د ګلياتو په سپرلى خيزه مقام ودانۍ ، د فطرى ښکلا د تتيدو انديښنې

0
4575

http://www.truthtracker.pk/wp-content/uploads/2014/02/41389348518733.jpg

پيښور (اظهار الله) د قطبى پاکستان سيلګرى تر هغه وخته پوره ګڼلے نۀ شى تر کومه چې د خيبرپښتونخوا ښائسته ځائے ګليات ته مخه ونۀ کړے شى ـ خو دا ځائے به هغه وخت د سيلګرۍ د پاره زيات مناسب ګڼلے شى کله چې تاسو بل ځل خپل ګاډے کور کښې پريږدئ او راځئ ـ

صوبه کښې د ماحولياتو د حفاظت د پاره کار کوونکو کارمندانو د پاکستان تحريک انصاف د حکومت لخوا ګلياتو کښې د پارکنګ پلازو د جوړولو د منصوبې خلاف په احتجاج لاس پورې کړے دے ځکه چې د ګلياتو په سپرلى خيزه غريز مقام ځنګلونو او شنو شينکو ښائسته ځايونو باندې بې د څۀ ځنډ او خنډ د پرمختيائى منصوبې پيل کولو له کبله د دې سيمو فطرى ښکلا خرابيږى ـ

ګليات ډويلپمنټ اتهارټى (جى ډى اے) د قامى او نړيوالو فرمونو او کمپنيو څخه د دريو پارکنګ پلازو د ودانولو د پاره وړانديز غوښتے دے ـ دوه پارکنګ پلازې به نتهيا ګلى او يوه به ايوبيه کښې جوړولے شي چې دا شان ” دې سيمو ته مخه کوونکي سيلګر د پارکنګ کړمو سره نۀ مخ کيږي ـ”

د ماحولياتو د تحفظ د پاره د کار کوونکى غير سرکارى تنظيم سرحد کنزرويشن نيټ ورک کنوينئر عادل ظريف ووئيل :” يادې منصوبې سره به په فطرى ښکلا او قسما قسم ژوندى څيزونو باندې بد اثرات پريوځي لکه څنګه چې به حکومت ته د دې پلازو د جوړولو د پاره د زرګونو اونو وهل وي ـ”

“ګليات” ټکے د اردو ژبې د “ګلى” نه راخستے شوے دے، داسې د دې لغوى معنى د غرونو ترمنځه د لارې ده ، دا د خيبرپښتونخوا صوبې يو فراخه ښکلے غريز ځائے دے چې د خپل فطرى ښائست او په غرونو ورختلو د پاره د ګڼو لارو له کبله مشهور دے د کوم په سؤب چې د ټول هيواد نه د سيلګرو يو لوے شمير دې ځائے ته مخه کوي ـ د ګلياتو غرونه په وړومبى ځل برطانوى واکمنو هغه وخت دريافت کړل کله چې هغوئ د ګرمۍ د موسم په دوران زمکنيو سيمو کښې د سختې ګرمۍ له امله دې غرونو کښې پناه واخسته ـ د اسلام آباد په قطب ختيز کښې دا غريزه سيمه خواؤشا د ٥٠ نه ٨٠ کلوميټرو پورې خوره وره ده ـ

عادل ظريف ووئيل چې د ماحولياتو د تحفظ ادارې (اى پى اے) د ماحولياتو د حفاظت د پاره مناسب ګامونه پورته کړي دي او نۀ دې ادارې سره ماحولياتو باندې کار کوونکي ماهران تړلي دي ـ هغۀ شکايت وکړو چې يو خوا خيبرپښتونخوا حکومت ټوله صوبه کښې د يو ارب اونو کرلو مهم پيل کړے دے او بلخوا هغه د پارکنګ پلازو جوړولو د پاره د دې وهنه هم کوى، دا دې په ډاګه وى چې دې منصوبې سره به د هيواد يوازې د ١٠ نه ٢٠ سلنه پورې شته منه ابادى ګټه پورته کړے شى کوم چې په موټرو کښې د ګرځيدو توان لري ـ

عادل ظريف ووئيل :” زۀ د پرمختيائى منصوبو په ضد نۀ يم خو آيا د ابادۍ د يوې محدودې شرح د ګټې د پاره د اونو وهل ګټور ثابتيدے شى ؟ “

هغۀ په فون نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د هيواد په قطب کښې دې غريزه سيمو کښې د ټريفک په ستونزه قابو موندلو د پاره نۀ يوازې د ټرانسپورټ بلکې د سائيکلنګ ډاډګيرنه هم پکار ده ـ هغۀ ووئيل چې دا غرونه د هغو سيلګرو د پاره انتهائى زړۀ راښکون لري څوک چې د ګڼې ګوڼې د ښارونو نه لرې څو ورځې د سکون څخه ډک ماحول کښې تيرو غواړي ـ

