتيا لري، چې جومات، د پينځو بيډونو هسپتال، ديني مدرسه، د فنى تعليم مرکز او د لوبو ميدان په کښې جوړ شوے او دغه شان د څښلو د پاکو اوبو او بجلۍسهولت هم په کښې برابر شوے دے.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here