سندهـ : د تير يو کال راسې د 19,000 زرو نه زيات استاذان له تنخاګانو بې برخې

0
4869

کراچۍ (امر ګريړو) د سندهـ د تعليم د صوبائى محکمې لخوا ٢٠١٤ء کښې بهرتى کړے شوو ١٩ زرو د پرائمرۍ، سيکنډرى او هائى سکول استاذانو ته د تير يو کال راسې تنخاګانې ورنۀ کړے شوې ـ

دا استاذان د تعليم صوبائى محکمې د نړيوالو مرستندويه ادارو لکه د نړيوال بنک او يورپى يونين په مرسته د پيل کړے شوى ځانګړى پروګرام لاندې بهرتى کړي وو ـ د دې مرستې مقصد صوبه کښې د تعليم د ورکړے عمل اثرناک کول وو ـ

د پرائمرى سکول ټيچرز ايسوسى ايشن سندهـ (جى ايس ټى اے) صدر اشرف خاصخيلى وائى :” يو تن دې حالاتو کښې څۀ رنګ پيشه ورانه خدمات ترسره کولے شى کله چې هغۀ ته د هغۀ د کار معاوضه نۀ ترلاسه کيږى؟ ” اشرف خاصخيلى نيوز لينز پاکستان سره په ټيلى فون خبرو اترو کښې ووئيل چې سندهـ حکومت د ١٩ زرو نه زيات استاذان د سرکارى قاعدو ترمخه بهرتى کړل ولې هغوئ ته د تنخاګانو ورکړه ؤنۀ کړے شوه ـ

د دې استاذانو اکثريت ريفارم سپورټ يونټ (آر ايس يو) سره تعلق لرى، د سندهـ حکومت لخوا دا ځانګړې منصوبه ٢٠٠٦ء کښې تعليمى شعبه کښې د اصلاحاتو منظم کولو او غوره کولو د پاره پيل کړے شوې وه ـ

٢٠١٤ء کښې نړيوال بنک د سندهـ ايجوکيشن سيکټر ريفارم پروګرام د دويمې مرحلې د پاره د څلورو سوو امريکائى ډالرو فنډز جارى کړل ـ د دې منصوبې لاندې صوبائى حکومت دا استاذان د يو ستونزمن طريقه کار لاندې د سندهـ د پرائمرى، سيکنډرى او هائى سکولونو د پاره بهرتى کړل ـ

سندهـ کښې د تعليم شعبه د مخ په ښکته تلو ښکار کيږى ـ د اوسنو کلونو په دوران صوبه کښې د ډيرو تش د نوم د سکولونو او د تش د نوم د استاذانو په اړه انکشاف وشو، ځکه نو نړيوالې مرستندويه ادارې د تعليم د شعبې د بحالۍ په خاطر د سندهـ حکومت د مرستې د پاره راوړاندې شوې ـ

د تنخاګانو د نۀ ورکړے په وجه استاذان ستونزو سره مخامخ دي ـ بدين ضلعې سره اړونده شبانه چانډيو نيوز لينز پاکستان سره په ټيلى فون خبرو اترو کښې ووئيل :” ما نجى شعبه کښې يوې ښې چوکۍ باندې په غټه تنخا کار کولو خو کله چې زما په سرکارى شعبه کښې د استاذې په حيثيت تعيناتى عمل کښې راغله نو ما د يو خوندى ملازمت ګڼلو سره دا ومنله ـ ولې اوس څۀ تنخا نۀ ترلاسه کيږى چې له امله ئې زۀ ډيرو ستونزو سره مخامخ يم ـ”

د سندهـ د تعليم د محکمې د شمير شميرنې ترمخه ٢٠١٣ء کښې آر ايس يو ته د نړيوال بنک لخوا د ٢٣ ارب روپو فنډز جارى کړے شول او ٢٠١٤ء کښې نورې ١٦ اربه روپۍ ورکړے شوې چې دا شان يونټ په ښۀ ډول خپلې ذمه وارۍ ترسره کړے شى ـ ٢٠١٠ء کښې يورپى يونين هم ٣٩ ملين يورو ورکړې وې ـ د دومره دروند فنډز ترلاسه کولو باوجود آر ايس يو مطولبه هدفونو ترلاسه کولو کښې ناکامۍ سره مخ شو ے دے ـ

د يونيسکو د يو اوسنى رپورټ ترمخه پاکستان کښې سکول ته د تلونکى عمر ٥٥ لکه ماشومان سکول ته نۀ ځي کومو کښې چې د ٦١ سلنه يا ٣٣ اعشاريه ٥ ملين ماشومان تعلق سندهـ سره دے ـ

د سندهـ د تعليم وزير نثار احمد کهوړو تصديق وکړو چې د هغوئ د محکمې له لورى بهرتى کړے شوو دې استاذانو ته تنخاګانو ورکولو کښې ځنډ رامنځته شوے دے ـ هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” د تنخاګانو ورکړه کښې ځنډ په ارادى توګه نۀ دے شوے بلکې د اوږد سرکارى طريقه کار په وجه داسې وشوه ـ”

هغۀ زياته کړه چې د هغوئ محکمې په لږه موده کښې يو لوے شمير کښې استاذان بهرتى کړل د کوم نه پس چې محکمې د هغوئ تعليمى سندونه اړونده پوهنتونونو او نورو تعليمى ادارو ته د تصديق د پاره واستول د کومو لخوا چې ځنډ رامنځته شو د کوم په سؤب چې د محکمې له لورى په وخت د تنخاګانو ورکړه ممکن کيدے نۀ شوه ـ

هغۀ دا انکشاف هم وکړو چې د دې استاذانو يو لوے شمير د بوګس طريقه کار په ذريعه بهرتى کړے شو چې له امله ئې محکمه د هغوئ منلو ته چمتو نۀ ده او دا په تنخاګانو کښې د ځنډ يوه بنيادى وجه هم ده ـ نثار احمد کهوړو ووئيل :” مونږ په دې حواله کار کوو او ډير زر به دا ستونزه هواره شى او مونږ څۀ استاذانو ته د تنخاګانو د ورکړے لړۍ شروع کړې هم ده ـ “

د پرائمرى سکول ټيچرز ايسوسى ايشن صدر اشرف خاصخيلى خپل رد عمل ښکاره کولو سره ووئيل :” دا استاذان د حکومت له لورى بهرتى کړے شول، د دوي ټاکنه څۀ رنګ بوګس کيدے شى؟ دا د نۀ پيژندنې وړ رويه ده، دې ټولو استاذانو د نيشنل ټيسټنګ سروس لخوا د دې ملازمت د پاره اخستلے شوے د مقابلې امتحان پاس کړو ـ”

هغۀ خبردارے ورکړو چې کۀ سندهـ حکومت استاذانو ته تنخاګانې نۀ ورکوي نو د هغوئ تنظيم جى ايس ټى اے (دا د استاذانو يونين دے چې دا دعوه کوى چې د هغوي په ټول سندهـ کښې ٦٢ زره غړي دي) به ډير زر د سندهـ د تعليم د محکمې په ضد ټول سندهـ کښې د احتجاجى مظاهرو لړۍ پيل کړى ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here