تير کال نومبر کښې د ماحولياتو د حفاظت د پاره کار کوونکي کارمندان او د فطرى نظارو څخه په خوند اخستو مئين سيلګر هغه وخت مايوسۍ سره مخامخ شول کله چې ګليات ډويلپمنټ اتهارټى په سيمه کښې د اوو ماډل ټاؤنونو جوړولو اعلان وکړو ـ د ګليات ډويلپمنټ اتهارټى ډائريکټر نذر شاه ميډيا سره خبرو اترو کښې وئيلي وو چې د هغوئ ادارې دې لړ کښې ګټو نړيوالو تعميراتى کمپنيو سره اړيکې نيولې دي چا چې ” چهانګا ګلى نه تتهيا ګلى پورې د اوو ماډل ټاؤنونو ودانولو ماسټر پلان جوړ کړے دے ـ”

هغۀ ووئيل چې د دې منصوبې مقصد د سيمې د فطرى ښکلا برقرار ساتلو سره سره د سيلګرو د دې سيمو لورى ته پام راګرځول هم دي ـ

خو ولې عادل ظريف دې دريځ سره اتفاق ؤنۀ کړو او وې وئيل چې د ودانيو جوړول پرمختګ سره تړل سمه نۀ ده ځکه چې دې سره به د دې سيمو فطرى ښکلا اغيزمنه کيږى ـ

هغۀ تجويز ورکړو:” کۀ حکومت د سيلګرو د موټرو د پارکنګ د ستونزې هوارولو په لړ کښې پريشانۍ سره مخ دے نو دې صورت کښې بايد د سيلګرۍ دې ځايونو پورې د رسد د پاره د پبلک ټرانسپورټ يو موزون نظام جوړ کړى ـ د دې سيمې ماحول او رنګارنګ ساه لرونکي څيزونه په هيڅ قيمت داؤ ته نۀ ايښودل به غوره وى ـ “

د خيبرپښتونخوا د ځائى حکومت او کلى والې ترقۍ وزير عنايت الله ووئيل چې دا منصوبه د سيلګرو د پاره د پارکنګ د ناوړه اسانيو له کبله پيل کړے شوې ده ـ

هغۀ ووئيل :” سيلګر د ګاډو ودرولو په لړ کښې سختو کړمو سره مخامخ کيږي د کوم له کبله چې حکومت د پارکنګ پلازو جوړولو پريکړه وکړه ـ”

د هغۀ نه چې کله د يادې منصوبې په ماحولياتو د بدو اغيزو په اړه پوښتنه وکړے شوه نو هغۀ ووئيل چې حکومت ته د ماحولياتو د تحفظ د ادارې او د هغو ټولو ادارو له لورى، کومې چې ماحولياتو سره نيغ په نيغه يا شا په شا اړند لري،نوآبجيکشن سرټيفيکيټ اخستل دى کوم چې به په اصل کښې اجازت نامه ګڼلے شى ـ

عنايت الله نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل :” مونږ به د سيلګرۍ د دې ځايونو فطرى ښکلا خرابيدو ته ورنۀ کړو او دغه صورت کښې به کومه منصوبه پيل کوو کله چې د ماحولياتو د حفاظت د ادارې لخوا د هغې اجازه ترلاسه شى ـ”

نومبر ٢٠١٣ء کښې پخوانى چيف جسټس دوست محمد خان د پيښور هائى کورټ د اجازت نه بغير د هاؤسنګ سکيمونو د پلاټونو په الاټمنټ بنديز لګولے ؤ ـ عدالته دا پريکړه هغه وخت کړې وه کله چې ګلياتو کښې د هاؤسنګ سکيمونو د زياتيدونکى شمير په حقله راپورونه مخې ته راغلل ـ عدالت د صوبې وزيراعلى پرويز خټک ته حکم وکړو چې هغه دې د اعلى کچ يو کميټى جوړه کړى چې د سيمې په حواله ماسټر پلان تشکيل کړى ـ

اکتوبر ٢٠١٤ء کښې پيښور هائى کورټ يو کميشن جوړ کړو چې پکښې د هزارې کمشنر ارباب محمد عارف، د ورلډ وائلډ لائف فنډ استازے محمد ابراهيم، د خيبرپښتونخوا د ماحولياتو د تحفظ د ادارې ډائريکټر محمد بشير، د ګليات ډويلپمنټ اتهارټى ډائريکټر نذر شاه او نور واکمن شامل دي کوم چې به ” د ګلياتو په ماسټر پلان ” رپورټ جمع کوى چې پکښې د دې د مقصدونو او کۀ څۀ خلاف ورزى کيږى نو د هغې به حقله خبرتيا شامل دي ـ

عدالت دا راپور هم وغوښتو چې آيا د ګلياتو ماحول ته د رسيدونکى زيان په رڼا کښې ماسټر پلان او تعميراتى قوانين جوړ کړے شوي دي او آيا دا د ماحولياتو د قوانينو په ضد خو نۀ دي ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here