عيسى محمد درځنونو ماشومانو ته ويړيا ښودنه کوي

0
5092

کندهار : د قندهار ښار د دريم سيکټر د تنګو کوڅو په منځ کښې يو وران کور اوس کنډرنه، بلکې يو ښوونځى دے چې د دې سيمې درځنونه ماشومان په کښې د شين اسمان لاندې ويړيا زده کړې ترلاسه کوي.

د دغه وران کور نه د خاموشۍ په ځائے اوس د هغو ماشومانو د سبق وئيلو اوازونه پورته کيږي چې مخکښې د زده کړو څخه پاتې وو او په کوڅو کښې سرګردانه ګرځېدل.

خو د دې سيمې يو لوستي ځوان هم د دغه وران کور نه د رڼا خورولو تکل وکړو، هغۀ د سيمې د کورنيو مشران د ې ته جوړ کړل چې خپل ماشومان د کوڅو نه را وګرځوي او په همدې وران کور کښې ئې زده کړو ته کښېنوي.

دغه ځوان د قندهار پوهنتون د استاذۍ او تربيت کالجطالبعلم دوه وويشت کلن عيسى محمد دے چې هم په خپله زده کړې کوي او هم نورو ته ښودنېکوي.

عيسى محمد پژواک خبري اژانس ته ووئيل: ((اوس اوس دوه کاله کيږي، چې دغه ورانکور مې د زده کړې په مرکز بدل کړے او د کلى ماشومانو ته ويړيا ښودنه کؤم.))

هغۀ زياته کړه، په کلى کښې ئې نزدې سکول نشته، هم د دې له کبله کورنيو زړونه نۀ ښۀ کول چې خپل واړۀ ماشومان د زده کړې د پاره لرې سکولونو ته واستوي.

 دے وائي، دا چې په خپله هم زده کړې کوي او د پوهې په اهميت پوهيدۀ، نو دغه حالت سخت زورولو چې د کلي ماشومانو خپل قيمتي وخت په لوبو تيرولو او له زده کړو پاتې وو.

د عيسى محمد په وينا، اخر ئې د خپل احساس ترمخه پرېکړه وکړه چې خپل کور ته سيلمه په يو نړېدلى او وران کور کښې ماشومانو ته ويړيا سبق شروع کړي، چې دا شان ماشومان د بې ځايه ګرځيدو څخه راوګرځوي او د پوهې په نعمت ئې معموره کړي.

دغه ځوان ووئيل، د دې کار د پاره ئې وړومبے د کلي مشرانو سره خبرې وکړې او هغوئئې دې ته جوړ کړل چې خپل ماشومان د زده کړو د پاره دغه زوړ کور ته ور ولېږي.

دے وائي، خواؤشا دوه کاله کيږي چې د کلى شپېتو ماشومانو جينکو او هلکانو ته ويړيا ښودنه کوي، هغوئ ته ئې په دې موده کښې ډېر څۀ ورښودلي او د خپل دې کار نه په پوره توګه خوند اخلي.

د نوموړى په وينا، د قندهار ګرمى ډېره زياته وي او تر دې چې کله کله ٤٥ او ٤٦ سينټى ګريډ درجې پورې رسيږي، خو بيا ئې هم د پوهې د رڼا خورولو دا کار روان ساتلے او د سبق ښودنهئې قضا کړې نه ده.

عيسى محمد وائى ، د دې د پاره چې زده کوونکي ئې د تيز نمر دسوزوونکو څريکوڅخه ساتلي وي، د هغوئ په سرونو ئې د ټوکر سايوان زوړند کړے، خو د دې باوجود هم د ماشومانو نازک وجودونه د دوبي د سوزوونکىنمر د زغملو توان نه لري.

د نوموړى په وينا، د قندهار د پوهنې رياست تر دې وخته زده کوونکو سره يوازې د کتابونو، قلم پينسل او بستو مرسته کړې، خو نورې مرستې ئې ورسره نۀ دي کړي.

هغۀ د پوهنې د رياست نه غوښتنه وکړه چې په دې سيمه کښې ماشومانو ته ښوونځى جوړ کړي، چې دا شان د اوسني هغه په ځائے په ښۀ چاپيرچل کښې زده کړې وکړي.

دۀ دغه شان غوښتنه وکړه چې په دغه صوبه کښې دې د پوهنې په برخه کښې هڅې ګړندۍ شي او په هغو سيمو کښې دې سکولونه جوړ او فعال شي چې په تير وخت کښې غير فعال او يا ئې هيڅ شتون نه لرلو.

د دې سيمې ماشومان که څۀ هم خوشحال دي چې د زده کړو ميدان ورته برابر شوے دے، خو د پوهنې د رياست څخه غوښتنه کوي چې سکولونه دې ورته جوړ کړي،چې دا شان د نورو ماشومانو په څير هغوئ هم په ښۀ چاپيرچل کښې زده کړې وکړي.

د جميل احمد په نوم يو اتۀ کلن ماشوم وائي، استاذان ئې په ډېره مينه سبق ورته ښائي، خو ګرمي ئې سخت زوروي.

د دۀ په خبره، د هغوۀد کور نه سکول لرې دے او ورتلے نۀ شي، کۀ د هغوئ کورونو ته نزدې سکولونه جوړ شي، نو د اوسنيو ستونزوڅخه به خلاص شي او د يوې ورانې په ځائے به په يو پاک جماعت کښې سبق ووائي.

د ريحانې په نوم يوه بله لس کلنه ماشومه هم ورته غوښتنه کوي او وائي چې مخکښې ئې سبق نۀ وئيلو او په کوڅو کښې ئې خپلو همځولو سره لوبې کولې، خو اوس ئې مور او پلار هڅولې چې زده کړه ترسره کړي.

دا زياتوي، استاذاند هغوئ نه پيسې نه اخلي او ويړيا ښودنه ورته کوي، د تعليم رياست دې هغوئ ته سکولونه جوړ کړي، چې د خپلو همځولو سره په ګډه په کښې زده کړه وکړى او لوړو جماعتونو ته بريالۍ شي.

د همدې سيمې (دريم سکټر) اوسيدونکي وائي چې کۀ څۀ هم دلته نزدې سکول نشته، خو ځوان عيسى محمد د هغوئ ماشومان د لارو کوڅو نه راګرځولي او دوه کلونه کيږي چې هغوئ ته ويړيا ښودنه کوي.

د سردار محمد په نوم د دې سيمې يو اوسيدونکى پژواک اژانس ته ووئيل: ((زۀ يوه لور او يو زوئې لرم، دا چې هغوئ لرې ښوونځي ته نۀ شي تللے، نو همدلته په همدې کنډر کور کښې ويړيا زده کړې کوي.))

هغۀ زياته کړه، د کلي د ډېرو کورنيو ماشومان اوس دلته په ژمي او دوبي کښې په سخت حالت کښې زده کړې کوي، د پوهنې رياست دې د دغه سکولد پاره ودانۍ جوړه کړي.

د قندهار د تعليم رياست وياند نظر محمد صميمي په داسې حال کښې چې د ځوان عيسى محمد د دغه کار ستائينه کوي چې د خپل کلي شپيتو تنو ماشومانو ته ويړيا ښودنې کوي، وائي اړوندې ادارې تر دې وختهد هغوئ سره د کتابونو، قلم پنسل او بستو مرسته کړې ده.

هغۀ پژواک اژانس ته ووئيل، د تعليم رياست پلان لري، د قندهار ښار سره پيوست په يو شمير ضلعو کښې د زده کړې سيمه ايز جماعتونه جوړ کړي چې په دې لړ کښې به د زده کړې دغه ځائے هم دسيمې په جماعتونو بدل کړي.

د نوموړي په وينا، زده کوونکي به وکړے شي چې په دغو جماعتونو کښې د وړومبى نه څلورم جماعت پورې زده کړې وکړي او وروستو د نورو زده کړو د پاره سکولونو ته ولاړ شي.

قندهار د سويلى زون هغه صوبه ده چې په خپل تشکيل کښې ٤٥٩ سکولونه لري، خو خواؤشا ١٠٠سکولونهئې د بدامنى له کبلهبند پاتې دي.

په دغه صوبه کښې داسې ضلعې هم شته چې سکولونه په کښې يوازې په کاغذونو کښې وو او هره مياشت ئې په سر په لکونو افغانۍ اخيستلے شوې او شخصي جيبونو ته تلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here